• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاکستان کې د کم عمره نجونو او هلکانو په ودونو بندیز ولګېد

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۲۱:۳۷ GMT+۱

د پاکستان د سنا مجلس د پیپلز پارټۍ د غړې شیري رحمان له لوري وړاندیز شوی د کم عمره نجونو او هلکانو د ودونو د بندیز قانون منظور کړ. دغه قانون کې راغلي، چې د ۱۸ کلونو کم عمره هلک یا نجلۍ به ماشومان ګڼل کېږي او نکاح به یې نه تړل کېږي.

د دغه قانون له مخې، نکاح‌ تړونکی به د دواړو خواوو د پېژندپاڼو له لارې د عمر تصدیق کوي او د دې قانون سرغړوونکي به تر یو کال بند او یو لک روپۍ جریمې سره مخ کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمعیت علماء اسلام سناتور کامران مرتضیٰ د دغه قانون مخالفت وکړ او ویې ویل، چې دا مسوده دې اسلامي نظریاتي شورا ته واستول شي.

همدا ډول مولانا عطاالرحمان وویل، چې دا قانون د والدینو حق تر پښو لاندې کوي او که ماشوم ته له والدینو پرته ازادي ورکړل شي، ټولنه به د اروپا په شان شي.

په دغه قانون کې راغلي: « که یو بالغ سړی له کم عمرې نجلۍ سره واده وکړي، نو هغه ته به تر درې کاله بند سزا ورکول کېږي. له ۱۸ کلونو کم عمره ماشوم یا ماشومې سره جنسي اړیکه به د جنسي تېري په توګه ګڼل کېږي. هغه څوک چې یو ماشوم د واده لپاره مجبوروي، تر اووه کاله بند او لس لکه روپۍ جریمه به پرې لګېږي».

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې قانون کې ویل شوي چې که څوک د ماشوم د واده لپاره قاچاق کوي یا مرسته کوي، هغه ته هم تر اوو یا درېیو کلونو بند او جریمه سزا ورکول کېږي.

همدا ډول که مور، پلار یا سرپرست ماشوم ته واده وکړي یا یې مخه ونه نیسي، هغوی ته هم تر درې کاله بند او د نغدي جریمې سزا ټاکل شوې.

قانون کې راغلي: «محکمه به حق لري چې د کم عمره ماشوم د واده د مخنیوي لپاره حکم صادر کړي او که اطلاع ورکوونکی خپل نوم پټ ساتل غواړي، عدالت به یې خوندیتوب کوي. دا جرم ناقابل ضمانت ګڼل شوی او د قضايي پروسې د ۹۰ ورځو دننه به پرېکړه کېږي.»

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان، چین او پاکستان؛ د درې اړخیزې غونډې تر شا سیاسي پېچلتیاوې او سیمه‌ییز رقابتونه

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۴:۲۷ GMT+۱
•
افراسیاب خټک

په داسې مهال کې چې هند او پاکستان د یو بل پر ښارونو او پوځي تأسیساتو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کول، د سیمې فضا له یوه خطرناک جنګي حالت سره مخ وه.

نړۍوالو ته دا اندېښنه پیدا شوې وهچې ښايي د دواړو اټومي هېوادونو ترمنځ جګړه د اټومي وسلو کارونې پړاو ته ورسېږي. جګړه ورځ تر بلې تودېده او د سیمې امنیتي معادلې له جدي ګواښ سره مخ وې.
د جګړې د ګرمېدو په همدې فضا کې، د اسلام‌اباد نړیوال هوايي ډګر د هندي جنګي الوتکو د احتمالي برید له امله وتړل شو. د کابل لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د هوا پر ځای د تورخم له لارې او پر ځمکه کابل ته سفر وکړ. نوموړي د می میاشتې په۱۰مه د افغانستان، چین او پاکستان د دولتي چارواکو ترمنځ درې‌اړخیزه غونډه کې ګډون وکړچې کوربه‌توب یې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کاوه.

د چین له‌خوا د افغانستان لپاره د دغه هېوادځانګړياستازياو د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان کډون درلود.صادق خان پرخپلې‌ اېکس‌پاڼې لیکلي چې دا درې‌اړخیزه پنځمه غونډه ده.

امیرخان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي د غونډې ګډونوالو ته دا فرصت برابر کړچې د اقتصاد، امنیت، او سیمه‌يیز ثبات په اړه ګډ فکر او همغږي رامنځته کړي.

