• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستانی ډیپلومات:امنیتي ادارې باید له پخوانیو سیاسي څېرو کار واخلي، نوي خلک حدود نه پېژني

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۰:۲۹ GMT+۱

په امریکا او سریلانکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسن حقاني وایي، چې امنیتي او استخباراتي ادارې باید د ناورینونو په حل کې له پخوانیو تجربه لرونکو سیاسي څېرو کار واخلي؛ ځکه چې نوي کسان خپل حدود نه پېژني.

هغه د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په مېلمستیا کې د دغه هېواد د سیاسي ګوندونو د مشرانو ګډون ته په اشارې سره پر اېکس پاڼه کاږلي، «د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارو له کلونو راهیسې د هېواد دننه له شته ډیموکراټيکو سیاسي ګوندونو سره د مخالفت پراخه کمپاین چلولی او هڅه یې کړې، چې د دوی پر وړاندې نوي سیاسي ځواکونه رامنځته کړي.»
هغه زیاتوي، داسې ښکاري چې دوی اوس دې پایلې ته رسېدلي چې د سیاست په ډګر کې د نوو څېرو د پېژندلو پر ځای باید له تجربه‌ لرونکو سیاست‌والو څخه کار واخلي؛ دا به خورا ګټوره وي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

په امریکا کې یو افغان د پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۵:۱۶ GMT+۱

د فاکس نیوز له‌خوا په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې د امریکا د ویرجنیا ایالت په فرفکس ښار کې د جمال ولي په نوم یو افغان د پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

فاکس نیوز د فرفکس ښار د پولیسو په حوالې راپور ورکړی، چې دغه ۳۶ کلن افغان پر پولیسو د ډزو له امله وژل شوی دی.

نوموړی واده شوی و او څلور ماشومان یې هم لرل. د راپور له مخې؛ دغه پېښه د روانې اپرېل میاشتې په ۲۳مه نېټه رامنځته شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې پولیسو نوموړی د لوړ سرعت له امله درولی و؛ خو جمال ولي پولیسو ته ویلي، چې هغه وسله لري او ولې یې درولی دی؟

راپور زیاته کړې، چې جمال ولي د هغه سره په امریکا له ناوړه چلنده شکایت کړی او ویلي یې دي چې تر دې غوره وه، چې «د امریکا پرځای یې د طالبانو لپاره کار کړی و.»

فاکس نیوز لیکلي، د همدغې لفظي شخړې پرمهال نوموړي خپله وسله کاږلې او پر پولیسو یې ډزې کړې دي.

په راپور کې راغلي، چې نوموړی د پولیسو په ډزو کې ټپي شوی و او روغتون ته تر لېږدېدو وروسته یې ساه ورکړه.

د پاکستان په پنجاب ایالت کې د سختو توپانونو له امله ۱۴ تنه مړه شوي دي

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۴:۳۰ GMT+۱

د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې په پنجاب ایالت کې د تېرې ورځې د سختو توپانونو او ورښتونو له کبله په بېلاببېلو سیمو کې ۱۴تنه مړه شوي او ۹۲ نور بیا ټپیان دي. د هوا د دغه بدلون له امله ګڼې الوتنې هم ځنډول شوې وې او‌ په ډېرو سیمو کې د برېښنا مزي هم پرې شوي دي.

د پنجاب د طبيعي پېښو د مديريت ادارې (PDMA) د مالوماتو له مخې؛ په راولپنډۍ، جهلم، شیخ پوره، ننکانه صاحب او د لاهور ښار په بېلابېلو سیمو کې دغه مرګ ژوبلې رامنځته شوې دي.

چارواکو ويلي، چې په اغېزمنو سیمو کې ګڼ خټین کورونه هم زیانمن شوي دي.

د پنجاب د بيړنيو مرستو کمېشنر نبیل جاوېد ټولو کمېشنرانو، مرستيالانو او ژغورنکو بنسټونو ته لارښوونه کړې، چې د بشپړ چمتووالي حالت خپل کړي.

د PDMA عمومي مشر عرفان علي کاثيا ويلي: «اغېزمنو کورنيو ته به د پنجاب د ايالتي حکومت د پاليسۍ له مخې مالي مرسته ورکړل شي.»

نوموړي زياته کړې، چې د هرې ولسوالۍ بېړني مرکزونه او د ايالت مرکزي کنټرول خونې ۲۴ ساعته فعاله دي.

کاثيا له خلکو غوښتنه کړې، چې د خراب موسم پر مهال له بې‌ ځايه سفرونو ډډه وکړي، د برېښنا له ستنو او راځوړېدو مزو څخه لرې پاتې شي او ماشومانو ته اجازه ورنه کړي چې ويجاړو ودانيو ته ورنږدې شي.

