د لیټیمو استخراج؛ د طالبانونو کانونو وزارت ته د ایلن ماسک د استازي په نامه جعلي کس ورغلی

د فرانکفورتر الګیماینه د راپور له مخې، شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې یو سړی چې ځان یې د ټیسلا د اجرایوي مشر ایلن ماسک استازی معرفي کړی و، د طالبانو کانونو وزارت ته ورغلی؛ خو وروسته څرګنده شوه چې جعلکار بحرینی وګړی دی، چې په کابل کې د سرینا هوټل مېلمه و.
خو دا لیدنه د دې اوازې سبب شوه چې ښايي امریکا د افغانستان له لیتیمو سره لېوالتیا ولري.
د طالبانو د پانګونې د ترویج مسوول خلیل الرحمن ژوند د جرمني فرانکفورتر الګیماینه ورځپاڼې ته ویلي، چې له ماسک سره کوم رسمي تماس نهدی نیول شوی، خو ټینګار کوي چې افغانستان چمتو دی له ټیسلا او نورو نړیوالو شرکتونو سره همکاري وکړي.
طالبان باور لري چې ډونالډ ټرمپ د افغانستان د کانونو له سرچینو سره لېوالتیا لرله او له خپل پخواني دښمن سره شراکت نه ردوي.
د امریکا دفاع وزارت پینټاګون په ۲۰۱۰ کال کې افغانستان ته د سعودي عربستان د لیتیم لقب ورکړی و، ځکه پراخې لیتیمي زېرمې لري.
کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته ورسېدل، ګڼ چینايي پانګوال کابل ته لاړل، ځکه د افغانستان لیتیمو یې پام ځان ته اړولی و.
د مس عینک کان، چې په ۲۰۰۸ کال کې چینایي شرکت ته ورکړل شوی و، لا هم نه دی استخراج شوی.
طالبان د ځنډ له امله ناراضه دي او نیوکه کوي چې دا پروژه د افغانانو پر ځای یوازې د چینایي کارکوونکو له خوا پر مخ وړل کېږي.
سیاسي شنونکی جلال بازوان وایي، چین په افغانستان کې امنیت ته تر اقتصاد ډېر اهمیت ورکوي. هغوی هڅه کوي خپلې کاني اړتیاوې له هغو هېوادونو پوره کړي، چې هلته زیربناوې، حقوقي خوندیتوب او نړیوال بانکي سیسټم ته لاسرسی ښه دی.
د چین له ځنډني کار وروسته، طالبانو هند، عربي متحده امارات، روسیې، ازبکستان، ایران او تازه قزاقستان ته مخه کړې ده.
د کانونو وزارت اوس مهال د طالبانو د حکومت تر ټولو فعال بنسټ دی.
فرانکفورتر الګیماینه وايي، چې له۲۰۲۱کال راهیسې طالبانو د کانونو لپاره د جوازونو وېش چټک کړی او شاوخوا ۱۵۰ کوچني کانونه او ۳۰سترې پروژې یې په قرارداد ور کړې دي، چې دا شمېر د پخواني حکومت په پرتله څلور چنده زیات دی.
د دې چټکۍ یو دلیل د پخوانیو تدارکاتي پروسو کارول دي، خو د وزارت یو پخوانی انجنیر وایي، چې ځینې پروژې بېمطالعې او بې پامۍ ورکړل شوې، چې د چاپېریال او اوبو د مدیریت اندېښنې یې راپارولې دي.
طالبانو د کانونو کنټرول سخت کړی څو عواید زیات کړي، په ځانګړي ډول له قیمتي ډبرو لکه زمرد څخه یوه منظمه مالیه اخیستل کېږي.
خو دا برخه لا هم له ستراتیژیکو ستونزو سره مخ ده چې ترانسپورتي، برېښنايي او بانکي ستونزې او نړیوال بندیزونه پکې شامل دي.
قاچاق یوه دوامداره ننګونه ده. یو زمرد پلورونکی وایي، ډبرې تر لیلام پورې کلکې څارل کېږي، خو ځینې کسان هڅه کوي دا ډبرې پټې کړي یا بهر ته یې وړي.
طالبان خپلو نږدې کسانو ته لومړیتوب ورکوي. د طالبانو یو پخوانی قوماندان چې هېڅ تخنیکي تجربه نه لري، د اتو جیډ کانونو جوازونه تر لاسه کړي، چې دا ډبرې په چین کې ډېر ارزښت لري. نوموړی له یوه چینایي پانګوال سره شراکت هم کړی.
طالبان هیله لري چې له امریکا سره اقتصادي تړونونه به د دوی رژیم ته نړیوال مشروعیت ورکړي، چې له امله به اروپایي هېوادونه هم ورته قانع شي.
خو د لیتیم ستره استخراجي پانګونه لا هم د سیاسي بېثباتۍ، بندیزونو او د زیربناوو د کمښت له امله ټکنۍ ده.