• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د خواله رسنیو فعال رحیم سکندر ومنله، چې خپلې ډلې یې بندي کړی دی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۵۹ GMT+۱

په خواله رسنیو کې د طالبانو سرسختي ملاتړي رحیم سکندر ویلي، چې د طالبانو د اصلاحي کمېسیون پر یو غړي سعید الله سعید د سختو نیوکو له امله په کابل کې بندي دی.

سعید ویلي و، چې د ملاهبت الله په امر هېڅوک بهرنیو هېوادونو ته د جنګ یا د دوی په اصطلاح د «جهاد» لپاره د تګ اجازه نه لري.

رحیم سکندر پر اېکس پاڼه زیاته کړې: «کومې خبرې چې څو ورځې وړاندې مولوي سعید الله سعید کړې وې او ما نقد پرې کړی و، ناسم یې بولم او خپله خبره بېرته اخلم».

افغانستان انټرنشنل تر دې دمخه د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی و، چې نوموړی د همدغو څرګندونو له امله زنداني شوی دی.

د طالبانو د اصلاحي کمېسیون غړي په ښکاره خپلو خبرو کې د دغې ډلې غړي له «ټي‌ټي‌پي» سره د یو ځای کېدو او پاکستان پر ضد له جګړې څخه راګرځول.

پاکستاني رسنیو د هغه خبرې په پراخه توګه تبلیغ کړې او دا یې د اسلام اباد له لوري له طالبانو څخه د تازه غوښتنو پایله بللې وه.

د راپورونو له مخې؛ طالبانو اسلام اباد ته ډاډ ورکړی، چې په خپله خاوره کې به د هغو افغانانو مخه نېسي چې د «ټي‌ټي‌پي» لیکو سره یو ځای کېږي او د پاکستان پر ضد جګړې کوي.

د افغانستان انټرنشنل موندنو په ډاګه کړې، چې طالبانو د خپلو یو شمېر هغو غړو او قوماندانانو پر ضد اقدامات کړي چې د پاکستاني طالبانو د لیکو پیاوړې کېدو لپاره یې جلب و جذب کاوه. په دې لړ کې طالبانو خپل ځینې غړي د همدې اړیکو په تور زنداني کړي او یو شمېر نور یې تر سختو فشارونو لاندې راوستي دي.

هم‌مهاله پاکستاني چارواکو هم دغه اقدامات ستایلي او دا یې له طالبانو سره د مثبت تعامل د رامنځته کېدو نښې بللې دي.

اسلام اباد تور پورې کوي، چې طالبانو تر خپل سیورې لاندې د پاکستاني طالبانو تحریک ته پناه ځایونه ورکړي؛ خو طالبانو په تېر کې دغه ادعاوې نه وې منلې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: دیني عالمان باید په منبر د ملاهبت الله او اسلامي نظام ضد څرګندونې ونه‌‌کړي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي زر محمد حقاني وايي، دیني عالمان باید د دوی د مشر ملا هبت الله څخه کلک ملاتړ وکړي او باید د «اسلامي نظام پر ضد» هم له څرګندونو څخه ډډه وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د ملا هبت الله د فرمانونو څخه د ملاتړ او پلي کېدو غونډه کې کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې دیني عالمان باید خلک د طالبانو د مشر «اطاعت» ته راوبولي.

مولوي راز محمد حقاني زیاته کړه: « ملا صېب که کمزورې خبره وکړي؛ نو خلک به له اسلامي نظام څخه زړه توري کړي».

د طالبانو تر واک لاندې د ارګ جومات امام مولوي فقیر محمد فقیر په یاده غونډه کې غوښتنه وکړه، چې خلکو ته د دوی د واکمنۍ په تړاو مثبتې خبرې وکړي.

کابل کې د طالبانو والي ملا امین الله عبید هم د خپلې ډلې په ملاتړ ویناوې کړې دي او ویلي یې دي، چې دوی په خپلو جوړښتونو کې هېڅ ډول قومي او ژبني توپیرونو ته ځای نه ورکوي.

هغه وویل: «دا نظام نه یوازې د یوې منطقې دی،‌ نه د یو سمت دی،‌ نه د یوې قبیلې دی او نه د یوې ژبې دی. دا د افغانستان د ټولو ولسونو د قربانیو په نتیجه کې راغلی».

طالبانو په تېرو نږدې څلور کلونو کې هغه دیني عالمان او عام وګړي سخت شکنجه کړي یا هم زنداني کړي دي، چې د دغه ډلې پر ضد یې څرګندونې کړې وې.

یاده ډله پر خپل مشر ملا هبت الله او خپلو جوړښتونو هېڅ ډول نیوکې نه مني.

