• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: فلسطینیان له لوږې سره مخ دي او د غزې جګړه "یو ظالمانه پړاو" ته داخله شوې ده

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۵:۳۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انټونیو ګوترېش ویلي چې د اسراییلي بریدونو د زیاتوالي او اوږدمهاله محاصرې له امله د غزې اوسېدونکي د قحطۍ تر څنډې رسېدلي او دا سیمه اوس د دې «ظالمې جګړې تر ټولو بد پړاو» ته داخله شوې ده.

ګوترېش د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: «نږدې ۸۰ ورځې کیږي،، چې اسراییل د ژوند ژغورونکو نړیوالو بشري مرستو مخه نیولې ده. د غزې ټول وګړي د لوږې له ګواښ سره مخ دي.»

سره له دې چې، اسراییل په دې وروستیو کې د مرستو بار ځینو لاریو ته اجازه ورکړې، خو ګوترېش دا مرستې ډېري کمي بللي دي. هغه زیاته کړې: «تر دې دمه چې هر څه ته اجازه ورکړل شوې، دا یوازې د مرستې یوه کاشوغه ده، حال داچې یوه سېلاب ته اړتیا ده.»

نوموړي ویلي، چې په غزه کې د اسراییل نظامي عملیاتو له امله مرګ‌ژوبله او ویجاړی زیات شوی او د مرستندویو بنسټونو لپاره لاسرسی لا هم همداراز خطرناک او ګډوډ پاتې دی. «د غزې ۸۰ سلنه خاوره یا خو د اسراییلو له‌خوا پوځي سیمه اعلان شوې، یا د تخلیې تر امر لاندې ده.»

ګوترېش وايي، که مرستې ژر، دوامداره، خوندي او اعتبار لرونکې نه وي، نور خلک به هم ومري او دا به ډېرې ناوړه او ژورې پالې ولري.

پر همدغه مهال اسراییل ادعا کوي، چې د دوشنبې راهیسي د «کرم ابو سالم» بندر له لارې نږدې ۳۰۰ لارۍ غزې ته داخل شوي دي، خو ملګرو ملتونو ویلي، چې د لاریو یوازې درېیمه برخه یې د سیمې ګودامونو ته رسیدلې، ځکه هلته امنیتي حالات ډېر خراب دي.

له جګړې وړاندې به غزې ته هره ورځ د بشري مرستو بار له ۵۰۰ څخه ډېرې لارۍ غزې ته تللې.

ګوټرېش پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د غزې د خلکو د ژوند ژغورونکو مرستو په رسولو کې دې همغږي او ګډ اقدام وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ناڅرګندو وسلوالو یو بلوڅ خبریال په خپل کور کې په ډزو وژلی دی

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۱

د بلوڅو د یووالي کمېټه وايي، چې د عبدالطیف بلوڅ په نوم یو خبریال تېره شپه ناوخته د ناڅرګندو وسلوالو له‌خوا په خپل کور کې وژل شوی دی. د بلوڅو یووالي کمېټې د دې پېښې په غبرګون کې ویلي، د یاد خبریال وژنه د پاکستاني ادارو کار دی او دا یې د بیان د ازادۍ پر وړاندې یوه هڅه ګڼلې ده.

د بلوچستان د اواران ولسوالۍ په مشکي سیمه کې تېره شپه شاوخوا درې بجې عبدالطیف بلوڅ د خپلې کورنۍ د غړو مخې ته د وسله والو له لوري په ډزو ووژل شو.

پاکستاني خبریالانو د نوموړي پر وژل کېدو خواشیني ښودلي او وايي، نوموړی د ډیلي انتخاب ورځپاڼي او اجا نیوز خبریال و. خو یادو رسنیو تر اوسه د عبدالطیف بلوڅ د وژني په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د بلوڅ د وژلو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په ورته وخت کې د بلوڅو د یووالي کمېټې (بي‌وای‌سي) په یوې خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې چې د عبدالطیف بلوڅ په وژنه کې د پاکستاني حکومت لاس لري.

د بلوڅو یوالي کمېټه په اعلامیه کې راغلي:«عبدالطیف یوازې یو خبریال نه و، بلکې د جګړه ځپلي بلوچستان یو پیاوړی غږ و. هغه په داسې سیمه کې د بلوڅ ولس درد، مقاومت او د زړورتا اسناد ثبتول چیري چې رښتیا ویل د مرګ سزا لري. عبدالطیف بلوڅ د حقیقت ویلو له امله د حکومت له‌خوا په نښه شوی دی.»

