هندو ورځپاڼه: هند ښایي د طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړېکې لا پراخې کړي

هندو ورځپاڼې راپور ورکړی، چې ښایي نوی ډیلي ډېر ژر له طالبانو سره د اړيکو پراختيا او پياوړتيا په برخه کې «زړور اقدامات» ترسره کړي.

هندو ورځپاڼې راپور ورکړی، چې ښایي نوی ډیلي ډېر ژر له طالبانو سره د اړيکو پراختيا او پياوړتيا په برخه کې «زړور اقدامات» ترسره کړي.
دغه ورځپاڼې د طالبانو بهرنيو چارو وزير امير خان متقي سره د هند د بهرنيو چارو د وزير جي شنکر ټليفوني اړیکې ته په اشارې سره کاږلي، چې دواړه هېوادونه د ډيپلوماتيکو اړيکو پراختيا لپاره پر وړاندې شويو شرايطو فکر کوي: «دغه شرايط په متحده عربي اماراتو کې د متقي او د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وېکرم ميسري تر منځ په ليدنه کې وړاندې شوي وو.»
ورځپاڼې لیکي، یوه ورځ وروسته له هغه چې د بهرنیو چارو وزیر اېس جی شنکر د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې؛ په نوي ډیلي کې چارواکو ټینګار وکړ، چې هند به په نږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه زړور اقدامات ترسره کړي او هر هغه څه به وکړي چې اړین وي.
دا چې دغه «زړور اقدامات» به څه وي؛ په دې تړاو ډېر جزييات نهدي وړاندې شوي.
ورته مهال هند ته د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د مرستيال ابراهيم صدر د پټ سفر په اړه هم راپورونه خباره شوي؛ خو د دغه طالب چارواکي د پټ سفر په اړه لاتر اوسه طالبان او هند دواړه چوپه خوله دي.


د ایران د بهرنیو چارو وزرات مرستیال سعید خطیب زاده وايي، چې د افغانستان په اړه بحث د «تهران فورم» یو له مهمو موضوعاتو دی.
په کابل کې د ایران سفارت پر اېکس پاڼه لیکلي، خطیب زاده ټینګار کړی چې په غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي حضور د افغانستان په اړه د بحث اړتیا لا ډېره کړې ده.
د تهران د خبرو اترو فورم چې د سیمې د بېلابېلو هېوادونو ۲۰۰ لوړپوړو چارواکو او پلاوو پکې ګډون کړی و، پرون (شنبه، د مئ په ۱۷مه) پیل شو او د روانې میاشتې تر ۲۹مې پورې به دوام وکړي.
له بلې خوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم تېره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ په دغې غونډه کې د ګډون لپاره تهران ته لاړ.
هغه لا دمخه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره لیدلي او دواړو خواوو د افغان کډوالو د وضعیت او د اوبو د سرچینو د مدیریت په اړه خبرې اترې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې تېر کال د هغه پېښې له امله چې د ایران د پخواني ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر ابراهیم رییسي د وژنې لامل شوه؛ دغه فورم ترسره نه شو.
په دې فورم کې چې ټاکل شوې ده، په دوو ورځو کې ۴۰غونډې ترسره شي؛ د بهرنیو چارو وزیرانو او د حکومتونو استازو، پخوانیو سفیرانو او چارواکو او روڼ اندو ګډون کړی دی.

