• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د هېواد ورځپاڼې مسوول پاکستان ته په اشارې: «تاسې له ابتدا نه کرایي تروریستان یئ»

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۲:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۴:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د هېواد ورځپاڼې مسوول شبیر احمد عثماني د پاکستان د دفاع وزیر نیوکې په غبرګون کې لیکلي چې «تاسې له ابتدا نه کرایي تروریستان یئ» خواجه اصف ویلي و، چې پاکستان د طالبانو د پلویتوب له کبله د ترهګرۍ د ملاتړي هېواد په توګه پېژندل شوی خو اوس هند سره اړیکي پالي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې د دولتي ورځپاڼې هېواد مسوول شبیر احمد عثماني د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.

عثماني وايي، «تاسې له ابتداء نه کرایي تروریستان یې».

نوموړی د پوښتنې په ډول ویلي چې ولې افغانستان ستا غلام او که ستا غوندې کرایه کښ دی؟.

شبیر احمد عثماني په اېکسپاڼه کې لیکلي:«د امریکا دپوځي یرغل پر وخت تاسې پاکستان امریکا ته پوځي هوایي اډې، د وسلو او لوژیستیک لویې لارې په واک کې ورکړې. برسیره مو موږ ژوندي پرامریکایانو خرڅ کړو، زندانونه مو رانه ډک کړل.»

شبیر عثماني چې له دې وړاندې د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس هم پاتې شوی، د پاکستان د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان په زندانونو کې ددې ډلې پخوانی دفاع وزیر ملاعبیدالله اخوند وژل کېدو او د طالبانو د غړي استاد یاسر ورکېدو ته اشاره کړې ده.

شبیر احمد عثماني د پاکستان حکومت پوښتلی چې «په ټولو بین المللي اصولو منلی ډېپلومات ملا ضعیف مو د کومو اصولو له مخې امریکا ته ورکړو؟ ».

دوه ورځې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په تونده لهجه ویلي و، چې پاکستان د طالبانو د ملاتړ لپاره کلونه د امریکا او لوېدیزو هېوادونو تورونه وزغمل خو نن یاده ډله د پاکستان پر ضد له هند او اسراییل سره څنګ په څنګ ولاړه ده.

خواجه اصف زیاته کړې وه،‌ چې پاکستان د طالبانو د پلویتوب له کبله د ترهګرۍ د ملاتړي هېواد په توګه پېژندل شوی خو اوس طالبانو اسلام اباد ته شا کړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر: عشق اباد د ټاپي پروژې د پلي کېدو ملاتړ کوي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۲:۳۱ GMT+۱

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف وايي، چې هېواد یې د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند د ګازو د پایپ لاین په څېر د پروژو جوړولو ملاتړ کوي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ د تهران ډیالوګ فورم د ځانګړي مېلمه په توګه په خپلو خبرو کې وویل، چې عشق اباد د سرحدونو او ګمرکاتو په همغږۍ، د تعرفو په کموالي او د توکو د ازاد حرکت لپاره د خنډونو په له منځه وړلو ټینګار کوي.

مرادوف وايي، چې د ترکمنستان ستراتیژي په دې ولاړه ده چې د ټولو اړخونو ګټې په بشپړ ډول مراعات کړي.

رشید مرادوف زیاته کړه، چې هېواد یې له عشق‌اباد څخه تر ایران پولې پورې د لویې لارې د پراخې پروژې د پلي کېدو ملاتړ کوي.

هغه ټینګار وکړ چې د ترکمنستان، پاکستان او نورو هېوادونو هڅې باید همغږي شي څو یوه سیمه‌ییزه ترانسپورتي شبکه جوړه کړي چې له منځنۍ اسیا څخه هاخوا ختیزې، لویدیزې او جنوبي اسیا ته لاسرسی ولري.

مرادوف د تهران ډیالوګ په دویمه ورځ د خپلې وینا پر مهال وویل چې د اسیا لویه وچه څو اړخیزه، پراخه او څو موخیزه ده او یوازې د ترانسپورت، لوژستیک، انرژۍ، اقتصاد، صنعت او نورو برخو په ګډ پرمختګ سره کېدای شي د سیمې هېوادونه خپل بشپړ اقتصادي او سیاسي ظرفیتونه وکاروي.

هغه زیاته کړه چې ترکمنستان کلونه کیږي د ترانسپورت د زیربناوو د پراختیا او نوي کولو لپاره پراخ پلانونه عملي کړي دي.

طالبانو له پاکستان نه په راتلونکي موټر کې چاودېدونکي توکي نیولي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۲:۱۳ GMT+۱

طالبان وايي، چې د خوست د ګمرک کارکوونکو له پاکستان نه په یوه وارداتي موټر کې یوه اندازه چاودېدونکي توکي کشف او نیولي دي.

