روسیې پر اوکراین په تازه بریدونو کې مرګژوبله اړولې ده

روسیې د مې په ۲۵ د اوکراین په پلازمېنې کییف او نورو اوکرایني سیمو ګڼ بریدونه کړي. په دغه بریدونو کې د مرګژوبلی پخلی هم شوی دی، خو تر اوسه دقیق ارقام نه دي خپاره شوي.

روسیې د مې په ۲۵ د اوکراین په پلازمېنې کییف او نورو اوکرایني سیمو ګڼ بریدونه کړي. په دغه بریدونو کې د مرګژوبلی پخلی هم شوی دی، خو تر اوسه دقیق ارقام نه دي خپاره شوي.
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو رسنیو ته ویلي، چې تر اوسه پورې په کییف کې د اوو کسانو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی دی.
د اوکراین هوايي ځواک خبرداری ورکړی، چې روسیې د څو سیمو په لور د بې پیلوټه الوتکو څپې پیل کړي او د نیمې شپې څخه لږ مخکې یې د بالسټیک توغندیو خبرداری هم خپور کړ.
د سیمه ییزو چارواکو او د سوسپیلن خبري اژانس په وینا، د شپې په اوږدو کې په کییف، اوډیسا، دنیپرو، میکولیف، سومي، کونوټوپ او خارکیف کې د چاودنو راپور ورکړل شوی.
د کیف ښار د پوځي ادارې مشر، تیمور تکاچینکو وویل، چې پلازمېنه بیا تر برید لاندې ده او اوسېدونکو ته یې سپارښتنه کړې، چې ځانونه خوندي کړي.


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر د چین له یوه چارواکي سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې د افغان توکو لپاره په چينايي بازارونو کې مالیات کم کړي. احمدالله زاهد د چین د ګمرکونو د ادارې له مرستیال څخه وغوښتل، چې د افغان صادراتي توکو لپاره سخت معیارونه لرې کړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شنبې په ورځ (د غبروګولي ۳مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دې وزارت مرستیال احمدالله زاهد د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره لیدلي دي.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د چین د ګمرکاتو مرستیال ویلي چې افغانستان د صادراتو په برخه کې لوړ ظرفیت لري.
هغه زیاته کړې، چې چین د افغان صادراتي توکو ګمرکي تعرفې له منځه وړي او د دوهاړخیزې سوداګرۍ د پراخولو لپاره مناسب فرصتونه شته.
نوموړي همداراز ویلي، سره له دې چې چین د قرنطین معیارونو کې سختګیری کوي؛ خو بیا هم دوی چمتو دي چې له افغانستان سره د همکاریو لپاره مرسته وکړي.
احمدالله زاهد د چین په بازار کې د ځینو افغان صادراتي توکو لپاره د ارزښت اضافه مالیې (VAT) کمولو غوښتنه وکړه.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، دا مالیه اوسمهال ۹ او ۱۳ سلنه ده.
هغه ټینګار وکړ، چې په افغان توکو باندې د دې مالیې کمولو سره به دوی وکولی شي، چې د چین په بازار کې سیالي وکړي.
هغه د افغانستان او چین ترمنځ د کرنې د عمومي تفاهمنامې د لاسلیک د چټکولو غوښتنه هم وکړه او وړاندیز یې وکړ، چې د دې تفاهم لیک له لاسلیک څخه مخکې د وچو مېوو، طبي بوټو، زعفرانو او تازه مېوو په ګډون افغان محصولات په ځانګړې توګه انار، د چین د قرنطین معیارونو څخه معاف شي.
د طالبانو دغه چارواکي دا هم وغوښتل، چې افغان لاریو ته د قرغېزستان او قزاقستان له لارې د چین خاورې ته د ننوتلو اجازه ورکړل شي او افغان هوايي شرکتونو ته اجازه ورکړل شي چې د اورومچي سربېره نورو چینایي ښارونو ته الوتنې وکړي.
د چین د ګمرکاتو د ادارې مرستیال ډاډ ورکړی، چې وړاندې شوي وړاندیزونه به له ډېپلوماتیکو لارو څخه وڅېړل شي او تر وس پورې اړینې همکارۍ به وشي.

ډېپلوماټ ویب پاڼې د طالبانو د حکومت په اړه په یوې مقاله کې ویلي، د افغانستان طالبان چې څه کم څلور کاله وړاندې په نړۍواله کچه منزوي وو، اوس د درېیو اسیایي اټومي قدرتونو هند، پاکستان او چین له خوا د پخوانیو وسله والو سره د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو د لوړولو لپاره سیالي کوي.