د بیان ازادۍ د مخنېوي دغه هڅې نه یوازې په کور دننه له سختو غبرګونو سره مخ شوې؛ بلکې په نړۍواله کچه یې هم اندېښنې راپارولې دي.

د راپورونو له مخې؛ طالبان په بېلابېلو ولایتونو کې خلک مجبوري، چې د دوی په ملاتړ غونډې او ویناوې وکړي.

طالبانو څو اونۍ دمخه په کابل کې مشهور دیني عالم او د دغه ډلې سرسختی منتقد مولوي عبدالقادر قانت هم ونیوه.

هغه د نجونو د زده‌کړو پر ملاتړ او د طالبانو په حکومتي چوکاټ کې د قومي او ژبنیو توپیرونو پر ضد ویناوې کولې.

همدا راز په هلمند کې د نجونو د زده‌کړو یو بل ملاتړ دیني عالم بشیر احمد الحنفي هم د طالبانو له لوري زنداني شوی دی.

نوموړي په وار، وار په خپلو خبرو کې په شرعي توګه د طالبانو له لوري د نجونو زده‌کړو بندیزونه غندلي او نیوکه یې کړې وه، چې یاده ډله خپلو شخصي افکارو ته د دین نوم کاروي.

امریکا ته د سفر بندیزونه؛‌ د افغانانو لپاره د استثناوو دروازې نیمه پرانېستې پرېښودل شوې دي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۳۸ GMT+۱

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ يو اجرايوي فرمان لاسليک کړ، چې له مخې يې د افغانانو تر څنګ د ۱۱ نورو هېوادونو پر وګړو امريکا ته د سفر بنديز لګېږي. د فرمان په متن کې ځینې استثناوې هم راغلې دي، چې د ځينو افغان وګړو سفر ته لاهم اجازه ورکول کېږي.

د ټرمپ فرمان څرګندوي، هغه افغانان چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) لري؛ کولای شي امريکا ته سفر وکړي.

همداراز هغه افغانان چې د امريکا د دايمي اوسېدنې کارت (ګرين‌ کارډ) لري، هم دغه بنديز کې نه دي شامل او کولای شي امريکا ته ننوځي.

سربېره پر دې، هغه افغان وګړي چې دوه ‌ګونی تابعيت لري او د بل هېواد پاسپورټ لري او په هماغه پاسپورټ سفر کوي، د بنديز له دايرې وتلي بلل شوي.

په ورته وخت کې، هغه کسان چې د مېرمنې او اولادونو له لارې د کډوالۍ قانوني ويزه لري امریکا ته د تګ اجازه لري.

فرمان کاږي، هغه کسان چې د نړۍوالو ورزشي سياليو لکه المپيک يا نړۍوال جام برخه‌وال دي؛ که لوبغاړي وي یا روزونکي هم د دغه سفر د بندیزونو برخه نه شمېرل کېږي.

د امریکا ولسمشر په خپل اجرايوي فرمان کې د افغانستان، ايران، چاډ، د کانګو جمهوريت، استوايي ګينه، اريتريا، هاييتي، ميانمار، لېبیا، سوماليا، سوډان او يمن پر وګړو باندې امريکا ته د سفر بندیز اعلان کړی.

په فرمان کې چې د چهارشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۴مه) خپور شو ويل شوي، پر افغانستان واکمن طالبان یوه داسې ډله ده چې د امریکا له لوري د ځانګړو نړۍوالو ترهګرو ډلو په نوملړ (SDGTs) کې شامله ده.

دغه نوملړ هغه ډلې او کسان تر سختو اقتصادي بندیزونو لاندې راولي، چې په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل وي. 

فرمان زياتوي، افغانستان دا مهال داسې متمرکز، وړ او همکار بنسټ نه لري چې د پاسپورټ يا نورو مدني اسنادو د صادرولو جوګه وي.

همداراز، دغه هېواد د هغو تګلارو له نشتوالي سره مخ دی، چې له مخې يې د اشخاصو شاليد يا امنيتي سابقه وڅېړل شي.

د ټرمپ نوي فرمان کې په ښکاره توګه ویل شوي، چې امریکا ته د افغانانو پر هر ډول سفر که د کډوالۍ اړوند وي یا هم له کډوالۍ بهر تر نامعلومې مودې ځنډول کېږي.

ایران وایي، د هلمند اوبو په تړاو یې طالبانو سره ډېپلوماټیکې خبرې ګټورې دي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۱۶ GMT+۱

د ایران حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي، د هلمند سیند د حقابې په تړاو له طالبانو سره ډېپلوماټیکې خبرې روانې دي او د اوبو د ورتګ کچه د قناعت وړ ده. نوموړې دغه څرګندونې د (غبرګولي ۱۴مه) په یوې خبري غونډه کې کړې دي.

هغې هیله څرګنده کړې، چې د اوبو په تړاو روانې ډېپلوماټیکو خبرو پایله ورکړې ده.