د راپورونو له مخې، څه موده وړاندې د عبدالطیف بلوڅ د کورنۍ اووه غړي لومړی اختطاف شوي او بیا وژل شوي وو.

د بلوڅو یوالي کمېټه له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، رسنیو او د بیان ازادۍ ملاتړو بنسټونو څخه غوښتنه کړې، چې د بلوڅانو په وړاندې د روان بشري ضد جنایتونو په اړه چوپتیا ماته او بیړنۍ پاملرنه وکړي.

ایران له افغانستان سر پر ګډه پوله پیل کړی دېوال ۱۰۰ کیلومترو ته ورساوه

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۶:۴۹ GMT+۱

د ايران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستيز محمد باقري ویلي، د افغانستان او ايران تر منځ په خراسان رضوي ولايت کې پر ګډه پوله د ۱۰۰ کيلومتره دېوال جوړولو چارې بشپړې شوې. نوموړی وايي، دغه دېوال په نوې ټکنالوژۍ او ځیرکو برېښنايي وسايلو سنبال دی.

د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا د (غبرګولي دویمه) نېټه راپور ورکړی، چې محمد باقري له يادې پروژې څخه د لېدنې په موخه د ايران او افغانستان پولي ته نږدې سيمې ته تللی و. نوموړي زياته کړې، چې دا پروژه د دواړو هېوادونو د جغرافيایي ځانګړتياوو په پام کې نيولو سره پر مخ وړل کېږي.

محمد باقري همداراز څرګنده کړې، چې د پولي په اوږدو کې د ساتونکو برجونو او امنيتي پوستو جوړېدل هم د دغه پلان برخه ده.

نوموړی وايي، دا دېوال به د سيمې د تلپاتې امنيت په ټينګښت کې مهم رول ولوبوي او په اغېزمن ډول به د نشه‌‌يي او ځينو نورو ناقانونه توکو او د افغانانو د ناقانونه تګ راتګ مخه ونيسي.

که څه هم ايران او طالبان نږدې اړيکې لري، خو بيا هم ايران د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د نفوذ او د نشه‌يي توکو د قاچاق له امله اندېښمن دی.

له بلې خوا، له قانوني اسنادو پرته د افغان کډوالو دوامداره کډوالي هم د ايران له جدي اندېښنو شمېرل کېږي.

ایران: امریکا غواړي چې په خپل «شرارت» سره په سیمه کې یو بل افغانستان او ویتنام رامنځته کړي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۶:۳۱ GMT+۱

ایران وايي، چې امریکا یو ځل بیا د دغه هېواد پر وړاندې د سیمې د هېوادونو په هڅولو سره بې‌ځایه هڅې کوي او غواړي، چې په خپل «شرارت» سره په سیمه کې یو بل افغانستان او ویتنام رامنځته کړي.

د ایران پریس تلویزیون د راپور له مخې، د دغه هېواد لوی درستیز په یوه خپره کړې اعلامیه کې د امریکا ولسمشر ټرمپ هغه څرګندونې، چې د ایران په اړه یې د فارس خلیج عربي هېوادونو ته د خپل سفر پر مهال کړې وې، پاروونکې او بې بنسټه بللې دي.

همدا راز په اعلامیه کې ټرمپ ته د «درواغجن ولسمشر» د خطاب په کولو سره راغلي، چې هغه سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال د لویدیځې اسیا په سیمه کې ایران «تر ټولو ویجاړونکي ځواک» په توګه یاد کړی، چې دا نامناسبه خبره ده.

د ایران لوی درستیز ویلي: «سیمې ته د امریکا د ولسمشر سفر او اقدامات د ایران د ویرولو تر نامه لاندې له وروڼو هیوادونو څخه د ملیاردونو ډالرو د لوټلو لپاره ډیزاین شوي وو.»

هغه زیاته کړې: «امریکا یو ځل بیا غلط محاسبه کوي» او خبرداری یې ورکړ چې «هر ډول شرارت» به په ویتنام او افغانستان کې د واشنګټن د ویجاړونکو او خورا وژونکو پوځي شخړو په څېر پایلو لامل شي.

