سږ کال په کونړ کې د ۲۰زره ټنه هندواڼو د حاصل اټکل شوی

په کونړ کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست ویلي، چې د دغه ولایت په سرکاڼو، خاص کونړ او څوکیو ولسوالیو کې په ۵۰۰ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوي دي. د یادې ادارې رییس محمد صادق سرور زیاتوي، چې سږ کال به دغه حاصلات تر ۲۰زره ټنو پورې ورسېږي.