د غونډې ترڅنګ د پاکستان او چین استازو د طالبانو له رییس‌الوزرا محمدحسن اخوند سره هم کتلي، خو تر ټولو جالبه لیدنه د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني سره وه، دا ځکه چې د کورنیو چارو وزیر معمولاً په بهرني سیاست کې مستقیم رول نه لري. د سیمې سیاسي شنونکي باور لري چې دا لیدنه یوازې سمبولیکه نه وه، بلکې سیاسي پیغامونه یې هم درلودل.

هغوی وایي چې د غونډې د نه ځنډېدو یو لامل دا وچې پاکستان او چین غوښتل طالبانو ته دا پیغام ورسوي چې د هند او پاکستان ترمنځ د موجوده تاوتریخوالي په شرایطو کې دې طالبان له احتیاطه کار واخلياو د افغانستان له خاورې د هند پر خلاف هېڅ فعالیت ته اجازه ورنه کړي.

دا لیدنه په داسې وخت کې ترسره شوه چې د هند او پاکستان ترمنځ جګړه روانه وه، اوربند نه و شوی او د جګړې د پراخېدو اندېښنه ډېره وه. پاکستانچې په خپل ختیځ سرحد کې د جدي امنیتي ګواښ سره مخ و، نه غوښتل له لویدیځ لوري (یعنې د افغانستان له خاورې) کومه بله خطرناکه ستونزه رامنځته شي.

د چین د ځانګړي استازي حضور هم له همدې امله مهم و، ترڅو د پاکستان غوښتنو ته نړۍوال وزن ورکړي. چین د درې‌اړخیزې غونډې د نه ځنډېدو بل دلیل دا ګڼي، چې د طالبانو او لوېدیځ ترمنځ اړیکې، که مستقیمې وي یا د قطر له لارې، په وروستیو کلونو کې پراخې شوې دي. د امریکا له لوري طالبانو ته د مېلیاردونو ډالرو مرسته شوې ده او دا پوښتنه راپورته کېږي چې دا پیسې د څه لپاره ورکول کېږي؟

چین د افغانستان د ایغور جنګیالیو، او د منځنۍ اسیا د توندلارو ډلو حضور ته د خپلې اوږدمهالې امنیتي پالیسۍ لپاره یو خطر ګڼي. د «یو کمربند، یوه لار» پروژه چې د چین د سترې اقتصادي تګلارې یوه مهمه برخه ده، د بې‌ثباته افغانستان له امله له خطر سره مخ ده.

چینایان باور لري چې د پاکستان په قبايلي سیمو کې د «تحریک طالبان پاکستان» یا ټي‌ټي‌پي فعالیتونه هم د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز د پراختیا مخه نیسي، نو ځکه چین هڅه کوي له طالبانو سره دوه‌اړخیزه او درې اړخیزه اقتصادي همکاري زیاته کړي، تر څو طالبان له چین سره د اقتصادي ګټو احساس وکړياو د لوېدیځ او چین تر منځ د اړیکو یو توازن وساتي.

چین له امنیتي اندېښنو پرته، په افغانستان کې سترې اقتصادي ګټې هم تعقیبوي. افغانستان د پخوانۍ ورېښمو لارې پر یوه مهمه برخه بلل کېږياو د سیمې لپاره یې تل اقتصادي ارزښت درلود. چینچې په مکسیکو، برازیل او نورو لرې سیمو کې خپلې پانګونې پراخوي، څنګه به له خپل ګاونډي افغانستان سترګې پټې کړي؟

چین په افغانستان کې د قیمتي طبیعي زیرمو لکه لیتیم، مس، سره زرو او نورو معادنو سره ژوره لېوالتیا لري. دغه هېواد باور لري چې د دغو زیرمو ترلاسه کول به یې اقتصادي ځواک لا پیاوړی کړي، خو همداراز دا هم درک کوي چې لوېدیځ هېوادونه هم پدې سیالۍ کې ښکېل دي او دا به د چین لپاره اسانه ماموریت نه وي.

په تاریخي لحاظ کله چې طالبان په واک کې نه وو او په پاکستان کې اوسېدل، چین له هغوی سره خپلې پراخې اړیکې د پاکستان له لارې تنظیمولې. د طالبانو استازي به د پاکستان له خاورې چین ته تلل او چین به له همدې لارې د طالبانو سره تماس ساته. درې‌اړخیزه غونډې هم د هماغو هڅو تسلسل بلل کېږي.

