پر غزې د اسراییل تازه بریدونو کې ۲۳ فلسطینیان وژل شوي

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پر غزه د اسراییل د بریدونو په لړکې د یکشنبې په ورځ لږ ترلږه ۲۳ فلسطینیان وژل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پر غزه د اسراییل د بریدونو په لړکې د یکشنبې په ورځ لږ ترلږه ۲۳ فلسطینیان وژل شوي دي.
په وژل شویو کسانو کې د حسن مجدي ابو ورده په نوم یو سیمه ییز خبریال او اشرف ابو نار په نوم د بیړنیو حالتونو د ادارې لوړپوړی چارواکی هم شامل دي.
په دغو بریدونو کې د یادو کسانو د کورنیو غړي هم وژل شوي دي.
د حماس تر مشرۍ لاندې د غزې حکومتي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د ابو ورده له وژل کېدو سره پر غزه د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو خبریالانو شمیر ۲۲۰ تنو ته رسېدلی دی.


د اسراییل پوځ ویلي چې د یکشنبې په ورځ یې یو توغندی چې د یمن له لوري د اسراییلو پر لور توغول شوی و، شنډ کړی دی. د دوی په وینا، د برید مسوولیت ایران پلوه حوثي یاغیانو منلی. د اسراییل پوځ ویلي چې د برید پر مهال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د هوايي بریدونو د خطر زنګونه کړنګېدلي.
د حوثیانو ویاند یحیی سریع ویلي چې دوی دغه توغندی تل ابیب ته نږدې د بن ګوریون هوايي ډګر پر لور توغولی.
د رویټرز د رپوټ له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې چې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه پیل شوې، حوثیانو له یمن نه په پرلپسې ډول د اسراییل پر لور توغندي توغولي، چې د دوی په وینا دا بریدونه د فلسطینیانو د ملاتړ په موخه ترسره کېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې متحده ایالات به نور د یمن حوثیان نه بمباروي، ځکه د عمان په منځګړیتوب یو اوربند شوی او حوثیانو منلې چې نور به د امریکا پر بېړیو برید نه کوي. خو په دې موافقه کې اسراییل نه دی شامل شوی.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شريف د ترکيې، ايران، تاجکستان او اذربايجان په شپږ ورځني رسمي سفر روان شوی. نوموړی به نن (يکشنبه) په ځانګړي الوتکه کې استانبول ته ورسیږي. هغه به د هند پر وړاندې برید کې د دغو هېوادونو له همکاریو مننه هم کوي.
په دغه سفر کې له شهباز شریف سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د اطلاعاتو فدرالي وزير عطاالله تارړ او د نوموړي ځانګړی سلاکار طارق فاطمي هم ملګري دي.
د پاکستان د لومړي وزیر له دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا څو هېواديز سفر به د دوه اړخيزو اړيکو د پیاوړتیا او پر سيمهييزو مسایلو د بحث لپاره ډېر مهم وي.
خبرپاڼه زياتوي، چې « په دغه سفر کې به لومړی وزیر د ياد شويو هېوادونو له مشرانو سره پراخې خبرې اترې ولري، چې د دوه اړخيزو اړيکو ترڅنګ به پکې د سيمې او نړۍ مهم موضوعات تر بحث لاندې راشي».
خبرپاڼه وايي، چې د سفر پر مهال به شهباز شريف د دغو هېوادونو له مرستې مننه هم وکړي، چې له هند سره د وروستي کړکېچ پر مهال يې له اسلاماباده ملاتړ کړی و.
نوموړی به د مې پر ۲۹مه او ۳۰مه نېټه په دوشنبه کې د کنګلونو نړیوال کنفرانس کې هم ګډون وکړي.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي، چې هېواد به يې په ښه او بده کې د پاکستان ترڅنګ ولاړ وي.
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن یکشنبه له شهباز شريف سره په استانبول کې وګوري. د اردوغان د اړیکو دفتر مشر فخرالدین التون وايي، «په دې لیدنه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمهييزو او نړيوالې مسالو، په ځانګړي ډول ترهګرۍ ضد جګړه خبرې وشي».
همداراز اذربايجان د پاکستان له خلکو او حکومت سره بشپړ ملاتړ او پيوستون اعلان کړی و. ايران بيا چمتو شوی و چې د هند او پاکستان ترمنځ منځګړتوب وکړي او تاوتريخوالی کم کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري د شنبې په ورځ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان مرستيال لومړی وزیر او د بهرنيو چارو وزير اسحاق دار د اذربايجان د بهرنيو چارو له وزير سره ټیليفوني خبرې کړې دي.
پاکستان دا مهال يوه پراخه ديپلوماتيکه هڅه پيل کړې، چې خپلو ملګرو هېوادونو ته د هند د تورونو او برید په تړاو وضاحت ورکړي.
هند پاکستان د اپرېل پر ۲۲مه د پهلګام برید مسوول بللی، چې لږ تر لږه ۲۶ تنه سيلانيان پکې وژل شوي وو.
پاکستان دا تورونه رد کړي او د هند بريدونه یې غندلي دي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي یوځل بیا اعلان وکړ، چې نوی ډیلی به ترهګر او د هغوی ملاتړي او پلان جوړوونکي پرې نه ږدي او له تصور هاخوا سزا به ور کړي.
مودي د یکشنبې په ورځ په «من کې بات» یا د زړه خبره راډیويي پروګرام کې وویل، چې «نن له بیهار څخه غواړم ټولې نړۍ ته په ښکاره ټکو ووایم چې هند به هر ترهګر، د هغوی ملاتړي او پلان جوړوونکي په ګوته کړي، تعقیب به یې کړي او جزا به ورکړي. دوی ته به له تصور هاخوا سزا ورکړل شي».
د هندي رسنیو د رپوټ له مخې، صدراعظم نریندرا مودي د هند جوړو دفاعي وسایلو ستاینه وکړه چې په پاکستان او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د وسله والو پر پټنځایونو کارول شوي وو.
هغه وویل، « سندور عملیاتو په ټوله نړۍ کې ترهګرۍ ضد جګړې ته نوې هیلې او ځواک ورکړی دی. زموږ سرتېرو په نه ماتیدونکې زړورتیا د ترهګرو مرکزونه ویجاړ کړل».
مودي روښانه کړه چې ټول هند د ترهګرۍ پر ضد یو موټی ولاړ دی او د دې د ختمولو هوډ لري.
هغه وویل، « سندور عملیاتو دومره پر خلکو اغېز کړی چې ډېرو کورنیو دا د خپل ژوند برخه وګرځوله. په بیهار کې په کتیهار، په اوتارپردېش کې په کشینګر او نورو ښارونو کې هغه ماشومان چې په دغه وخت کې زیږیدلي، 'سندور' نومول شوي دي».
د می پر۷مه، هند د سندور تر عنوان لاندې عملیاتو کې د پاکستان مختلفې سیمې په نښه کړې، چې وروسته یې د دواړو هېوادونو ترمنځ لنډې جګړې ته لاره پرانېسته.

د فاکس نیوز لهخوا په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې د امریکا د ویرجنیا ایالت په فرفکس ښار کې د جمال ولي په نوم یو افغان د پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.
فاکس نیوز د فرفکس ښار د پولیسو په حوالې راپور ورکړی، چې دغه ۳۶ کلن افغان پر پولیسو د ډزو له امله وژل شوی دی.
نوموړی واده شوی و او څلور ماشومان یې هم لرل. د راپور له مخې؛ دغه پېښه د روانې اپرېل میاشتې په ۲۳مه نېټه رامنځته شوې ده.
په راپور کې راغلي، چې پولیسو نوموړی د لوړ سرعت له امله درولی و؛ خو جمال ولي پولیسو ته ویلي، چې هغه وسله لري او ولې یې درولی دی؟
راپور زیاته کړې، چې جمال ولي د هغه سره په امریکا له ناوړه چلنده شکایت کړی او ویلي یې دي چې تر دې غوره وه، چې «د امریکا پرځای یې د طالبانو لپاره کار کړی و.»
فاکس نیوز لیکلي، د همدغې لفظي شخړې پرمهال نوموړي خپله وسله کاږلې او پر پولیسو یې ډزې کړې دي.
په راپور کې راغلي، چې نوموړی د پولیسو په ډزو کې ټپي شوی و او روغتون ته تر لېږدېدو وروسته یې ساه ورکړه.

د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې په پنجاب ایالت کې د تېرې ورځې د سختو توپانونو او ورښتونو له کبله په بېلاببېلو سیمو کې ۱۴تنه مړه شوي او ۹۲ نور بیا ټپیان دي. د هوا د دغه بدلون له امله ګڼې الوتنې هم ځنډول شوې وې او په ډېرو سیمو کې د برېښنا مزي هم پرې شوي دي.
د پنجاب د طبيعي پېښو د مديريت ادارې (PDMA) د مالوماتو له مخې؛ په راولپنډۍ، جهلم، شیخ پوره، ننکانه صاحب او د لاهور ښار په بېلابېلو سیمو کې دغه مرګ ژوبلې رامنځته شوې دي.
چارواکو ويلي، چې په اغېزمنو سیمو کې ګڼ خټین کورونه هم زیانمن شوي دي.
د پنجاب د بيړنيو مرستو کمېشنر نبیل جاوېد ټولو کمېشنرانو، مرستيالانو او ژغورنکو بنسټونو ته لارښوونه کړې، چې د بشپړ چمتووالي حالت خپل کړي.
د PDMA عمومي مشر عرفان علي کاثيا ويلي: «اغېزمنو کورنيو ته به د پنجاب د ايالتي حکومت د پاليسۍ له مخې مالي مرسته ورکړل شي.»
نوموړي زياته کړې، چې د هرې ولسوالۍ بېړني مرکزونه او د ايالت مرکزي کنټرول خونې ۲۴ ساعته فعاله دي.
کاثيا له خلکو غوښتنه کړې، چې د خراب موسم پر مهال له بې ځايه سفرونو ډډه وکړي، د برېښنا له ستنو او راځوړېدو مزو څخه لرې پاتې شي او ماشومانو ته اجازه ورنه کړي چې ويجاړو ودانيو ته ورنږدې شي.
د راپور پر بنسټ، دغو سختو توپانونو د لاهور د علامه اقبال نړۍوال هوايي ډګر چارې هم سختې اغېزمنې کړې دي.
د بادونو شدت او د نظر کمښت له امله يو شمېر الوتنې يا وځنډېدلې، يا يې لوری بدل شو او يا هم لغوه شوې.