• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني رسنۍ: له اپرېل میاشتې راهیسې تر ۲۰۰زره ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۵۱ GMT+۱

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له تېرې اپرېل میاشتې راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو په لړ کې تر ۲۰۰زرو ډېر افغانان له دغه هېواده افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې له ایران څخه هم د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

د راپور له مخې؛ پاکستان تر ۸۰۰ زرو ډېرو افغانانو د اېستلو لړۍ پیل کړې، چې د استوګنې جوازونه یې لغوه شوي چې په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې په پاکستان کې زېږېدلي او یا له لسیزو راهیسې هلته ژوند کوي.

په راپور کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې راغلي، چې په اپرېل میاشت کې له ۱۳۵۰۰۰ څخه زیات افغانان له پاکستانه بېرته افغانستان ته شوي وو؛ خو په مئ میاشت کې بیا شاوخوا ۶۷زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي او د جون په لومړیو دوو ورځو کې بیا له ۳۰۰۰ څخه زیات کسان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شول.

له بل پلوه د پاکستان حکومت هغه افغانانو ته چې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له‌خوا ورته د پی او ار کارټونه ورکړل شوي، د روانې جون میاشتې تر وروستۍ نېټې په دغه هېواد کې د پاتې کېدو ضرب الاجل ټاکلی.

دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۳ مېلیونه د پي او ار کارټ لرونکي افغان کډوال مېشت دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ټرمپ تازه بندیز؛ د طالبانو له کبله نور هېڅ افغان او حتی کډوال هم امریکا ته نه شي تلای

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۴۹ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجراییوي فرمان‌په لاسلیکولو سره د افغانانو په ګډون د ۱۱ هېوادونو پر وګړو د سفر بندیزونه ولګول. د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۵مه) د دغه خپاره شوي فرمان له مخې؛ ان کډوال هم نه شي کولای چې امریکا ته داخل شي.

په دغه بندیز کې ایران، چاډ، د کانګو جمهوریت، استوايي ګینه، اریتریا، هایټي، میانمار، لېبیا، سومالیا، سوډان او یمن هېوادونه شامل دي.

د ټرمپ د دغه فرمان له مخې؛ د افغانستان په ګډون د یادو هېوادونو وګړي په هر ډول ویزه امریکا ته له سفره منعه شوي دي.

د افغان وګړو د سفر بندیز لامل دا ښوول شوی، چې د طالبانو ډله د امریکا له لوري د ځانګړو نړۍوالو ترهګرو (SDGTs) په نوملړ کې شامله ده.

د امریکا د کورني امنیت او مالیې وزارت له لوري دغه چمتو شوی نوملړ هغه ډلې او کسان په نښه کوي، چې له ترهګریزو فعالیتونو سره تړاو لري.

په دغه نوملړ کې شاملو کسانو یا ډلو باندې سخت اقتصادي بندیزونه لګول کېږي او شتمنۍ یې هم کنګل کېږي.

فرمان زیاتوي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان هېڅ ډول پیاوړې او همکاره مرکزي اداره نه لري چې پاسپورټونه او نور ملکي اسناد صادر کړي.

همدا راز ویل شوي، د افغان وګړو د ارزونې او تصدیق لپاره اوس‌مهال په افغانستان کې اړینې تګلارې هم نشته.

د دغه فرمان له کبله ۲۰۰ زره هغه افغانان هم اغېزمن کېږي، چې له امریکايي ځواکونو او ادارو سره یې د دندو له کبله امریکا ته د کډوالۍ ژمنې ترلاسه کړې وې.

ټرمپ (د جنورۍ په ۲۰مه) په خپل یوه فرمان کې وار دمخه د کډوالۍ پروسې ځنډولې وې.

په پاکستان کې د امریکایي ادارو او ځواکونو نږدې ۲۵زره متحدین هم له دغه بندیزونه زیانمن بلل کېږي.

د افغانستان په دې ګاونډي هېواد کې مېشت دغه کډوال د پولیسو له لوري د اېستل کېدو له ګواښ سره هم مخ دي.

د امریکایي سناتورانو په ګډون د کډوالو یو شمېر ادارو له ټرمپ غوښتي وو، چې افغانانو ته په دغه بهیر کې معافیت ورکړي؛ خو ښکاري چې هغه دې غوښتنو ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې.

شهباز شریف د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته ځي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۰۲ GMT+۱

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف نن (پنجشنبه) د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د دوه ورځني سفر په موخه سعودي عربستان ته ځي.

جیونیوز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په حواله زیاته کړې، چې ټاکل شوې هغه به د دې سفر په بهیر کې د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري.

په راپور کې راغلي، چې شریف به د سوداګرۍ همکاري، پانګونې فرصتونو او د اسلامي هېوادونو د اړوندو موضوعاتو په تړاو خبرې‌اترې وکړي.

یادې شبکې همداراز لیکلي، چې د پاکستان لومړی وزیر به د نوي ډیلي او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچ په کمېدو کې د سعودي عربستان د رول مننه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا سفر کولای شي د سعودي عربستان د ۲۰۳۰ په پروګرامو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو نوې لارې پرانېزي.

طالبانو په کندهار کې پر دېوالونو د هبت الله د پیغامونو او ویناوو د لیکلو چارې پيل کړې

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۵۸ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو ښاروالۍ په ښار او بازارونو کې پر دېوالونو د دغه ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده د ویناوو او پیغامونو د لیکلو چارې پيل کړې. طالب ښاروال عبدالله روحاني وايي، دا هڅه د ښاري ښکلا او د عامه پوهاوي د پياوړتيا په موخه تر سره کېږي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) ویلي، چې ښار او بازارونو کې يې پر دېوالونو د هبت الله اخوندزاده د ویناوو او پیغامونو د لیکلو چارې پيل کړې دي.

طالبانو پر لویو امنیتي خښتو د دغه پیغامونو ځینې برخې لیکلي دي، چې په دې لیکنو کې قراني ایتونه او حدیثونه هم شامل دي.

افغانستان انټرنشنل ته په لېږل شويو انځورونو کې ښکاري، چې طالبانو پر یوه دېوال لیکلي: «دا نظام د ټولو افغانانو او مسلمانانو دی، ساتنه یې پر ټولو مسلمانانو لازمه ده، لاسونه سره یو کړئ او له اختلافاتو ځانونه او نور مسلمانان وساتئ.»

100%

یادې ډلې بل ځای لیکلي: «په خپل منځ کې امربالمعروف او نهی عن المنکر فریضه مه پرېږدئ، لمونځونه په جماعت کې سره اداء کړئ.»

100%

که څه هم طالبانو د دې لیکونو موخه ښکلا او د عامه پوهاوي پياوړتيا یاده کړې؛ خو د ښاریانو له سختو نیوکو سره مخ شوې او پر دېوالونو د ایتونو لیکل ناسم کار ګڼي.

د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، چې طالبانو تر دې وړاندې له ځينو سیمو څخه پر دېوالونو لیکلي پخوانۍ ویناوې، اشعار او ایتونه پاک کړي؛ خو بل لورې یې بیا خپله لیکلي دي.

د ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو امر وايي، چې دغه پیغامونه د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د خلکو د دیني پوهاوي لپاره ډېر مهم دي او په دې برخه کې به د ښاروالۍ ټول اړوند ریاستونه په ګډه کار وکړي.

طالبانو له خلکو غوښتي: « ټول هېوادوال دې د هبت الله اخوندزاده له لارښوونو څخه پوهاوی ترلاسه کړي او هغه دې د خپل ورځني ژوند برخه وګرځوي.»

د یادونې وړ ده، چې په دغو فرمانونو کې د شریعت د بشپړ تطبیق، د اسلامي حجاب مراعات، د ښځو د محرم پرته سفر نه‌ کول، د اسلامي اخلاقو پياوړتیا او د شرعي مجازاتو تطبیق په اړه ځانګړی ټینګار شوی دی.

100%

د هبت‌الله د امارت جاذبه؛ تکنوکرات سفیر چې له طالبانو سره بیعت وکړ

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۵۵ GMT+۱

په هالنډ کې د افغانستان سفیر اصف رحیمي د پخواني حکومت له هغو ډیپلوماتانو څخه دی، چې له طالبانو سره یې بیعت کړی دی. سرچینې وايي، طالبان د رحیمي په مشرۍ سفارت ته په میاشت کې لږترلږه ۲۰ زره یورو ورکوي.