په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز مشر رستم خبیبولین وايي، د «اېنتکو» په نوم یو روسي شرکت په افغانستان کې د ځمکې دننه د نفتو د موندلو څېړنه (جیولوجیکي سروې) کړې او ډېر ژر به د نفتو د کېندلو چارې پیل کړي.
نوموړی پرته له دې چې د کره نېټې یادونه وکړي، د روسیې دولتي خبري اژانس ریا نووستی ته یې ویلي، چې په افغانستان کې به د نفتو د تصفیه کولو یوه کارخونه هم جوړه شي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د (غويي ۲۷مه) یاد اژانس ته منلې، چې له یوه روسي شرکت سره یې د نفتو استخراج اړوند تړون لاسلیک کړی دی.
هغه د دغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د نفتو د سرچینو پراخولو او د تصفیه خونې د جوړېدو په اړه هم له روسیې سره هوکړې شوې وویل: «هو، د همکاریو یو تړون مو لاسلیک کړی.»
د نورالدین عزیزی په وینا، دغه تړون د «روسیې او اسلامي نړۍ» د غونډې پر مهال په کازان ښار کې شوی دی.
طالبانو د (غويي ۲۶مه) تایید کړه، چې له روسیې سره یې پنځه بېلابېل تړونونه لاسلیک کړي دي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې؛ دغه هوکړې د افغانستان - روسیې د اقتصادي فورم پر مهال د یادې ډلې د اقتصادي چارو مرستیال عبدالغني برادر او د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک ترمنځ لاسلیک شوې.
په دغه تړونو کې ټرانسپورټي همکارۍ، د سوداګرۍ کچې لوړول او د شخصي شرکتونو له لوري د نفتو او ګازو استخراج شامل دی.
عبدالغني برادر د (غويي ۲۴مه) د طالبانو د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د کازان اقتصادي کنفرانس شپاړسمې دورې ناستې لپاره تاتارستان ته تللی و.
هغه بېرته افغانستان ته تر راستنېدو وروسته خپل څلور ورځنی سفر «له لاسته راوړنو ډک» وباله.
له دې سره، سره روسیې طالبان د «ترهګریزو ډلو» په نوملړ کې ځنډولي او په یاد هېواد کې یې د یادې ډلې د سفیر په کچه د استازي منلو ته زړه ښه کړی.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم منلې، چې طالبانو مسکو ته خپل سفیر ورپېژندلی او د منل کېدو په تړاو یې ارزونه کېږي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په تونده لهجه ویلي، چې پاکستان د طالبانو د ملاتړ لپاره کلونه د امریکا او لوېدیځو هېوادونو تورونه وزغمل؛ خو نن یاده ډله د پاکستان پر ضد له هند او اسراییل سره څنګ په څنګ ولاړه ده.
د جیو نیوز د راپور له مخې؛ خواجه اصف زیاته کړې، پاکستان د طالبانو د پلویتوب له کبله د ترهګرۍ د ملاتړي هېواد په توګه پېژندل شوی؛ خو اوس طالبانو اسلام اباد ته شاه کړې ده.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر په سر رامنځته شوې کشاله کې دواړه هېوادونو پر یو بل هوایي بریدونه وکړل.
هممهاله بیا د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د هند د بهرنیو چارو وزیر جی اېس شنکر ترمنځ په ټلېفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په همکارۍ ټینګار شوی دی.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغه اړیکه د طالبانو او نوي ډيلي ترمنځ د تعامل نوی باب پرانېستی.
همدا راز راپورونه خپاره شوي، چې د پاکستان پر ضد د «سېندور عملیاتو» پر مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ابراهیم صدر په یو پټ سفر نوي ډیلي ته تللی و او هلته یې په امنیتي مسایلو ناستې کړې دي.
نوموړی د پاکستان ضد او د ایران له ملاتړه برخمنه څېره بلل کېږي.
پاکستان په افغانستان کې تل د هند له پراخېدونکي نفوذ څخه وېره څرګنده کړې او پر حکومتونو یې فشارونو راوستی؛ څو له یاد هېواد سره له پراخو اړیکو ډډه وکړي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې شاوخوا ۱۹۳ افغان کډوال تر زنداني کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.
د (غويي په ۲۸مه) د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو افغانانو له یوې څخه تر دوه ورځو پورې د پاکستان په زندانونو کې تېرې کړې وې او بیا خپل هېواد ته اېستل شوي دي.
د معلوماتو له مخې؛ دغه افغانان د (غويي په ۲۵مې او ۲۶مې) نېټو د سپین بولدک له لارې اېستل شوي دي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیول کېدو لړۍ لا هم په بېلابېلو ایالتونو کې روانه ده او پولیس کور په کور هره ورځ د نیول کېدو عملیات کوي.
د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې؛ یاد هېواد د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې له ۱۳۰زرو څخه ډېر افغان کډوال په جبري توګه خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د جون میاشتې له پای ته رسېدو سره سم به د ملګرو ملتونو سره ثبت افغان کډوال هم له خپل هېواده وباسي.
د «پي او ار» کارت لرونکو شمېر له یو نیم مېلیون افغانانو څخه ډېر ښوول شوی دی او پاکستان ګواښ کړی؛ که دغه کډوال په خپله خوښه ونه وځي، نو په زوره به یې وشړي.
د بښنې نړۍوال سازمان په ګډون د کډوالو د ملاتړو یو شمېر سازمانونو له پاکستانه غوښتي، چې په زوره د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر ودروي؛ خو اسلام اباد دا ځل پر دې غوښتنو خپل غوږونه کاڼه کړي دي.

د ایران د سوداګرۍ چارواکي وایي، چې افغانستان د ایران د اصلي سوداګریزو شریکانو په منځ کې پنځم ځای لري او د دغه هېواد د ټولو وارداتو ۲۱ سلنه له ایران څخه برابرېږي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ایران د سوداګرۍ پراختیا سازمان مرستیال رضا کربلایي وویل، افغانستان د ایران د پنځو لویو سوداګریزو شریکانو څخه یو دی.
د هغه په وینا؛ د افغانستان د وارداتو ټول ارزښت ۱۰.۶ ملیارد ډالرو ته رسېږي، چې لویه برخه یې له ایران څخه چمتو کېږي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ایران او افغانستان د اقتصادي همکاریو د پراخولو او د پولې دواړو خواوو ته د سوداګریزو اسانتیاوو د برابرولو په لټه کې دي.
د افغانستان په بازارونو کې د ایراني توکو شتهوالی په ځانګړې توګه د انرژۍ، ودانیزو او خوراکي توکو په برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د اورګاډي د پراختیا ادارې اجرایوي مشر مصطفی رضايي څو ورځې وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې یوازې په ۱۴۰۳کال کې د شمتیغ د اورګاډي پټلۍ څخه افغانستان ته د لېږدول شویو توکو اندازه ۱۱۵۰۰ټنه وه.
د طالبانو د اورګاډي د پراختیا ادارې اجرایوي مشر زیاته کړې وه، چې سمېنټ، کیمیاوي سره او خواړه له ایرانه صادر شوي وو او د سویابین اوړه، اوسپنه، فولاد او بوره بیا افغانستان ته د چین، هند او متحده عربي اماراتو ټرانزیټي توکي وو.