په لندن کې د دوو افغان لیکوالانو د ناولونو مخکتنه شوې

په لندن ښار کې تېره اونۍ د دوو افغان لیکوالانو سیامک هروي او کریم حیدري د نویو ناولونو «زلفا» او «د جهالت پېړۍ» د مخکتنې غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې یو شمېر لیکوالان، کره کتونکي او د ادب مینهوال راټول شوي وو، چې د دغو نویو چاپ شویو اثرونو ترڅنګ، د افغانستان د معاصر ادبیاتو پر وضعیت هم خبرې وشوې.
زلفا د سیامک هروي نوی ناول دی، چې د امیري خپرندویې ټولنې له خوا په کابل کې چاپ شوی.
بتول سید حیدري، چې پخپله لیکواله او د روانپوهنې متخصصه ده د ناول په اړه وویل، « د زلفا ناول اصلي منځپانګه د ښځو موضوع ده. سیامک هروي له هغو لږو لیکوالانو دی چې ښځه د کور له کونجونو، له منفعل حالت او له فرمان وړونکې حالته راباسي».
لیکوال او کره کتونکي حیدر یګانه هم د هروي ناول وستایه او ویې ویل، « سیامک هروي د تاریخ په اړه عصري او معاصر لید لري. هغه تېر او اوسني وخت ته رجوع کوي ځکه د راتلونکي اندېښنه لري».
نوموړي زیاته کړه، چې هروي په مهارت سره افسانوي کیسې په زلفا کې راژوندۍ کوي او لوستونکو ته ښيي چې باید نهیلي نه شي، بلکې د هما په څېر له بدۍ او بدرنګۍ سره مخامخ شي.
د جهالت پېړۍ ناول، چې کریم حیدري لیکلی، فارسي ته ژباړل شوی او د دارا خپرندویه ټولنې له خوا په هرات کې چاپ شوی دی.
دغه کتاب تېر کال د افغانستان د لیکوالانو ټولنې د زرینې کړکۍ جایزه ترلاسه کړې ده.
لیکوال او ژورنالېست عبدالله شادان د ناول د منځپانګې په اړه وویل، چې «په تېرو پنځوسو کلونو کې زموږ ادبیات اکثره د جګړې، کډوالۍ او ناوړه حالاتو انځور و. خو 'د جهالت پېړۍ' له دغو دودیزو موضوعاتو هاخوا روان دی».
د نوموړي په باور،دا د انسان د معرفت یوه خوږه کیسه ده، یو انسان چې غواړي پوه شي څنګه، ولې او له کومه ځایه پیدا شوی، په سمڅه کې مېشت انسان چې پرمختګ کوي او مدنیت ته رسیږي.
په پای کې، ګډونوالو د افغانستان د چاپ او خپراوي پر روان وضعیت اندېښنه وښوده.
دغه راز یادونه وشوه چې په تېرو دوو لسیزو کې د کتاب چاپ او خپرېدو په افغانستان کې ښه پرمختګ کړی و، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته، د طالبانو د سانسور او منابعو کمښت له امله دا بهیر ټکنی شوی دی.