اصف رحيمي همداراز کابل ته سفر کړی او له طالب چارواکو سره یې د همکارۍ او تعامل څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي په دې اوونۍ کې د سفارت له وېب پاڼې لوګو او د ټولنیزو رسنیو له پاڼو څخه د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم او ملي بیرغ لرې کړی او په دې ټوګه یې یو بل ګام اخیستی، څو د طالبانو له خوا د افغانستان پر سفارت د واک مشروعیت پياوړی کړي.
د جمهوریت له ړنګیدو وروسته د افغانستان ډیپلوماټیکې ادارې له سختو شرایطو سره مخ شول.

ځینو سفارتونو د مالي سرچینو د کمښت او د لګښتونو د نه تمويل له امله خپل فعالیتونه ودرول.
نور سفارتونه بیا د سیاسي دلایلو او د کوربه هېوادونو لکه په امریکا او انګلستان کې د افغانستان سفارتونو د فشار له امله تړلو ته اړ شول.
له دې سره، ځینو نورو سفارتونو بیا د طالبانو له فشار سره - سره هڅه وکړه، چې په بهر کې افغانانو ته خدمات وړاندې کړي؛ خو ځينو سفارتونو له ځنډ پرته د طالبانو بیرغ پورته کړ.

د جمهوري نظام ډیپلوماتان په درېیو ډلو وېشل شوي دي

یوه ډله تر پایه پورې د جمهوري نظام ارزښتونو او قوانینو ته ژمن پاتې شول او په هر ډول شرایطو کې یې له طالبانو سره له همکارۍ څخه انکار وکړ.
دا کسان چې د کوربه هېوادونو او کابل کې د طالبانو د رژیم له زیاتېدونکو فشارونو سره مخ وو، استعفا یې له طالبانو سره پر همکارۍ غوره وبلله.
دویمه ډله هغه کسان دي چې سیاسي پرمختګونه رامنځته شول، خپل شخصي ژوند ته یې لومړیتوب ورکړ او له ډیپلوماتیکې صحنې څخه ووتل.
درېیمه ډله هغه کسان دي، چې د افغانستان سیاسي بدلون یې یو فرصت وګاڼه تر څو له حالاتو ګټه پورته کړي.

ځینو دغو اشخاصو په ډیپلوماتیکو ادارو کې د ګډوډۍ او د مرکزي واک نشتوالي څخه ناسمه ګټه پورته کړه او عامه شتمنۍ یې لوټ کړې.
یو شمېر نورو د خپلې څوکۍ، عاید او مالي سرچینو د ساتلو لپاره او یا هم د قومي یا سیاسي لاملونو له امله له طالبانو سره یو ځای شول.
په هالنډ کې د افغانستان سفیر اصف رحیمي د همدې درېیمې ډلې له کسانو څخه دی.
هغه د جمهوري نظام له لومړنیو سفیرانو څخه و، چې له طالبانو سره یې بیعت وکړ، د هاګ په سفارت کې یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت بیرغ ښکته کړ او د جمهوریت نښان او سمبول یې د طالبانو لوګو سره بدل کړ.

اصف رحیمي څوک دی؟

اصف رحیمي د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې په مهمو پوستونو کې دنده ترسره کړې.

هغه په ​​پیل کې د ملي پیوستون پروګرام مشر و، بیا د کلیو او پراختیا مرستیال وزیر، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر او د هرات ولایت چې یو ستراتیژیک ولایت و، د والي په توګه دندې تر سره کړي.

د ۲۰۱۹ کال د ټاکنو وروسته پخواني ولسمشر اشرف غني هغه په ​​هالنډ کې د افغانستان سفیر وټاکه.

رحیمي د حزب اسلامي ګوند پخوانی غړی و؛ خو د ۲۰۰۱ کال له تحولاتو وروسته هغه له ګوند څخه ځان لرې کړ او د یوه لوېدیځ پلوه تکنوکرات او بیوروکرات په توګه راڅرګند شو.

د باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې، اصف رحیمي له طالبانو سره هېڅ ایدیولوژیک، قومي یا سیاسي تړاو نه درلود او په تېر وخت کې له دې ډلې سره د همکارۍ سابقه هم نه لري.

په هالنډ کې د افغانستان سفارت محدودې اسانتیاوې او مالي سرچینې درلودې او د جمهوري دورې په جریان کې د سفارت د لګښتونو لویه برخه له کابل څخه تمویل کېده.

عموما د سفارتونو عواید له خدماتو لکه د اسنادو تصدیق، د پاسپورټونو صادرول او د واده او زېږون د ثبت له لارې برابرېږي؛ خو د هالنډ سفارت د پاسپورټ د چاپولو توان نه درلود.