د طالبانو مرستیال ویاند د دوشنبې په ورځ، د غويي پر ۲۹مه، پر خپل اېکس ولیکل، چې دغه موټر په خوست ګمرک کې په نښه شوی او توکي یې نیول شوي.

په نیول شویو چاودېدونکو توکو کې شاوخوا ۲۷۰ کیلوګرامه باروت، سل کڅوړې ثانیه سوز، ۳۶ کڅوړې پټاکۍ او نور چاودېدونکي مواد شامل دي، چې طالبان وايي، «په ډېر ماهرانه ډول د ګلګل په بایلرونو کې ځای پر ځای شوي وو».

نیول شوي توکي او تورن کسان د پلټنو لپاره د طالبانو امنیتي ادارو ته سپارل شوي دي.

په نورستان کې د خلکو او طالب چارواکو ترمنځ د نوې ولسوالۍ پر سر اختلاف رامنځته شوی

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۱:۳۱ GMT+۱

په نورستان ولایت کې د یوې نوې ولسوالۍ د مرکز د ټاکلو پر سر د طالبانو ولایتي مشران له داخلي اختلاف سره مخ دي او د وایګل ولسوالۍ یو شمېر خلکو په دې وروستیو کې د والي خلاف لاریون کړی.

د نورستان ولایت یو شمېر اوسېدونکو په وروستیو ورځو کې د طالبانو له لوري د اداري حدودو د وېش او د نوې جوړېدونکې «وایګل» ولسوالۍ لپاره د مرکز ټاکلو پر پرېکړې پراخ اعتراضونه کړي دي.

د طالبانو د والي قاري زین‌العابدین عابد په مشرۍ د اداري جوړښت له مخې، موجوده «وانت وایګل» ولسوالي به په دوو جلا واحدونو ووېشل شي. یوه به د «وانټ» په نوم پاتې شي او بله نوې ولسوالي به د «وایګل» په نوم رامنځته شي.

د دغه پلان تر ټولو جنجالي برخه د وایګل ولسوالۍ لپاره د نوي مرکز انتخاب دی، چې د سیمې د بېلابېلو قومونو مخالفت یې راپارولی.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیوګانې ښيي چې لاریون کوونکو د طالبانو بیرغونه پورته کړي او د «الله اکبر» شعارونه ورکوي.

یو لاریونوال په خپلو خبرو کې وايي، چې « ځینو مغرضو اشخاصو د شخصي انډیوالۍ په پاللو سره ددې ولسوالۍ قومونو ته په نه پام، درې قومونه پرېښودل او وایګل ولسوالۍ یې له پخواني ځای څخه وړله، دا هېڅ قوم ته د منلو وړ نه دي.»

لاریونوالو ګواښ کړی، چې د دوی پرلت به تر هغه ادامه لري چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله د فرمان پر اساس د ولسوالۍ مرکز د قومونو په مشوره انتخاب شي.

لاریون کوونکو، چې د څلورو قومونو مشرانو او خلکو پکې حضور درلود، د وایګل او پارون - کونړ ترمنځ غځېدلی سړک هم بند کړی و.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، د دارنس سیمې خلک د طالبانو د والي له پرېکړې سره مخالف دي، چې له وایګل سیمې څخه یوه سیمه د دې ولسوالۍ د مرکز په توګه غوره کړي او دا کار د سیمې د قومونو ترمنځ اختلاف پاروونکی بولي.

پر عامو خلکو سربېره، د نورستان طالب چارواکي هم د ولسوالۍ د مرکز پر سر اختلاف لري.

راپورونه وايي، چې په نورستان کې د طالبانو امنیه قوماندان د لاریون کوونکو پلویتوب کوي او د ولسوالۍ د مرکز لپاره د والي د انتخاب مخالف دی.

تر اوسه طالب چارواکو د دغه لاریون او ناندریو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دوه کاله وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په ۱۲ ولایتونو کې یې ۲۷ نوې ولسوالۍ جوړې کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس هغه وخت لیکلي ول، چې دغه ولسوالۍ د طالبانو تر واک لاندې د هلمند، بغلان، فارياب، فراه، سرپل، غور، بادغيس، پکتيکا، زابل، نورستان او کندهار په ولايتونو کې جوړې شوې دي.

تر دې وړاندې افغانستان ۳۶۴ ولسوالۍ درلودې.