چین په دې هم ښه پوهېږي چې پاکستان د تېرو پنځه څلوېښتو کلونو راهیسې د افغانستان د قضیې په بدل کې له امریکا مېلیاردونه ډالر ترلاسه کړي دي. له همدې امله چین هڅه کوي له طالبانو سره خپلې نېغ په نېغه اړیکې پراخې کړي، ترڅو د سیمه‌یز نفوذ یوه باثباته تکیه‌ګاه ځان ته جوړه کړي.

د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د پاکستان پوځ ډرون الوتکو څلور ماشومانې وژلې دي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۹:۱۹ GMT+۱

په شمالي وزیرستان کې ځايي خبریالانو ویلي،‌ چې د میرعلي سیمې اړوند په هرمز کلي کې د پاکستاني پوځیانو په «ډرون بریدونو»‌ کې د یوه کور څلور ماشومانې وژل شوې دي. دغه برید نن دوشنبه د (غويي ۲۹مه) سهار وختي شوی دی.

د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، چې د ښځو په ګډون یو شمېر نور کسان په دغو بریدونو کې ټپیان شوي هم دي.

هغه نیوکه کړې، چې پاکستان د‌ پښتنو د لمنځه وړلو لپاره خونړۍ جګړه پیل کړې.

ځايي اوسېدونکو د وژل شویو ماشومانو جسدونه د هرمز اړوند بازار ته راوېستي او د کورنیو لپاره یې د عدالت غوښتنه کوي.

په سیمه کې فعال خبریال لعل وزیر ویلي، چې په یوې جلا پېښه کې په سوېلي وزیرستان کې یو قومي مخور ملک عبدل دیان د ناڅرګنده وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی او د هغه زوی عزیز یې سخت ټپي کړی دی.

په دې وروستیو کې دغلته نا امنۍ پراخې شوې او «ټي‌ټي‌پي»‌ هم خپل فعالیتونه چټک کړي‌ دي.

ځايي اوسېدونکو په وار وار شکایتونه کړي، چې د‌ پاکستان پوځ د وسله‌والو ډلو په نامه د ملکي وګړو کورونه په نښه کوي او ملکیان وژني.

تر دې دمخه ځايي اوسېدونکو په سیمه کې د امنیت ټینګښت لپاره په وار، وار سوله‌ییز لاریونونه هم کړي او د پاکستان له حکومته یې غوښتي، چې په سیمه کې روانه جګړه ودروي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډون یو شمېر نورو بنسټونو د‌ پاکستان پوځ ته ګوته نیولې، چې په لوی لاس یې په وزیرستان او نورو پښتون مېشته سیمو کې جګړو او نا امنۍ ته لاره اواره کړې ده.

د پاکستان، چین او طالبانو درې اړخیزه غونډه؛ اسحاق ډار چین ته روان شو

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۸:۵۹ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې اسحاق ډار د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې چین ته لاړ. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق هم پر اېکس پاڼه کاږلي، چې نوموړی هم په دغه سفر کې د اسحاق ډار ملتیا کوي.

ټاکل شوې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سبا د سې شنبې په ورځ (د مئ په ۲۰مه) په دغه درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه بېجینګ ته سفر وکړي.

د پاکستاني رسنیو د راپورنو له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي به د امیر خان متقي او اسحاق ډار سره د درې اړخیزې غونډې کوربه‌توب وکړي.

په دغې درې اړخیزه غونډه کې به د سوداګرۍ او امنیتي همکاریو د پراختیا په اړه بحث او نظرونه تبادله شي.

‏له دې وړاندې (د مئ په ۱۰مه) په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین لومړۍ درې اړخیزه ناسته هم ترسره شوه، چې د دغې ناستې موخه هم سیمه‌ییز ټیکاو او د دغه درېیو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو رامنځته کېدل و.

چین، د هند او پاکستانترمنځ په وروستي کړکېچ کې هم له پاکستانه ملاتړ وکړ.

‏د سیمې ټیکاو لپاره د چین په ناسته کې د طالبانو ور ګډول له هغه وروسته کېږي، چې طالبانو په هند کې د پهلګام پېښه غندلې وه او د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر جی شنکر سره متقي په خبرو کې د ډیپلوماټيکو اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې کړې وې.

تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي و، چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ امیر خان متقي ته په روانه میاشت کې چین ته د سفر بلنه ورکړې وه او هغه دغه بلنه منلې وه.

