• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له ټایلنډ نه غوښتي، چې په افغانستان کې خپلې ځنډول شوې چاپیریالي پروژې بیا پیل کړي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۹:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مولوي مطیع‌الحق خالص په روسیه کې د ټایلنډ د پارلمان له یو شمېر غړو او سناتورانو سره کتلي او په افغانستان کې یې د دغه هېواد له‌خوا د تمویل کېدونکو ځنډول شویو چاپیریالي پروژو د بیا پیل غوښتنه کړې.

د طالبانو چاپيریال ساتنې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دواړو لوریو پر ګډو همکاریو، د اقلیمي بدلون، سیمه‌ ییزو او نړیوالو ناستو او په افغانستان کې د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو پر وضعیت خبرې کړې.

‏په خبرپاڼه کې راغلي: «په دې کتنه کې ټایلنډي سناتورانو وویل، چې هېواد یې د سیمې په کچه د چاپېریالي ستونزو د حل ترڅنګ له اقلیمي بدلون سره د مبارزې برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.»

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

لوګر کې په څلورو جلا ټرافیکي پېښو کې درې تنه مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۹:۱۹ GMT+۱

د لوګر لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز، التمور سیمې، جمعه کلا او محمد اغې ولسوالۍ کې د څلورو جلا ټرافیکي پیښو له امله درې کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې، طالب ویاند زیاته کړې، چې په ټپیانو کې د اوو تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

د دې پېښو لاملونه د موټر چلوونکو بې احتیاطي، زیات سرعت او د ټرافیکي قوانینو نه مراعاتول بلل شوي دي.

د یادولو وړ ده، چې له تېرو څه باندې درې نیمو کلونو راهیسې په افغانستان کې ټرافیکي پېښې په بېسارې توګه او تر بل هر وخته ډېرې شوې، چې له امله یې زرګونه کسان مړه او ټپيان شوي دي.

د سالنګ لارې رغول؛ طالبانو بیا دغه لاره د لویو مساپر وړونکو موټرو پر مخ وتړله

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۷:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګ لویې لارې د پاتې برخې د رغېدو په موخه یې د دې لارې اصلي مسیر د لویو مساپر وړونکو موټرو پرمخ بیا وتاړه. د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، په دغو مساپر وړونکو موټرو کې «۳۰۳،۴۰۴ او ۵۸۰» ډوله بسونه شامل دي.

نوموړي له موټر چلوونکو غوښتي، چې د کاري پلان تر بشپړیدو پورې دې حوصله وکړي، خو دا یې نه دي ویلي چې څومره موده کې به یې چارې بشپړې شي.

هغه همدا راز زیاته کړې، چې بار وړونکو موټرو ته د سالنګ پر اصلي مسیر په نوبتي توګه هره یو شپه وروسته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي.

د طالبانو د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د دغې لویې لارې ځینې برخه په اساسي توګه تېر کال کانکرېټ شوې دي.

د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د ډسمبر په ۲۰مه نېټه د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سالنګونو تونل مخې ته یوې غونډې ته ویلي وو، چې د سړک او تونل د اساسي رغیدو چارې یې بشپړې کړې دي، خو دغه ژمنې اوس دروغجنې ثابتې شوې.

هغه مهال هم نیوکې وشوې، چې یوازې د سالنګ تونل رنګ شوی، سړک یې بې کېفیته قیر شوی و، چې بېرته د واورو پر مهال له منځه ولاړ او لا هم چلوونکي پر دغه لاره له سختو ستونزو سره مخ دي.

په تېرو کلونو کې هم د یاد سړک د اساسي جوړیدو له امله پر دغه لاره تګ راتګ کوونکي مساپر او لویې بار وړونکې موټرې له جدي ستونزو سره مخ وې.

نیوکې کېږي، چې طالبان یوازې په تبلیغاتي توګه د سالنګونو او نورو ورته پروژو د بشپړیدو خبرونه ورکړي، خو په بسنټیزه توګه یې د رغولو په برخه کې د پام وړ اقدامات نه دي کړي.

د نصر الله محمدي په نوم د خواله رسنیو یوه کاروونکي د طالبانو ټولګټو وزارت ته لیکلي: «تبلیغات مو زیات دي، خو کارونه مو بې کېفیته او ځنډولي دي.»

د صادق جان په نوم یو بل تن بیا لیکلي: «تېره کال مو هم لاره بنده کړې وه، خو هېڅ مو ونه کړل.»

خلکو نیوکې کړي، چې په سالنګونو کې د سړک رغیدو لپاره په کافي توګه کاریګر موجود نه وي او په خورا کم رنګه ډول د رغیدو چارې ترسره کېږي.

د پاکستان حکومت ۲۸۷ افغانان تر زنداني کېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۶:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان حکومت د دغه هیواد په بېلابېلو ښارونو کې۲۸۷ افغان کډوال تر زنداني کېدو وروسته د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه کړي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو افغانانو سربېره پر دې، چې قانوني اسناد یې هم لرل له یوې تر لسو ورځو پورې د پاکستان په زندانونو کې بندیان او بیا افغانستان ته اېستل شوي دي.

د معلوماتو له مخې؛ دغه افغانان د (غبرګولي په ۱ – ۲ مه) نیټو د ننګرهار ولایت تورخم او د کندهار ولایت سپین بولدک له لارو ستانه کړل شوي دي.

له څه مودې راهیسې د پاکستان حکومت له دغه هېواد څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د لړۍ دویم پړاو پیل کړی او هره ورځ په سلګونو افغان کډوال تر نیولو وروسته افغانستان ته په جبري ډول ستنوي.

بلخوا طالبانو په ځلونو د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې په زور د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ودروي، او دا یې د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.

همدا راز د د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د کډوالو د ملاتړو یو شمېر سازمانونو له پاکستانه غوښتي، چې په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر ودروي؛ خو اسلام اباد دا ځل پر دې غوښتنو خپل غوږونه کاڼه کړي دي.

ایران له افغانستان سر پر ګډه پوله پیل کړی دېوال ۱۰۰ کیلومترو ته ورساوه

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۶:۴۹ GMT+۱

د ايران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستيز محمد باقري ویلي، د افغانستان او ايران تر منځ په خراسان رضوي ولايت کې پر ګډه پوله د ۱۰۰ کيلومتره دېوال جوړولو چارې بشپړې شوې. نوموړی وايي، دغه دېوال په نوې ټکنالوژۍ او ځیرکو برېښنايي وسايلو سنبال دی.

د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا د (غبرګولي دویمه) نېټه راپور ورکړی، چې محمد باقري له يادې پروژې څخه د لېدنې په موخه د ايران او افغانستان پولي ته نږدې سيمې ته تللی و. نوموړي زياته کړې، چې دا پروژه د دواړو هېوادونو د جغرافيایي ځانګړتياوو په پام کې نيولو سره پر مخ وړل کېږي.

محمد باقري همداراز څرګنده کړې، چې د پولي په اوږدو کې د ساتونکو برجونو او امنيتي پوستو جوړېدل هم د دغه پلان برخه ده.

نوموړی وايي، دا دېوال به د سيمې د تلپاتې امنيت په ټينګښت کې مهم رول ولوبوي او په اغېزمن ډول به د نشه‌‌يي او ځينو نورو ناقانونه توکو او د افغانانو د ناقانونه تګ راتګ مخه ونيسي.

که څه هم ايران او طالبان نږدې اړيکې لري، خو بيا هم ايران د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د نفوذ او د نشه‌يي توکو د قاچاق له امله اندېښمن دی.

له بلې خوا، له قانوني اسنادو پرته د افغان کډوالو دوامداره کډوالي هم د ايران له جدي اندېښنو شمېرل کېږي.

ایران: امریکا غواړي چې په خپل «شرارت» سره په سیمه کې یو بل افغانستان او ویتنام رامنځته کړي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۶:۳۱ GMT+۱

ایران وايي، چې امریکا یو ځل بیا د دغه هېواد پر وړاندې د سیمې د هېوادونو په هڅولو سره بې‌ځایه هڅې کوي او غواړي، چې په خپل «شرارت» سره په سیمه کې یو بل افغانستان او ویتنام رامنځته کړي.

د ایران پریس تلویزیون د راپور له مخې، د دغه هېواد لوی درستیز په یوه خپره کړې اعلامیه کې د امریکا ولسمشر ټرمپ هغه څرګندونې، چې د ایران په اړه یې د فارس خلیج عربي هېوادونو ته د خپل سفر پر مهال کړې وې، پاروونکې او بې بنسټه بللې دي.

همدا راز په اعلامیه کې ټرمپ ته د «درواغجن ولسمشر» د خطاب په کولو سره راغلي، چې هغه سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال د لویدیځې اسیا په سیمه کې ایران «تر ټولو ویجاړونکي ځواک» په توګه یاد کړی، چې دا نامناسبه خبره ده.

د ایران لوی درستیز ویلي: «سیمې ته د امریکا د ولسمشر سفر او اقدامات د ایران د ویرولو تر نامه لاندې له وروڼو هیوادونو څخه د ملیاردونو ډالرو د لوټلو لپاره ډیزاین شوي وو.»

هغه زیاته کړې: «امریکا یو ځل بیا غلط محاسبه کوي» او خبرداری یې ورکړ چې «هر ډول شرارت» به په ویتنام او افغانستان کې د واشنګټن د ویجاړونکو او خورا وژونکو پوځي شخړو په څېر پایلو لامل شي.

بلخوا د ایراني ځواکونو له‌خوا خپره شوې اعلامیه د سیمه ییزې سولې لپاره د دغه هېواد ژمنتیا ښکاره کوي او ټینګار کوي، چې د دوی پوځي نظریه دفاعي ده، چې د حاکمیت او ثبات په ساتلو کې ریښه لري.