په اروپا کې د افغانستان د پاسپورټونو چاپ یوازې د جرمني په بُن کې د قونسلګرۍ له خوا ترسره کېده، چې له همدې امله د هالنډ سفارت عواید ډېر محدود و او د خپلو لګښتونو پوره کولو ته یې وس نه رسېده.

د سرچينو په وینا، د سفارت مياشتني لګښتونه شاوخوا ۳۰ زره یورو دي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه پخواني چارواکي ویلي، په بهر کې د افغان سفارتونو او ډیپلوماتیکو ماموریتونو ټول لګښتونه په کال کې د ۵۰ او ۶۰ مېلیون ډالرو ترمنځ وو؛ مګر د دې ادارو عاید یوازې شاوخوا ۱۵ مېلیون ډالر و، يعنې د بوديجې لویه برخه د کابل د مرکزي حکومت له خوا تمویل کېده.

د هالنډ په څېر هېواد کې د سفیر شخصي لګښتونه په اوسط ډول د ۷ تر ۸ زره یورو ترمنځ دي او د یو ډیپلومات لپاره بیا شاوخوا ۵ زره یورو دي.

د سفارت د ودانۍ کرایه هم په میاشت کې شاوخوا ۶ زره یورو وه.

د کابل تر سقوط وروسته د هالنډ سفارت د دې لګښتونو د پوره کولو توان نه درلود.

له همدې امله اصف رحیمي یوازې د اقتصادي دلیلونو له کبله له طالبانو سره بیعت وکړ او سفارت یې دې ډلې ته وسپاره.

د یو تکنوکرات په توګه هغه د افغانستان د واکمنې ډلې سره هېڅ سیاسي یا ایډیالوژیکي تړاو نه درلود، مګر د هغه فرصت طلبانه چلند هغه اړ کړ، چې اساسي قانون او د جمهوري نظام ارزښتونه پرېږدي او له طالبانو سره یوځای شي.

رحیمي څه ترلاسه کړل؟

د باوري سرچینو په وینا، وروسته له هغه چې اصف رحیمي له طالبانو سره بیعت وکړ، دې ډلې په هره میاشت کې له ۲۰ تر ۳۰ زره یورو د هالنډ سفارت د لګښتونو د پوره کولو په ځانګړې توګه د رحیمي د معاش لپاره ورکوي.

د طالبانو سره د همکارۍ له اعلان وروسته رحیمي کابل ته سفر وکړ او د همکارۍ او تعامل د طریقې په اړه یې د طالبانو له چارواکو سره ولیدل.

د دې سفر په جریان کې هغه وتوانېد، چې خپلې شخصي شتمنۍ او ملکیتونه بېرته ترلاسه کړي. په حقیقت کې رحیمي یوازې د شخصي دلایلو لپاره او پرته له کومې سیاسي اجنډا څخه له طالبانو سره یوځای شو.

هالنډ د طالبانو حکومت په رسميت نه پېژني او په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت لا هم د اسلامي جمهوریت اړوند ګڼل کېږي، چې د اشرف غني له تلو وروسته یې یوازې نوم پاتې دی.

طالبان هڅه کوي، چې د سفارتونو د واک له لارې په غیر مستقيم ډول د افغانستان د دولت پر پاتې شونو ادارو واک تر لاسه کړي.

دغه ډله کولای شي، چې په راتلونکې کې له خپلو مستقیمو یا غیر مستقیمو اجیرانو له لارې په سفارتونو کې د کوربه هېوادونو له حکومتونو سره لابي یا د فشار د واردولو هڅې وکړي.

په راتلونکي کې دا ډله کولی شي، په دې سفارتونو کې د خپلو مستقیمو او غیر مستقیمو اجنټانو سره کوربه حکومت ته لابي وکړي.

رحیمي د اشرف غني په حکومت کې د یو شمیر نورو لوړپوړو چارواکو په څېر، طالبان د خپلو سیاسي او مالي ګټو لپاره د یوې وسیلې په توګه ګوري.

دا ډول کسان تر هغه وخته د هر سیاسي نظام تابع وي، چې شخصي ګټې یې تامین او دوی ته څوکۍ یا مقام ورکړي.

دا کړنه د پخواني حکومت د سقوط له اصلي لاملونو څخه وه، ځکه چې سیاسي او نظامي کسان د دې پر ځای چې دفاع وکړي له طالبانو سره د وتلو او جوړجاړي لاره غوره کړه.

