د هبتالله د امارت جاذبه؛ تکنوکرات سفیر چې له طالبانو سره بیعت وکړ په هالنډ کې د افغانستان سفیر اصف رحیمي د پخواني حکومت له هغو ډیپلوماتانو څخه دی، چې له طالبانو سره یې بیعت کړی دی.
سرچینې وايي، طالبان د رحیمي په مشرۍ سفارت ته په میاشت کې لږترلږه ۲۰ زره یورو ورکوي.
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
۱۴ غبرګولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۵۵ GMT+۱ تازه شوی: ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۲۸ GMT+۱
اصف رحيمي همداراز کابل ته سفر کړی او له طالب چارواکو سره یې د همکارۍ او تعامل څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي. نوموړي په دې اوونۍ کې د سفارت له وېب پاڼې لوګو او د ټولنیزو رسنیو له پاڼو څخه د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم او ملي بیرغ لرې کړی او په دې ټوګه یې یو بل ګام اخیستی، څو د طالبانو له خوا د افغانستان پر سفارت د واک مشروعیت پياوړی کړي. د جمهوریت له ړنګیدو وروسته د افغانستان ډیپلوماټیکې ادارې له سختو شرایطو سره مخ شول.
ځینو سفارتونو د مالي سرچینو د کمښت او د لګښتونو د نه تمويل له امله خپل فعالیتونه ودرول. نور سفارتونه بیا د سیاسي دلایلو او د کوربه هېوادونو لکه په امریکا او انګلستان کې د افغانستان سفارتونو د فشار له امله تړلو ته اړ شول. له دې سره، ځینو نورو سفارتونو بیا د طالبانو له فشار سره - سره هڅه وکړه، چې په بهر کې افغانانو ته خدمات وړاندې کړي؛ خو ځينو سفارتونو له ځنډ پرته د طالبانو بیرغ پورته کړ.
د جمهوري نظام ډیپلوماتان په درېیو ډلو وېشل شوي دي
یوه ډله تر پایه پورې د جمهوري نظام ارزښتونو او قوانینو ته ژمن پاتې شول او په هر ډول شرایطو کې یې له طالبانو سره له همکارۍ څخه انکار وکړ. دا کسان چې د کوربه هېوادونو او کابل کې د طالبانو د رژیم له زیاتېدونکو فشارونو سره مخ وو، استعفا یې له طالبانو سره پر همکارۍ غوره وبلله. دویمه ډله هغه کسان دي چې سیاسي پرمختګونه رامنځته شول، خپل شخصي ژوند ته یې لومړیتوب ورکړ او له ډیپلوماتیکې صحنې څخه ووتل. درېیمه ډله هغه کسان دي، چې د افغانستان سیاسي بدلون یې یو فرصت وګاڼه تر څو له حالاتو ګټه پورته کړي.
ځینو دغو اشخاصو په ډیپلوماتیکو ادارو کې د ګډوډۍ او د مرکزي واک نشتوالي څخه ناسمه ګټه پورته کړه او عامه شتمنۍ یې لوټ کړې. یو شمېر نورو د خپلې څوکۍ، عاید او مالي سرچینو د ساتلو لپاره او یا هم د قومي یا سیاسي لاملونو له امله له طالبانو سره یو ځای شول. په هالنډ کې د افغانستان سفیر اصف رحیمي د همدې درېیمې ډلې له کسانو څخه دی. هغه د جمهوري نظام له لومړنیو سفیرانو څخه و، چې له طالبانو سره یې بیعت وکړ، د هاګ په سفارت کې یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت بیرغ ښکته کړ او د جمهوریت نښان او سمبول یې د طالبانو لوګو سره بدل کړ.
اصف رحیمي د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې په مهمو پوستونو کې دنده ترسره کړې.
هغه په پیل کې د ملي پیوستون پروګرام مشر و، بیا د کلیو او پراختیا مرستیال وزیر، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر او د هرات ولایت چې یو ستراتیژیک ولایت و، د والي په توګه دندې تر سره کړي.
د ۲۰۱۹ کال د ټاکنو وروسته پخواني ولسمشر اشرف غني هغه په هالنډ کې د افغانستان سفیر وټاکه.
