• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګوترېش: په ۲۰۲۴ کې ۳۶ زره ملکي وګړي وژل شوي؛ د ملکي وګرو ساتنې ته باید لومړیتوب ورکړل شي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۶:۴۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه یې اندېښنه ښودلې او وایي، ملکي خلک چې ماشومان هم پکې شامل دي لا هم د وسلوالو شخړو دروند بار تحملوي. هغه زیاته وي: «په ۲۰۲۴ کال کې، د ۱۴ شخړو په ترڅ کې له ۳۶ زرو زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.

هغه وایي: «جګړه اصول لري چې هر څوک یې باید درناوی وکړي. د ملکي وګرو ساتنې ته باید لومړیتوب ورکړل شي. هغوی هدف نه دي.»

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

په برېتانیا کې څلور کسان د داعش د ملاتړ په تور په بند محکوم شول

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۶:۴۶ GMT+۱

د برېتانیا یوې محکمې څلور کسان په سایبر سپیس کې د اعلانونو خپرولو او داعش ته د مالي ملاتړ په تور په بند محکوم کړل. محمد حماد په څلور کاله، ازاد ولي سعید په دولس کاله، احمد محمد په اووه کاله او عمر حسین احمدي په پنځه کاله او اووه میاشتې بند محکوم شول.

د "محمد حماد" په نوم یو تن تورن تېره اونۍ په محکمه کې اعتراف وکړ، چې په واټس اپ کې یې د ترهګریزو تبلیغاتو د خپرولو په تړاو دوه جرمونه کړي دي.

حماد د تېر کال په مارچ میاشت کې په لیورپول کې د استخباراتي مارموینو له خوا نیول شوی و.

دا ۳۰ کلن سړی د شنبې په ورځ د غبرګولي په دریېمه نېټه په څلور کاله بند محکوم شو.

دوېم تورن ازاد ولي سعید ۳۰ کاله عمر لري او په برمنګهم کې ژوند کوي.

ښاغلی سعید د ترهګرۍ په ملاتړ د موادو د خپرولو او د ترهګرو په مالي فعالیتونو کې د ګډون په تور په ۱۲ کاله بند محکوم شو.

۳۳ کلن احمد محمد د ترهګرۍ د تمویل په جرم په اوه کاله بند محکوم شو.

۲۴ کلن عمر حسین احمدي هم د ورته تورونو له کبله په پنځه کاله او اوه میاشتې بند محکوم شوی دی.

په واټس اپ ګروپ کې تبادله شوي پیغامونه ښيي چې دغو کسانو په ښکاره د داعش ډلې ملاتړ کاوه.

د وېسټ میډلینډز د ترهګرۍ ضد څانګې څخه اني میلر وویل: "دا په بشپړه توګه روښانه ده چې دا ټول سړي د داعش په ملاتړ کې ښکیل وو. دا چټ ګروپ په برېتانیا کې د تبلیغاتو د خپرولو او فنډ راټولولو لپاره کارول کېده او د داعش فعالیتونو ملاتړ لپاره یې لېږل."

ملګري ملتونه: فلسطینیان له لوږې سره مخ دي او د غزې جګړه "یو ظالمانه پړاو" ته داخله شوې ده

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۵:۳۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انټونیو ګوترېش ویلي چې د اسراییلي بریدونو د زیاتوالي او اوږدمهاله محاصرې له امله د غزې اوسېدونکي د قحطۍ تر څنډې رسېدلي او دا سیمه اوس د دې «ظالمې جګړې تر ټولو بد پړاو» ته داخله شوې ده.

ګوترېش د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: «نږدې ۸۰ ورځې کیږي،، چې اسراییل د ژوند ژغورونکو نړیوالو بشري مرستو مخه نیولې ده. د غزې ټول وګړي د لوږې له ګواښ سره مخ دي.»

سره له دې چې، اسراییل په دې وروستیو کې د مرستو بار ځینو لاریو ته اجازه ورکړې، خو ګوترېش دا مرستې ډېري کمي بللي دي. هغه زیاته کړې: «تر دې دمه چې هر څه ته اجازه ورکړل شوې، دا یوازې د مرستې یوه کاشوغه ده، حال داچې یوه سېلاب ته اړتیا ده.»

نوموړي ویلي، چې په غزه کې د اسراییل نظامي عملیاتو له امله مرګ‌ژوبله او ویجاړی زیات شوی او د مرستندویو بنسټونو لپاره لاسرسی لا هم همداراز خطرناک او ګډوډ پاتې دی. «د غزې ۸۰ سلنه خاوره یا خو د اسراییلو له‌خوا پوځي سیمه اعلان شوې، یا د تخلیې تر امر لاندې ده.»

ګوترېش وايي، که مرستې ژر، دوامداره، خوندي او اعتبار لرونکې نه وي، نور خلک به هم ومري او دا به ډېرې ناوړه او ژورې پالې ولري.

پر همدغه مهال اسراییل ادعا کوي، چې د دوشنبې راهیسي د «کرم ابو سالم» بندر له لارې نږدې ۳۰۰ لارۍ غزې ته داخل شوي دي، خو ملګرو ملتونو ویلي، چې د لاریو یوازې درېیمه برخه یې د سیمې ګودامونو ته رسیدلې، ځکه هلته امنیتي حالات ډېر خراب دي.