بلخوا د ایراني ځواکونو له‌خوا خپره شوې اعلامیه د سیمه ییزې سولې لپاره د دغه هېواد ژمنتیا ښکاره کوي او ټینګار کوي، چې د دوی پوځي نظریه دفاعي ده، چې د حاکمیت او ثبات په ساتلو کې ریښه لري.

اوکرایني چارواکي: روسیې پر کیف د بې پېلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۴:۴۱ GMT+۱

اوکرایني چارواکو خبر ورکړی، چې روسیې یو وار بیا پر کیف د بې پېلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې اته تنه ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې، د بریدونو له پیل سره سم په کیف ښار کې د هوايي بریدونو په اړه د خبرداري زنګونه هم غږول شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، چې د ژغورنې کارکونکي اغیزمنو سیمو ته لیږل شوي او د ټپیانو سره تر لومړنیو روغتیایي مرستو وروسته یې مرکزي روغتون ته استولي دي.

دا برید په داسې حال کې ترسره شوی، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جمعې په ورځ وویل، چې هیواد یې د اوکراین د کړکیچ د حل لپاره د تفاهم په یوې مسودې کار کوي.

د هغه په ​​وینا، پلان په پرمختللي پړاو کې دی او مسکو به د اوربند لپاره خپل وړاندیزونه کیف ته وړاندې کړي.

د چین، پاکستان او طالبانو اړېکې؛ هند ته یې سیاسي، اقتصادي او امنیتي سرخوږی جوړ کړی

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۴:۰۲ GMT+۱

د طالبانو، پاکستان او چین ترمنځ د وروستیو اقتصادي هوکړو تر څنګ د دغو هېوادونو تودې اړیکې په سوېلي اسیا کې د جیوپولیټیکي بدلونونو نښې راڅرګندوي. د ارګنایزر مجلې د مقالې پر بنسټ،‌ دغه درې اړخیزه مثلث هند سخت اندېښمن کړی دی.

د روانې مئ میاشتې په ۲۱مه، چين، پاکستان او طالبانو په بېجينګ کې د يوې ناستې پر مهال هوکړه وکړه، چې د چين-پاکستان اقتصادي دهليز دې تر افغانستان وغځول شي.

دا درې ‌اړخيزه پرېکړه د چين د «يو کمربند – يوه لاره» (BRI) نوښت برخه ده، چې موخه يې د سيمه‌ييزو هېوادونو ترمنځ د نښلېدنې پياوړتيا او اقتصادي همکاريو پراخول دي.

د دغې هوکړې له مخې افغانستان هم باید د سي پېک (CPEC) برخه شي.

د دې هوکړې پلويان دا اقدام د اقتصادي ودې او سيمه ‌ييز ثبات لپاره ګټور بولي، خو هند بيا دا يو ستراتيژيک ګواښ ګڼي، چې ښايي د دغه هېواد پر نفوذ او سيمه ‌ييز حاکميت ناوړه اغېزې وکړي.

د سي‌پيک CPEC پروژه څه ده؟

د چين-پاکستان اقتصادي دهليز (CPEC) يوه مهمه پروژه ده، چې د BRI د ستر نوښت برخه ده.

دغه پروژه د چين له سينکيانګ ولايت نه پیل کېږي او د پاکستان تر ګوادر بندر پورې رسېږي. د دغه دهليز په دننه کې د سړکونو، اورګاډو کرښو او د انرژۍ د نل ‌ليکو يوه پراخه شبکه جوړيږي، چې له لارې يې چين ته يو خوندي، چټک او اغېزناک سوداګريز او ټرانسپورټي مسير برابرېږي.

اوس چې افغانستان هم دې طرحې ته ورګډېږي، د دې هېواد زېربناوې او سرچينې به هم د يادې شبکې برخه شي.

دا پرمختګ کولای شي د افغانستان لپاره سيمه ‌ييزو بازارونو ته د لاسرسي نوي فرصتونه برابر کړي او د سوداګرۍ دروازې پرانېزي.

د هند اندېښنې

هند له پيله د CPEC له پروژې سره مخالفت کړی، ځکه چې دغه پروژه د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمير له سيمې تېريږي، چې نوی ډیلی یې خپله خاوره ګڼي.

د دې پروژې افغانستان ته پراخېدل د هند اندېښنې نورې هم زياتې کړي، ځکه نوي مسيرونه ښايي د پاکستان له‌خوا د لانجمنو سيمو مشروعيت وبولي.