د دوی لپاره څوکۍ او اقتصادي ګټې مهمې وې، که دا ګټې د لوېدیځ له ملاتړه برخمن حکومت کې وي یا د هیبت الله اخوندزاده تر مشرۍ لاندې رژيم کې.

د اصف رحیمي په څېر خلکو لپاره د اشرف غني او هبت الله حکومتونو سیاسي او مالي جذابیت (کشش) یو شان دی.

رحیمي ویلي، چې د سفارت اړیکې له طالبانو د دې لپاره تنظیم شوي چې د خدماتو ورکړه روانه پاتې شي او د سفارت فعالیت بند نه شي.
خو طالبانو اعلان کړی، چې پرته له څو محدودو استازولیو لکه د افغانستان سفارت په لاهې (هالنډ) کې د نورو استازولیو اسناد او تصدیقونه نه مني.

له دې سره، ډېرو نورو سفارتونو د فعالیتونو د ځنډولو پر ځای له طالبانو سره د نه همکارۍ لاره غوره کړې.

یو دلیل دا دی، چې له طالبانو سره د سفارتونو همکاري نه یوازې دا چې د طالبانو حکومت ته د مشروعیت بڼه ورکوي، بلکې دغې ډلې ته دا زمینه برابروي چې له کوربه هېوادونو سره لابي وکړي او د هغوی ذهنیت بدل کړي.

اوسمهال هېڅ هېواد طالبان په رسميت نه پېژني؛ ځکه چې دا ډله د هېواد د نیمایي نفوس اساسي بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او له ترهګرو ډلو سره یې اړیکې نه دي پرې کړي.

د نړۍ د ذهنیت د بدلولو لپاره د طالبانو هڅو کومه پایله نه ده ورکړې.

حقیقت دا دی، چې د یو لړ اساسي حقونو په اړه د افغانستان د تعلیم یافته خلکو مقاومت او ټینګار په طالبانو فشار ساتي او د نړۍ هېوادونه د طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره بهانه نه مومي.

په پاکستان کې د دوو ماشومانو قاتل له پولیسو نه د تېښتې پرمهال اوبو کې ډوب او مړ شو

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۴۹ GMT+۱

د ډان ورځپاڼې د راپور له‌مخې، د پاکستان د پنجاب ایالت په حافظ‌اباد ولسوالۍ کې د دوو ماشومانو پر وژنې تورن له پولیسو نه د تېښتې پرمهال د اوبو په کانال کې ډوب شوی دی.

یادې ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ (د جون ۴مه) د پاکستاني پولیسو په حواله زیاته کړې، چې څو ورځې مخکې د پنجاب په «کاسوکي» سیمه کې دوه ماشومان نادرکه شوي وو او وروسته یې مړي بیا د یوه کور په اوسپنیز صندوق کې وموندل شول.

په راپور کې راغلي، چې د یوه ماشوم دوه ترونه او درې نور کسان د ېپېښې په تړاو د شکمنو کسانو په توګه پېژندل شوي او په وینا یې، تر اوسه پورې د دې شکمنو له ډلې یې یوازې دوه کسان نیولي دي.

یو له شکمنو کسانو نه چې د حافظ‌اباد د جرمونو د کنټرول څانګې سره بندي و، د څېړنو پرمهال د ماشومانو پر وژنې اعتراف کړی دی. هغه ویلي دي چې ماشومان یې په لرګي وهلي او دا لرګی هغه په خپل کور کې پټ کړی دی.

پولیس له شکمن کس سره د پېښې ځای ته د لرګي د ترلاسه‌کېدو لپاره روان وو، چې موټر کاریاله کلي ته نږدې ورو شوی دی. په دې وخت کې شکمن کس خپل لاسونه له زولنو خلاص کړي، له موټره یې ځان غورځولی او تښتېدلی دی.

د پاکستاني پولیسو په وینا، هغه د اوبو کانال ته ځان غورځولی چې د ډېرو اوبو له امله مړ او څو شېبې وروسته یې مړی له کانال نه را اېستل شوی دی.

د یادونې ده، چې په پاکستان کې په دې وروستو کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي.

وړمه ورځ د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام‌اباد کې یوه ټیکټاکره په ښکاره ورځ د یوه ۲۲ کلن ځوان له‌خوا ووژل شوه.