پاکستاني شنونکي وایي، هند سره د طالبانو اړیکې د پاکستان امنیت ته لوی ګواښ دی

د هند او طالبانو ترمنځ د پټو اړیکو او سفرونو سره هممهاله پاکستاني شنونکي وېره لري، چې د دغو دواړو لوریو اړیکې د اسلام اباد لپاره لوی امنیتي ګواښ جوړولای شي.

د هند او طالبانو ترمنځ د پټو اړیکو او سفرونو سره هممهاله پاکستاني شنونکي وېره لري، چې د دغو دواړو لوریو اړیکې د اسلام اباد لپاره لوی امنیتي ګواښ جوړولای شي.
جنګ ورځپاڼې د یو شمېر سیاسي شنونکو له قوله ویلي، چې د طالبانو او هند له لوري د پردې شاته روانې اړیکې د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ دي.
د سیاسي چارواکو کارپوه فخر درانی وایي، د پاکستاني طالبانو او د بلوڅ بېلتون پاله ډلې د دغه اړیکو پر بنسټ نورې هم پیاوړې کېدای شي.
یو بل شنونکی مظهر عباس باور لري، چې د هند او پاکستان د کړکېچنو اړیکو په لړ کې د طالبانو له لوري له هند سره غېر رسمي ډېپلوماټیکي اړیکې د سیمې پر جیوپولېټیکي وضعیت ژورې اغېزې لرلای شي.
پاکستاني کارپوهانو څو میاشتې وړاندې په کابل کې د هند د یوه لوړ پوړي ډېپلوماټ له لوري د طالبانو له دفاع وزیر ملا یعقوب او یو شمېر نورو چارواکو سره ناستې د اندېښنې وړ بللې دي.
همدا راز هند ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال وزیر ابراهیم صدر وروستی سفر هم شکمن بلل شوی او دا یې له نوي ډیلي سره د سټراټېژیک نږدېوالي لړۍ بللې.
په ټوله کې پاکستاني شنونکي ټینګار کوي که دا اړیکې دوام ومومي، نه یوازې د سیمې وضعیت به پېچلی کړي؛ بلکې د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ شته بې باورۍ به لا ژوره کړي.
پاکستان د مخکیني جمهوري نظام پر مهال هم له هند سره د افغانستان د اړیکو څخه وېره لرله او دغه هېواد تمه لري، چې کابل باید نوي ډيلي سره له ژورو اړیکو ډډه وکړي.
اسلام اباد په افغانستان کې د بېلابېلو حکومتونو پر مهال هڅه کړې؛ څو د هند پراخېدونکی نفوذ ډب کړي.
د اټومي ځواک لرونکي دوه ګاونډي هېوادونو هند او پاکستان له لسیزو راهیسې له یو بل سره د کشمیر پر سر کشاله لري او تازه یې پر یو بل هوایي بریدونه هم وکړل.

د بې پولې خبریالانو سازمان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت پرېکړه چې د امریکا غږ له رسنۍ څخه تر ۵۰۰ ډېر خبریالان او کارکوونکي لرې کړي، په کلکه غندلې ده.
یاد غېردولتي سازمان خبرداری ورکړی، چې که دا خبریالان د کومې ملاتړ کوونکې ادارې تر چتر لاندې پاتې نه شي، ښایي چې دوی اړ شي هغو هېوادونو ته بېرته ولاړ شي چېرې چې د خپلو رسنیزو فعالیتونو له امله د بندي کېدو یا د جدي ګواښونو سره مخ دي.
سازمان له هغو کارکوونکو سره چې له «امریکا غږ» څخه اېستل شوي خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي، چې دا مهال د قضایي بهیر له لارې د ټرمپ د ادارې له هڅو سره مبارزه کوي چې غواړي دا رسنۍ وتړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د «امریکا غږ» شاوخوا ۵۰۰ رسمي او غېر رسمي قراردادي کارکوونکي د غویي میاشتې په ۲۵مه نېټه د دندو د پای ته رسېدو مکتوبونه ترلاسه کړي او اعلان یې کړی چې د دوی قراردادونه به د روانې میلادي میاشتې تر پایه (۱۰ جوزا) پای ته ورسېږي.