نوی پرمختګ داسې تعبيرېدلای شي، چې د اوسني دهليز لپاره يو ډول قانوني بڼه پيدا کوي، چې دا کار د هند لپاره د حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ښکاره نقض ګڼل کېږي.

هند دا وېره هم لري، چې دغه اقدام به د نورو لانجمنو سيمو لپاره هم يوه بېلګه شي.

سټراټېژیکې پايلې

د ارګنایزر مجلې په باور د سي پېک (CPEC) پراخېدل افغانستان ته، د هند لپاره سټراټېژیکې پايلې لري.

د مقالې په باور که له يوې خوا دا کار کولای شي د چين نفوذ په سوېلي اسيا کې زيات کړي او له بل لوري هند له هغو پروژو او زېربنايي اتحادونو سره مخامخ کړي چې د چين تر اغېز لاندې دي.

دا سټراټېژي چې «د مرواريدو لړۍ» په نوم ياديږي، کولای شي د هند سټراټېژیکې خپلواکۍ ته زيان ورسوي او د دغه هېواد سيمه ‌ييزو موخو ته خنډ وګرځي.

مقاله کاږي، بلخوا د افغانستان ورګډېدل د سيمې د ځواک توازن هم بدلولای شي.

چين به د افغانستان او پاکستان له لارې په سيمه ‌ييزو چارو کې لا ډېر نفوذ ومومي او دا موضوع کېدای شي د هند ونډه او اغېزه په مهمو سيمه ‌ييزو پرېکړو کې کمه کړي.

دا بدلون به د هند د امنيت، سوداګرۍ او بهرنيو اړيکو پر تګلارو هم تاثیرات ولري.

اقتصادي او امنيتي اندېښنې

سربېره پر سياسي او ستراتيژيکو اغېزو، دې پروژه اقتصادي او امنيتي اندېښنې هم زېږولي دي.

هند اندېښنه لري، چې د چين پانګونه به په افغانستان کې زياته شي او دا کار به د نوي ډیلي سوداګريزې او د پانګوالۍ ګټې له خطر سره مخ کړي.

د چين، پاکستان او افغانستان ترمنځ نږېدوالی کېدای شي د هند لوېدیځو پولو ته څېرمه د خلکو او توکو د تګ راتګ ډېریدو ته هم اسانتیاوې برابرې کړي، چې نوی ډیلي اندېښنه لري ښايي دغو پولو کې یې امنیتي ننګوونې بیا ډېرې شي.

د هند ممکنه غبرګون

د ارګنایز مقاله کې ویل شوي، په داسې شرايطو کې نوي ډیلي ښايي اړ شي چې خپلې سيمه ‌ييزې سټراټېژۍ بيا و ارزوي.

له اټکل کیدونکو غبرګونونو څخه يو دا دی، چې هند به له خپلو ګاونډيو سره ډيپلوماټيکې اړيکې پياوړې کړي، څو د چين د نفوذ مخه ونيسي.

همدا راز، هند کولاى شي پر بديلو پروژو لکه د شمال–جنوب نړيوال ټرانسپورټي دهليز (INSTC) باندې تمرکز زيات کړي، څو خپلې سوداګريزې لارې پراخې کړي او له هغو سيمو ځان خلاص کړي چې چين پرې اغېز لري.

مقاله کاږي، له امنيتي اړخه، د پولې څارنه، استخباراتي همغږي او د ترهګرۍ ضد تدابیر زياتول، له هغو ګامونو څخه دي، چې هند يې اخيستلای شي.

همداراز د څو اړخيزو نړيوالو سازمانونو او متحدو هېوادونو سره د همکارۍ پراخول، کولی شي د هند سيمه ‌ييز رول پياوړی کړي.

د مقالې پای کې راغلي، له افغانستان نه د چين-پاکستان د اقتصادي دهليز پراخېدل د سوېلي اسيا جيوپوليټيکي فضا ته نوی بدلون ورکوي.

دا پروژه، که څه هم د پرمختګ او همکارۍ يو فرصت ګڼل کېږي، خو د هند لپاره یې ګڼې سياسي، اقتصادي او امنيتي ننګونې راولاړې کړې دي.

ویل شوي، چې نوی ډيلی باید په ځیرکۍ او سړو مغزو يوه هر اړخيزه تګلاره غوره کړي، څو خپلې ګټې خوندي وساتي او د سيمې ثبات ته دوام ورکړي.