د پېښور په ارمړو کې د نښتې له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون ۶ کسه وژل شوي دي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۸:۱۰ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا ایالت د بېړنیو پېښو اداره وایي، چې د پېښور د ارمړو په خټکو پل سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ په نښته کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۶ کسان په ډزو وژل شوي دي.

د پېښې لامل د دوو کورنیو ترمنځ خپلمنځي تاوتریخوالی بلل شوی او درې تنه قاتلان بیا له سیمې تښتېدلي دي.

ځايي پولیسو ویلي،‌ چې د نیول کېدو لپاره یې هڅې روانې دي او د پېښې په تړاو یې هر اړخیزې څېړنې هم پیل کړې دي. په وژل شويو کې دوه مېرمنې، یوه وړه ماشومه او دوه کوچني هلکان شامل دي، چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

همدا راز یوه بله مېرمنه په ډزو کې سخته ټپي شوې، چې ځايي روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوې ده.

د سیمې اوسېدونکو او د وژل شویو کسانو کورنیو جسدونه د پېښور رینګ روډ جمیل چوک ته د اعتراض په توګه راوړي دي. د دغه قربانیانو کورنۍ له حکومته د عدالت غوښتنه کوي.

په خېبر پښتونخوا کې د نا امنیو له ډېریدو سره، سره په پېښور کې د خپلمنځي نښتو له امله د وژنو پېښې هم ډېرې شوې دي، چې د ځايي اوسېدونکو اندېښنې یې راپارولې دي.

نیوکې کېږي، چې د یاد ایالت امنیتي ادارې د دغو پېښو په مخنېوي کې پاتې راغلي دي.

په پېښور کې د سخت توپان تر څنګ د باران له امله درې کسه مړه شوي او ۱۲ نور ټپیان دي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۵:۳۹ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا ایالت د پېښور ښار په بېلابېلو سیمو کې د سخت توپان تر څنګ د تېز باران له امله د یوه ماشوم په ګډون درې کسان مړه شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د زړې سبزي منډوي سیمه کې د یوې ونې لوېدو له امله دوه کسان مړه شوي دي. دغه دوه تنه د کاکا زامن وو او په سیمه کې یې د سبزۍ پلورلو روزګار کاوه.

په یوه بله جلا پېښه کې د رانو ګړهۍ اړوند سیمه کې د دېوال غورځېدو له امله یو شپږ کلن ماشوم مړ شوی دی.

د ژغورنې ډلو په وينا؛ د سخت باد له امله ونې، دېوالونه او د سوداګریزو اعلانونو لیک دړې په بېلابېلو سيمو کې لوېدلې دي، چې له امله يې خلکو ته د فزيکي زيانونو تر څنګ درانه مالي تاوانونه هم اړولي دي.

د پېښور مرستيال کمېشنر سليم اکرم ويلي: «په ټوليز ډول، درې تنه د خراب موسم له امله اړوندو پېښو کې وژل شوي او لږ تر لږه ۱۲ نور ټپيان شوي دي».

د ژغورنې ډلې ژوبل شوي کسان د «افغان کالونۍ»، «اسد انور کالونۍ» او «رانو ګړهۍ» له سيمو روغتونونو ته لېږدولي دي.

دغه توپان تر یوې ګرمې او لمرینې ورځې وروسته د یکشنبې په ماښام پیل شو. پېښور او شاوخوا سیمو کې لومړی تورې وریځې خورې شوې او پسې کرار، کرار له تېز باد سره باران هم پیل شو.

د پېښور په زياتو سيمو کې برېښنا هم پرې شوې وه. د برېښنا وېش ادارې (PESCO) په وينا، ۱۱۰ فېډرونه پرې شوي او د برېښنا لېنونه په ګڼو برخو کې زيانمن شوي، چې له امله يې په ځينو سيمو کې څو ساعته برېښنا بنده وه.

د خېبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور له یادو کورنیو سره خپله خواخوږي ښوولې ده.

هغه زیاته کړې: «زه د پېښور په يوه پېښه کې د يوه کوچني پر مړینه سخت خواشينی يم».

هغه امر کړی، چې د ټپیانو د درملنې په موخه دې بېړني اقدامات وشي او د قربانیانو تر څنګ دې له زیانمنو کورنیو سره هم د لازمو مرستو لپاره اقدامات وشي.