• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خوست، ننګرهار او کونړ کې د بې ‌پیلوټه الوتکو بریدونه؛ پاکستاني طالبان پکې په نښه شوي

۶ وږی ۱۴۰۴ - ۲۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۰۴ GMT+۱

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د چهارشنبې په ماښام په خوست، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته نږدې په یو شمېر پرتو سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان «ټي‌ټي‌پي» او د حافظ ګل بهادر ډلې د جنګیالیو پر مرکزونو د نامعلومه بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه شوي.

د عیني شاهدانو په وینا، په دغو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.

د لومړي برید موخه د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ د سورکاخ کلی و. دا سیمه له اوږدې مودې راهیسې د تحریک طالبان پاکستان «ټي‌ټي‌پي» او د حافظ ګل بهادر ډلې د جنګیالیو د استوګنځای په توګه ګڼل کېږي.

د سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې بې‌پیلوټه الوتکې د ماښام پر مهال پر یوې ودانۍ برید وکړ. د لومړنیو راپورونو له مخې، په دغه برید کې دوه ماشومان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.

100%

دویم برید د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ په ۲۸ویاله سیمه کې ترسره شوې دي. په نښه شوی کور چې د سیمې اوسېدونکي وایي دوه ځله پرې برید ترسره شوې، د شهسوار په نوم کس پورې تړاو لري، چې د «ټي ټي پي» د ملاتړي په توګه پېژندل کېږي. په دې برید کې دوه ماشومان ورک شوي او دوه نور ټپیان دي، چې د بېړنیو روغتیایي خدمتونو لپاره د شینوارو ولسوالۍ اړوند د غني خېلو دولتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

بلخوا، د کونړ ولایت اړوند د ډیورنډ په کرښه پرتو ولسوالیو «دانګام، سرکاڼو او مروره» کې هم د الوتکو او چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلې، چې له ماښام راهیسې یې د یادو ولسوالیو په لرې پرتو او غرنیزو سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو غږونه او له چاودنو وروسته روښنایي لېدلي دي، خو د مرګژوبلې په اړه څه نه وایي.

داسې ویل کېږي، چې د کونړ په یادو سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان «ټي‌ټي‌پي» جنګیالیو پټنځایونه شتون لري.

100%

که څه هم پاکستان تر اوسه د دغو بریدونو مسوولیت په رسمي ډول نه دی منلی، خو سرچینې وايي چې دغه بې‌پیلوټه الوتکې ښايي د پاکستاني پوځ پورې تړاو ولري.

پاکستان په تېرو کلونو کې هم څو ځلې د افغانستان خاوره په نښه کړې ده، چې د ۱۴۰۳کال د مرغومې په میاشت کې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ باندې د پاکستان د هوايي برید له امله لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوي وو، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو.

له هغه وخت راهیسې چې کله طالبان په افغانستان کې یو ځل بیا واک ته رسېدلي دي، د پاکستان او طالبانو اړیکې پرله‌پسې ترینګلې پاتې شوې دي.

اسلام‌اباد وايي، چې د تحریک طالبان پاکستان «ټي‌ټي‌پي» او د حافظ ګل بهادر ډلې جنګیالي د افغانستان په خاوره کې خوندي پټنځایونه لري او له همدې ځایه پر پاکستان بریدونه ترسره کوي.

خو طالبانو بیا تل دا ټینګار کړی، چې پاکستان دې خپله ستونزه د خبرو له لارې د «ټي‌ټي‌پي» سره حل کړي، خو پاکستان د پوځي اقدام پر دوام ټینګار کوي.

یوازې څو ورځې وړاندې «د زمري په ۳۱مه» د پاکستان امنیتي چارواکو اعلان وکړ، چې لږ تر لږه ۴۵ پاکستاني طالبان وژل شوي دي.

ویل شوي، چې له دې ډلې څخه ۳۰تنه د باجوړ په یوه جومات کې د بم جوړولو پر مهال د چاودنې له امله مړه شوي او ۱۵نور د جنوبي وزیرستان په جګړو کې ووژل شول.

سربېره پر دې، په خېبر پښتونخوا کې په وروستیو نښتو کې لږ تر لږه ۵ پاکستاني امنیتي ځواکونه او ۳ملکي وګړي وژل شوي او څو تنه نور ټپیان دي.

کارپوهان باور لري، چې د خوست، کونړ او ننګرهار وروستي بریدونه ښيي چې پاکستان غواړي د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو پټنځایونه په نښه کړي، ځکه چې په تېرو میاشتو کې د تحریک طالبان پاکستان بریدونه په شمالي او جنوبي وزیرستان، باجوړ او خېبر کې زیات شوي دي.

