• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین افغان کډوالو ته ۳۰ میلیون یوانه نغدي مرسته او ۱۶۰ کورونه چمتو کوي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۲:۲۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۳:۳۳ GMT+۱

په کابل کې د چین سفیر د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستال سره په کتنه کې له ګاونډیو هېوادونو د تازه راستنو شویو کډوالو لپاره د ۳۰ مېلیون یوان نغدي مرستې او د استوګنې لپاره د چمتو شویو ۱۶۰ کورونو خبر ورکړی.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ د یکشنې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې کتنه کې د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او په کابل کې د چین سفیر ژاو شېنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې کړې دي.

د چین سفیر په دې کتنه کې د تازه راستنو شویو کډوالو د استوګنې لپاره د چمتو شویو ۱۶۰ کورونو او ۳۰ مېلیون یوان نغدي مرستې خبر هم ورکړی دی.

د چین سفیر له افغانانو سره د مرستو د دوام په اړه د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې په افغانستان کې د چینايي پانګوالو د پانګونې له لارې به ګڼو افغانانو ته د کار کولو فرصتونه هم برابر شي.

د طالبانو په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د چین سفیر د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته د چین ـ سویلي اسیا نهم نندارتون کې د ګډون او وینا بلنه هم ورکړې ده.

حنفي د چین له استازي څخه د اړیکو د پراختیا او په افغانستان کې د چین د پانګونې د ملاتړ ډاد ورکړی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

پر رسنیو بندیز؛ طالبانو «مينه» مجله هم وتړله

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۲:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کتاب د کمېسیون یو لېست کې، چې کتابتونونو ته سپارل شوی دی، مینه مجله د ملي ګټو پرضد بلل شوې او چاپ او خرڅلاو یې ممنوع شوی دی. د مینې مجلې مسوولین هم مني، چې دا مجله د طالبانو له لوري تړل شوې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معاونیت تر سیوري لاندې د کتاب کمېسون یو لېست چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی دی پکې د ۸۵ کتابونو او مجلو نومونه راغلي، چې طالبانو بندیز پرې لګولی دی.

مینه مجله چې په پښتو ژبه یې فرهنګي، ادبي او هنري مسایل تر پوښښ لاندې راوستل، په دغه لېست کې شامله ده.

100%

د مینې مجلې د مسوولینو په وینا، دا مجله په ۱۳۸۱ کال کې پیل شوې وه او په ۱۳۸۲ کې یې له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه جواز اخیستی و.

تر اوسه پورې ددې مجلې ۸۹ ګڼې چاپ شوې دي او درې ګڼې د طالبانو په روانه واکمنۍ کې چاپ شوې وې.

د مجلې مسوولینو د طالبانو په روانه واکمنۍ کې غوښتل چې د مجلې تر سلو پورې ګڼې د پوست له لارې بهرنیو هېوادونو ته ولېږي خو طالبانو یې مخه نیولې او ورته ویل شوي چې دا مجله «ممنوع الخروج» ده.

مینه مجله په تېر جمهوریت کې هم درې ځله بنده شوې او بیا بېرته پرانیستل شوې وه.

یو شمېر لیکوالانو او هېوادوالو په وار - وار د طالبانو په ورته کړنو نیوکې کړي او ویلي یې دي چې که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د کتاب لوستلو دود کمرنګه شوی، خو د طالبانو په دغو بندیزونو سره به په هېواد کې د کتاب او مجلو لوستلو فرهنګ په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.

طالبانو له دې وړاندې د سلګونو نورو سیاسي، تاریخي، ټولنیزو او دیني کتابونو لېستونه خپاره کړي، چې د هغوی پر خپراوي، واردولو، چاپ او خرڅلاو پکې بندیز لګول شوی.

تاجکستان وايي په افغانستان کې د سولې په تړاو د ټولو سیاسي هڅو ملاتړ کوي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۱:۴۹ GMT+۱

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې بنسټپالنه او تاوتریخوالی نن د ټول بشریت لپاره جدي ګواښ ګرځېدلی دی. نوموړی وايي، تاجکستان په افغانستان کې د سولې په تړاو د ټولو سیاسي هڅو ملاتړ کوي .

سراج الدین مهرالدین د یکشنبې په ورځ، د غويي پر ۲۸مه د تهران ډیالوګ فورم په غونډه کې، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په نوښت جوړه شوې وویل، چې تاجکستان په افغانستان کې د سولې، ثبات او ارامۍ غوښتنه کوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې افغانستان په نظامي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې له جدي ستونزو سره مخ وباله او زیاته یې کړه، چې « د افغانستان تر ټولو نږدې ګاونډی هېواد تاجکستان د سولې، ثبات او ارامۍ غوښتونکی دی. موږ د افغانستان د خلکو د بشردوستانه مرستو او د ستونزو د حل لپاره له ټولو سیاسي او ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ کوو او چمتو یو له ټولو شریکو هېوادونو سره د افغانستان د ټولنیزې او اقتصادي بیا رغونې په بهیر کې همکاري وکړو».

