• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني چارواکي: د ایران او افغانستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو تګ راتګ ډېر شوی

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۷:۱۷ GMT+۱

ایراني رسنیو د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد ولسوالۍ د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د بار وړونکو موترو تګ راتګ ډیر شوی. وړاندې په ورځ کې ۹۰۰ موټرو تګ راتګ کاوه، خو اوس په ورځ کې ۱۲۰۰ موټر تګ راتګ کوي.

د ایران د دوغارون بندر له سیمې څخه د طالبانو د ۱۴ کسیز پلاوي د لیدني پرمهال د تایباد ولسوال حسین جمشیدي ویلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو تګ راتګ ډیر شوی. نوموړی وايي، وړاندې په یوه ورځ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ شاوخوا ۹۰۰ موټرو تګ راتګ کاوه.

جمشیدي وايي:«د هرات ښار او اسلام کلا په ګمرک کې ایراني موټر څو ورځې تم کېدل او دا لامل و، چې موټر چلوونکو به شکایت کاوه او د هغوی لپاره یې ستونزې را پیدا کړې وي. خو دوغارون د افغانستان او ایران ترمنځ تر ټولو مهمه اقتصادي دروازه ګنل کیږي، بې له شکه په بېلا بېلو برخو کې د ایران او افغانستان د چاراکو ترمنځ همغږي او همکاري د اړیکو د ډیریدو لپاره لوی رول لوبوي.»

پر همدغه مهال په هرات کې د طالبانو د ټرانسپورت رییس محمد اصف ویلي، چې د دوغارون او اسلام کلا ترمنځ د موټرو تګ راتګ زیاتوالی د افغان سوداګرو یو له مهمو غوښتنو څخه دی.

نوموړی زیاتوي:«اسلام کلا ګمرک تایباد ښار ته نږدې موقعیت لري، د دوغارون له خوا د ایراني موټرو داخلېدو په اړه هیڅ محدودیت نه شته.»

په ورته مهال د خراسان رضوي ولایت د ټرانسپورټ رییس جعفر شهامت ویلي، چې تېرکال له دې لارې تر ۲۹زره ډیرو بارووړونکو موټرو تګ راتګ کړی دی او له درې مېلیونه ټنو څخه ډیر مالونه یې د ایران له بندر څخه افغانستان ته انتقال کړي دي.

د نوموړي په وینا، د تېرکال په پرتله سږ کال د موټرو په تګ راتګ کې ۶۰ سلنه ډیروالی راغلی دی.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د طالبانو اقتصادي مسوولانو د دوغارون اقتصادي سیمې، د پولو پراختیايي پروژې او د موټرچلوونکو د ستونزو د حل په موخه هم له ځایي چارواکو سره ناستې کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ټي ټي پي وايي چې په وزیرستان کې یې هیڅ ښوونځی نه دی تړلی

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۶:۱۷ GMT+۱

تحریک طالبان پاکستان د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې له هغې ویډیو ځان بې‌خبره وباله چې په شمالي وزیرستان کې د یوه ښوونځي د تړلو صحنه ښیي. په ویډیو کې یو وسله‌وال سړی ښوونځي ته د تړلو امر کوي، چې له دې سره پر ټولنیزو رسنیو پراخ غبرګونونه راوپارېدل.

ټي ټي پي د یکشنبې په ورځ، د غويي پر ۲۸مه، په یوه اعلامیه کې وویل چې تعلیمي ادارې د دوی د هدفونو برخه نه دي او تعلیم د هر ملت د پرمختګ بنسټ ګڼي.

د دې ډلې ویاند محمد خراساني، د «عمر میډیا» له لارې په خپله اعلامیه کې ویلي، « زموږ هدفونه تعلیمي ادارې نه دي. موږ باور لرو چې د یوه ملت پرمختګ، سوکالي او روڼ راتلونکی د تعلیم پر بنسټ ولاړ دی. تعلیم انسان ته شعور، اخلاق او پوهه ورکوي او له تعلیمي ادارو پرته د تعلیم ترلاسه کول ناشوني دي».

یاده اعلامیه داسې مهال خپرېږي چې په قبایلي سیمو، په ځانګړي ډول شمالي وزیرستان کې، د طالبانو د بیا فعالېدو له امله د خلکو اندېښنې زیاتې شوې.

ټي ټي پي وايي، خپلو جنګیالیو ته یې امر کړی چې له تعلیمي ادارو سره دې هیڅ کار نه لري او که په ویډیو کې ښودل شوی کس له تحریک سره تړاو ولري، نو پر وړاندې به یې اقدامات وشي، ځکه دا کار د ډلې له اصولو سره په ټکر کې دی.