د اخراج په بهیر کې هغو کسانو ته چې د کاري ویزې له لارې په امریکا کې اوسېږي، یوازې ۳۰ ورځې وخت ورکړل شوی، ترڅو له دې هېواد څخه دې ووځي، یا دې پناهغوښتنه وکړي او یا دې هم بل کار پیدا کړي.
سازمان یادونه وکړه، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د امریکا د نړۍوالو رسنیو د ادارې اړوند (په شمول د امریکا غږ) له خوا بې دندې کول او ځنډونې پیل شوي، چې دې کار د خپرونو او پروګرامونو په بهیر کې جدي ګډوډۍ راوستې دي.
دې سازمان خبرداری ورکړی، چې د خپرونو د دې ګډوډۍ له امله د نړۍ په هغو برخو کې چې رسنیز فعالیتونه ډېر ګواښونکي دي، خلک له معتبرو خبري سرچینو بې برخې کړي.
د ټرمپ حکومت د کب په ۲۴مه امر ورکړی و، چې د فډرالي حکومت د ۷ ادارو په ګډون د امریکا د رسنیو د څار ادارې (چې امریکا غږ هم پکې شامل دی) فعالیتونه تر ممکنه حده کم شي.
د « بې پولې خبریالانو سازمان» د شمالي امریکا رییس لیټن وایمرز وویل: «په داسې حال کې چې د امریکا غږ کارکوونکي د تجدید نظر محکمې د وروستۍ پرېکړې په تمه دي، ټرمپ او د هغه سلاکار کری لیک د محکمې د پرېکړې د ځنډ له وضعیت څخه ناوړه ګټه واخیسته، څو دا پراخې جبري ویستنې عملي کړي او داسې زیانونه ورسوي چې جبرانیې ناشونی دی.»
د امریکا غږ خبریالانو، د دوی اتحادیو او د بې پولې خبریالانو سازمان د وري په لومړۍ نېټه یو ګډ شکایت د امریکا فډرالي محکمې ته وړاندې کړ او دا پرېکړهیې د امریکا د اساسي قانون د لومړي تعدیل ښکاره نقض وباله.
څو ورځې وروسته، دوی توانېدلي چې له محکمې څخه د ټرمپ د پرېکړې د موقت ځنډ حکم ترلاسه کړي.
په تېره میلادي میاشت کې یو فډرالي قاضي امر ورکړ، چې د امریکا غږ خبریالانو ته اجازه ورکړل شي څو خپلې دندې بېرته پیل کړي او د هغوی حسابونه فعال کړای شي.
خو د غویي په۱۳مه سره له دې چې د امریکا غږ خبریالانو ته خبر ورکړل شوی و چې بېرته کار ته تللی شي، یوه تجدید نظر محکمې پرېکړه وکړه، چې د پروګرامونو خپرېدل بېرته پیل نه شي او خبریالان دې هم کار ته بېرته ستانه نه شي.
د «بې پولې خبریالانو» سازمان اعلان کړی، چې د دې پرېکړې په وړاندې به استیناف محکمې ته ولاړ شي.

تر هغه وروسته چې د پښتونخوا په چارسده کې د باچاخان پوهنتون چارواکو په یوې غونډه کې د یوې افغانې محصلې له اوږو د افغانستان ملي بیرغ لرې کړ، دا کړنه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده. افغان سیاستوالو، لیکوالانو او فعالانو دا کړه «شرموونکې بللې ده.
په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال ویلي: «د خیرن پاکستانیت لويه نښه له ملي بیرغ سره مخالفت دی.»
