• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خواجه اصف:کلونه مو د طالبانو ملاتړ وکړ،‌ خو نن دوی زموږ پرضد له هند او اسراییل سره ولاړ دي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۰۶:۲۲ GMT+۱

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په تونده لهجه ویلي، چې پاکستان د طالبانو د ملاتړ لپاره کلونه د امریکا او لوېدیځو هېوادونو تورونه وزغمل؛ خو نن یاده ډله د پاکستان پر ضد له هند او اسراییل سره څنګ په څنګ ولاړه ده.

د جیو نیوز د راپور له مخې؛ خواجه اصف زیاته کړې،‌ پاکستان د طالبانو د پلویتوب له کبله د ترهګرۍ د ملاتړي هېواد په توګه پېژندل شوی؛ خو اوس طالبانو اسلام اباد ته شاه کړې ده.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر په سر رامنځته شوې کشاله کې دواړه هېوادونو پر یو بل هوایي بریدونه وکړل.

هم‌مهاله بیا د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د هند د بهرنیو چارو وزیر جی اېس شنکر ترمنځ په ټلېفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په همکارۍ ټینګار شوی دی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغه اړیکه د طالبانو او نوي ډيلي ترمنځ د تعامل نوی باب پرانېستی.

همدا راز راپورونه خپاره شوي، چې د پاکستان پر ضد د «سېندور عملیاتو» پر مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ابراهیم صدر په یو پټ سفر نوي ډیلي ته تللی و او هلته یې په امنیتي مسایلو ناستې کړې دي.

نوموړی د‌ پاکستان ضد او د ایران له ملاتړه برخمنه څېره بلل کېږي.
پاکستان په افغانستان کې تل د هند له پراخېدونکي نفوذ څخه وېره څرګنده کړې او پر حکومتونو یې فشارونو راوستی؛ څو له یاد هېواد سره له پراخو اړیکو ډډه وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان نږدې ۲۰۰ افغانان تر زنداني کېدو وروسته افغانستان ته لېږلي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۰۵:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې شاوخوا ۱۹۳ افغان کډوال تر زنداني کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.

د (غويي په ۲۸مه) د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو افغانانو له یوې څخه تر دوه ورځو پورې د پاکستان په زندانونو کې تېرې کړې وې او بیا خپل هېواد ته اېستل شوي دي.

د معلوماتو له مخې؛ دغه افغانان د (غويي په ۲۵مې او ۲۶مې) نېټو د سپین بولدک له لارې اېستل شوي دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیول کېدو لړۍ لا هم په بېلابېلو ایالتونو کې روانه ده او پولیس کور په کور هره ورځ د نیول کېدو عملیات کوي.

د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې؛ یاد هېواد د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې له ۱۳۰زرو څخه ډېر افغان کډوال په جبري توګه خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د جون میاشتې له پای ته رسېدو سره سم به د ملګرو ملتونو سره ثبت افغان کډوال هم له خپل هېواده وباسي.

د «پي او ار» کارت لرونکو شمېر له یو نیم مېلیون افغانانو څخه ډېر ښوول شوی دی او پاکستان ګواښ کړی؛ که دغه کډوال په خپله خوښه ونه وځي، نو په زوره به یې وشړي.

د بښنې نړۍوال سازمان په ګډون د کډوالو د ملاتړو یو شمېر سازمانونو له پاکستانه غوښتي، چې په زوره د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر ودروي؛ خو اسلام اباد دا ځل پر دې غوښتنو خپل غوږونه کاڼه کړي دي.

ایران وایي، افغانستان د دغه هېواد پنځم لوی سوداګریز شریک دی

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۰۵:۳۹ GMT+۱

د ایران د سوداګرۍ چارواکي وایي، چې افغانستان د ایران د اصلي سوداګریزو شریکانو په منځ کې پنځم ځای لري او د دغه هېواد د ټولو وارداتو ۲۱ سلنه له ایران څخه برابرېږي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ایران د سوداګرۍ پراختیا سازمان مرستیال رضا کربلایي وویل، افغانستان د ایران د پنځو لویو سوداګریزو شریکانو څخه یو دی.

د هغه په ​​وینا؛ د افغانستان د وارداتو ټول ارزښت ۱۰.۶ ملیارد ډالرو ته رسېږي، چې لویه برخه یې له ایران څخه چمتو کېږي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ایران او افغانستان د اقتصادي همکاریو د پراخولو او د پولې دواړو خواوو ته د سوداګریزو اسانتیاوو د برابرولو په لټه کې دي.

د افغانستان په بازارونو کې د ایراني توکو شته‌والی په ځانګړې توګه د انرژۍ، ودانیزو او خوراکي توکو په برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د اورګاډي د پراختیا ادارې اجرایوي مشر مصطفی رضايي څو ورځې وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې یوازې په ۱۴۰۳کال کې د شمتیغ د اورګاډي پټلۍ څخه افغانستان ته د لېږدول شویو توکو اندازه ۱۱۵۰۰ټنه وه.

د طالبانو د اورګاډي د پراختیا ادارې اجرایوي مشر زیاته کړې وه، چې سمېنټ، کیمیاوي سره او خواړه له ایرانه صادر شوي وو او د سویابین اوړه، اوسپنه، فولاد او بوره بیا افغانستان ته د چین، هند او متحده عربي اماراتو ټرانزیټي توکي وو.

د جګړې اغېزې؛ د افغانستان ملي موزیم ۷۰‌سلنه تاریخي اثار لوټ او بهر ته قاچاق شوي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۰۳:۵۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي موزیم مسوولین وايي، په تېرو لسیزو کې د جګړو تر څنګ د سیاسي بې ثباتۍ له امله ۷۰سلنه تاریخي اثار لوټ شوي، ویجاړ شوي او یا هم بهرنیو هېوادونو ته په بېلابېلو وختونو کې قاچاق شوي دي.

د چین دولتي اژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان ملي موزیم چې پخوا د مرکزي او سویلي اسیا د تمدنونو د شتمنیو ژوندۍ خزانه وه، اوس په کې د پخوا په څېر په پراخه کچه «تاریخي اثار» نشته.

د یادې ادارې مرستیال یحیی محب زاده وایي، چې موزیم اوس‌مهال د معاصرې تاریخي دورې او په ځانګړې توګه د کورنیو جګړو د غمېزې یوه نښه ګرځېدلې.

نوموړي زیاته کړې: « دې ځای په تاریخ کې تورې ورځې لیدلي دي. ان اثار یې لوټ شوي، ویجاړ شوي، په اور سوځول شوي او غلا کړي یې هم دي.»

د محب‌ زاده په وینا، ډېری تاریخي اثار د مجاهدینو د کورنیو جګړو پر مهال لوټ شوي دي.

د افغانستان ملي موزیم، چې په ۱۹۱۹ میلادي کال کې جوړ شوی او د کابل ښار لوېدیځ لور ته پروت دی. دا د پخوانیو تمدنونو د پرمختګ او بې ساري تاریخي اثارو یوه لویه فرهنګي خزانه ګڼل کېږي.

د محب زاده په خبره؛ اوس‌مهال دغه موزیم شاوخوا ۶۰ زره تاریخي اثار لري، چې د بېلابېلو تمدنونو استازیتوب کوي؛ لکه د کوشانیانو سلطنت، یوناني، بودایي، د برونزو پېر، هخامنشي، هلنیستي او اسلامي دورې.

هغه زیاتوي: «په ورځني ډول شاوخوا ۲۰۰ تر ۳۰۰ کسان چې په کې بهرني سېلانیان او داخلي زده‌کړیالان شامل دي؛ له موزیمه لیدنه کوي.»

افغانستان له پخوا راهیسې د مرکزي اسیا، سویلي اسیا، منځني ختیځ او چین تر منځ د تمدنونو څلورلارې ګڼل شوې ده او دا ځانګړې موقعیت د دې لامل شوی، چې په دې خاوره کې د هنر، دین او فرهنګ یو بې ‌ساری امتزاج رامنځته شي.

له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې د افغانستان ملي موزیم هڅه کړې، چې له نړۍوالو سره فرهنګي اړیکې پیاوړې کړي او خپله تاریخي شتمني ورسره شریکه کړي.

تر دې دمه، ۲۳۱ ګران بیه اثار چې د باختري سرو زرو خزانې توکي هم په کې شامل دي، د نړۍ په بېلابېلو موزیمونو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

د تمیم سروري په نوم یو کس چې په لومړي ځل د افغانستان ملي موزیم کې د اثارو کتلو ته ورغلی و، په خورا احساساتي ډول یې ویلي: «کله چې مې دا نادر اثار ولیدل، د ویاړ احساس مې وکړ. داسې شیان مې ولیدل، چې هېڅکله مې فکر نه کاوه چې افغانستان به یې ولري.»

طالبانو په وار وار څرګنده کړې، چې د هېواد فرهنګي میراث څخه ساتنه کوي او د تاریخي اثارو تر څنګ د ګران بیه ډبرو قاچاق کېدو څخه په جدي توګه مخنېوی کوي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسمي شمېرو له مخې؛ له هغه وخته چې دوی بیا ځل واک ته رسېدلي له ۵ زرو زیات فرهنګي اثار یې ملي موزیم ته بېرته راګرځولي او له ۲ زرو زیات اثار یې ترمیم کړي دي.

طالبان داسې مهال د «تایخي اثارو» د خوندیتوب ژمنې کوي، چې د دغې ډلې غړو د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال د افغانستان ملي موزیم ډېری تاریخي اثار ویجاړ کړل. همدا راز یې په بامیانو کې یې د «بودا تاریخي مجسمه» په راکټي برید کې سخته ویجاړه کړه.