که څه هم د نړۍ هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو چین، هند او متحده عربي امارات له هغو هېوادونو څخه دي، چې په رسمي ډول یې په خپلو پلازمېنو کې د دوی سفیران منلي دي، ځکه چې دغه وسله والې ډلې په ۲۰۲۱ کال کې د کابل کنټرول ترلاسه کړ.
د طالبانو ادارې تېر کال وویل، چې دوی په نړۍواله کچه د ۳۹ افغان سفارتونو او قونسلګریو کنټرول لري.
د طالبانو انزوا لږترلږه په اسیا کې داسې ښکاري، چې پای ته به رسېږي.
د کابل او اسلام اباد دواړو لپاره د لوی ورور رول لوبولو سره بېجینګ په دې اوونۍ کې هڅه وکړه، ترڅو هغه تاوتریخوالی کم کړي چې د ترهګرۍ او د کډوالو د شړلو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوی.
د چهارشنبې په ورځ د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د هغه د پاکستاني سیال اسحاق ډار سره له خبرو اترو وروسته وویل، چې دواړه هېوادونه پلان لري څو خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې لوړې کړي او ژر تر ژره یو بل ته سفیران واستوي.
د غېر رسمي غونډې په یوه عکس کې وانګ یي د ښاغلي ډار او ښاغلي متقي سره لاسونه نیولي دي.
هغه وویل: «چین د دې هرکلی کوي او د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه والي لپاره د مرستو دوام ته لېواله دی.»
پاکستان د اپرېل په میاشت کې د مارچ د ۳۱مې نېټې له پای ته رسېدو وروسته د بېرته ستنېدو په یوه تازه کمپاین کې له ۸۰۰۰څخه ډېر افغانان له دې هېواده وشړل.
اسلام اباد وايي، چې دا کمپاین د غېرقانوني بهرنیانو د بېرته ستنېدو پلان په نوم د کمپاین یوه برخه ده، چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې پیل شوې وه.
پاکستان په تېرو وختونو کې د وسله والو بریدونو او جرمونو پړه پر افغان اتباعو اچولې ده، چې په هېواد کې د کډوالو لویه برخه جوړوي، خو طالبانو بیا دا تورونه رد کړي دي.
د وانګ یي دا څرګندونې یوازې څو ورځې وروسته له هغه راځي چې نوي ډیلي د کشمیر برید او له پاکستان سره د نږدې جګړې له امله په غوسه و او له طالبانو سره یې سیاسي اړیکه ونیوله.
د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر د اپرېل په ۲۲مه د طالبانو له خوا د پهلګام ترهګریز برید د غندلو ستاینه وکړه او هند همداراز وویل، چې دوی د جي شنکر او متقي ترمنځ د ټلیفوني خبرو اترو ته "ډېر اهمیت" ورکوي.
د جنوري په میاشت کې د هند د بهرنیو چارو وزیر وېکرم مسري له ښاغلي متقي سره ولیدل، ځکه دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پراخولو په اړه بحث وکړ، چې پکې د هند امنیتي اندېښنو ته زیاته پاملرنه وشوه.
طالبانو له څه باندې درېیو کلونو سې نجونې او ښځې له ښوونځیو منع کړې دي او په دې تورن دي، چې افغانستان یې د خپلو جنسیتي توپیر پاللو پالیسیو له امله د ښځینه نفوس لپاره په "خلاص زندان" بدل کړی دی او دا یو له هغو لویو دلایلو دي چې دا ډله منزوي شوې او رسمي پېژندلو څخه یې ټول هېوادونه انکار کوي.
د ډېرو لوېدیځو هېوادونو په ګډون امریکا ویلي دي، چې د طالبانو د رسمي پېژندلو لاره به تر هغه وخته پورې بنده وي، تر څو چې دوی د ښځو د حقونو په اړه لاره بدله نه کړي او د نجونو او ښځو لپاره لیسې او پوهنتونونه بېرته پرانیزي او د دوی د تګ راتګ بشپړ ازادي ورکړي.
طالبان وايي، چې دوی د اسلامي قانون د تفسیر سره سم د ښځو حقونو ته درناوی کوي.
کارپوهان وايي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د اسیا د لویو قدرتونو له خوا راجلب شوی او دا یوه داسې سناریو ده، چې یوازې تېر کال یې تصور هم نه کېده.
هند، پاکستان او چین د کانونو لپاره په سیمه ییزه سیالۍ کې د خپلو ګټو په لټه کې دي او د هغو ترهګرو ډلو په وړاندې ساتنه کوي، چې طالبان پرې نفوذ لري.
فرید ماموندزی چې تر ۲۰۲۳ کال پورې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر و وايي، چې نړۍ باید په دې پوه شي چې د افغانستان په اړه سیالي «نوې نه ده، خو دا ډېره عامه، ډېره ښکاره شوې ده او په لوړه ډیپلوماتیکه کچه په زیاتېدونکې توګه تعقیب شوې ده.»