نوموړي د پوښتنې په ډول په خپل اېکس کې لیکلي: «اوس پوه شوﺉ، چې له ملي بیرغ سره دوښمني له کومه ځایه سرچینه اخلي؟»
لېوال د دغې افغانې نجلې جرات ستایلی دی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني ویاند رحمت الله اندړ په یوه جلا غبرګون کې لیکلي: «هغوی چې اوس مهال د باچاخان د فکر او نظریې په ګدۍ ناست دي او ځانونه د دې تګلارې اصلي وارثان او پلویان ګڼي، له بده بخته نن خپل ملي هویت تر پښو لاندې کوي.»
د دغو غبرګونونو پر دوام، پخواني ډیپلومات او سیاسي فعال نجیب ننګیال بیا دا پېښه په کلکه غندلې ده او وایي: «دا کړنه شرموونکې، بې پښتو او د پښتنې عزت خلاف» دی.
ننګیال همداراز زیاته کړې: «په باچاخان پوهنتون کې، په چارسده کې، د پښتنو په مرکز کې، د یوې مېلمنې محصلې څخه د هغې د وطن بیرغ ښکته کول، په ټوله معنا د شرم، بې پښتو او د خجالت وړ کار دی.»
هغه ویلي، چې د نړۍ په مشهورو پوهنتونونو لکه هارورډ او اکسفورډ کې محصلین له خپل بیرغ سره سندونه اخلي، خو د باچاخان پوهنتون دا عمل یې «د فکري زوال او غلامۍ نښه» بللې ده.
له دې سره، د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان بیا په خپل اېکس کې لیکلي، چې د افغانستان پر برابر همدا بیرغ ته احترام لري او مني يې.
نوموړي هم دغه پېښه غندلې او زیاته کړې یې ده: «په باچاخان پوهنتون کې چې څه شوي د هغه غندنه کوم او دا چې هلته تپوس څنګه کېږي په دې هم پوهېږم او دغه خور چې څه کړي دي حق يې و، خپل وطن سره مینه د ايمان برخه ده.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي حنیف پښتین بیا د یادې زده کړيالې له اوږو د ملي بیرغ لرې کول د شرم وړ ګڼلی دی.
نوموړي هم په خپل اېکس کې لیکلي: «د دنیا په هر پوهنتون او هر هېواد کې محصلین کولی شي چې د خپل ملي بیرغ سره یو ځای خپل اسناد واخلي، په همدې پاکستان کې هم د فلسطین او بل هر هېواد بیرغ هر چېرته پورته کولی او ګرځولی شئ، خو یوازې دری رنګه ملي بیرغ سره دوښمني کېږي.»
دغه غبرګونونه په داسې حال کې دي، چې د پښتونخوا په چارسده کې د باچاخان پوهنتون مسوولینو د فراغت په غونډه کې د یوې افغانې زده کړیالې له اوږو څخه د افغانستان ملي بیرغ لرې کړ.
د باچاخان پوهنتون د مسوولینو دې کار په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو غبرګونونه راپارولي دي او دا کار یې د شرم وړ بللی دی.
هغه ویډیو چې دا مهال په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، ښيي چې د پنجشنبې په ورځ د فراغت په یوې غونډه کې د باچاخان پوهنتون یوې افغانې زده کړیالې د سند ترلاسه کولو پر مهال د افغانستان ملي بیرغ پر خپلو اوږو اچولی، خو د باچاخان پوهنتون مسوولین د افغانې زده کړیالې مخنیوی کوي او ملي بیرغ یې له اوږو څخه ښکته کوي چې تر هغه وروسته بیا ورته د سند اخېستو په موخه سټېچ ته د تلو اجازه ورکول کېږي.

د طالبانو د ازموینو د ملي ادارې رییس عبدالباقي حقاني په بدخشان کې په یوې ماښامنۍ ناسته کې ویلي: «تعليمي نصاب باید د ملت د اړتیا، واقعیتونو او د شریعت په پام کې نیولو سره د مجاهدینو او علماو په مشوره جوړ شي.» نوموړي هغه نصاب ناکام ګڼلی، چې د خلکو ويښتیا په کې نه وي.