د دغو بریدونو دوام کولی شي د کابل او اسلام‌اباد اړیکې له نوي بحران سره مخ کړي. که څه هم دواړه لوریو په وروستیو کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو د بیارغونې هڅې پیل کړې وې، خو وروستي بریدونه ښايي یو ځل بیا د بې‌باورۍ فضا پیاوړې کړي.

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۳

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

۴
ځانګړی

د باغران بزګر په ارګو کې؛ د افغانستان د کوکنارو د کر جغرافیا په حرکت کې ده

۵

د امریکا سترې محکمې د پناه غوښتنې په قضیه کې د ټرمپ د حکومت په ګټه پرېکړه کړې

•
•
•

نور کیسې

د ایران د کلتوري چارو وزیر: له افغانستان سره د کلتوري همکاریو د پیاوړتیا ملاتړ کوو

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۳۸ GMT+۱
د ایران د کلتوري چارو وزیر: له افغانستان سره د کلتوري همکاریو د پیاوړتیا ملاتړ کوو
100%

د ایران د کلتور او ارشاد وزیر سید عباس صالحی ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د کلتوري اړیکو او ګډو همکاریو د پیاوړتیا ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړې، چې دواړه هېوادونه د ګډو تاریخي او کلتوري ریښو له امله کولای شي د هنر، ادبیاتو او علمي تبادلو په برخه کې پراخې همکارۍ ولري.

صالحی ټینګار کړی، چې د ایران کلتوري بنسټونه به د افغان کلتوري او هنري فعالانو د طرحو او پروژو هرکلی وکړي او د دې اړیکو د لا ژورتیا لپاره به هڅې روانې وساتي.

د نوموړي په وینا، کلتوري همکارۍ کولای شي چې د ولسونو ترمنځ د متقابل درک او دوستۍ اړیکې لا پیاوړې کړي.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې همدا څو ورځې وړاندې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او په کابل کې د ایران سفارت د ابو علي سینا بلخي چې د تاریخ له سترو علمي شخصیتونو څخه شمېرل کېږي، په خپرو شویو پیغامونو کې د هغه د نوم ترڅنګ د «بلخي» د تخلص له لیکلو ډډه وکړه، چې د افغانانو له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.

د امریکا د مذهبي ازادیو کمېسیون: په افغانستان کې مذهبي ازادي په بشپړ ډول له منځه تللې ده

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۲۲ GMT+۱
د امریکا د مذهبي ازادیو کمېسیون: په افغانستان کې مذهبي ازادي په بشپړ ډول له منځه تللې ده
100%

د امریکا د نړۍوالو مذهبي ازادیو کمېسیون (USCIRF) په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د مذهبي ازادیو لپاره هېڅ ځای نه دی پاتې شوی او دا ارزښت په بشپړ ډول منځه تللی دی.

یاد کمېسیون په خپله اعلامیه کې څرګنده کړې، طالبان هغه کسان په کلکه ځپي چې د دوی له عقیدوي لیدلوري او مذهبي باورونو سره همنظره نه دي.

د دې بنسټ په وینا، دا وضعیت نه یوازې د افغانانو پر دیني ازادیو، بلکې پر بنسټیزو بشري حقونو هم دروند ګوزار دی.

د یاد کمېسیون مشره ویکی هارټزلر ویلي: «په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو مذهبي ازادي په افغانستان کې په بشپړ ډول ختمه کړې ده. ټول افغانان په ځانګړي ډول مذهبي اقلیتونه له جدي ګواښونو سره مخ دي؛ دوی د بدني سزا، خپل‌سریو نیونو او سختو محدودیتونو تر سیوري لاندې ژوند کوي.»

نوموړې زیاته کړې، چې د طالبانو د "امر بالمعروف او نهی عن المنکر" وزارت پالیسي د یوه ځپونکي نظام بنسټونه لا پیاوړي کړي دي؛ ښځې یې له دیني او ټولنیزو چارو اېستلې او مذهبي لږکیان یې له سختو ګواښونو سره مخ کړي دي.

دغه کمېسیون د افغان کډوالو د احتمالي اخراج په اړه هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې بېرته ستنول به یې د طالبانو د انتقام اخیستونکي چلند لامل شي.

دغه کمېسیون له امریکا او نورو هېوادونو غوښتي، چې د مذهبي ځورونې له امله تښتېدلي افغانان دې ومني او د خوندي اوسېدو شرایط دې ورته برابر کړي.

د کمېسیون مرستیال اصف محمود ټینګار کړی، چې د امریکا حکومت باید د افغان پناه غوښتونکو قانوني خوندیتوب ته دوام ورکړي او دوی له هېواده ونه باسي.

هغه ویلي: «باید د هغو کسانو ملاتړ وشي چې د مذهبي ځورونې له امله تښتېدلي، په ځانګړي ډول ښځې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د اساسي حقونو د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.»

یاد کمېسیون څو ورځې وړاندې هم د طالبانو د "امر بالمعروف" قانون په اړه یو ځانګړی راپور خپور کړی و او په خپل کلني راپور (۲۰۲۵) کې یې سپارښتنه کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان د مذهبي ازادیو د پراخو سرغړونو له امله د اندېښنې وړ هېواد وبولي.

د امریکا د نړۍوالو مذهبي ازادیو کمېسیون یو خپلواک دولتي بنسټ دی، چې د امریکا ولسمشر، حکومت او کانګرس ته د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مذهبي ازادیو د وضعیت په اړه مشورې ورکوي او کلني څارنیز راپورونه خپروي.

د راپورونو له مخې، طالبانو په منظم ډول قومي او مذهبي اقلیتونه له دولتي خدمتونو، عمراني پروژو او بشري مرستو ته له لاسرسي محروم کړي دي.

ډیورنډ کرښې ته نږدې د کونړ ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۲۲ GMT+۱
ډیورنډ کرښې ته نږدې د کونړ ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي
100%

له کونړ ولایت څخه ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته تایید کړې، چې په خوست او ننګرهار ولایتونو کې د پاکستاني بې پیلوټه الوتکو له بریدونو وروسته په کونړ کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

سرچیني زیاتوي، چې څو شېبې وړاندې یې د ډیورنډ په کرښه پرتې مروره، سرکاڼو او دانګام ولسوالیو کې د چاودنو او الوتکو غږونه اورېدلي دي.

تر اوسه دا روښانه نه ده، چې په دې پېښه کې چا ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده او که نه.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان بې پیلوټه الوتکو نن شپه د ننګرهار او خوست ولایتونو په یو شمېر سیمو هم بریدونه کړي، چې د لومړنیو معلومات له مخې د ماشومانو په ګډون څو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د طالبانو پر مشر نیوکه کوونکی دیني عالم عبدالسمیع غزنوي له یوې میاشتې بند وروسته خوشې شو

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۲۲ GMT+۱
د طالبانو پر مشر نیوکه کوونکی دیني عالم عبدالسمیع غزنوي له یوې میاشتې بند وروسته خوشې شو
100%

افغانستان انټرنشنل – پښتو ته باوري سرچینو تایید کړې، چې پېژندل شوی دیني عالم عبدالسمیع غزنوي چې د طالبانو د ځینو پالیسیو پر وړاندې یې ښکاره نیوکې کولې، له شاوخوا یوې میاشتې بند وروسته خوشې شوی دی.

غزنوي، د افغانستان د دیني حلقو په منځ کې د خپل ځانګړي دریځ له امله پېژندل کېږي. نوموړي په خپلو وروستیو وعظونو او درسونو کې پر طالبانو د نجونو د زده‌کړو د بندیزونو له امله سختې نیوکې کړې وې. همداراز، د پولو ورهاخوا د جهاد تبلیغ چې د طالبانو ځینې کړۍ پرې ټینګار کوي، هغه یې «غلط تعبیر» بللی و.

مولوي غزنوي، د طالبانو د تصوف یا تصوفي کړنو په اړه یې هم مخالفت څرګند کړی و او ویلي یې و، چې د اسلامي دودونو په اړه د دوی تفسیر یو اړخیز دی.

طالبانو شاوخوا یوه میاشت مخکې خپل یاد پخوانی استاد شېخ عبدالسمیع غزنوي نیولی و. په هغه وخت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې عبدالسمیع غزنوي له خپلې مدرسې نیول شوی او په ۴۵ ورځو زندان محکوم شوی.

د نوموړي نیول د دیني او ټولنیزو حلقو په کچه پراخ غبرګونونه راوپارولي وو. ډېری دیني عالمانو او د طالبانو دننه ځینو کسانو د دې اقدام پر وړاندې ناخوښي څرګنده کړې وه او دا یې د نظر د ازادۍ خلاف چلند باله.

سره له دې چې د غزنوي نیول په ښکاره ډول د طالبانو د پالیسیو پر وړاندې د هغه د نیوکو پایله ګڼل کېږي، خو د طالبانو ویاندویانو او چارواکو تر اوسه د هغه د نیولو او خوشې کولو په اړه هېڅ رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

شنونکي باور لري، چې د غزنوي بندي کول او بېرته خوشې کېدل ښيي چې طالبان د داخلي مخالفتونو د زغملو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي.

د دوی په وینا، د دیني عالمانو ځپنه کولای شي د طالبانو د مشروعیت په اړه لا ډېرې پوښتنې راپورته کړي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې دغه ډله د نړۍوالې ټولنې د رسمي پېژندنې په لټه کې ده.