رحیمي د حزب اسلامي ګوند پخوانی غړی و؛ خو د ۲۰۰۱ کال له تحولاتو وروسته هغه له ګوند څخه ځان لرې کړ او د یوه لوېدیځ پلوه تکنوکرات او بیوروکرات په توګه راڅرګند شو.
د باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې، اصف رحیمي له طالبانو سره هېڅ ایدیولوژیک، قومي یا سیاسي تړاو نه درلود او په تېر وخت کې له دې ډلې سره د همکارۍ سابقه هم نه لري.
په هالنډ کې د افغانستان سفارت محدودې اسانتیاوې او مالي سرچینې درلودې او د جمهوري دورې په جریان کې د سفارت د لګښتونو لویه برخه له کابل څخه تمویل کېده.
عموما د سفارتونو عواید له خدماتو لکه د اسنادو تصدیق، د پاسپورټونو صادرول او د واده او زېږون د ثبت له لارې برابرېږي؛ خو د هالنډ سفارت د پاسپورټ د چاپولو توان نه درلود.
په اروپا کې د افغانستان د پاسپورټونو چاپ یوازې د جرمني په بُن کې د قونسلګرۍ له خوا ترسره کېده، چې له همدې امله د هالنډ سفارت عواید ډېر محدود و او د خپلو لګښتونو پوره کولو ته یې وس نه رسېده.
د سرچينو په وینا، د سفارت مياشتني لګښتونه شاوخوا ۳۰ زره یورو دي.
د بهرنیو چارو وزارت یوه پخواني چارواکي ویلي، په بهر کې د افغان سفارتونو او ډیپلوماتیکو ماموریتونو ټول لګښتونه په کال کې د ۵۰ او ۶۰ مېلیون ډالرو ترمنځ وو؛ مګر د دې ادارو عاید یوازې شاوخوا ۱۵ مېلیون ډالر و، يعنې د بوديجې لویه برخه د کابل د مرکزي حکومت له خوا تمویل کېده.
د هالنډ په څېر هېواد کې د سفیر شخصي لګښتونه په اوسط ډول د ۷ تر ۸ زره یورو ترمنځ دي او د یو ډیپلومات لپاره بیا شاوخوا ۵ زره یورو دي.
د سفارت د ودانۍ کرایه هم په میاشت کې شاوخوا ۶ زره یورو وه.
د کابل تر سقوط وروسته د هالنډ سفارت د دې لګښتونو د پوره کولو توان نه درلود.
له همدې امله اصف رحیمي یوازې د اقتصادي دلیلونو له کبله له طالبانو سره بیعت وکړ او سفارت یې دې ډلې ته وسپاره.
د یو تکنوکرات په توګه هغه د افغانستان د واکمنې ډلې سره هېڅ سیاسي یا ایډیالوژیکي تړاو نه درلود، مګر د هغه فرصت طلبانه چلند هغه اړ کړ، چې اساسي قانون او د جمهوري نظام ارزښتونه پرېږدي او له طالبانو سره یوځای شي.
د باوري سرچینو په وینا، وروسته له هغه چې اصف رحیمي له طالبانو سره بیعت وکړ، دې ډلې په هره میاشت کې له ۲۰ تر ۳۰ زره یورو د هالنډ سفارت د لګښتونو د پوره کولو په ځانګړې توګه د رحیمي د معاش لپاره ورکوي.
د طالبانو سره د همکارۍ له اعلان وروسته رحیمي کابل ته سفر وکړ او د همکارۍ او تعامل د طریقې په اړه یې د طالبانو له چارواکو سره ولیدل.
د دې سفر په جریان کې هغه وتوانېد، چې خپلې شخصي شتمنۍ او ملکیتونه بېرته ترلاسه کړي. په حقیقت کې رحیمي یوازې د شخصي دلایلو لپاره او پرته له کومې سیاسي اجنډا څخه له طالبانو سره یوځای شو.
هالنډ د طالبانو حکومت په رسميت نه پېژني او په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت لا هم د اسلامي جمهوریت اړوند ګڼل کېږي، چې د اشرف غني له تلو وروسته یې یوازې نوم پاتې دی.
طالبان هڅه کوي، چې د سفارتونو د واک له لارې په غیر مستقيم ډول د افغانستان د دولت پر پاتې شونو ادارو واک تر لاسه کړي.
دغه ډله کولای شي، چې په راتلونکې کې له خپلو مستقیمو یا غیر مستقیمو اجیرانو له لارې په سفارتونو کې د کوربه هېوادونو له حکومتونو سره لابي یا د فشار د واردولو هڅې وکړي.
په راتلونکي کې دا ډله کولی شي، په دې سفارتونو کې د خپلو مستقیمو او غیر مستقیمو اجنټانو سره کوربه حکومت ته لابي وکړي.
رحیمي د اشرف غني په حکومت کې د یو شمیر نورو لوړپوړو چارواکو په څېر، طالبان د خپلو سیاسي او مالي ګټو لپاره د یوې وسیلې په توګه ګوري.
دا ډول کسان تر هغه وخته د هر سیاسي نظام تابع وي، چې شخصي ګټې یې تامین او دوی ته څوکۍ یا مقام ورکړي.
دا کړنه د پخواني حکومت د سقوط له اصلي لاملونو څخه وه، ځکه چې سیاسي او نظامي کسان د دې پر ځای چې دفاع وکړي له طالبانو سره د وتلو او جوړجاړي لاره غوره کړه.
د دوی لپاره څوکۍ او اقتصادي ګټې مهمې وې، که دا ګټې د لوېدیځ له ملاتړه برخمن حکومت کې وي یا د هیبت الله اخوندزاده تر مشرۍ لاندې رژيم کې.
د اصف رحیمي په څېر خلکو لپاره د اشرف غني او هبت الله حکومتونو سیاسي او مالي جذابیت (کشش) یو شان دی.
رحیمي ویلي، چې د سفارت اړیکې له طالبانو د دې لپاره تنظیم شوي چې د خدماتو ورکړه روانه پاتې شي او د سفارت فعالیت بند نه شي. خو طالبانو اعلان کړی، چې پرته له څو محدودو استازولیو لکه د افغانستان سفارت په لاهې (هالنډ) کې د نورو استازولیو اسناد او تصدیقونه نه مني.
له دې سره، ډېرو نورو سفارتونو د فعالیتونو د ځنډولو پر ځای له طالبانو سره د نه همکارۍ لاره غوره کړې.
یو دلیل دا دی، چې له طالبانو سره د سفارتونو همکاري نه یوازې دا چې د طالبانو حکومت ته د مشروعیت بڼه ورکوي، بلکې دغې ډلې ته دا زمینه برابروي چې له کوربه هېوادونو سره لابي وکړي او د هغوی ذهنیت بدل کړي.
اوسمهال هېڅ هېواد طالبان په رسميت نه پېژني؛ ځکه چې دا ډله د هېواد د نیمایي نفوس اساسي بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او له ترهګرو ډلو سره یې اړیکې نه دي پرې کړي.
د نړۍ د ذهنیت د بدلولو لپاره د طالبانو هڅو کومه پایله نه ده ورکړې.
حقیقت دا دی، چې د یو لړ اساسي حقونو په اړه د افغانستان د تعلیم یافته خلکو مقاومت او ټینګار په طالبانو فشار ساتي او د نړۍ هېوادونه د طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره بهانه نه مومي.
د دغه سازمان د وروستۍ ارزونې پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال له مې تر اکټوبر پورې د افغانستان شاوخوا ۲۱ سلنه نفوس چې ۹.۵ مېلیونه وګړي کېږي، په بحراني یا ډېر ناوړه وضعیت کې دي. له دې جملې نه ۱.۶ مېلیونه خلک په بېړني وضعیت کې او نږدې ۸ مېلیونه نور بیا ډېر ناوړه وضعیت کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په مارچ او اپرېل کې د هغو خلکو شمېر چې بېړنیو خوراکي مرستو ته یې اړتیا لرله، شاوخوا ۱۲.۶ مېلیون ته رسېده.
د خوړو د نړۍوال پروګرام په وینا، د دې پرمختګ اصلي لاملونه د شخړو کمېدل، اقتصادي وده او دوامداره بشري او کرنیزې مرستې دي.
ورته مهال، د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکوي، چې د اقلیم د بدلون، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو او د خوړو د خوندیتوب لپاره د بشري مرستو په برخه کې د ۴۰ سلنه کمښت له امله ستونزې کولای شي لاستهراوړنې له ګواښ سره مخ او زیانمنې کورنۍ بېرته ناورین ته اړ کړي.
