• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ د روسیې له پاروونکو څرګندونو وروسته د اټومي اوبتلونو د ځای پر ځای کولو امر وکړ

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۰۳ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ وايي چې د روسیې د پخواني ولسمشر ديميتري مېدوېديف د پاروونکو څرګندونو په غبرګون کې یې دوه اټومي اوبتلونه مناسبو سیمو ته استولي دي.

مېدوېديف تېره ورځ (جمعه) ټرمپ ته خبرداری ورکړی و چې مسکو د شوروي دورې د وروستي اټومي برید وړتياوې لاهم لري.

ټرمپ ویلي، هیله لري چې دغه خبرې یوازې د څرګندونو تر بریده وي، خو بیا یې هم د دا ډول پاروونکو څرګندونو د منفي اغېز په اړه خبرداری ورکړی دی.

ديميتري مېدوېديف له ۲۰۰۸ کاله تر ۲۰۱۲ پورې د روسیې د ولسمشر او بیا له هغې وروسته تر ۲۰۲۰ کال پورې د دغه هېواد د لومړي وزیر په توګه پاتی شوی دی.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

اوکراین: روسیه د ایران د شاهد ډرون ټیکنالوژي شمالي کوریا ته لېږدوي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۱۰ GMT+۱
اوکراین: روسیه د ایران د شاهد ډرون ټیکنالوژي شمالي کوریا ته لېږدوي
100%

د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر وایي، چې روسیه د ایران جوړ شوي ځانمرګي ډرون (شاهد-۱۳۶) ټیکنالوژي شمالي کوریا ته لېږدوي او له دې هېواد سره د دغو ډرونونو د تولید کرښې په فعالولو کې مرسته کوي.

د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د دفتر مشر انډري یرماک، د جمعې په ورځ (د زمري ۱۰مه) په یوه پیغام کې ویلي: « موږ وینو چې روسیه د «شاهد-۱۳۶» ډرون ټیکنالوژي پیونګ‌یانګ ته لېږدوي، د تولید کرښو په فعالولو کې مرسته کوي او له شمالي کوریا سره په توغندیزو پروژو کې همکاري کوي.»

د ایران لخوا روسیې ته ورکړل شوي شاهد ډرونونه، د اوکراین پر ضد د روسیې د هوايي بریدونو یوه مهمه وسیله بلل کېږي. کیف او لوېدیځو هېوادونو څو ځل خبرداری ورکړی چې د روسیې، ایران او شمالي کوریا تر منځ پوځي همکاري ورځ تر بلې پراخېږي او دا کار به د نړیوال امنیت لپاره جدي پایلې ولري.

د اوکراین چارواکي وایي چې د دې هېواد پر زیربنایي او ملکي اهدافو د روسیې بریدونه زیاتره وخت له همدې شاهد ډرونونو سره ترسره کېږي، چې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ، د هېواد د انرژۍ سیستم ته هم پراخ زیانونه اړولي دي.

اوکراین او د هغې لوېدیځ متحدین له نړیوالو سازمانونو غواړي چې د دغو هیوادونو ترمنځ پر پوځي همکارۍ سخت بندیزونه ولګوي.

په غزه کې د لوږې له امله د ماشومانو مرګ ‌ژوبله ورځ تر بلې زیاتیږي

۱۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۲۳ GMT+۱
په غزه کې د لوږې له امله د ماشومانو مرګ ‌ژوبله ورځ تر بلې زیاتیږي
100%

د غزې سیمه‌ییزو روغتیایي چارواکو او مرسته‌ رسونکو ډلو ویلي، چې په غزه کې د ماشومانو لپاره د شیدو بدیل (شیدو پوډر) او نورو اړینو خوړو سخت کمښت رامنځته شوی، چې لسګونه ماشومانو د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د روغتیايي مرکزونو د راپورونو له مخې، یوازې تر دې دمه ۹۰ماشومان د شدیدې لوږې له امله مړه شوي، او دا شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.

د غزې یوه ډاکټر د الجزیره تلویزیون ته ویلي: «په زرګونو کوچني ماشومان، چې عمرونه‌یې له دوو کلونو کم دي، د شدیدې لوږې له امله له ګواښ سره مخ دي. مورګانې د خوړو له کمښت سره مخ دي، شېدې نه شي تولیدولای، او ماشومان‌یې یوازې په اوبو یا له خځلو پاتې موادو تغذیه کېږي.»

نوموړي زیاته کړې، چې د شېدو بدیل توکي نشته، او هغه خواړه چې ماشومانو ته ورکول کېږي، لکه اوبه یا وچې وړې شوې دانې، د هغوی روغتیا ته جدي زیان رسوي.

طبي سرچینو ویلي، له شیدو څخه د کوچنیانو محرومېدل، په ځانګړې توګه هغو ماشومانو ته چې لا یې غاښونه نه دي راوتلي، د معافیت سیسټم له منځ وړي او بدن‌یې د ناروغیو پر وړاندې بېوسه کوي.

همداراز، د غزې روغتونونوتایید کړې چې لږ تر لږه دو نور ماشومان د لوږې له امله مړه شوي، چې له دې سره د لوږې له کبله د مړو شوو کسانو عمومي شمېر ۱۵۹ته رسېږي.