جرمني پنځه تنه افغان پناه غوښتونکي بېرته پولنډ ته استولي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۰:۵۴ GMT+۱

د جرمني سرحدي پولیسو ددوشنبې په شپه په ګرامبو سیمه کې د پنځو افغانانو یوه ډله نیولې او بېرته یې پولنډ ته استولې ده. د جرمني رسنیو د رپوټ له مخې، په دې پنځو تنو کې څلورو تنو پر خپلو افغان پاسپورټونو د روسیې ویزې درلودې او یو تن یې له ځان سره پاسپورټ او سفري اسناد نه لرل.

د جرمني نوي حکومت له پولنډ سره پر پوله خپل سرحدي کنټرول سخت کړی او د هغو کډوالو مخنیوی کوي، چې په غیر قانوني ډول دغه هېواد ته داخلیږي.

د جرمني فدرالي پولیسو په مکلنبورګ-فورپومرن ایالت کې د جرمني-پولنډ پر پوله د ۱۱ کسانو د ناقانونه ننوتلو مخنیوی کړی.

د فدرالي پولیسو په وینا، دغو کسانو جرمني ته د داخلېدو دلیل «ښه ژوند» ښودلی.

په دوی کې درې تنه اریتریایان، چې عمرونه یې د ۲۲ او ۲۵ کلونو ترمنځ وو، هم له پولې بېرته اړول شوي، خو یو نابالغ ماشوم د ماشومانو د ساتنې ادارې ته سپارل شوی دی.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازې کاترینا توټه وايي، چې د جرمني پر پولو د پناه‌غوښتونکو د بېرته شړلو له امله ژوره اندېښمنه ده.

نوموړې وايي، دا ډول اقدامات د ځنځیري ردونو احتمال رامنځته کوي. هغې ټینګار کړی چې باید د هر فرد د پناه غوښتنې حق خوندي شي، چې دا د نړیوالو کډوالو د ساتنې سیستم بنسټیز اصل دی.

هغې د اروپايي اتحادیې له لوري د تېر کال د ګډ اروپایي پناه‌ ورکولو سیستم ته اشاره کړې، چې هدف‌ یې د پناه‌غوښتونکو عادلانه وېش دی. نوموړې له اروپایي هېوادونو وغوښتل چې د سختیو او مخنیوي پرځای پر همدې تمرکز وکړي.

په جلال اباد کې د « کډوالو بازار » پرانېستل شوی

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۰:۲۴ GMT+۱

د ننګرهار ولایت د رسنیو مرکز وايي چې په جلال اباد ښار کې د ګلبهار خیریه بنسټ له لوري بېرته راستنو شویو هېوادوالو ته د کاروبار په موخه د کډوالو په نوم بازار پرانېستل شوی. په ننګرهار کې طالب چارواکي وايي چې د ملاهبت الله د حکم له مخې به کډوالو ته اسانتیاوې رامنځته کوي.

د طالبانو د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو مرکز نن دوشنبه، د غويي ۲۹مه په اېکسپاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې ‏د ⁧‫ننګرهار‬⁩ مرکز جلال‌ابا ښار کې د ګلبهار خيريه بنسټ له لوري بېرته راستنو شويو افغانانو ته د کاروبار په موخه د کډوالو په نوم د بازار پرانيسته شوې.

‏د يادې پرانیستې پر مهال د طالبانو د ننګرهار ولایت مقام مالي او تاميناتي ریيس احمد حمزه له ګبهار خيريه بنسټ مننه کړې، چې راستنو شويو کډوالو لپاره يې د کډوالوبازار پرانیست او دوی ته يې پکې د کاروبار زمينه برابره کړه.

‏نوموړي ویلي: «راستنې شوې کورنۍ زموږ خپل افغانان او ورونه دي، پر حکومت او ولس يې حق دی چې د کاروبار، ژوند او ټولو برخو کې ور سره مرسته او همکاري وکړو.»

یاد طالب چارواکي له نورو خيره بنسټونو،پانګوالواو سوداګرو هم غوښتي چې دګلبهار خيريه بنسټ په څېر ابتکار وکړي اوراستنوشویو هېوادوالوسره د کار په موندنه اوجوړونه کې همکاري وکړي.

‏د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د کار ټولنيزو چارو ریيس فريدالله حقاني ویلي، چې د ملاهبت الله د حکم تطبيق په موخه به راستنو شويو هېوادوالو ته «لازم سهولتونه او کاري فرصتونه رامنځته شي».

حقاني زیاته کړې، چې اوسمهال په دې بازار کې يولس تنو ته د جامو، بوټانو او نورو توکو او وسايلو دوکانونه جوړ شوي، چې په راتلونکې کې به نورو راستنو شويو هېوادوالو ته هم د کار زمينه برابره شي.

د ګلبهار خيريه بنسټ مشر الیاس توتاخېل ژمنه کړې، چې نورو راستنو شویو هېوادوالو ته به هم د کار زمينه برابره کړي.