د راپور پر بنسټ، دغو سختو توپانونو د لاهور د علامه اقبال نړۍوال هوايي ډګر چارې هم سختې اغېزمنې کړې دي.

د بادونو شدت او د نظر کمښت له امله يو شمېر الوتنې يا وځنډېدلې، يا يې لوری بدل شو او يا هم لغوه شوې.

د طالبانو، پاکستان او چین درې ‌اړخیزه اتحاد؛ د سوېلي او منځنۍ اسیا د ټیکاو او ودې نوی محور

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۴:۰۲ GMT+۱

د ۲۰۲۵ کال د مئ له ۱۹مې تر ۲۱مې نېټې پورې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په ګډون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په بلنه درې ورځنی رسمي سفر بیجینګ ته وکړ.

دغه سفر په داسې حال کې ترسره شو، چې د سویلي اسیا دوه اټومي ګاونډیان هند او پاکستان د کشمیر مسالې په تړاو له یو بل سره ښکېل شوي دي.

د یورو اېشیا د یوې خپرې کړې مقالې له مخې؛ په دغو شرایطو کې چین له پاکستان سره خپل سیاسي او ستراتیژیک ملاتړ لا زیات کړی دی.

د چین چارواکي وایي، سیمه‌‌ییز ټیکاو یوازې د سیاسي تفاهم او ډېپلوماټیکو هڅو له لارې ساتل کېدای شي.

دغه سفر د چین او پاکستان د سټراټېژیکو اړیکو د لا ټینګښت څرګنده نښه وه.

دغه اېتلاف پر هغه ګډ لید ولاړ دی، چې دواړه هېوادونه یې د یوې با ثباته، خوندي او پرمختللې سیمې لپاره لري.

چین پاکستان د سیمه‌ییزې همکارۍ او امنیت د ټینګښت په برخه کې خپل کلیدي شریک بولي.

د دغه سفر پر مهال پاکستان خپلې اندېښنې د مهمو موضوعاتو په ګډون د «سند د اوبو تړون» په اړه له چینایي چارواکو سره شریکې کړې.

چین یو ځل بیا له پاکستان سره د «تلپاتې او هر اړخیز ستراتیژیک شراکت» پر ژمنې ټینګار وکړ. دا نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا ښيي؛ بلکې د پاکستان دریځونه یې هم پیاوړي کړل.

د سوېلي اسیا د دوامداره ترینګلتیاوو په فضا کې د بیجینګ ملاتړ دا پیغام لري، چې چین د سولې، توازن او سیمه‌ییزې همکارۍ ژور تعهد لري.

دغه ملاتړ د پاکستان اغېز په نړۍوالو محافلو کې زیاتوي او د هند پر وړاندې یې دریځونه نور هم مستند کړي دي.

د مقالې په باور د همدې سفر په لړ کې د اسحاق ډار او امیرخان متقي لیدنه د اسلام‌ اباد او کابل ترمنځ د مثبتو اړیکو د پراخېدو نښه وه.

دواړو لوریو د پاکستاني پلاوي د مخکیني سفر ارزونه وکړه او پر دې یې هوکړه وکړه، چې سیاسي، سوداګریز او ټرانزیټي تعاملات پراخ کړي.

د خبرو یوه مهمه برخه دا وه، چې افغانستان به د «چین-پاکستان اقتصادي دهلیز» (CPEC) سټراټیزيکه پروژه کې شامل شي.

دغه هڅه به د کابل سټراټیژیک نښلېدل د ګوادر بندره پورې وغځوي او د سوداګرۍ او پرمختګ نوې دروازې به د سویلي او منځنۍ اسیا لپاره پرانیزي.

مقاله وړاندې کاږي، ځیني هېوادونه هڅه کوي د تفرقې، بې ‌ثباتۍ او ګډوډۍ فضا رامنځته کړي؛ خو د پاکستان، افغانستان او چین درې ‌اړخیزه اتحاد د فعالې ډېپلوماسۍ او ګډو همکاریو پر بنسټ روان دی.

دغه ګډ تفاهم چې پر سوداګرۍ، ټرانزیټ او امنیت متمرکز دی ځیني ښکاره پېغامونه لري.

د مقالې په پای کې راغلي، یوه درې‌اړخیزه اقتصادي کمېټه کولای شي د بنسټیزو پروژو تطبیق، د سوداګرۍ اسانتیا او پانګونې راجلب ته چټکوالی ورکړي.

د ولسونو ترمنځ تبادلې، ښوونیزې همکارۍ او فرهنګي اړیکې د باور جوړونې او د متقابل درک لپاره مهم رول لري.

د دغه نوښت اوږدمهاله بریالیتوب له روڼتیا، ټول‌شمولیت او د سیمې خلکو د ریښتینو اړتیاوو د ځواب ویلو سره تړلی دی.

