چاپان د ۲۰۲۶ کال لپاره افغان زدهکوونکو ته تعلیمي بورسیې ورکوي

په کابل کې د جاپان سفارت وایي، چې د ۲۰۲۶تعلیمي کال بورسیو لپاره هغو افغان زدهکوونکو ته د غوښتنلیک د استولو لړۍ پیل شوې، چې غواړي د څېړنیزو پروګرامونو په برخه کې لوړې زدهکړې وکړي.

په کابل کې د جاپان سفارت وایي، چې د ۲۰۲۶تعلیمي کال بورسیو لپاره هغو افغان زدهکوونکو ته د غوښتنلیک د استولو لړۍ پیل شوې، چې غواړي د څېړنیزو پروګرامونو په برخه کې لوړې زدهکړې وکړي.
دغه سفارت د یکشنبې په ورځ په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د غوښتنلیک لړۍ او ازموینه به په افغانستان کې د اغا خان بنسټ په همغږي ترسره کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې (د مئ ۳۱مه) د غوښتنلیکونو د سپارلو وروستۍ نېټه ده.
دغه بورسیې د جاپان د پوهنې، کلتور، سپورت، ساینس او ټیکنالوژۍ وزارت (MEXT) لهخوا چمتو شوي دي.
یاد سفارت دا نه ده په ډاګه کړې، چې څومره افغان زدهکوونکي به دغه بورسونو ته غوره شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د «تهران فورم» خبرو اترو په ناسته کې ویلي، چې د هلمند د اوبو پر سر له ایران سره د شخړې د حل په برخه کې همکارۍ ته ژمن دی. هغه زیاته کړې، چې د ایران وچکالۍ ځپلو خلکو ته اوبه رسول یې «دیني مکلفیت» دی.
ایران فرنټ پېج د ښاغلي متقي په حواله لیکلي، چې طالبان خپل هېڅ ګاونډي ته ناوړه نیت نه لري.
د نوموړي په خبره: «زموږ اسلامي دنده هر مسلمان چې د تندې له امله کړاو ګالي ورسره مرسته وکړو. د ایران خلکو ته ډاډ ورکوو، چې موږ بد نیت نه لرو او تږو خلکو ته د اوبو رسول خپله وجیبه ګڼو».
هغه د ۱۳۵۱ لمریز کال د هلمند اوبو تړون په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: «که چيرې دغه تړون هم نه وای، بيا هم موږ خپله وجيبه ادا کوله».
متقي زياته کړه، چې دوی دغه دريځ له مخکې هم د ايران له استازو سره په خبرو کې په ډاګه کړی و او کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سفر پر مهال یې دا دریځ بیا هم څرګند کړی و.
نوموړي همدا راز یادونه وکړه، چې د ایران په څېر د افغانستان په هلمند او نیمروز ولایتونو کې هم د وچکالۍ څپې روانې دي.
متقي دغه خبرې داسې مهال کړې دي، چې د ايران چارواکو څو ځله طالبان د هلمند د اوبو د تړون په سرغړونو او ايران ته د اوبو د بهير په کمښت تورن کړي دي.
د اوبو په سر د تهران او کابل ترمنځ کشاله له لسیزو راهیسې روانه ده؛ خو هله لا جدي شوه چې افغانستان کمال خان بند تر څنګ د هلمند پر سیند یو شمېر نورې زېربنایي پروژې بشپړې کړې. ایران باور لري، چې دغه پروژو پر دوی د اوبو برخه کمه کړې ده.
سره له دې چې طالبانو څو، څو ځله تهران ته ژمنه ورکړې، چې د اوبو په برخه کې ورسره همکاري کوي؛ خو ایران ترې تمه لري څو د تخنیکي پلټنو پر بنسټ ترې د دغو ژمنو د پلي کېدو ډاډ ترلاسه کړي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق هغه اعلامیه رد کړې، چې ویلي یې و په هرو دوه ساعتونو کې یو مور د زېږون اړوند د مخنیوي وړ لاملونو له امله مري. دغه وزارت د ملګرو ملتونو یاده اداره له کره شواهدو بېبرخې یاده کړې.
یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د زېږون پرمهال د مېندو د مړینې کچې زیاتېدو په تړاو د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) د مشر سوبرټن وروستۍ څرګندونې رد کړي او یاد ارقام یې ناسم بللي دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په یوې اعلامیه کې ویلي چې، په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د امینداوارۍ او زېږون اړوند د مخنیوي وړ لاملونو له امله مري.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د هېواد د روغتیايي څارنو حساس بنسټونه د مور د روغتیا او زېږون روغتیایي خدماتو ته محدود لاسرسی په ځانګړي توګه په کلیوالو سیمو کې د امېندوارو او ماشومانو لپاره جدي ګواښونه رامنځته کړي.
د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي: «عامې روغتیا وزارت د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اجراییوي رییس څرګندونې له واقعیت سره په ټکر کې بولي، وړاندې شوي ارقام یې ناسم، له کره شواهدو بېبرخې او دا یې هېواد کې د روانو روغتیایي پرمختګونو پر وړاندې یو ناعادلانه ګام بللی دی.»
په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د مور او ماشوم روغتیا ته ځانګړې پاملرنه شوې، روغتیایي مرکزونه ډېر شوي او ټول خلک خدماتو ته لاسرسی لري.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو و وسته دې ډلې د نجونو او ښځو پر وړاندې د زدهکړو دروازې تړلي او سخت قوانین یې پرې پلي کړي دي. ترڅنګ یې هغه نړۍوالې موسسې چې د افغانستان روغتیایي خدمتونو په برخه کې یې همکاري کوله یا له افغانستان تللي او یا یې کارونه محدود کړي دي.
هېوادوال شکایت کوي چې په وطن کې پراخه بېروزګاري د دې لامل شوې، چې خلک خپل ناروغان دولتي روغتونونو ته یوسي، خو په روغتونونو کې خدمتونه تر دې کچې راغلي چې د عادي ناروغیو لپاره هم درمل په واسطو ورکول کېږي او ګڼ پایوازان اړ دي څو د خپلو ناروغانو لپاره په بازار کې په شخصي پیسو درمل واخلي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې له پاکستانه راستانهشویو زرګونو افغان کډوالو کورنیو ته یې د هند د بشرپاله مرستو د وېش لړۍ پیل کړه. یاد وزارت له پاکستانه د ایستلشویو افغان کډوالو لپاره د هند د مرستو ستاینه کړې ده.
نوموړي وزارت د یکشنې په ورځ ویلي، چې له پاکستانه راستانهشویو افغان کډوالو ته یې د هند د بشرپاله مرستو د وېش لړۍ پیل کړه. د دغه وزارت په وینا، د هند لهخوا مرستې به په شفاف ډول پنځه رره کډوالو کورنیو ته ووېشي.
په دغه بشرپاله مرسته کې ۱۱ قلمه بېلابېل خوراکي توکي شامل دي.
ورته مهال، د طالبانو د کډوالو وزیر مولوي عبدالکبیر له پاکستانه د ایستلشویو افغان کډوالو لپاره د هند د خلکو د بشرپاله مرستو ستاینه کړې او له نورو مرستندویه بنسټونو نه یې د مرستو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د کډوالو وزارت ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو نه د راستانهشویو کډوالو لپاره یې د استوګنې ۵۸ ښارګوټي جوړ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د تیرې اپریل میاشتې دپیل راهیسي تردې مهاله زرګونه افغان کډوال په جبري ډول بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د احصايي او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت لپاره دغه هېواد یو پلاوی استوي.
یادې ادارې د یکشنې په ورځ پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت لپاره د کاري پلاوي استولو په موخه د بهرنیو چارو، کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو او مالیې وزارتونو استازو ګډه ناسته کړې ده.
د طالبانو تر واک لاندې د احصايي او معلوماتو ملي اداري ویلي، چې په ایران کې افغان کډوالو ته د اسانتیا په موخه د هویت تثبیت او د نفوسو د احوالو اړوند خدمتونه وړاندې کول یې له لومړیتوبونو څخه دي.
دې ادارې ویلي، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه د کاري پلاوي د استولو لومړنۍ چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به یې ایران ته واستوي.

ایراني رسنیو د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد ولسوالۍ د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د بار وړونکو موترو تګ راتګ ډیر شوی. وړاندې په ورځ کې ۹۰۰ موټرو تګ راتګ کاوه، خو اوس په ورځ کې ۱۲۰۰ موټر تګ راتګ کوي.
د ایران د دوغارون بندر له سیمې څخه د طالبانو د ۱۴ کسیز پلاوي د لیدني پرمهال د تایباد ولسوال حسین جمشیدي ویلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو تګ راتګ ډیر شوی. نوموړی وايي، وړاندې په یوه ورځ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ شاوخوا ۹۰۰ موټرو تګ راتګ کاوه.
جمشیدي وايي:«د هرات ښار او اسلام کلا په ګمرک کې ایراني موټر څو ورځې تم کېدل او دا لامل و، چې موټر چلوونکو به شکایت کاوه او د هغوی لپاره یې ستونزې را پیدا کړې وي. خو دوغارون د افغانستان او ایران ترمنځ تر ټولو مهمه اقتصادي دروازه ګنل کیږي، بې له شکه په بېلا بېلو برخو کې د ایران او افغانستان د چاراکو ترمنځ همغږي او همکاري د اړیکو د ډیریدو لپاره لوی رول لوبوي.»
پر همدغه مهال په هرات کې د طالبانو د ټرانسپورت رییس محمد اصف ویلي، چې د دوغارون او اسلام کلا ترمنځ د موټرو تګ راتګ زیاتوالی د افغان سوداګرو یو له مهمو غوښتنو څخه دی.
نوموړی زیاتوي:«اسلام کلا ګمرک تایباد ښار ته نږدې موقعیت لري، د دوغارون له خوا د ایراني موټرو داخلېدو په اړه هیڅ محدودیت نه شته.»
په ورته مهال د خراسان رضوي ولایت د ټرانسپورټ رییس جعفر شهامت ویلي، چې تېرکال له دې لارې تر ۲۹زره ډیرو بارووړونکو موټرو تګ راتګ کړی دی او له درې مېلیونه ټنو څخه ډیر مالونه یې د ایران له بندر څخه افغانستان ته انتقال کړي دي.
د نوموړي په وینا، د تېرکال په پرتله سږ کال د موټرو په تګ راتګ کې ۶۰ سلنه ډیروالی راغلی دی.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د طالبانو اقتصادي مسوولانو د دوغارون اقتصادي سیمې، د پولو پراختیايي پروژې او د موټرچلوونکو د ستونزو د حل په موخه هم له ځایي چارواکو سره ناستې کړې دي.
