زرګونه اسراییلي وګړي د نتنیاهو د استعفا غوښتونکي شول

د اسراییل زرګونو اوسېدونکو په تل ابیب او څو نورو ښارونو کې د دې هېواد د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د استعفا غوښتنه وکړه. دوی په دغو لاریونونو کې له اسراییلي چارواکو دغه راز وغوښتل، چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو په برخه کې هوکړه وکړي.