د "اېکس" ټولنیزه شبکه له تېرې اونۍ راهیسې دا دویم ځل دی چې له فعالیته لوېږي

د انټرنټ څارنې نړیوالې ادارې «نت بلاکس» راپور ورکړی، چې د اېکس ټولنیزې شبکې فعالیتونه د شنبې په ورخ (د غبرګولي درېیمه) له تېرې اونۍ راهیسي د دویم ځل لپاره له فعالیته ولویدل.

د انټرنټ څارنې نړیوالې ادارې «نت بلاکس» راپور ورکړی، چې د اېکس ټولنیزې شبکې فعالیتونه د شنبې په ورخ (د غبرګولي درېیمه) له تېرې اونۍ راهیسي د دویم ځل لپاره له فعالیته ولویدل.
د «نت بلاکس» په وینا، دغه تخنیکي ستونزه له هېوادونو سره د انټرنېټ د فلټرېنګ یا بندېدو سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې دا یوه نړیواله تخنیکي ستونزه بلل شوې ده.
کاروونکو په بېلابېلو هېوادونو کې دغې شبکې ته نه لاسرسی تجربه کړی دی. تر اوسه د اېکس شبکې لهخوا د ستونزې د دقیق علت او د حل لارې په اړه رسمي څرګندونې نه دي شوې.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې نن (شبنه) ۳۰۷ نور اوکرایني سرتېري له روسي بند څخه راخوشې شول. دا تبادله د هغو پراخو هڅو برخه ده چې د "۱۰۰۰ د ۱۰۰۰ په بدل" تر نامه لاندې د ترکیې په منځګړیتوب ترسره کېږي.
ولسمشر زېلېنسکي پراېکس پاڼه لیکلي: «نن د تبادلې دویمه ورځ وه او یوازې په دغو دوو ورځو کې موږ وکولی شول چې ۶۹۷ کسان بېرته خپلو کورونو ته راوګرځوو. موږ تمه لرو چې دا بهیر به سبا هم دوام ومومي.»

د بلوڅو د یووالي کمېټه وايي، چې د عبدالطیف بلوڅ په نوم یو خبریال تېره شپه ناوخته د ناڅرګندو وسلوالو لهخوا په خپل کور کې وژل شوی دی. د بلوڅو یووالي کمېټې د دې پېښې په غبرګون کې ویلي، د یاد خبریال وژنه د پاکستاني ادارو کار دی او دا یې د بیان د ازادۍ پر وړاندې یوه هڅه ګڼلې ده.
د بلوچستان د اواران ولسوالۍ په مشکي سیمه کې تېره شپه شاوخوا درې بجې عبدالطیف بلوڅ د خپلې کورنۍ د غړو مخې ته د وسله والو له لوري په ډزو ووژل شو.
پاکستاني خبریالانو د نوموړي پر وژل کېدو خواشیني ښودلي او وايي، نوموړی د ډیلي انتخاب ورځپاڼي او اجا نیوز خبریال و. خو یادو رسنیو تر اوسه د عبدالطیف بلوڅ د وژني په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د بلوڅ د وژلو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
په ورته وخت کې د بلوڅو د یووالي کمېټې (بيوایسي) په یوې خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې چې د عبدالطیف بلوڅ په وژنه کې د پاکستاني حکومت لاس لري.
د بلوڅو یوالي کمېټه په اعلامیه کې راغلي:«عبدالطیف یوازې یو خبریال نه و، بلکې د جګړه ځپلي بلوچستان یو پیاوړی غږ و. هغه په داسې سیمه کې د بلوڅ ولس درد، مقاومت او د زړورتا اسناد ثبتول چیري چې رښتیا ویل د مرګ سزا لري. عبدالطیف بلوڅ د حقیقت ویلو له امله د حکومت لهخوا په نښه شوی دی.»
د راپورونو له مخې، څه موده وړاندې د عبدالطیف بلوڅ د کورنۍ اووه غړي لومړی اختطاف شوي او بیا وژل شوي وو.
د بلوڅو یوالي کمېټه له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، رسنیو او د بیان ازادۍ ملاتړو بنسټونو څخه غوښتنه کړې، چې د بلوڅانو په وړاندې د روان بشري ضد جنایتونو په اړه چوپتیا ماته او بیړنۍ پاملرنه وکړي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مولوي مطیعالحق خالص په روسیه کې د ټایلنډ د پارلمان له یو شمېر غړو او سناتورانو سره کتلي او په افغانستان کې یې د دغه هېواد لهخوا د تمویل کېدونکو ځنډول شویو چاپیریالي پروژو د بیا پیل غوښتنه کړې.
د طالبانو چاپيریال ساتنې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دواړو لوریو پر ګډو همکاریو، د اقلیمي بدلون، سیمه ییزو او نړیوالو ناستو او په افغانستان کې د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو پر وضعیت خبرې کړې.
په خبرپاڼه کې راغلي: «په دې کتنه کې ټایلنډي سناتورانو وویل، چې هېواد یې د سیمې په کچه د چاپېریالي ستونزو د حل ترڅنګ له اقلیمي بدلون سره د مبارزې برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.»

د لوګر لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز، التمور سیمې، جمعه کلا او محمد اغې ولسوالۍ کې د څلورو جلا ټرافیکي پیښو له امله درې کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې، طالب ویاند زیاته کړې، چې په ټپیانو کې د اوو تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
د دې پېښو لاملونه د موټر چلوونکو بې احتیاطي، زیات سرعت او د ټرافیکي قوانینو نه مراعاتول بلل شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې له تېرو څه باندې درې نیمو کلونو راهیسې په افغانستان کې ټرافیکي پېښې په بېسارې توګه او تر بل هر وخته ډېرې شوې، چې له امله یې زرګونه کسان مړه او ټپيان شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر خپور کړی، چې د دغې ډلې د روغتیا وزیر نور جلال جلالي په هرات ولایت کې د ماشومانو د درملنې لپاره د یوه افغان سوداګر لهخوا د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو چارې پیل کړې.
د دغه اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د عامې روعتیا وزیر نور جلال جلالي د افغان سوداګر د دغه نوښت ستاینه کړې، او ویې ویل چې خلکو ته د معیاري او عادلانه روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره هڅې روانې دي.
هغه زیاته کړه، چې یاد روغتون به په عصري روغتیایي وسایل سمبال او په یوه وخت کې به د ۴۰۰ نارړغو ماشومانو درملنه ترسره کوي.