هغه انډیپنډنټ ته وايي: «درې واړه هېوادونه د حقونو یا حکومتدارۍ په اړه د اندېښنو پرځای په خپلو ستراتیژیکو اړتیاوو تمرکز کوي.»
سفیر چې د طالبانو د ماموریت تر کنټرول لاندې پورې یې په نوي ډیلي کې خدمت کړی، وايي: «د پاکستان لپاره، افغانستان د ستراتیژیک ژوروالي د مفهوم لپاره مرکزي پاتې دی، د نفوذ لپاره یو مهم ډګر او د لوېدیځې پولې په اوږدو کې د هند د نفوذ محدودولو وسیله. چین افغانستان د شینجیانګ د امنیت، د بیلټ اینډ روډ نوښت پراخولو، د مرکزي اسیا او ایران ته د ځمکنیو سوداګریزو دهلېزونو د جوړولو او د هغې د نه کارول شویو معدني شتمنیو ته د لاسرسي لپاره حیاتي ګڼي.»

هندي رسنیو د دې هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې نويډیلي له څلور کلن ځنډ وروسته افغانانو ته د ویزو ورکړې لړۍ بیا پيل کړې ده. د هندي چارواکو په خبره، افغانان په ځانګړې توګه پانګه وال، هنرمندان او لوبغاړي کولی شي د هند ويزې لپاره غوښتنه وکړي.
هند دا اقدام د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په وروستیو کې د نوي انلاین ویزې د ويب پاڼې په پرانېستلو سره پیل کړ.
هند د اشرف غني د حکومت له نسکورېدو او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له خوا د افغانستان د واک ترلاسه کولو وروسته افغانانو ته د ویزې ورکول بند کړل.
دغه هېواد په کابل او نورو ولایتونو کې خپل سفارتونه او قونسلګرۍ هم وتړلې او په زرګونو ویزې چې دوی صادرې کړې وې هم لغوه کړې.
د هند حکومت تر اوسه د ویزې د خدماتو د بیا پیل په اړه په رسمي ډول څه نه دي خپاره کړي؛ خو یوې حکومتي سرچینې «هندو ورځپاڼې» ته ویلي، چې د اپرېل په وروستیو کې د افغانانو لپاره د ویزې غوښتنلیکونو لپاره یو نوی انلاین پورټل پیل شوی.
سرچینې زیاته کړې: «افغانان اوس د سوداګرۍ، درملنې، تعلیم او نورو موخو لپاره ویزې ترلاسه کولی شي.»
د هند د کورنیو چارو وزارت د کډوالۍ څانګې د ویب پاڼې د معلوماتو مخې، په سیسټم کې د «افغانانو لپاره نوې ویزې» برخه اضافه شوې ده، چې افغانان کولی شي په انلاین بڼه د ویزې لپاره غوښتنه وکړي.
غوښتونکي باید د سپین شالید سره یو عکس، د پاسپورټ د معلوماتو پاڼه او د هویت کارټ چې شخصي توضیحات لکه نوم، د زېږون نېټه، تابعیت او د پای نېټه ولري، دغه ويب پاڼې ته اضافه کړي.
د ويزې په کټګوريو کې د «زده کونکي، سوداګر، ناروغان او د ملګرو ملتونو ډيپلوماتان» شامل دي.
هنرمندان، کلتوري شخصیتونه او مسلکي کسان چې غواړي، په کلتوري مراسمو کې پرته له پيسو اخیستلو برخه واخلي او هغه افغانان، چې په هند کې اوسېږي یا زده کوونکي وي هم د ويزې غوښتنه کولی شي.
د سوداګرو په کټګورۍ کې لوبغاړي، روزونکي او پانګه وال هم غوښتنه کولی شي.
هند د طالبانو له حکومت سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې د لومړي ځل لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په ټلیفون خبرې وکړې.
دا ټلیفوني خبرې د هند او پاکستان ترمنځ د پوځي نښتې څخه څو ورځې وروسته وشوې.
تېره لړم مياشت کې امیرخان متقي په کابل کې د هند د بهرنیو چارو وزارت له یوه چارواکي جي پي سینګ سره ولیدل او ویې ویل، دوی تمه لري چې له ډیلي سره یې اړیکې پراختیا ومومي.
د ليدنې په جریان کې متقي د افغانانو په ځانګړې توګه سوداګرو لپاره د ویزې د صادرولو د اسانتیا غوښتنه هم کړې وه.
هند په ۲۰۲۱ کال کې یو له هغو لومړنیو هېوادونو څخه و، چې په کابل کې یې خپل سفارت بند کړ او له افغانستان څخه ووت.