امیرخان متقي تهران ته د خپل وروستي سفر په لړ کې یاده کړې وه، چې چمتو دي ایران ته د ګاونډیتوب او وروګلوۍ له مخې اوبه ورکړي.

یاد هېواد تر دې دمخه په وار، وار اندېښنه ښوولې وه، چې په سیستان او بلوچستان کې یې بزګر له سختې وچکالۍ سره مخ دي.

پاکستاني رسنۍ: له اپرېل میاشتې راهیسې تر ۲۰۰زره ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۵۱ GMT+۱

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له تېرې اپرېل میاشتې راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو په لړ کې تر ۲۰۰زرو ډېر افغانان له دغه هېواده افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې له ایران څخه هم د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

د راپور له مخې؛ پاکستان تر ۸۰۰ زرو ډېرو افغانانو د اېستلو لړۍ پیل کړې، چې د استوګنې جوازونه یې لغوه شوي چې په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې په پاکستان کې زېږېدلي او یا له لسیزو راهیسې هلته ژوند کوي.

په راپور کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې راغلي، چې په اپرېل میاشت کې له ۱۳۵۰۰۰ څخه زیات افغانان له پاکستانه بېرته افغانستان ته شوي وو؛ خو په مئ میاشت کې بیا شاوخوا ۶۷زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي او د جون په لومړیو دوو ورځو کې بیا له ۳۰۰۰ څخه زیات کسان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شول.

له بل پلوه د پاکستان حکومت هغه افغانانو ته چې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له‌خوا ورته د پی او ار کارټونه ورکړل شوي، د روانې جون میاشتې تر وروستۍ نېټې په دغه هېواد کې د پاتې کېدو ضرب الاجل ټاکلی.

دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۳ مېلیونه د پي او ار کارټ لرونکي افغان کډوال مېشت دي.

د ټرمپ تازه بندیز؛ د طالبانو له کبله نور هېڅ افغان او حتی کډوال هم امریکا ته نه شي تلای

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۴۹ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجراییوي فرمان‌په لاسلیکولو سره د افغانانو په ګډون د ۱۱ هېوادونو پر وګړو د سفر بندیزونه ولګول. د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۵مه) د دغه خپاره شوي فرمان له مخې؛ ان کډوال هم نه شي کولای چې امریکا ته داخل شي.

په دغه بندیز کې ایران، چاډ، د کانګو جمهوریت، استوايي ګینه، اریتریا، هایټي، میانمار، لېبیا، سومالیا، سوډان او یمن هېوادونه شامل دي.

د ټرمپ د دغه فرمان له مخې؛ د افغانستان په ګډون د یادو هېوادونو وګړي په هر ډول ویزه امریکا ته له سفره منعه شوي دي.

د افغان وګړو د سفر بندیز لامل دا ښوول شوی، چې د طالبانو ډله د امریکا له لوري د ځانګړو نړۍوالو ترهګرو (SDGTs) په نوملړ کې شامله ده.

د امریکا د کورني امنیت او مالیې وزارت له لوري دغه چمتو شوی نوملړ هغه ډلې او کسان په نښه کوي، چې له ترهګریزو فعالیتونو سره تړاو لري.

په دغه نوملړ کې شاملو کسانو یا ډلو باندې سخت اقتصادي بندیزونه لګول کېږي او شتمنۍ یې هم کنګل کېږي.

فرمان زیاتوي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان هېڅ ډول پیاوړې او همکاره مرکزي اداره نه لري چې پاسپورټونه او نور ملکي اسناد صادر کړي.

همدا راز ویل شوي، د افغان وګړو د ارزونې او تصدیق لپاره اوس‌مهال په افغانستان کې اړینې تګلارې هم نشته.

د دغه فرمان له کبله ۲۰۰ زره هغه افغانان هم اغېزمن کېږي، چې له امریکايي ځواکونو او ادارو سره یې د دندو له کبله امریکا ته د کډوالۍ ژمنې ترلاسه کړې وې.

ټرمپ (د جنورۍ په ۲۰مه) په خپل یوه فرمان کې وار دمخه د کډوالۍ پروسې ځنډولې وې.

په پاکستان کې د امریکایي ادارو او ځواکونو نږدې ۲۵زره متحدین هم له دغه بندیزونه زیانمن بلل کېږي.

د افغانستان په دې ګاونډي هېواد کې مېشت دغه کډوال د پولیسو له لوري د اېستل کېدو له ګواښ سره هم مخ دي.

د امریکایي سناتورانو په ګډون د کډوالو یو شمېر ادارو له ټرمپ غوښتي وو، چې افغانانو ته په دغه بهیر کې معافیت ورکړي؛ خو ښکاري چې هغه دې غوښتنو ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې.