• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل، بدخشان، پکتیا او لغمان ولایتونو کې لس کسان په دُرو وهلي دي

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۸:۵۶ GMT+۱

طالبانو په کابل، بدخشان، پکتیا او لغمان ولایتونو کې لس تنه د نشه‌يي توکو د پلور، زنا، لواطت، غلا او له کوره د تېښتې په تور په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۵مه) په جلا-جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې له دغو لسو کسانو څخه څلور تنه په کابل کې د نشه‌یي تابلیتو "ذيکپ" او چرسو د خرڅلاو، یوه ښځه په بدخشان کې د زنا، درې تنه په پکتیا کې د غلا او لواطت او د یوې ښځې په ګډون دوه کسان په لغمان کې له کوره د تېښتې او په تېښته کې د همکارۍ په تور په دُرو وهل شوي دي.
په خبرپاڼو کې دغه راز زیاته شوې، چې هر تورن کس له لسو تر نهه دېرشو دُرو وهل شوی دی.
اړوندو چارواکو په ټولنه کې د حدودو او تعزیراتو د احکامو د تطبیق په اړه ویلي، چې که په تورنو کسانو د حدود او تعزیراتو سزاګانې تطبیق نه شي ټولنه د فساد لوري ته ځي او د ټولنې د وګړو مال، ځان او نفس خوندي کېدای نه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان انټرنشنل - پښتو موندني ښيي، چې طالبانو د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې څه باندې ۲۵۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
دغې ډلې په دې موده کې یاد شمېر کسان د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې په دُرو وهلي، چې پکې لسګونه ښځې هم شاملې دي.
که څه هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو، د بښنې نړۍوال سازمان او یوناما تل په افغانستان کې د اعدامونو او نورو بدني سزاوو دوام غندلي دي او د دې سزاوو د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه یې کړې، خو د دې غوښتنو په ځواب کې بیا د طالبانو سترې محکمې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دا دریځ «نامنصفانه او حیرانوونکې» بللې ده، چې قصاص او بدني سزاوې یې د انساني کرامت خلاف چارې بللې دي.
طالبان وايي، قصاص او نورې بدني سزاوې «د ولس غوښتنې دي او هېڅ بهرنی لوری د دوی دین او قضا کې د مداخلې حق نه لري.»

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۳
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۴

حمدالله محب متحده عربي امارات کې د سپوږمکۍ د لېږد یو میلیارد ډالري پروژې مسوول دی

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي