طالبان، چین او پاکستان؛ د درې اړخیزې غونډې تر شا سیاسي پېچلتیاوې او سیمهییز رقابتونه

په داسې مهال کې چې هند او پاکستان د یو بل پر ښارونو او پوځي تأسیساتو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه کول، د سیمې فضا له یوه خطرناک جنګي حالت سره مخ وه.
نړۍوالو ته دا اندېښنه پیدا شوې وهچې ښايي د دواړو اټومي هېوادونو ترمنځ جګړه د اټومي وسلو کارونې پړاو ته ورسېږي. جګړه ورځ تر بلې تودېده او د سیمې امنیتي معادلې له جدي ګواښ سره مخ وې.
د جګړې د ګرمېدو په همدې فضا کې، د اسلاماباد نړیوال هوايي ډګر د هندي جنګي الوتکو د احتمالي برید له امله وتړل شو. د کابل لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د هوا پر ځای د تورخم له لارې او پر ځمکه کابل ته سفر وکړ. نوموړي د می میاشتې په۱۰مه د افغانستان، چین او پاکستان د دولتي چارواکو ترمنځ درېاړخیزه غونډه کې ګډون وکړچې کوربهتوب یې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کاوه.
د چین لهخوا د افغانستان لپاره د دغه هېوادځانګړياستازياو د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان کډون درلود.صادق خان پرخپلې اېکسپاڼې لیکلي چې دا درېاړخیزه پنځمه غونډه ده.
امیرخان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي د غونډې ګډونوالو ته دا فرصت برابر کړچې د اقتصاد، امنیت، او سیمهيیز ثبات په اړه ګډ فکر او همغږي رامنځته کړي.
د غونډې ترڅنګ د پاکستان او چین استازو د طالبانو له رییسالوزرا محمدحسن اخوند سره هم کتلي، خو تر ټولو جالبه لیدنه د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراجالدین حقاني سره وه، دا ځکه چې د کورنیو چارو وزیر معمولاً په بهرني سیاست کې مستقیم رول نه لري. د سیمې سیاسي شنونکي باور لري چې دا لیدنه یوازې سمبولیکه نه وه، بلکې سیاسي پیغامونه یې هم درلودل.
هغوی وایي چې د غونډې د نه ځنډېدو یو لامل دا وچې پاکستان او چین غوښتل طالبانو ته دا پیغام ورسوي چې د هند او پاکستان ترمنځ د موجوده تاوتریخوالي په شرایطو کې دې طالبان له احتیاطه کار واخلياو د افغانستان له خاورې د هند پر خلاف هېڅ فعالیت ته اجازه ورنه کړي.
دا لیدنه په داسې وخت کې ترسره شوه چې د هند او پاکستان ترمنځ جګړه روانه وه، اوربند نه و شوی او د جګړې د پراخېدو اندېښنه ډېره وه. پاکستانچې په خپل ختیځ سرحد کې د جدي امنیتي ګواښ سره مخ و، نه غوښتل له لویدیځ لوري (یعنې د افغانستان له خاورې) کومه بله خطرناکه ستونزه رامنځته شي.
د چین د ځانګړي استازي حضور هم له همدې امله مهم و، ترڅو د پاکستان غوښتنو ته نړۍوال وزن ورکړي. چین د درېاړخیزې غونډې د نه ځنډېدو بل دلیل دا ګڼي، چې د طالبانو او لوېدیځ ترمنځ اړیکې، که مستقیمې وي یا د قطر له لارې، په وروستیو کلونو کې پراخې شوې دي. د امریکا له لوري طالبانو ته د مېلیاردونو ډالرو مرسته شوې ده او دا پوښتنه راپورته کېږي چې دا پیسې د څه لپاره ورکول کېږي؟
چین د افغانستان د ایغور جنګیالیو، او د منځنۍ اسیا د توندلارو ډلو حضور ته د خپلې اوږدمهالې امنیتي پالیسۍ لپاره یو خطر ګڼي. د «یو کمربند، یوه لار» پروژه چې د چین د سترې اقتصادي تګلارې یوه مهمه برخه ده، د بېثباته افغانستان له امله له خطر سره مخ ده.
چینایان باور لري چې د پاکستان په قبايلي سیمو کې د «تحریک طالبان پاکستان» یا ټيټيپي فعالیتونه هم د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز د پراختیا مخه نیسي، نو ځکه چین هڅه کوي له طالبانو سره دوهاړخیزه او درې اړخیزه اقتصادي همکاري زیاته کړي، تر څو طالبان له چین سره د اقتصادي ګټو احساس وکړياو د لوېدیځ او چین تر منځ د اړیکو یو توازن وساتي.
چین له امنیتي اندېښنو پرته، په افغانستان کې سترې اقتصادي ګټې هم تعقیبوي. افغانستان د پخوانۍ ورېښمو لارې پر یوه مهمه برخه بلل کېږياو د سیمې لپاره یې تل اقتصادي ارزښت درلود. چینچې په مکسیکو، برازیل او نورو لرې سیمو کې خپلې پانګونې پراخوي، څنګه به له خپل ګاونډي افغانستان سترګې پټې کړي؟
چین په افغانستان کې د قیمتي طبیعي زیرمو لکه لیتیم، مس، سره زرو او نورو معادنو سره ژوره لېوالتیا لري. دغه هېواد باور لري چې د دغو زیرمو ترلاسه کول به یې اقتصادي ځواک لا پیاوړی کړي، خو همداراز دا هم درک کوي چې لوېدیځ هېوادونه هم پدې سیالۍ کې ښکېل دي او دا به د چین لپاره اسانه ماموریت نه وي.
په تاریخي لحاظ کله چې طالبان په واک کې نه وو او په پاکستان کې اوسېدل، چین له هغوی سره خپلې پراخې اړیکې د پاکستان له لارې تنظیمولې. د طالبانو استازي به د پاکستان له خاورې چین ته تلل او چین به له همدې لارې د طالبانو سره تماس ساته. درېاړخیزه غونډې هم د هماغو هڅو تسلسل بلل کېږي.
چین په دې هم ښه پوهېږي چې پاکستان د تېرو پنځه څلوېښتو کلونو راهیسې د افغانستان د قضیې په بدل کې له امریکا مېلیاردونه ډالر ترلاسه کړي دي. له همدې امله چین هڅه کوي له طالبانو سره خپلې نېغ په نېغه اړیکې پراخې کړي، ترڅو د سیمهیز نفوذ یوه باثباته تکیهګاه ځان ته جوړه کړي.