د بشري مرستو نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی چې که د غزې محاصره ژر لېرې نشي، دا بشري بحران به لا پراخ شي. د خوراکي توکو، اوبو، درملو، او نورو لومړنيو بشري توکو محدودیت، نه یوازې ماشومان، بلکې ښځې، زاړه او ناروغان هم له سختو ګواښونو سره مخ کړي دي.

یونیسف، ملګرو ملتونو، او نورو مرستندویو بنسټونو له اسراییلي چارواکو غوښتي چې د بشري مرستو د رسېدو لپاره دې ژر تر ژره لارې پرانیزي، خو لا تر اوسه کوم د پام وړ اقدام نه‌دی شوی.

امریکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې ایران ته له سفر کولو ډډه وکړي

۱۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۴۷ GMT+۱
امریکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې ایران ته له سفر کولو ډډه وکړي
100%

د امریکا بهرنیو چارو وزارت، خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې ایران ته له سفر کولو څخه په جدي ډول ډډه وکړي. دغه وزارت وايي، ایران حکومت په اوسني حالت کې له غیرعادي شک‌ ګمان، تعقیب او امنیتي تعزیراتو سره مخ دی، بهرني وګړي او په ځانګړي ډول امریکایان له جدي خطر سره مخ کولای شي.

دغه وزارت وايي، د ایران حکومت په اوسني حالت کې له غیرعادي شک‌ګمان، تعقیب او امنیتي تعزیراتو سره مخ دی، بهرني وګړي او په ځانګړي ډول امریکایان له جدي خطر سره مخ کولای شي.

په یوه لنډه اعلامیه کې، چې د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري پر ایکس خواله رسنۍ خپره شوې، راغلي: « د ایران رژیم له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، په یوه شکمن او امنیت‌محور حالت کې دی. د جاسوسانو، مخالفینو او بهرنیانو پر وړاندې بې‌ساري تعقیب روان دی.»

په اعلامیه کې ټولو هغو کسانو ته چې غواړي ایران ته سفر وکړي، خبرداری ورکړل شوی چې باید خپل تصمیم له سره وارزوي.

یاد وزارت ټینګار کړی: « تکرار کوو،چې امریکایيوګړي باید ایران ته سفر ونه‌کړي!»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وړاندې تر دې هم، خپلو وګړو ته د «لوړ خطر» هېوادونو په اړه خبرداري ورکړی، چې پکې ایران، سوریه، روسیه، او یو شمېر نور هېوادونه شامل دي.

بریتانیا او اوکراین روسیې ته د سولې لپاره د ټرمپ ورکړل شوی مهلت یو مهم ګام وباله

۱۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۱۵ GMT+۱
بریتانیا او اوکراین روسیې ته د سولې لپاره د ټرمپ ورکړل شوی مهلت یو مهم ګام وباله
100%

د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي، د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له‌خوا پر روسیې د سولې د پرمختګ لپاره ټاکل شوی نوی ضرب‌الاجل یو مهم ډېپلوماټيک اقدام وباله او ټینګار یې وکړ چې د جګړې د دوام یوازینی لامل روسیه ده.

دا څرګندونې د اوکراین ولسمشر او د بریتانیا د لومړي وزیر ترمنځ په ټلیفوني خبرو کې ترسره شوي دي.

د بریتانیا د حکومت دفتر (ډانینګ سټریټ) ویاندې د دواړو مشرانو تر منځ تر تلیفوني خبرو وروسته وویل: "دواړو مشرانو د ټرمپ له‌خوا روسیې ته ټاکل شوی نوی ضرب‌الاجل وستایه، څو د سولې په تړاو د ځنډ سیاست پای ته ورسول شي او ریښتینی پرمختګ ممکن شي."

هغې زیاته کړه: "دواړو مشرانو په دې موافقه وکړه چې د اوسنۍ جګړې د پای ته رسېدو یوازینی خنډ روسیه ده."

د ټرمپ ځانګړی استازی د مرستو د څارنې لپاره غزې ته تللی

۱۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۰۸ GMT+۱
د ټرمپ ځانګړی استازی د مرستو د څارنې لپاره غزې ته تللی
100%

په منځني ختیځ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو وټکوف د جمعې په ورځ غزې ته د خپل سفر پرمهال په رفح سیمه کې د امریکا په ملاتړ د مرستو له عملیاتو لېدنه وکړه.

سټیو وټکوف ویلي، چې په غزه کې یې له پنځو ساعتونو څخه ډېر وخت تېر کړ او د دې سفر موخه یې ټرمپ ته په غزه کې د بشري وضعیت روښانه انځور وړاندې کول، د غزې خلکو ته د خوړو او روغتیايي مرستو رسولو د‌پلان په پراختیا کې مرسته ده.

نوموړي د دغه سفر پرمهال په غزه کې د مرستو رسولو هغه مرکز څخه لېدنه کړې، چې په مستقیم ډول د امریکا له خوا تمویل کیږي.

په همدې وخت کې ملګري ملتونه وایي، چې د مې میاشتې راهیسې د امریکا د مرستو مرکز له فعالیت وروسته، د مرستو د ترلاسه کولو پر مهال تر ۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي.