• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سالنګ لارې رغول؛ طالبانو بیا دغه لاره د لویو مساپر وړونکو موټرو پر مخ وتړله

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۷:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګ لویې لارې د پاتې برخې د رغېدو په موخه یې د دې لارې اصلي مسیر د لویو مساپر وړونکو موټرو پرمخ بیا وتاړه. د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، په دغو مساپر وړونکو موټرو کې «۳۰۳،۴۰۴ او ۵۸۰» ډوله بسونه شامل دي.

نوموړي له موټر چلوونکو غوښتي، چې د کاري پلان تر بشپړیدو پورې دې حوصله وکړي، خو دا یې نه دي ویلي چې څومره موده کې به یې چارې بشپړې شي.

هغه همدا راز زیاته کړې، چې بار وړونکو موټرو ته د سالنګ پر اصلي مسیر په نوبتي توګه هره یو شپه وروسته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي.

د طالبانو د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د دغې لویې لارې ځینې برخه په اساسي توګه تېر کال کانکرېټ شوې دي.

د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د ډسمبر په ۲۰مه نېټه د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سالنګونو تونل مخې ته یوې غونډې ته ویلي وو، چې د سړک او تونل د اساسي رغیدو چارې یې بشپړې کړې دي، خو دغه ژمنې اوس دروغجنې ثابتې شوې.

هغه مهال هم نیوکې وشوې، چې یوازې د سالنګ تونل رنګ شوی، سړک یې بې کېفیته قیر شوی و، چې بېرته د واورو پر مهال له منځه ولاړ او لا هم چلوونکي پر دغه لاره له سختو ستونزو سره مخ دي.

په تېرو کلونو کې هم د یاد سړک د اساسي جوړیدو له امله پر دغه لاره تګ راتګ کوونکي مساپر او لویې بار وړونکې موټرې له جدي ستونزو سره مخ وې.

نیوکې کېږي، چې طالبان یوازې په تبلیغاتي توګه د سالنګونو او نورو ورته پروژو د بشپړیدو خبرونه ورکړي، خو په بسنټیزه توګه یې د رغولو په برخه کې د پام وړ اقدامات نه دي کړي.

د نصر الله محمدي په نوم د خواله رسنیو یوه کاروونکي د طالبانو ټولګټو وزارت ته لیکلي: «تبلیغات مو زیات دي، خو کارونه مو بې کېفیته او ځنډولي دي.»

د صادق جان په نوم یو بل تن بیا لیکلي: «تېره کال مو هم لاره بنده کړې وه، خو هېڅ مو ونه کړل.»

خلکو نیوکې کړي، چې په سالنګونو کې د سړک رغیدو لپاره په کافي توګه کاریګر موجود نه وي او په خورا کم رنګه ډول د رغیدو چارې ترسره کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان حکومت ۲۸۷ افغانان تر زنداني کېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۶:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان حکومت د دغه هیواد په بېلابېلو ښارونو کې۲۸۷ افغان کډوال تر زنداني کېدو وروسته د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه کړي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو افغانانو سربېره پر دې، چې قانوني اسناد یې هم لرل له یوې تر لسو ورځو پورې د پاکستان په زندانونو کې بندیان او بیا افغانستان ته اېستل شوي دي.

د معلوماتو له مخې؛ دغه افغانان د (غبرګولي په ۱ – ۲ مه) نیټو د ننګرهار ولایت تورخم او د کندهار ولایت سپین بولدک له لارو ستانه کړل شوي دي.

له څه مودې راهیسې د پاکستان حکومت له دغه هېواد څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د لړۍ دویم پړاو پیل کړی او هره ورځ په سلګونو افغان کډوال تر نیولو وروسته افغانستان ته په جبري ډول ستنوي.

بلخوا طالبانو په ځلونو د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې په زور د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ودروي، او دا یې د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.

همدا راز د د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د کډوالو د ملاتړو یو شمېر سازمانونو له پاکستانه غوښتي، چې په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر ودروي؛ خو اسلام اباد دا ځل پر دې غوښتنو خپل غوږونه کاڼه کړي دي.

ایران له افغانستان سر پر ګډه پوله پیل کړی دېوال ۱۰۰ کیلومترو ته ورساوه

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۶:۴۹ GMT+۱

د ايران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستيز محمد باقري ویلي، د افغانستان او ايران تر منځ په خراسان رضوي ولايت کې پر ګډه پوله د ۱۰۰ کيلومتره دېوال جوړولو چارې بشپړې شوې. نوموړی وايي، دغه دېوال په نوې ټکنالوژۍ او ځیرکو برېښنايي وسايلو سنبال دی.

د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا د (غبرګولي دویمه) نېټه راپور ورکړی، چې محمد باقري له يادې پروژې څخه د لېدنې په موخه د ايران او افغانستان پولي ته نږدې سيمې ته تللی و. نوموړي زياته کړې، چې دا پروژه د دواړو هېوادونو د جغرافيایي ځانګړتياوو په پام کې نيولو سره پر مخ وړل کېږي.

محمد باقري همداراز څرګنده کړې، چې د پولي په اوږدو کې د ساتونکو برجونو او امنيتي پوستو جوړېدل هم د دغه پلان برخه ده.

نوموړی وايي، دا دېوال به د سيمې د تلپاتې امنيت په ټينګښت کې مهم رول ولوبوي او په اغېزمن ډول به د نشه‌‌يي او ځينو نورو ناقانونه توکو او د افغانانو د ناقانونه تګ راتګ مخه ونيسي.

که څه هم ايران او طالبان نږدې اړيکې لري، خو بيا هم ايران د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د نفوذ او د نشه‌يي توکو د قاچاق له امله اندېښمن دی.

له بلې خوا، له قانوني اسنادو پرته د افغان کډوالو دوامداره کډوالي هم د ايران له جدي اندېښنو شمېرل کېږي.

ایران: امریکا غواړي چې په خپل «شرارت» سره په سیمه کې یو بل افغانستان او ویتنام رامنځته کړي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۶:۳۱ GMT+۱

ایران وايي، چې امریکا یو ځل بیا د دغه هېواد پر وړاندې د سیمې د هېوادونو په هڅولو سره بې‌ځایه هڅې کوي او غواړي، چې په خپل «شرارت» سره په سیمه کې یو بل افغانستان او ویتنام رامنځته کړي.

د ایران پریس تلویزیون د راپور له مخې، د دغه هېواد لوی درستیز په یوه خپره کړې اعلامیه کې د امریکا ولسمشر ټرمپ هغه څرګندونې، چې د ایران په اړه یې د فارس خلیج عربي هېوادونو ته د خپل سفر پر مهال کړې وې، پاروونکې او بې بنسټه بللې دي.

همدا راز په اعلامیه کې ټرمپ ته د «درواغجن ولسمشر» د خطاب په کولو سره راغلي، چې هغه سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال د لویدیځې اسیا په سیمه کې ایران «تر ټولو ویجاړونکي ځواک» په توګه یاد کړی، چې دا نامناسبه خبره ده.

د ایران لوی درستیز ویلي: «سیمې ته د امریکا د ولسمشر سفر او اقدامات د ایران د ویرولو تر نامه لاندې له وروڼو هیوادونو څخه د ملیاردونو ډالرو د لوټلو لپاره ډیزاین شوي وو.»

هغه زیاته کړې: «امریکا یو ځل بیا غلط محاسبه کوي» او خبرداری یې ورکړ چې «هر ډول شرارت» به په ویتنام او افغانستان کې د واشنګټن د ویجاړونکو او خورا وژونکو پوځي شخړو په څېر پایلو لامل شي.

بلخوا د ایراني ځواکونو له‌خوا خپره شوې اعلامیه د سیمه ییزې سولې لپاره د دغه هېواد ژمنتیا ښکاره کوي او ټینګار کوي، چې د دوی پوځي نظریه دفاعي ده، چې د حاکمیت او ثبات په ساتلو کې ریښه لري.

لس پاکستاني کارکوونکي افغانانو ته د ناقانونه سفر برابرېدو په تور محاکمه کیږي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۵:۱۲ GMT+۱

د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې (ایف ای اې) خپل لس کارکوونکي له دې امله تر قانوني څار لاندې نیولي، چې ګواکې دوی «۴۱ افغان وګړو» ته د جعلي پاکستاني پاسپورټونو په وسیله سعودي عربستان ته د ناقانونه سفر زمينه برابره کړې ده.

د پاکستان ډان ورځپانې د راپور له مخې، دغه پلټنې هغه مهال پيل شوې، چې د فدرالي څېړنو ادارې راپور ترلاسه کړی، چې د خان اغا په نوم یو افغان وګړی د ۲۰۴کال د مئ په میاشت کې د یاد هېواد د سیالکوټ له هوایي ډګره سعودي ته پر پاکستاني پاسپورټ تللی او بېرته نه دی راستون شوی.

د دې پېښې تر پلټنو وروسته د FIA څېړنيزې ډلې دا هم څرګنده کړه، چې د همدې مودې په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۱ افغانان د سيالکوت له هوايي ډګره سعودي ته تللي او داسې باور کېږي چې دا کار هلته د فدرالي څېړنو ادارې FIA مامورینو په مرسته شوی دی.

یادې پاکستانۍ ادارې د دغو ۴۱ افغانانو معلومات د دې هېواد د ملي ثبت ادارې (نادرا) څخه وغوښتل.

نادرا په ډاګه کړه، چې دوی هېڅ ډول قانوني ثبت نه لري او ورسره د پاسپورټ ادارې تر څنګ د کډوالۍ څانګې هم دغه معلومات تایید کړل، چې د دغو پاسپورټونو هېڅ ډول ثبت ورسره نشته.

د راپور له مخې،‌ د دغو افغانانو جعلي پاکستاني پاسپورټونو د محافظت ثبت سکن شوې شمېرې هم لرلې، خو وروسته معلومه شوه چې جعلي وې.

ډان ورځپانې د یوې باخبره سرچینې له قوله لیکلي: «څنګه ممکنه ده چې د څېړنې ټيم لوړپوړي افسران له دې موضوع ځانونه خلاص کړي، حال دا چې يو کارکوونکی هم نه شي کولی د خپل مشر له اجازې پرته يو شکمن مساپر بهر ته پرېږدي؟ که رشوت هم اخيستل شوی وي، دا کار به د لوړو چارواکو له همکارۍ پرته نه وي شوی».

سرچینې زياته کړه: «مرستيال مدير نظارتي واک لري او بشري قاچاق د هغه له همکارۍ پرته له لاندې مامورينو سره نه شي ترسره کېدای. ښکاري چې د څېړنې ډلې د لوړ پوړي افسر د ژغورلو هڅه کړې او ټيټ رتبه کارکوونکي يې قرباني کړي دي».

ټول تورن کسان د پاکستان د جزا قانون، د ۱۹۷۹ کډوالۍ فرمان، د ۱۹۴۶ بهرنيو وګړو قانون، د ۱۹۷۴ پاسپورټ قانون او د ۱۹۴۷ د فساد د مخنيوي قانون له مخې محاکمه کېږي.

تر دې دمخه هم پاکستانۍ رسنیو راپورونه خپاره کړي وو، چې ګوندې تر ۱۲زرو ډېر افغانان په جعلي پاکستاني پاسپورټونو سعودي عربستان ته تللي دي.

له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي یو میلیون کډوال له اقتصادي ناورین سره مخ دي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۴:۰۸ GMT+۱

په اسیا کې د کډوالو لپاره د ستونزو د حل اداره او د دوی همکار غړي په مرسته کوونکو هیوادونو غږ کوي، چې که له پاکستان څخه په جبري ډول د ستنو شویو یو میلیون افغان کډوالو لاسنیوی ونه شي، نو دغه ستانه شوي کډوال به له ستر اقتصادي ناورین سره مخ شي.

د ریلف ویبپاڼې د راپور له مخې، له هغه وخته چې پاکستان په جبري ډول د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ پیل کړې، نږدې یو میلیون کډوال افغانستان ته ستانه شوي، چې دوی د اقتصادي ناورین، پراخې بې وزلۍ او خوندیتوب ننګونو لا له پخوا ځپلي وو.

په راپور کې ټینګار شوی، چې مرسته کوونکي هیوادونه باید د افغان کډوالو لاسنیوی وکړي، ځکه افغانستان لا له وړاندې وچکالۍ ځپلی او اقتصادي حالت یې کمزوری دی.

راپور زیاتوي، چې ستانه شوي کډوال د بې وزلۍ تر څنګ له سختې بې روزګارۍ سره مخ او دوی ته باید کاري فرصتونه برابر شي.

اسیا کې د کډوالو لپاره د ستونزو د حل اداره او غړي یې په بسپنه ورکوونکو هیوادونو، ملي چارواکو او پراختیایي شریکانو هم غږ کوي، چې دا بیرته راستنیدنه د لنډمهاله بحران په توګه نه، بلکې د بیرته راستنیدو په پالیسیو کې د جوړښتي بدلون په توګه وګڼي.

یاده اداره وايي، د میلیونونو افغانانو راستنیدل یوازې د بیړني ظرفیت ازموینه نه ده، بلکې دا د دوامداره پایلو د ترلاسه کولو، د انساني وقار د ساتنې او د افغانانو په راتلونکي کې د پانګونې لپاره د سیاسي هوډ ازموینه ده.