خو تحریک طالبان پاکستان په خپله اعلامیه کې د پاکستان پوځ تورن کړی چې تعلیمي ودانۍ یې د پوځي مورچلو په توګه کارولې دي.

اعلامیه وايي، « کله چې پوځ په قبایلي سیمو کې ښوونځي، کالجونه او نورې ملکي ادارې د خپلو پوځي سنګرونو په توګه کاروي، نو ولس دې غږ پورته کړي، چې دا ډول ناوړه استفادې پای ته ورسېږي».

د پاکستان پوځ تر اوسه د ټي ټي پي د اعلامیې په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو له اسیا پراختیايي بانک څخه غوښتي چې خپلې نیمګړې پروژې بیا پیل کړي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۶:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د اسیا پراختيايي بانک له عمومي رییس څخه د کابل ـ پنجشیر د اوبو لېږد، د شاتوت- للندر ذخیروي بند او د کندهار د دهلي بند پروژو په بشپړولو کې د مالي همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د طالبانوو د اوبو او انرژۍ وزارت په خبر پاڼه کې لیکل شوي، چې د دغې ډلې د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د اسیا پراختیايي بانک عمومي رییس ډیویډ هېل سره په کتنه کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ نیمګړو پروژو د بیا پیلیدو په برخه کې د مالي همکارۍ غوښتنه کړې.

عبداللطیف منصور د کابل او کندهار ښارونو د اوبي سرچینو د وچېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د اسیا پراختیايي بانک له رییس څخه یې د کابل ـ پنجشیر د اوبو لېږد، د شاه توت- للندر ذخیروي بند او د کندهار د دهلې بند پراختیا پروژې په برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د اسیا پراختیايي بانک رییس په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ پراختیا پروژو د بیا پیلېدو ژمنه وکړه، خو طالبانو دا نه دي ویلي، چې د اسیا پراختیايي بانک به په افغانستان کې کومې نیمګړې پروژې بیا پیل کړي.

څه موده وړاندې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر ویلي و، چې له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې د څېړنې او ډیزاین پړاوونه بشپړ شوي دي او د دې پروژې چارې به د بودجې له تصویب وروسته په رسمي توګه پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) خبرداری وکړی، چې د اقلیمي بدلون او د چټک ښاري کېدو له امله به تر ۲۰۳۰میلادي کاله په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبه وچې شي.

اېمل ولي خان د باچاخان پوهنتون د رییس د استعفا غوښتنه کړې

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۵:۵۰ GMT+۱

عوامي نېشنل ګوند د باچا خان پوهنتون له رییس غوښتنه کړې، چې د افغانستان د ملي بیرغ د بې‌احترامۍ او ولسي احساساتو ته د سپکاوي له امله له دندې استعفا وکړي. د یاد ګوند مرکزي مشر اېمل ولی خان وايي چې که د پوهنتون مشر استعفا ور نه کړي نو خپلو پلویانو ته یې د لاریون لارښوونه کړې ده.

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان د یکشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۲۸مه، پر خپل اېکس ولیکل، چې « موږ د پوهنتون مشر ته اخري خبرداری ورکوو چې د بهرني بیرغ د بې‌احترامۍ مساله دې جدي واخلي، او ژر تر ژره دې اقدام وکړي. که دا کار ونه شي، نو ما د عوامي نشنل ګوند چارسدې او د پښتون محصلانو اتحادیې ته لارښوونه کړې چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ، د مې ۲۲مه، ۲۰۲۵، د پوهنتون رییس پر ضد لاریون وکړي».

اېمل ولي خان وايي، د بهرني بیرغ بې‌احترامي نه یوازې د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی، بلکې د خلکو احساسات یې ژور زیانمن کړي دي.

تر اوسه د باچا خان پوهنتون ادارې یا د پوهنتون له خوا په دې اړه رسمي دریځ نه دی خپور شوی.

تېره ورځ د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان ویلي و، چې د افغانستان درې رنګه بیرغ یې منلی او احترام ورته لري.

د نوموړي په وینا: «ما پرون هم دغه بیرغ منلی، نن يې هم منم او سبا به هم د افغانستان لپاره دغه بیرغ ته احترام لرم.»

اېمل ولي خان وايي، په باچاخان پوهنتون کې افغان زده کړیالې چې څه کړي دي حق يې دی او خپل وطن سره مینه د ايمان برخه ده.