تاجکستان له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو د خپرېدو په اړه خبرداری ورکړ

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۰۳:۲۹ GMT+۱

د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمیټې مشر سیمومین یتیموف د ګډو ګټو خپلواک هېوادونو د امنیت او ځانګړو خدمتونو د مشرانو شورا (CIS) په ۵۶مه غونډه کې له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو د خپرېدو په اړه خبرداری ورکړ.

د هغه په وینا؛ له پولو د اوښتونکې نړۍوالې ترهګرۍ ماهیت او د ګډو ګټو خپلواک هېوادونو پولو ته نږدې د تاوتریخوالي رامنځته کېدل، په ځانګړې توګه د افغانستان سره په پولو کې ګډو هڅو، د معلوماتو پر وخت تبادلې او د عملیاتي میتودونو تازه کولو ته اړتیا لري.

د اېراف خبري اژانس په وینا؛ په دې غونډه کې د روسیې، تاجکستان، اذربایجان، ارمنستان، بېلاروس، قزاقستان، قرغزستان او ازبکستان لوړپوړو امنیتي استازو ګډون لاره.

د دغو هېوادونو ترڅنګ ترکمنستان په غونډه کې د یوه څارونکي په بڼه برخه اخیستې وه.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هم د مخ پر زیاتېدونکو ننګونو له امله د امنیتي همکاریو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی او ترهګري، افراطیت، د نشه‌یي توکو او وسلو قاچاق او د سایبري جرمونو وده یې تر ټولو مهم ګواښونه بللي دي.

د تاجکستان امنیتي چارواکي په داسې حال کې د افغانستان له پولو څخه د ترهګرۍ د خپرېدو په اړه اندېښنې څرګندوي، چې څو ورځې وړاندې د یوراسیا نېټ وېب پاڼې په یوه راپور کې د تاجکستان او طالبانو د اړیکو په اړه ویلي و، چې د دواړو لوریو ترمنځ د طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته اړیکې ترینګلې وې؛ خو اوس دواړه خواوې هڅه کوي، چې په خورا احتیاط سره خپل منځي اړیکې ښه کړي.

پاکستاني شنونکي وایي، هند سره د طالبانو اړیکې د پاکستان امنیت ته لوی ګواښ دی

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۰۳:۲۱ GMT+۱

د هند او طالبانو ترمنځ د پټو اړیکو او سفرونو سره هم‌مهاله پاکستاني شنونکي وېره لري، چې د دغو دواړو لوریو اړیکې د اسلام اباد لپاره لوی امنیتي ګواښ جوړولای شي.

جنګ ورځپاڼې د یو شمېر سیاسي شنونکو له قوله ویلي، چې د طالبانو او هند له لوري د پردې شاته روانې اړیکې د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ دي.

د سیاسي چارواکو کارپوه فخر درانی وایي، د پاکستاني طالبانو او د بلوڅ بېلتون پاله ډلې د دغه اړیکو پر بنسټ نورې هم پیاوړې کېدای شي.

یو بل شنونکی مظهر عباس باور لري، چې د هند او پاکستان د کړکېچنو اړیکو په لړ کې د طالبانو له لوري له هند سره غېر رسمي ډېپلوماټیکي اړیکې د سیمې پر جیوپولېټیکي وضعیت ژورې اغېزې لرلای شي.

پاکستاني کارپوهانو څو میاشتې وړاندې په کابل کې د هند د یوه لوړ پوړي ډېپلوماټ له لوري د طالبانو له دفاع وزیر ملا یعقوب او یو شمېر نورو چارواکو سره ناستې د اندېښنې وړ بللې دي.

همدا راز هند ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال وزیر ابراهیم صدر وروستی سفر هم شکمن بلل شوی او دا یې له نوي ډیلي سره د سټراټېژیک نږدېوالي لړۍ بللې.

په ټوله کې پاکستاني شنونکي ټینګار کوي که دا اړیکې دوام ومومي، نه یوازې د سیمې وضعیت به پېچلی کړي؛ بلکې د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ شته بې باورۍ به لا ژوره کړي.

پاکستان د مخکیني جمهوري نظام پر مهال هم له هند سره د افغانستان د اړیکو څخه وېره لرله او دغه هېواد تمه لري، چې کابل باید نوي ډيلي سره له ژورو اړیکو ډډه وکړي.

اسلام اباد په افغانستان کې د بېلابېلو حکومتونو پر مهال هڅه کړې؛ څو د هند پراخېدونکی نفوذ ډب کړي.

د اټومي ځواک لرونکي دوه ګاونډي هېوادونو هند او پاکستان له لسیزو راهیسې له یو بل سره د کشمیر پر سر کشاله لري او تازه یې پر یو بل هوایي بریدونه هم وکړل.