نوموړي سازمان پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب د ډاډمنتیا لپاره په دوامداره او سېستماتیک ډول د هڅو ملاتړ وکړي.
د یادونې ده، چې له افغانستان سره د امریکا د مالي مرستو تر کمېدو وروسته، دغه هېواد اوس مهال له یوه پراخ، ژور او دوامداره بشري ناورین سره مخ دی او هېوادوال سملاسي مرستو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا خبرداری ورکړی و، چې د امریکا متحدهایالاتونو د مالي ملاتړ له دوام پرته به مېلیونونه افغانان له بشرپاله مرستو بېبرخې پاتې شي.
له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) ویلي، چې له تېرو دوو ورځو څخه په ښار کې ګام پر ګام تالاشۍ کېږي او ګڼه ګوڼه هم زياته شوې.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا، سږ کال هم د کندهار په مرکزي عیدګاه کې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د اختر د لمانځه امامت کوي او همدغه موضوع د امنیتي تدابیرو د لا سختېدو لامل شوی.
د عیدګاه جومات شاوخوا کوڅې، نږدې ودانۍ او کورونه د طالبانو له خوا تالاشي شوي او څو ورځې مخکې کندهار پوهنتون چې له عیدګاه سره نږدې موقعیت لري رخصت شوی دی.
طالبان سره له دې چې ډېری یې ځانګړې جامې هم نه لري په ملکي جامو کې په تالاشۍ او ګزمو بوخت دي.
سرچينې زياتوي، چې د طالبانو استخباراتي غړي په ملکي جامو کې په عامه ځایونو، د ښار په هوټلونو او د بازارونو په شاوخوا کې ګرځي او د خلکو فعالیتونه له نږدې څاري.
د اختر په مناسبت د کندهار د احتمالي پېښو د مخنیوي او چمتوالي لپاره د طالبانو د امنیه قوماندان مولوي طالب، د دغه ډلې د والي ملاشيرین، د استخباراتو او نورو ادارو تر منځ هم د همغږۍ ناستې شوي دي.
د سرچینو په خبره، د ښار په تلونکو لارو ځانګړې امنیتي کسان ځای پر ځای شوي او ټول وسایط تالاشي کېږي.
د طالباو امنيتي مسوولینو په خپلمنځي ناسته کې ویلي، چې یوازې باید تمرکز د لمانځه پر ځایونو نه، بلکې د ښار عمومي وضعیت ته وشي او د هر ډول ناامنۍ مخه ونیول شي.
د کندهار اوسېدونکي که څه هم د امنیت د ټينګښت او د وسله والو غلاوو د مخنيوي غوښتنه کوي؛ خو د پرله پسې او ګام پر ګام تالاشيو څخه په تنګ شوي دي.
د تېر کوچني اختر پر مهال په مرکزي عیدګاه کې طالبانو درنې وسلې، لکه دومیله چې د هوايي بریدونو د دفع لپاره کارول کېږي، هم ځای پر ځای کړي و.
سږ کال که څه هم په ښکاره اعلان نه دی شوی، خو د ورته ترتیباتو نښې بیا هم لیدل کېږي.
طالبانو لا تر اوسه د لوی اختر لپاره د لمانځه مشخص ځایونه نه دي اعلان کړي؛ خو دغه ډله د اختر د ورځې څخه یوه ورځ مخکې دغه سيمې اعلانوي.
له ۲۰۲۱ وروسته کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، د کندهار په مرکزي عیدګاه کې د اختر د لمانځه مشري تر ډېره د ملا هبت الله له خوا ترسره کېږي.
له همدې کبله د طالبانو چارواکي د عیدګاه شاوخوا امنیت ته ډېره پاملرنه کوي؛ ځکه تر اوسه دا سیمه د دوی لپاره یو سمبولیک ارزښت لري.
د کندهار ښار یو شمېر لاسي او د سړک سر صرافانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو په کندهار ښار کې د دوی پر فعالیتونو بندیز لګولی او د جوازونو غوښتنه ترې کوي.
دغه صرافانو ویلي، چې طالبانو د یوه کمپاین له مخې، په تېرو درېیو ورځو کې د کندهار ښار له ټولو سیمو څخه د سړک سر غرفې ټولې کړې او د لاسي صرافۍ کوچنیو کاروباریانو ته یې د کاروبارو د بندولو ګواښ کړی.