د سوریې د حکومت یوه پلاوي د کُردانو تر واک لاندې شمال ختیځ کې له هغه بدنام کمپ څخه لیدنه وکړه، چې پکې د داعش ډلې د شکمنو افراطیانو کورنۍ اوسېږي.
په شمال ختیځ کې د کُردانو تر واک لاندې کمپونه او زندانونه په لسګونو زره خلک ساتي، چې ډېری یې د داعش ډلې سره د اړیکو ادعا لري.
د کُردانو د ادارې چارواکي شیخموس احمد وویل، د شنبې په ورځ په الحول کمپ کې درې اړخیزه غونډه وشوه، چې پکې یو حکومتي پلاوی، د امریکا په مشرۍ د نړۍوال اېتلاف څخه چې د داعش سره مبارزه کوي او د کُردانو د ادارې غړي شامل وو.
الحول د سوریې د شمال ختیځ ترټولو لوی کمپ دی، چې د لسګونو هېوادونو څخه شاوخوا ۳۷۰۰۰ خلک پکې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.
احمد د دغه ناستې په تړاو وویل: «د الحول کمپ څخه د سوریې د کورنیو د اېستلو لپاره د میکانیزم رامنځته کولو» په اړه بحثونه وشول.
دا سفر له دوو میاشتو څخه زیات وخت وروسته له هغه کېږي، چې ولسمشر احمد الشرع او د کُردانو په مشرۍ د سوریې د ډېموکراتیکو ځواکونو مشر مظلوم عبدي موافقه وکړه، چې د کُردانو ملکي او نظامي ادارې په ملي حکومت کې مدغم کړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د مې په ۲۴مه اعلان وکړ، چې د روسیې سره د بندیانو د تبادلې په دویم پړاو کې یې ۳۰۷ اوکرایني سرتېري له روسیې څخه بېرته هېواد ته راوستي دي.
ورته مهال د روسیې دفاع وزارت هم وویل، چې ۳۰۷ روسي جنګي بندیان هم له اوکراین څخه بېرته راوستول شوي او بلاروس ته روان دي.
ویل کېږي، چې د ۱۰۰۰ بندیانو په بدل کې د ۱۰۰۰ بندیانو د تبادلې موافقه د مې په ۱۶مه په استانبول کې د روسیې او اوکراین د سولې خبرو اترو یوازینۍ محسوسه پایله وه، چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره داسې خبرې اترې وشوې.
دواړو خواوو د مې په ۲۳مه په لومړي پړاو کې هر یو ۳۹۰ بندیان تبادله کړل، چې ټاکل شوې وه دا پروسه د مې تر ۲۵مې پورې دوام وکړي.
د اوکراین او روسیې حکومتونو تایید کړه، چې دوی د جګړې بندیانو لیستونه ترلاسه کړي چې د مې په ۲۲مه به تبادله شي.
د بندیانو د تبادلې په اړه زېلېنسکي په خپل اېکس کې لیکلي: «یوازې په دې دوو ورځو کې، ۶۹۷ کسان کور ته راوړل شوي دي. موږ تمه لرو چې دا پروسه سبا هم دوام ومومي.»
نوموړې زیاته کړه: «د هغو کسانو په منځ کې چې نن بېرته راستانه شوي زموږ د وسله والو ځواکونو، د ایالتي سرحدي ساتونکو خدماتو، د اوکراین د ملي ګارد جنګیالي دي.»
د اوکراین د جنګي بندیانو د درملنې د همغږۍ مرکزي دفتر ویلي، چې په نویو خوشې شویو جنګي بندیانو کې ۲۷ سرتیري شامل دي، چې د ماریوپول دفاع یې کړې وه او همدارنګه هغه کسان چې په دونستک، خیرسن، خارکیف، زاپوریزیا او لوهانسک سیمو کې یې جګړه کړې وه.
د محتسب دیمیترو لوبینټس په وینا، د ډلې تر ټولو ځوان غړی ۲۵ کلن دی، په داسې حال کې چې تر ټولو زوړ ۶۱ کلن دی.
د ځینو واحدونو لپاره دا د دوی د سرتېرو لومړۍ بېلګه وه، چې د روسیې له بند څخه خوشې شوي دي.
د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر مشر، اندري یرماک وویل، چې د ۱۰۰۰ بندیانو د تبادلې وروسته، د روسیې سره راتلونکې خبرې اترې تنظیم کېدای شي.
د ولسمشرۍ دفتر مرستیالې مشرې اېرینا ویریشچوک د مې په لومړۍ نېټه وویل، چې لږترلږه ۸۰۰۰ اوکرایني سرتېري د روسیې له خوا بندیان دي.
کییف دا ارقام نه خپروي، چې اوس مهال څومره روسي جنګي بندیان د اوکراین په توقیف کې دي.