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان: د ښځینه خبریالانو د غږ خاموشه کول د بیان ازادۍ نقض دی

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۴۰ GMT+۱
د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان: د ښځینه خبریالانو د غږ خاموشه کول د بیان ازادۍ نقض دی
100%

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د ښځینه خبریالانو د عدالت غوښتنې کمېټې په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو وروستی اقدام چې په یوې خبري غونډه کې یې د ښځینه خبریالې غږ په قصدي ډول پرې کړ، د بیان د ازادۍ او بشري حقونو ښکاره نقض دی.

دغه سازمان وایي، تېره ورځ طالبانو په رسمي خبري غونډه کې د یوې ښځینه خبریالې غږ قصدا پرې کړ او د هغې د پوښتنې خپرېدو ته یې اجازه ورنه کړه.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره ورځ د حکومت د رسنیو په مرکز کې د دې ډلې پنځه کلنه ستراتیژي اعلان کړه او د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون دغه ناسته په ژوندۍ بڼه خپروله.
مجاهد په دې خبري ناسته کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو په پروګرام کې د نجونو زده‌کړې په کوم ځای کې دي، وویل چې دا یوه «جزئي مسله» ده. هغه د نجونو د زده‌کړو په اړه د یوې بلې پوښتنې ځواب ورکولو څخه هم ډډه وکړه.

د رسنیو ملاتړ سازمانونه او یو شمېر افغان خبریالان وایي، چې دا کار نه یوازې د یوې خبریالې سپکاوی و، بلکې د ټولو هغو ښځو د نه ستړې کېدونکو هڅو د سپکولو معنا هم لري، چې د سختو محدودیتونو او فشارونو تر سیوري لاندې د مسوولانه خبر رسونې لپاره کار کوي.

د رسنیو د ملاتړ سازمان ټینګار کړی، چې دا ډول چلند د ښځو پر وړاندې د تبعیضي پالیسۍ دوام ښيي او له نړۍوالو اصولو، د بشري حقونو له ارزښتونو او د ازادو رسنیو له بنسټیزو معیارونو سره په ښکاره ټکر کې دی.

اعلامیه زیاتوي، د ښځینه خبریالانو د د غږ خاموشه کولو هڅې د بیان پر ازادۍ، د جنسیتي برابرۍ پر اصل او د رسنیو پر خپلواک فعالیت ژور منفي اغېز کوي.

یاد سازمان په خپله اعلامیه کې له نړۍوالې ټولنې، د بشري حقونو له ملاتړو بنسټونو او د رسنیو له نړۍوالو ملاتړ کوونکو غوښتنه کړې، چې د طالبانو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او دا بنسټونه دې له ډیپلوماتیکو او رسنیزو لارو پر طالبانو فشار راوړي، ترڅو د بیان د ازادۍ درناوی وکړي او د ښځو حضور په رسنیزو فعالیتونو کې ومني.

په اعلامیه کې راغلي: «د سازمان د ښځینه خبریالانو د عدالت غوښتنې کمېټه د ټولو خبریالانو په ځانګړي ډول د هغو زړورو ښځو تر څنګ ولاړه ده، چې د بندیزونو او محدودیتونو سربېره د خلکو د خبرولو لپاره هڅې کوي.»

د دې کمېټې په وینا، د بیان ازادي او د عادلانه معلوماتو د لاسرسي لپاره مبارزه به تر هغه وخته روانه وي، چې ټول افغان خبریالان په ازاده فضا کې د کار کولو توان ومومي.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې کله طالبان په افغانستان کې یو ځل بیا واک ته رسېدلي، پر ښځو په ځانګړي ډول په ښځینه خبریالانو یې یو لړ پراخ محدودیتونه لګولي دي.

د دغو محدودیتونو او بندیزونو په ترڅ کې ښځینه خبریالانې، ښوونکې، محصلینې، د دولت پخوانۍ کارکوونکې او نورې فعالې ښځې له خپل مسلکي او ټولنیز ژوند څخه منزوي شوې دي.

طالب چارواکو له عمومي کارونو، اوږدو سفرونو، زده کړو او ان د پارکونو او حمامونو له تګ څخه د ښځو مخه نیولې او دا ټول د "شرعي محرم" او "اسلامي ارزښتونو" تر عنوان لاندې توجیه کوي.

د رسنیو برخه هم له سختو محدودیتونو سره مخ ده او له ښځینه خبریالانو سره ځانګړې سختۍ کېږي. دا محدودیتونه نه یوازې د ښځو پر اساسي حقونو ژور اغېز کوي، بلکې د بیان پر ازادۍ، معلوماتو ته د خلکو پر لاسرسي او د ټولنې پر شفافیت هم منفي سیوری غوړولی دی.

د نړۍوالو سازمانونو په باور، دا ډول اقدامات د ښځو د ټولنیز حضور سیستماتیک حذف ته زمینه برابروي او افغانستان نور هم له نړۍوالې ټولنې څخه منزوي کوي.