د جرمني د ټاګیس شاو د رپوټ له مخې، افغانه پینکي کور کپور او د هغې مېړه پال سینګ د اپریل پر ۱۶ مه په فرانکفورت کې د بهرنیانو د ثبت دفتر یا اوسلیندر بیهورده ته د معمول په توګه حاضرېدل. له ۲۰۱۸ کال راهیسې چې دوی جرمني ته راغلي، د دوی د استوګنې موده په منظم ډول تمدید کېده. دا ځل یوازینۍ غیرعادي خبره دا وه چې دواړه زامن انګاد (۱۶ کلن) او ګونیت (۱۲ کلن)، هم هلته باید حاضر شي.
په ناڅاپي ډول اووه او اته پولیس د هغوی کور ته ورغلل او دوی ته یې وویل: «نن ورځ تاسې هند ته لیږو».
پینکي کپور وايي چې دوی له پولیسو وپوښتل چې موږ ولې هند ته لیږئ؟ موږ هنديان نه یو». خو د دوی اعتراض ځای ونه نیوه او کورنۍ ته یوازې شل دقیقې وخت ورکړل شو چې خپل سامانونه وتړي او الوتکې ته سپاره شي. د دوی د راتلونکي ژوند په اړه هیڅ وضاحت نه و.
انګاد او ګونیت په فرانکفورت کې د یوه ښوونځي زده کوونکي وو او کله یې چې نور ټولګیوال له ایسټر رخصتیو بېرته را ستنېدل، د دوی څوکۍ خالي وې. د دوی ټولګیوالو لومړی فکر کاوه چې دا هسې ټوکه ده، خو وروسته پوه شول چې کورنۍ نوي ډیلي ته شړل شوې ده. ښوونکو وویل چې دا د ژوند تر ټولو سخته ورځ وه، ځکه د انګاد یوازې څو اونۍ فراغت ته پاتې وې.
د کپور کورنۍ قضیه یوازینی مثال نه دی؛ د هیسن ایالت د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې تر مارچ پورې ۵۶۶ کسان وشړل شول چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
د کډوالو حقونو ادارې اندېښنه لري چې زیاتې بې وزله کورنۍ او تر ګواښ لاندې کسان له دې امله له ستونزو سره مخ دي.
کپور کورنۍ خپله اصلي ټاټوبی افغانستان بولي او وايي چې دوی د سېک دین لږکیو پورې اړه لري چې په تېرو څو لسیزو کې له ظلمونو سره مخ دي.
دوی په۲۰۱۸ کال کې جرمني ته تللي وو. که څه هم ډېری سېکان په هند کې ژوند کوي، خو د کپورانو لپاره هند یو بل هېواد دی او دوی هلته هېڅ اړیکې نه لري. دوی څو ورځې د نوي ډیلي په هوایي ډګر کې تېرې کړې او وروسته په یوه سېک ګوردواره کې ځای پر ځای شول، خو اوس یې هغه ځای هم پرېیښی دی.
یوه مرستندویه ښځه اوس ددوی لنډمهالی کوربه توب کوي، خو د کپور کورنۍ نه پوهېږي چې راتلونکی به یې څه وي.
د انګاد او ګونیت پخوانیو ټولګیوالو د خپلو ملګرو پر دا ډول اخراج د جمعې په ورځ په فرانکفورت کې لاریون کړی و. شاوخوا ۲۰۰ کسان له بوکنهایمر وارټه څخه تر الټ اوپېر پورې پلي لاړل. شعار یې دا وو: «تاسې زموږ ملګري له موږ څخه اخیستي دي، موږ خپل ملګري بېرته غواړو».
پینکي کپور وايي: «زه غواړم زما د ماشومانو مرسته وشي، ځکه په هند کې دوی ته ښې زده کړې او راتلونکی نه شته، خو په جرمني کې دوی راتلونکی درلود».
د ښوونکې ایدا هوهنې خبرې هم ورته دي: « له ماشومانو ټول امکانات اخیستل شوي او نور هیڅ هیله نه لري».
جرمني په دې وروستیو کې د کډوالو پر وړاندې شرایط سخت کړي او د نوي حکومت چارواکي یې وايي، چې مجرم افغانان به افغانستان ته ولیږي.