هغه ټینګار وکړ چې بنسټپالنې او تاوتریخوالي ته لېوالتیا نن ورځ د ټول بشریت لپاره یو جدي ګواښ ګرځېدلی او نړیواله ټولنه باید د تاوتریخوالي او افراطیت د مخنیوي لپاره ګډ او اغېزناک اقدامات طرح او تطبیق کړي.

تاجکستان د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې یوازینی هېواد دی، چې له طالبانو سره کمې اړیکې لري او د افغانستان له اړخه د ترهګرۍ او بنسټپالنې په تړاو اندېښمن دی.

په بلخ کې د طالبانو والي د شپږو هېوادونو له استازو سره کتلي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۱:۳۵ GMT+۱

په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا د ترکمنستان، پاکستان، ایران، ترکیې او ازبکستان د کونسلګریو له مسوولانو او د قزاقستان د سفارت تجارتي استازي سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې له را ستنو شویو افغان کډوالو سره همکاري وکړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن یکشنبه د غويي ۲۸مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په بلخ کې ددې ډلې والي محمد یوسف وفا په دې لیدنه کې د اقتصادي، سیاسي، فرهنګي او ټولنیزو اړیکو پر پراختیا سربېره د ویزې برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو خبرې کړې دي.

یوسف وفا په بلخ کې له مېشتو بهرنیو ډېپلوماټانو غوښتي چې د بې‌وزلو هېوادوالو، په ځانګړي ډول راستنو شویو کډوالو سره د بنسټیزو خدمتونو لکه د څښاک اوبو، روغتونونو، ښوونځیو، استوګنځایونو او ویزو د اسانتیاوو په برخه کې همکاري پراخه کړي.

طالبان وايي، د یادو هېوادونو استازو له اړوندو ادارو سره د بشري، فرهنګي، روغتیايي، تعلیمي، تجارتي، زراعتي او بنسټیزو همکاریو ډاډ ورکړی او روان وضعیت یې د ګډو همکاریو لپاره مثبت بللی دی.

طالبان په داسې حال کې له بهرنیو ډېپلوماټو څخه د مرستې غوښتنه کوي، چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه د ورځې سلکونه افغان کډوال خپل هېواد ته په جبري ډول شړل کېږي.

امیرخان متقي: د طالبانو نظام له تېرو ناکامو تجربو وروسته رامنځته شوی

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۱:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې وچکالي نه وي، نو هر څومره اوبه چې وي، ایران ته به ورسیږي. هغه ویلي، چې په تېرو څلورو لسیزو کې افغانستان متوازن سیاست نه درلود، خو ددوی نظام له «تېرو ناکامو تجربو» وروسته رامنځته شوی.

امیرخان متقي د یکشنبې په ورځ، د غویي پر ۲۸مه، د تهران ډیالوګ فورم ته په خبرو کې وویل، چې د طالبانو هڅه داده چې اوبه بېځایه ضایع نه شي او په ښه توګه ایران ته ورسیږي.

متقي په خپلو خبرو کې وویل، « په دې برخه کې زموږ شرعي او اسلامي مسوولیت دی چې مرسته وکړو. دا کار هم ثواب ګڼو او هم یوه ښه سیاسي تګلاره د». هغه زیاته کړه، چې « د ایران خلک چې زما خبرې اوري، باید شک ونه کړي چې موږ په دې برخه کې بد نیت نه لرو».

د ایرنا د رپوټ له مخې، امیرخان متقي وویل، افغانستان یو اسلامي هېواد دی چې په تېرو پنځوس کلونو کې یې ډېر سیاسي نظامونه لیدلي، خو ددوی سیاست متوازن او پر اقتصاد متمرکز دی او ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې ځانګړی ځای لري.

هغه زیاته کړه، « دا نظام له تېرو ناکامو تجربو وروسته رامنځته شوی دی. اوس یو نظام شته چې په سر کې یې امیر او ورپسې رییس الوزرا دي، کابینه موجوده ده، ۳۴ ولایتونه او شوراګانې شته چې د خلکو غږ اوري. موږ په دې برخه کې بریالي یو».

هغه زیاته کړې، « په تېرو څلورو کلونو کې موږ وتوانېدو چې له ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نورو هېوادونو سره اړیکې په متوازن سیاست پرمخ یوسو، په ځانګړي ډول اقتصادي اړیکې. له ایران سره زموږ د سوداګرۍ حجم ۳ میلیارد ډالره دی».

د طالبانو سرپرست وزیر وايي، په تېرو څلورو لسیزو کې افغانستان متوازن سیاست نه درلود او ډېر وخت هېوادونه د یوه قدرت د خوښۍ لپاره سره دښمن وو، خو په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو وکولی شول چې متوازن سیاست په بهرنیو چارو کې عملي کړي او له سیمه‌ییزو او نورو هېوادونو سره ورځ تر بلې نږدې کېږي».

په ټولګي کې دوې تشې څوکۍ؛ جرمني د افغان سېکانو یوه کورنۍ هند ته شړلې

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۱:۰۰ GMT+۱

د جرمني په فرانکفورت ښار کې د جمعې په ورځ شاوخوا ۲۰۰ زده کوونکي د خپلو دوو افغان سېک ټولګیوالو او د هغوی د کورنۍ د شړلو په غبرګون کې کوڅو ته راووتل او له ځان سره یې دا شعار لېږداوه، چې« موږ خپل ملګري بېرته غواړو».

د جرمني د ټاګیس شاو د رپوټ له مخې، افغانه پینکي کور کپور او د هغې مېړه پال سینګ د اپریل پر ۱۶ مه په فرانکفورت کې د بهرنیانو د ثبت دفتر یا اوسلیندر بیهورده ته د معمول په توګه حاضرېدل. له ۲۰۱۸ کال راهیسې چې دوی جرمني ته راغلي، د دوی د استوګنې موده په منظم ډول تمدید کېده. دا ځل یوازینۍ غیرعادي خبره دا وه چې دواړه زامن انګاد (۱۶ کلن) او ګونیت (۱۲ کلن)، هم هلته باید حاضر شي.

په ناڅاپي ډول اووه او اته پولیس د هغوی کور ته ورغلل او دوی ته یې وویل: «نن ورځ تاسې هند ته لیږو».

پینکي کپور وايي چې دوی له پولیسو وپوښتل چې موږ ولې هند ته لیږئ؟ موږ هنديان نه یو». خو د دوی اعتراض ځای ونه نیوه او کورنۍ ته یوازې شل دقیقې وخت ورکړل شو چې خپل سامانونه وتړي او الوتکې ته سپاره شي. د دوی د راتلونکي ژوند په اړه هیڅ وضاحت نه و.

انګاد او ګونیت په فرانکفورت کې د یوه ښوونځي زده کوونکي وو او کله یې چې نور ټولګیوال له ایسټر رخصتیو بېرته را ستنېدل، د دوی څوکۍ خالي وې. د دوی ټولګیوالو لومړی فکر کاوه چې دا هسې ټوکه ده، خو وروسته پوه شول چې کورنۍ نوي ډیلي ته شړل شوې ده. ښوونکو وویل چې دا د ژوند تر ټولو سخته ورځ وه، ځکه د انګاد یوازې څو اونۍ فراغت ته پاتې وې.

د کپور کورنۍ قضیه یوازینی مثال نه دی؛ د هیسن ایالت د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې تر مارچ پورې ۵۶۶ کسان وشړل شول چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

د کډوالو حقونو ادارې اندېښنه لري چې زیاتې بې وزله کورنۍ او تر ګواښ لاندې کسان له دې امله له ستونزو سره مخ دي.

کپور کورنۍ خپله اصلي ټاټوبی افغانستان بولي او وايي چې دوی د سېک دین لږکیو پورې اړه لري چې په تېرو څو لسیزو کې له ظلمونو سره مخ دي.

دوی په۲۰۱۸ کال کې جرمني ته تللي وو. که څه هم ډېری سېکان په هند کې ژوند کوي، خو د کپورانو لپاره هند یو بل هېواد دی او دوی هلته هېڅ اړیکې نه لري. دوی څو ورځې د نوي ډیلي په هوایي ډګر کې تېرې کړې او وروسته په یوه سېک ګوردواره کې ځای پر ځای شول، خو اوس یې هغه ځای هم پرېیښی دی.

یوه مرستندویه ښځه اوس ددوی لنډمهالی کوربه توب کوي، خو د کپور کورنۍ نه پوهېږي چې راتلونکی به یې څه وي.

د انګاد او ګونیت پخوانیو ټولګیوالو د خپلو ملګرو پر دا ډول اخراج د جمعې په ورځ په فرانکفورت کې لاریون کړی و. شاوخوا ۲۰۰ کسان له بوکنهایمر وارټه څخه تر الټ اوپېر پورې پلي لاړل. شعار یې دا وو: «تاسې زموږ ملګري له موږ څخه اخیستي دي، موږ خپل ملګري بېرته غواړو».

پینکي کپور وايي: «زه غواړم زما د ماشومانو مرسته وشي، ځکه په هند کې دوی ته ښې زده کړې او راتلونکی نه شته، خو په جرمني کې دوی راتلونکی درلود».

د ښوونکې ایدا هوهنې خبرې هم ورته دي: « له ماشومانو ټول امکانات اخیستل شوي او نور هیڅ هیله نه لري».

جرمني په دې وروستیو کې د کډوالو پر وړاندې شرایط سخت کړي او د نوي حکومت چارواکي یې وايي، چې مجرم افغانان به افغانستان ته ولیږي.