په کندهار ښار کې د سړک پر سر د یوې کوچنۍ صرافۍ مسوول د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل:«د شهیدانو پر چوک دلته تر دېرش زیاتی د صرافۍ غرفې دي، موږ دلته ډالر، کالدارې، تومن او نور اسعار تبادله کوو او ترڅنګ یې د موبایل کریډېټ کارټونه هم پلورو، خو دا څو ورځې کیږي، چې طالبان راځي او وايي، غرفې مو ټولې کړئ. هر وخت چې مو جواز واخیست بیا کار شروع کړئ.»
د صرافیو دغه کوچني کاروباریان وايي، چې د طالبانو د یاد اقدام په پایله کې د کندهار ښار د شهیدانو څلور لارې، صرافۍ مارکیټ مخ، مدد څلور لارې، کابل اډه، د ګرشک اډه او نورو ځایونو کې سلګونو کسانو کاروبار باندې بندیز لګول شوی.
د کندهار ښار یو صراف د نوم نه ښودلو په شرط وايي:«موږ په دې کار کې د ورځې له شپږسوه څخه تر زر افغانۍ ګټه ترلاسه کوله، اوس نو بیکاره شوو. طالبان وايي، چې موږ باید د صرافۍ مارکیټ د لویو صرافیو جواز او کارټ ولرو، بیا د فعالیت اجازه لرو.»
دغه صرافان وايي، د طالبانو له خوا د اسعارو د تبادلې لویو مرکزونو ته په ښار کې د د درې کوچنیو او لاسي صرافیو اجازه ورکړل شوې او د پخوا په څېر په ازاده توګه نور کسان د یاد کاروبار اجازه نه لري.
طالبانو څو میاشتې وړاندې هم په کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالیو کې پر لاسي او کوچنیو صرافیو بندیز لګولی و.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو دوه اونۍ وړاندې په کندهار کې له پټرول پمپونو پرته په هټیو او ګرځنده بڼه د تېلو پلور باندې هم بندیز ولګاوه.
دغه بنسټونه وايي، چې د افغانانو د اعدامونو شمېر زیات شوی او یوازې د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۳۲ افغانان د ایران په زندانونو کې اعدام شوي دي.
دا ګډه غوښتنه د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) د ۸۴ بشري حقونو د سازمانونو له خوا لاسلیک شوې او پکې ویل شوي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په ایران کې د افغانانو د اعدامونو لړۍ چټکه شوې ده، چې دوی پرې ژوره اندېښنه لري.
دغو بنسټونو خبرداری ورکړی چې ښايي په راتلونکو میاشتو کې لسګونه نور افغان بنديان هم په ایران کې اعدام شي.
د دې ګډې غوښتنې له مخې، په ایران کې د افغان وګړو د اعدامونو شمېر د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په ۲۰۲۲ کال کې له ۱۶ کسانو څخه په ۲۰۲۴ کال کې ۸۰ کسانو ته لوړ شوی دی.
دغه سازمانونه ټینګار کوي چې ډېری دا اعدامونه پټ او له عامه خبرتیا پرته ترسره کېږي.
د راپورونو له مخې، د تېر کال له لسګونو اعدام شویو څخه یوازې شپږ یې رسماً اعلان شوي دي.
ایرنا خبري اژانس د مهدي رجبي له قوله راپور ورکړی چې د ایران د دوغارون پولې له لارې د ناقانونه افغان کډوالو په بېرته ستنولو کې د غبرګولي میاشت له پېل راهیسې د تېرې میاشتې د همدې مودې په پرتله ۱۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
نوموړی وايي، هغه ناقانونه افغان وګړي، چې په ۱۱ ولایتونو کې نیول کیږي، تر قانوني مراحلو وروسته د دوغارون له لارې بېرته افغانستان ته لیږل کیږي.
نوموړي ویلي، چې ناقانونه کډوال بېرته خپل هېواد ته لېږل د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت له مهمو لومړیتوبو څخه دی او دوغارون له ایران څخه د ناقانونه افغان کډوالو د وتلو اصلي دروازه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالۍ نړیوال سازمان تېره ورځ په خپل یوه راپور کې ویلي، چې ایران د افغان کډوالو اېستل دوه برابره کړي دي.