یاد طالب چارواکي د شنبې په ماښام په بدخشان کې په يوې ماښامنۍ ناسته کې همداراز زیاته کړې ده: «د تعليمي نصاب موخه باید ملت ته ایمان، مهارت او خپلواکي ورکړي.»
هغه وایي: «کوم نصاب چې زموږ ځوانان یوازې د دفتري کارونو لپاره روزي، نه د امت د بېدارۍ لپاره، هغه نصاب ناکامه نصاب دی.»
حقاني ټينګار کړی، چې په تعليمي نصاب کې باید له تقلید څخه کار وانه خیستل شي او یوازې د تفکر، تقوا او نوښت له مخې جوړ شي.
نوموړي زياته کړې، چې په «اسلامي سیاست کې واک د وسلې لپاره نه، بلکې د عدل، حق خپرولو او فساد د مخنيوي لپاره دی.»
د حقاني په خبره، چې د دوی د حکومت مسوولیت د «شریعت» پلي کول دي.
که څه هم نوموړي د چا یادونه ونه کړه؛ خو ډېری کسان په دې باور دي چې د طالبانو د مشر د خپل سري زور، کړنو او فرمانونو له مخې ډېری طالب چارواکي له دوی خفه او ګيله من دي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې د تعليمي نصاب ډېره برخه تغییر کړې او د یو شمېر مضامینو څخه یې ډېری موضوعات لرې کړي دي.
که څه هم طالبانو د خپل واک په لومړي کال ویلي و، چې نوی تعليمي نصاب به وړاندې کوي؛ خو د څلورو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه دغې ډلې بشپړ تعليمي نصاب نه دی وړاندې کړی.

د کاناډا مېشتو افغانانو د اوتاوا بهیر په نامه د افغان نخبه ګانو په مشورتي ناسته کې د ملي سرود په اړه ناندرۍ راولاړې شوې. د افغانستان انټرنشنل – پښتو خبریاله وایي، د ناستې پیل کې د ملي سرود د نه خپرېدو له امله یو شمېر ګډونوالو اعتراض وکړ، خو وروسته بیا خپور شو.
د دې غونډې مشري چې په کاناډا کې د افغانستان پخوانی سفیر شریف غالب کوي، پکې یو شمېر لیکوالانو، ژورنالستانو، سیاسیونو او مدني فعالانو هم ګډون کړی.
د اوتاوا مشورتي پروسه په دې موخه رامنځته شوې، چې له یو تنظیم شوي او جوړ شوي چوکاټ څخه د یوه اوږدمهاله او ستراتېژیک بنسټ په توګه ګټه واخلي.
هدف یې دا دی، چې افغان نخبه کسان او فعالان چې په کاناډا کې ژوند کوي، وکولی شي د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره خپلې لیدلوري او وړاندیزونه وړاندې کړي، لکه څنګه چې د نورو هېوادونو افغانانو هم ورته پروسې جوړې کړې دي.
د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریاله مسکا نیازۍ وایي، چې یاده غونډه له ملي سرود پرته پيل شوه، خو د ناستې د ګډوالو اعتراض د غونډې جوړونکي اړ کړل، چې ملي سرود وغږوي.
د ویلو ده، چې په دې ناسته کې په کاناډا کې د افغانستان سفیر حسن سروش هم ګډون کړی.
د ملي سرود په تړاو حسن سروش وویل:« د سفارت اړوند هر پروګرام باید په ملي سرود پیل شي او دا ضروري ده، دا چې دا ناسته سفارت نه ده جوړه کړې نو دوی پورې اړه نه لري، خو ضرور ده چې د افغانستان اړوند په هره غونډه کې ملي سرود وغږول شي.»
د دې ناستې جوړوونکي وایي، چې دا مشورتي پروسه هڅه کوي چې د کاناډا مېشتو افغانانو ترمنځ د فکري، تخصصي او ټولنیزو ګروپونو ترمنځ همغږي او یووالی رامنځته کړي او د هغوی نظریات په عملي او رغنده حل لارو بدل کړي.
