• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي په تیرو ۳ کلونو کې په پنجشېر کې هیڅ امنیتي پیښه نه ده شوې

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۴:۴۶ GMT+۱

په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون د افغانستان ملي مقاومت جبهې هغه ادعا رد کړه، چې په دره ولسوالۍ کې یې د دې ډلې ۱۳ غړي وژلي. لټون افغانستان انټرنشنل ته په یوه غږیز پېغام کې وویل چې په تیرو دریو کلونو کې په پنجشیر کې هیڅ امنیتي پیښه نه ده ثبت شوې.

په پنجشېر کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر هم د غويي په ۲۸مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې «دا تبلېغات نه یوازې مغرضانه دي، حقیقت نه لري، بلکې د خلکو ترمنځ د اندېښنو د رامنځته کولو په خاطر خپرېږي او د دغه ولایت پر ټولنیز او امنیتي وضعیت به هېڅ اغېز ونه کړي.»

د طالبانو په مطبوعاتي خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ډلې جنګیالي په ټول پنجشېر کې "بشپړ حاکمیت او واک" لري او د هر هغه حرکت مخه به ونیسي چې د خلکو امنیت او سوله ګډوډوي.

د مقاومت جبهې د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د پنجشېر په دره ولسوالۍ کې یې په هدفي عملیاتو کې ۱۳ طالب جنګیالي وژلي او د دې ډلې څلور غړي یې ټپیان کړي دي.

جبهې زیاته کړې، چې دا عملیات د شپې شاوخوا نهه بجې په دره ولسوالۍ کې د طالبانو د ځانګړې لوا د درېیم کنډک په مرکزي قوماندانۍ ترسره شول او د ډلې ځینې وسلې هم له منځه یووړل شوې.

د پنجشېر د درې ولسوالۍ اوسیدونکو د جمعې په شپه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دوی د چاودنې غږ واورېد.

یوې سرچینې وویل: "طالبانو د یوه قومي مشر کور خپل مرکز جوړ کړی و او چاودنه په هغه کور کې وشوه."

د پنجشېر ولایت نه سرچینو راپور ورکړی، چې د دره ولسوالۍ په تندخوی کلي کې د طالبانو په یوه اډه د ملي مقاومت جبهې له برید وروسته، طالب جنګیالیو نږدې ۲۰ سیمه ییز اوسیدونکي ونیول.

د ملي مقاومت جبهې د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو او د دې ډلې د جنګیالیو د وژلو اعلان یوه ورځ وروسته له هغه وکړ، چې د جبهې د دوو مشهورو قوماندانانو خالد امیري او حسیب پنجشیري نوي انځورونه چې په غره کې یې جنګي تجهیزات او پوځي یونیفورمونه اغوستي وو، خپاره شول.

د مقاومت د جبهې پوځي مسوول جنرال قدم شاه شهیم د شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د جبهې ځواکونه د افغانستان په مختلفو برخو کې شته دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران په بیجنګ کې درې اړخیزه ناسته کوي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۴:۳۱ GMT+۱

چین روانه اونۍ د افغانستان او پاکستان په ګډون د یوې درې اړخیزې ډیپلوماتیکې ناستې کوربه‌توب کوي، چې ټاکل شوې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران به پکې برخه واخلي. امیرخان متقي د سې شنبې په ورځ بیجنګ ته سفر کوي.

د یکشنبې په ورځ، د غويي پر ۲۸مه، پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی، چې د پاکستان مرستیال لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به د دوشنبې په ورځ بیجینګ ته سفر وکړي، چې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره وګوري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلان له مخې، ټاکل شوې ددې ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د می په ۲۰مه چین ته ورسیږي او د درېواړو هېوادونو په ګډه درې اړخیزه ناسته کې ګډون وکړي.

ددې ناستې هدف ددرې اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، امنیتي وضعیت او اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ګڼل شوې دي.

بیجینګ هڅه کوي چې له طالبانو سره اړیکې وساتي، خو له کابل څخه غواړي ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره د چین ضد وسله‌والو ډلو په ګټه نه‌کارول کیږي.

امیرخان متقي د ایران له ولسمشر سره وکتل

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۴:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د ایران له ولسمشر مسعود پزشکيان سره وکتل. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو پر دوو اړخيزو اړيکو او ايران کې مېشتو افغان مهاجرينو په اړه خبرې وشوې.

د یاد وزارت ویاند وايي، چې پزشکیان ژمنه کړې، چې چمتو دی په ټولو برخو کې له افغانستان سره اړيکې پراخې کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، مسعود پزشکيان همداراز د دواړو هېوادونو پر نږدېوالي ټينګار کړی او افغان کډوالو ته يې د اسانتياوو په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړی.

په دې کتنه کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير د دواړو هېوادونو پر مثبتو اړيکو او نږدې همکاريو ټینګار کړی دی.

طالبان وايي، چې امیرخان متقي د دواړو هیوادونو ترمنځ د تجارت پر زیاتوالي، مخدره موادو د قاچاق پر کنټرول او د سیاسي اړیکو پر پراختیا تاکید وکړ او غوښتنه يې وکړه چې د افغان کډوالو د ستنولو بهير په تدريج ترسره شي او د هغوی چارې او پانګې زيانمنې نه شي.

طالبان د ملاهبت الله د فرمان پر اساس د تاریخي سیمو پر ساتنه ټينګار کوي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۳:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معیين عتیق الله عزيزي وايي، چې تېرکال ددې ډلې د مشر ملاهبت الله له خوا د یو فرمان پر اساس، د افغانستان د ټولو تاریخي سیمو، ابداتو او تاریخي ساحو په ساتلو کې ټولې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره همکارې وې.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معينيت، نن یکشنبه، د غويي ۲۸مه، په کابل کې د ګڼ شمېر فرهنګیانو، لیکوالو او د کورنیو او بهرنیو فرهنګي بنسټونو د استازو په ګډون د موزيمونو د نړيوال پيوستون غونډه وکړه.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معیين عتیق الله عزيزي غونډې ته په خبرو کې وویل چې د ملاهبت الله د فرمان پر اساس په تېرو کلونو کې د تاریخي ابداتو اړوند ټولې غصب شوې ساحې له غصب څخه خلاصې شوې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معیين مهاجر فراهي په خپله وینا کې وویل چې د طالبانو په بيا واکمنۍ سره، د هېواد تاريخي او کلتوري ميراثونو او ابدې ساتنې او پالنې ته ځانګړې پاملرنه شوې او له هېواده بهر ته د اثارو د قاچاق بشپړ مخنيوی شوی دی.

100%

د طالبانو مشر په دغه فرمان کې چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د چنګاښ میاشتې پر ۲۱مه صادر شوی د دغې ډلې اطلاعاتو او کولتور وزارت ته سپارښتنه کړې چې د تاریخي او کولتوري اثارو په تړاو هر ډول مسوولیت دوی ته راجع دی.

په دغه فرمان کې د طالبانو اطلاعاتو او کولتور وزارت ته سپارښتنه شوې، چې په لرغونو سیمو کې دې له ناقانونه کیندنو او د تاریخي اثارو له ویجاړولو ډډه وشي.

د طالبانو مشر په دغه فرمان کې له خپلو غړو غوښتي چې د تاریخي اثارو د بیارغونې په برخه کې دې اړونده ادارې اقدامات وکړي.

طالبان داسې مهال د تاریخي سیمو او ابداتو پر ساتنې ټینګار کوي، چې یادې ډلې د خپلې لومړۍ واکمنۍ پرمهال په بامیان کې د بودا مجسمه په راکېټونو وویشتله او په ترڅ کې یې د دغې مجسمې ډېرې برخې ونړېدې.

پاکستان پر افغان ټرانزيټي مالونو ۱۰ سلنه نوی فیس ولګاوه

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۲:۴۴ GMT+۱

د پاکستان د فدرالي عوايدو بورډ د پاکستان له لارې افغانستان ته پر ټرانزیټ کېدونکو سوداګریزو توکو لس سلنه نوی پروسس فیس لګولی.اوس به دا لس سلنه فیس پر هغو توکو هم عملي کېږي چې تر دې مخکې معاف وو.

د پاکستان د فدرالي عوايدو بورډ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له دې وړاندې صادر شوی قانوني تنظیمي حکم یې تعدیل کړی او اوس به دا لس سلنه فیس پر هغو توکو هم عملي کېږي چې تر دې مخکې معاف وو.

په نوي نوملړ کې صنعتي ماشينونه، کرينونه، زراعتي وسايل، کمپیوټري وسایل، ټلویزیوني او راډیويي وسایل، کمرې، برقي تجهیزات، د ډیټا د خپلکاري پروسس ماشينونه، برېښنايي پرزې او ګڼ نور توکي شامل دي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت خبرداری ورکړی و چې د افغانستان د ګمرک محصول د پاکستان په پرتله ډېر ټيټ دي، چې له کبله یې له ترانزيتي سوداګرۍ ناوړه ګټه اخېستل کېږي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې افغان مالونه ډېر کله د پاکستان بازارونو ته را اوړي او دا توکي له مالیې پرته پلورل کېږي.

تر دې وړاندې لس سلنه فیس یوازې پر پنځو برخو لکه خوږو، چاکلیټو، بوټانو، ميخانیکي او برقي ماشينونو، کورني ټوکر او کاليو لګول کېده، خو اوس پراخ شوی او لسګونه نوي توکي تر پوښښ لاندې راولي. دغه فیس به د مال د ارزښت پر بنسټ محاسبه کېږي.

د بیزنېس انسایډر د رپوټ له مخې، نوی قانون د سل سلنه بانکي ضمانت غوښتنه کوي، چې د افغان ترانزيتي سوداګرۍ شفافیت زیات شي او د مالیاتي زیانونو مخه ونیول شي.

رپوټ وايي، د پاکستان د فدرالي عوایدو بورډ ته د سوداګرۍ وزارت له خوا داسې وړاندیزونه شوي وو، چې د افغانستان د ګمرکي محصولاتو کچه د پاکستان په پرتله خورا ټیټه ده او همدا چاره د افغان ترانزيتي سوداګرۍ د ناوړه استفادې لامل شوې او دواړو غاړو ته ځینې کاروباریان له دې اسانتیا ناوړه ګټه اخلي، ځکه توکي په ترانزيت کې افغانستان ته صادرېږي، خو وروسته د قاچاق له لارې بیرته پاکستاني بازارونو ته ځي.

رپوټ وايي، د دې ستونزې د حل لپاره وزارت وړاندیز کړی چې د ترانزيتي توکو لپاره د مال ارزښت ۱۰۰ سلنه بانکي ضمانت واخیستل شي او همداراز دې پر هغو توکو لس سلنه فیس ولګول شي چې د ټرانزيټ حجم یې غیر موجه زیات شوی وي.

چین افغان کډوالو ته ۳۰ میلیون یوانه نغدي مرسته او ۱۶۰ کورونه چمتو کوي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۲:۲۵ GMT+۱

په کابل کې د چین سفیر د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستال سره په کتنه کې له ګاونډیو هېوادونو د تازه راستنو شویو کډوالو لپاره د ۳۰ مېلیون یوان نغدي مرستې او د استوګنې لپاره د چمتو شویو ۱۶۰ کورونو خبر ورکړی.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ د یکشنې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې کتنه کې د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او په کابل کې د چین سفیر ژاو شېنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې کړې دي.

د چین سفیر په دې کتنه کې د تازه راستنو شویو کډوالو د استوګنې لپاره د چمتو شویو ۱۶۰ کورونو او ۳۰ مېلیون یوان نغدي مرستې خبر هم ورکړی دی.

د چین سفیر له افغانانو سره د مرستو د دوام په اړه د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې په افغانستان کې د چینايي پانګوالو د پانګونې له لارې به ګڼو افغانانو ته د کار کولو فرصتونه هم برابر شي.

د طالبانو په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د چین سفیر د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته د چین ـ سویلي اسیا نهم نندارتون کې د ګډون او وینا بلنه هم ورکړې ده.

حنفي د چین له استازي څخه د اړیکو د پراختیا او په افغانستان کې د چین د پانګونې د ملاتړ ډاد ورکړی دی.