دا غبرګونونه له هغه وروسته مخې ته راځي، چې تېره اونۍ د پنجشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د باچاخان پوهنتون مسوولینو د فراغت په غونډه کې د یوې افغانې زده کړیالې له اوږو څخه د افغانستان ملي بیرغ لرې کړ.

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان په خپل اېکس کې ولیکل، چې په باچاخان پوهنتون کې چې پرون څه شوې دي د هغې غندنه کوي.

طالبان وايي په تیرو ۳ کلونو کې په پنجشېر کې هیڅ امنیتي پیښه نه ده شوې

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۴:۴۶ GMT+۱

په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون د افغانستان ملي مقاومت جبهې هغه ادعا رد کړه، چې په دره ولسوالۍ کې یې د دې ډلې ۱۳ غړي وژلي. لټون افغانستان انټرنشنل ته په یوه غږیز پېغام کې وویل چې په تیرو دریو کلونو کې په پنجشیر کې هیڅ امنیتي پیښه نه ده ثبت شوې.

په پنجشېر کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر هم د غويي په ۲۸مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې «دا تبلېغات نه یوازې مغرضانه دي، حقیقت نه لري، بلکې د خلکو ترمنځ د اندېښنو د رامنځته کولو په خاطر خپرېږي او د دغه ولایت پر ټولنیز او امنیتي وضعیت به هېڅ اغېز ونه کړي.»

د طالبانو په مطبوعاتي خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ډلې جنګیالي په ټول پنجشېر کې "بشپړ حاکمیت او واک" لري او د هر هغه حرکت مخه به ونیسي چې د خلکو امنیت او سوله ګډوډوي.

د مقاومت جبهې د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د پنجشېر په دره ولسوالۍ کې یې په هدفي عملیاتو کې ۱۳ طالب جنګیالي وژلي او د دې ډلې څلور غړي یې ټپیان کړي دي.

جبهې زیاته کړې، چې دا عملیات د شپې شاوخوا نهه بجې په دره ولسوالۍ کې د طالبانو د ځانګړې لوا د درېیم کنډک په مرکزي قوماندانۍ ترسره شول او د ډلې ځینې وسلې هم له منځه یووړل شوې.

د پنجشېر د درې ولسوالۍ اوسیدونکو د جمعې په شپه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دوی د چاودنې غږ واورېد.

یوې سرچینې وویل: "طالبانو د یوه قومي مشر کور خپل مرکز جوړ کړی و او چاودنه په هغه کور کې وشوه."

د پنجشېر ولایت نه سرچینو راپور ورکړی، چې د دره ولسوالۍ په تندخوی کلي کې د طالبانو په یوه اډه د ملي مقاومت جبهې له برید وروسته، طالب جنګیالیو نږدې ۲۰ سیمه ییز اوسیدونکي ونیول.

د ملي مقاومت جبهې د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو او د دې ډلې د جنګیالیو د وژلو اعلان یوه ورځ وروسته له هغه وکړ، چې د جبهې د دوو مشهورو قوماندانانو خالد امیري او حسیب پنجشیري نوي انځورونه چې په غره کې یې جنګي تجهیزات او پوځي یونیفورمونه اغوستي وو، خپاره شول.

د مقاومت د جبهې پوځي مسوول جنرال قدم شاه شهیم د شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د جبهې ځواکونه د افغانستان په مختلفو برخو کې شته دي.

د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران په بیجنګ کې درې اړخیزه ناسته کوي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۴:۳۱ GMT+۱

چین روانه اونۍ د افغانستان او پاکستان په ګډون د یوې درې اړخیزې ډیپلوماتیکې ناستې کوربه‌توب کوي، چې ټاکل شوې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران به پکې برخه واخلي. امیرخان متقي د سې شنبې په ورځ بیجنګ ته سفر کوي.

د یکشنبې په ورځ، د غويي پر ۲۸مه، پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی، چې د پاکستان مرستیال لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به د دوشنبې په ورځ بیجینګ ته سفر وکړي، چې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره وګوري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلان له مخې، ټاکل شوې ددې ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د می په ۲۰مه چین ته ورسیږي او د درېواړو هېوادونو په ګډه درې اړخیزه ناسته کې ګډون وکړي.

ددې ناستې هدف ددرې اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، امنیتي وضعیت او اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ګڼل شوې دي.

بیجینګ هڅه کوي چې له طالبانو سره اړیکې وساتي، خو له کابل څخه غواړي ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره د چین ضد وسله‌والو ډلو په ګټه نه‌کارول کیږي.