همداراز، د دې پروسې له لارې هڅه کېږي چې له هغو افغانانو څخه چې اوس په کاناډا کې مېشت دي، لکه پخواني ډیپلوماتان، نظامي افسران، د بشري حقونو فعالان او د غېردولتي بنسټونو کارکوونکي ګټه واخیستل شي او له هغوی سره ګډې هڅې، همکارۍ او د افغانستان د ډیاسپورا ټولنې ګډ فعالیتونه منسجم شي.
مسکا نیازۍ د دې ناستې د جوړوونکو له قوله راپور ورکړی: «د اوتاوا مشورتي پروسه له همدې امله رامنځته شوې، چې د دغو تحرکاتو په مثبت او رغنده اغېز تمرکز وکړي، د تخصصي وړاندیزونو له لارې د کاناډا دننه او له هغه بهر ادارو ته د حل لارې وړاندې کړي..»
د دوی په وینا: «اصلي هدف دا دی چې د کاناډا له افغان ډیاسپورا او د افغانستان له ملاتړو سره د همغږۍ له لارې، دا ظرفیت لاس په کار شي او د افغانستان لپاره د ستراتېژیکو او اغېزناکو پالیسیو د جوړولو زمینه برابره شي..»
دا په داسې حال کې ده، چې په وار-وار سره ډېر شمېر هېوادوالو ویلي، چې ملي سرود، ملي بیرغ او ملي شخصیتونو ته درناوی د افغانستان د خلکو لپاره سرې کرښې دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د ملي سرود په اړه ناندرۍ جوړېږي، تر دې وړاندې هم له افغانستانه بهر په ځینو غونډو کې د ملي سرود د خپرېدو له امله د خلکو غږ پورته شوی دی.
په ورته وخت کې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې هم په افغانستان کې د ملي سرود غږول او خپرېدل منع کړي دي او پر ځای په غونډو کې نعتونه خپرېږي.

په افغانستان کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې پاکستان دې په کور دننه او بهر کې د عمران خان له خوشې کېدو څخه ګټه واخلي. نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې د خان خوشې کېدل «انصاف او سم کار دی.
خلیلزاد د شنبې په ورځ (د غويي ۲۷مه) دغه راز زیاته کړې: «هیله لرم، چې د عمران خان د ژر خوشې کېدو راپورونه رښتيا وي.»
د هغه په خبره، د پاکستان په حساس وخت کې دننه او بهر باید دغه هېواد د خان له خوشې کېدو ګټه واخلي.
نوموړي تر دې وړاندې له پاکستان څو ځلې غوښتي، چې ژر تر ژره دې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې اوسمهال زنداني دی ازاد کړي.
له دې سره، جیونیوز بیا د هند او پاکستان د ترينګتياوو پرمهال ویلي و، چې پر پاکستان د هند د بریدونو له امله د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکي عمران خان ژوند په زندان کې له خطر سره مخ دی او د موقتي خوشې کېدو لپاره یې غوښتنه شوې.
د نوموړي د خوشې کېدو په اړه د اسلام اباد محکمې ته عریضه وړاندې شوې.
یاده دې وي، چې عمران خان د ۲۰۲۳ کال د اګست میاشتې راهیسې په بند کې دی.
نوموړی له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او د فساد په قضیه کې په ۱۴ کاله بند محکوم شوی دی.
دا د نوموړي خلاف څلورمه لویه قضیه ده، چې پرې محکوم شوی دی.
هغه تر دې وړاندې د دولتي ډالیو پلور، د دولتي رازونو افشا کولو او ناقانونه واده پورې په اړوندو درېیو قضیو محکوم شوی و.
خو عمران خان د هغه پر وړاندې ټول تورونه رد کړي او هغه سیاسي انګیزه یادوي.