که دغه درې هېوادونه خپلې ملي لومړیتوبونه د سیمې له ګډو اهدافو سره همغږي کړي؛ نو دغه اتحاد کولای شي د تلپاتې سولې، یووالي او سوکالۍ د ستن په توګه د سویلي او منځنۍ اسیا راتلونکی روښانه کړي.

هم‌مهاله بیا هند د دغه درې اړخیز اتحاد څخه وېره لري او د خپلې اقتصادي ودې تر څنګ د سیمه‌ییز ثبات د اغېزمن کېدو په برخه کې یې د اندېښنې وړ بولي.

باورنه دا دي، چې دغه اتحاد غواړي په افغانستان کې د هند نفوذ کم کړي او‌ په بېلابېلو برخو کې د نوي ډلي هڅې له خنډ و ځنډ سره مخ کړی.

روسیې پر اوکراین په تازه بریدونو کې مرګژوبله اړولې ده

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۰:۵۵ GMT+۱

روسیې د مې په ۲۵ د اوکراین په پلازمېنې کییف او نورو اوکرایني سیمو ګڼ بریدونه کړي. په دغه بریدونو کې د مرګژوبلی پخلی هم شوی دی، خو تر اوسه دقیق ارقام نه دي خپاره شوي.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو رسنیو ته ویلي، چې تر اوسه پورې په کییف کې د اوو کسانو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی دی.

د اوکراین هوايي ځواک خبرداری ورکړی، چې روسیې د څو سیمو په لور د بې پیلوټه الوتکو څپې پیل کړي او د نیمې شپې څخه لږ مخکې یې د بالسټیک توغندیو خبرداری هم خپور کړ.

د سیمه ییزو چارواکو او د سوسپیلن خبري اژانس په وینا، د شپې په اوږدو کې په کییف، اوډیسا، دنیپرو، میکولیف، سومي، کونوټوپ او خارکیف کې د چاودنو راپور ورکړل شوی.

د کیف ښار د پوځي ادارې مشر، تیمور تکاچینکو وویل، چې پلازمېنه بیا تر برید لاندې ده او اوسېدونکو ته یې سپارښتنه کړې، چې ځانونه خوندي کړي.

طالبانو له چین څخه غوښتي چې پر افغان توکو لګول شوي سخت شرایط لرې کړي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۲۳:۳۶ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر د چین له یوه چارواکي سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې د افغان توکو لپاره په چينايي بازارونو کې مالیات کم کړي. احمدالله زاهد د چین د ګمرکونو د ادارې له مرستیال څخه وغوښتل، چې د افغان صادراتي توکو لپاره سخت معیارونه لرې کړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شنبې په ورځ (د غبروګولي ۳مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دې وزارت مرستیال احمدالله زاهد د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره لیدلي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د چین د ګمرکاتو مرستیال ویلي چې افغانستان د صادراتو په برخه کې لوړ ظرفیت لري.

هغه زیاته کړې، چې چین د افغان صادراتي توکو ګمرکي تعرفې له منځه وړي او د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د پراخولو لپاره مناسب فرصتونه شته.

نوموړي همداراز ویلي، سره له دې چې چین د قرنطین معیارونو کې سخت‌ګیری کوي؛ خو بیا هم دوی چمتو دي چې له افغانستان سره د همکاریو لپاره مرسته وکړي.

احمدالله زاهد د چین په بازار کې د ځینو افغان صادراتي توکو لپاره د ارزښت اضافه مالیې (VAT) کمولو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، دا مالیه اوسمهال ۹ او ۱۳ سلنه ده.

هغه ټینګار وکړ، چې په افغان توکو باندې د دې مالیې کمولو سره به دوی وکولی شي، چې د چین په بازار کې سیالي وکړي.

هغه د افغانستان او چین ترمنځ د کرنې د عمومي تفاهمنامې د لاسلیک د چټکولو غوښتنه هم وکړه او وړاندیز یې وکړ، چې د دې تفاهم لیک له لاسلیک څخه مخکې د وچو مېوو، طبي بوټو، زعفرانو او تازه مېوو په ګډون افغان محصولات په ځانګړې توګه انار، د چین د قرنطین معیارونو څخه معاف شي.

د طالبانو دغه چارواکي دا هم وغوښتل، چې افغان لاریو ته د قرغېزستان او قزاقستان له لارې د چین خاورې ته د ننوتلو اجازه ورکړل شي او افغان هوايي شرکتونو ته اجازه ورکړل شي چې د اورومچي سربېره نورو چینایي ښارونو ته الوتنې وکړي.

د چین د ګمرکاتو د ادارې مرستیال ډاډ ورکړی، چې وړاندې شوي وړاندیزونه به له ډېپلوماتیکو لارو څخه وڅېړل شي او تر وس پورې اړینې همکارۍ به وشي.