له جګړې وړاندې به غزې ته هره ورځ د بشري مرستو بار له ۵۰۰ څخه ډېرې لارۍ غزې ته تللې.

ګوټرېش پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د غزې د خلکو د ژوند ژغورونکو مرستو په رسولو کې دې همغږي او ګډ اقدام وکړي.

ناڅرګندو وسلوالو یو بلوڅ خبریال په خپل کور کې په ډزو وژلی دی

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۱

د بلوڅو د یووالي کمېټه وايي، چې د عبدالطیف بلوڅ په نوم یو خبریال تېره شپه ناوخته د ناڅرګندو وسلوالو له‌خوا په خپل کور کې وژل شوی دی. د بلوڅو یووالي کمېټې د دې پېښې په غبرګون کې ویلي، د یاد خبریال وژنه د پاکستاني ادارو کار دی او دا یې د بیان د ازادۍ پر وړاندې یوه هڅه ګڼلې ده.

د بلوچستان د اواران ولسوالۍ په مشکي سیمه کې تېره شپه شاوخوا درې بجې عبدالطیف بلوڅ د خپلې کورنۍ د غړو مخې ته د وسله والو له لوري په ډزو ووژل شو.

پاکستاني خبریالانو د نوموړي پر وژل کېدو خواشیني ښودلي او وايي، نوموړی د ډیلي انتخاب ورځپاڼي او اجا نیوز خبریال و. خو یادو رسنیو تر اوسه د عبدالطیف بلوڅ د وژني په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د بلوڅ د وژلو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په ورته وخت کې د بلوڅو د یووالي کمېټې (بي‌وای‌سي) په یوې خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې چې د عبدالطیف بلوڅ په وژنه کې د پاکستاني حکومت لاس لري.

د بلوڅو یوالي کمېټه په اعلامیه کې راغلي:«عبدالطیف یوازې یو خبریال نه و، بلکې د جګړه ځپلي بلوچستان یو پیاوړی غږ و. هغه په داسې سیمه کې د بلوڅ ولس درد، مقاومت او د زړورتا اسناد ثبتول چیري چې رښتیا ویل د مرګ سزا لري. عبدالطیف بلوڅ د حقیقت ویلو له امله د حکومت له‌خوا په نښه شوی دی.»

د راپورونو له مخې، څه موده وړاندې د عبدالطیف بلوڅ د کورنۍ اووه غړي لومړی اختطاف شوي او بیا وژل شوي وو.

د بلوڅو یوالي کمېټه له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، رسنیو او د بیان ازادۍ ملاتړو بنسټونو څخه غوښتنه کړې، چې د بلوڅانو په وړاندې د روان بشري ضد جنایتونو په اړه چوپتیا ماته او بیړنۍ پاملرنه وکړي.

لوګر کې په څلورو جلا ټرافیکي پېښو کې درې تنه مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۹:۱۹ GMT+۱

د لوګر لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز، التمور سیمې، جمعه کلا او محمد اغې ولسوالۍ کې د څلورو جلا ټرافیکي پیښو له امله درې کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې، طالب ویاند زیاته کړې، چې په ټپیانو کې د اوو تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

د دې پېښو لاملونه د موټر چلوونکو بې احتیاطي، زیات سرعت او د ټرافیکي قوانینو نه مراعاتول بلل شوي دي.

د یادولو وړ ده، چې له تېرو څه باندې درې نیمو کلونو راهیسې په افغانستان کې ټرافیکي پېښې په بېسارې توګه او تر بل هر وخته ډېرې شوې، چې له امله یې زرګونه کسان مړه او ټپيان شوي دي.

ایران له افغانستان سر پر ګډه پوله پیل کړی دېوال ۱۰۰ کیلومترو ته ورساوه

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۶:۴۹ GMT+۱

د ايران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستيز محمد باقري ویلي، د افغانستان او ايران تر منځ په خراسان رضوي ولايت کې پر ګډه پوله د ۱۰۰ کيلومتره دېوال جوړولو چارې بشپړې شوې. نوموړی وايي، دغه دېوال په نوې ټکنالوژۍ او ځیرکو برېښنايي وسايلو سنبال دی.

د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا د (غبرګولي دویمه) نېټه راپور ورکړی، چې محمد باقري له يادې پروژې څخه د لېدنې په موخه د ايران او افغانستان پولي ته نږدې سيمې ته تللی و. نوموړي زياته کړې، چې دا پروژه د دواړو هېوادونو د جغرافيایي ځانګړتياوو په پام کې نيولو سره پر مخ وړل کېږي.

محمد باقري همداراز څرګنده کړې، چې د پولي په اوږدو کې د ساتونکو برجونو او امنيتي پوستو جوړېدل هم د دغه پلان برخه ده.

نوموړی وايي، دا دېوال به د سيمې د تلپاتې امنيت په ټينګښت کې مهم رول ولوبوي او په اغېزمن ډول به د نشه‌‌يي او ځينو نورو ناقانونه توکو او د افغانانو د ناقانونه تګ راتګ مخه ونيسي.

که څه هم ايران او طالبان نږدې اړيکې لري، خو بيا هم ايران د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د نفوذ او د نشه‌يي توکو د قاچاق له امله اندېښمن دی.

له بلې خوا، له قانوني اسنادو پرته د افغان کډوالو دوامداره کډوالي هم د ايران له جدي اندېښنو شمېرل کېږي.