• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران هره ورځ نږدې څلور زره افغان کډوال له دوغارون پولې افغانستان ته شړي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۳۰ GMT+۱

د ایران د تایباد ولسوالۍ د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو مرستیال ویلي، چې هره ورځ له دوغارون پولې څخه له څلور زورو ډیر ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنوي.

ایرنا خبري اژانس د مهدي رجبي له قوله راپور ورکړی چې د ایران د دوغارون پولې له لارې د ناقانونه افغان کډوالو په بېرته ستنولو کې د غبرګولي میاشت له پېل راهیسې د تېرې میاشتې د همدې مودې په پرتله ۱۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

نوموړی وايي، هغه ناقانونه افغان وګړي، چې په ۱۱ ولایتونو کې نیول کیږي، تر قانوني مراحلو وروسته د دوغارون له لارې بېرته افغانستان ته لیږل کیږي.

نوموړي ویلي، چې ناقانونه کډوال بېرته خپل هېواد ته لېږل د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت له مهمو لومړیتوبو څخه دی او دوغارون له ایران څخه د ناقانونه افغان کډوالو د وتلو اصلي دروازه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالۍ نړیوال سازمان تېره ورځ په خپل یوه راپور کې ویلي، چې ایران د افغان کډوالو اېستل دوه برابره کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: طالبانو د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې امر د وژلو په تور پخواني نظامیان نیولي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۱۲ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو په کندهار کې درې پخواني نظامیان د ډنډ ولسوالۍ لپاره د دې ډلې د پوهنې امر د وژلو په تور نیولي دي. طالبانو ویلي، چې د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې امر د وژلو په تور یې درې تنه غله نیولي دي.

له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو د دغه ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې درې تنه پخواني نظامیان د خپلې ډلې د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې امر د وژلو په تور نیولي دي.

دغو سرچینو د طالبانو له خوا د نیول شویو پخوانيو نظامیانو نومونه احسان الله اڅکزی، هارون اڅکزی او یار محمد اڅکزی ښودلي او وايي، درې واړو د تېر جمهوري نظام پر مهال په ژړۍ ولسوالۍ کې د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله.

سرچینو ویلي، چې د طالبانو له خوا نیول شوي پخواني نظامیان د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د سنګهسار سیمي د کډوالو کلي اوسیدونکي دي او نن چهار شنبه د طالبانو له خوا ونیول شول.

سرچینو ویلي، چې طالبانو وړاندې تردې هم د نیول شویو کسانو په څېر لسګونه نور بې ګناه پخواني نظامیان هم د غلا، نشه يي توکو د پلور او جنايي پېښو په تور نیولي او بندیان کړي دي.

بل خوا د کندهار ځايي خبریالانو په کندهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په حواله ویلي، چې یاد کسان د غلا او د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې امر د وژلو په تور نیول شوي.

طالبانو ویلي، چې یاد کسان غله دي او د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې امر یې د یو موټر سایکل لپاره وژلی دی.

د کندهار د پوهنې امر سید احمد سالار د غبرګولي په ۱۲مه د کندهار ښار د ۱۵مې حوزې په یخ کاریز سیمه کې د ناڅرګندو وسله والو په ډزو ووژل شو.

اسحاق ډار: چین د پاکستان په غوښتنه افغانستان ته د سیپېک غځولو هوکړه کړې ده

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۰۰ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې چین د پاکستان په غوښتنه کابل ته د سیپېک پروژې غځولو هوکړه کړې ده. د نوموړي په خبره، په یاده پروژه کې د پېښور ـ کابل لویې لارې جوړول هم شامل دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار نن چهار شنبه «د غبرګولي ۱۴مه» د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، چې چین د پاکستان په غوښتنه کابل ته د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز «CPEC» پروژې غځولو باندې هوکړه کړې ده.

اسحاق ډار وايي:« ښه خبر دادی چې چین زموږ په غوښتنه، کابل ته د سیپېک پروژې غځولو او د پېښور او کابل لویې لارې جوړول منلي دي.»

نوموړی وايي، افغانستان به د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز له لارۍ منځنۍ اسیا ته لاسرسی پیدا کړي او پاکستان هڅه کوي، چې د اقتصادي همکارۍ سازمان «ایکو» په راتلونکې سرمشریزه کې برخه واخلي، څو سیمه ییز اتصال ته وده ورکړي.

نوموړي ویلي، بیجنګ د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز پروژې د تمدیدولو هوکړه کړې ده، چې د ننه په پاکستان کې به د ریل ګاډو پټلیو په ګډون ځیني لویې لارې هم جوړې شي.

نوموړي کابل ته د سیپېک پروژې د غځولو خبر په داسې مهال ورکړی، چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې بیجنګ چمتو دی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه والي او پراختیا لپاره رغوونکی او مثبت رول ولوبوي.

افغان درمل واردوونکو ازبکستان ته د درملو ګډې فابریکې جوړولو وړاندیز کړی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۴۵ GMT+۱

د ازبکستان د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې رییس عبدالله عزیزوف د افغانستان د مخکښو درمل وېشونکو شرکتونو له استازو سره کتلي دي. په دې کتنه کې افغان درمل جوړوونکو په افغانستان کې ددرملو د یوې ګډې فابریکې جوړولو وړاندیز کړی.

د ازبک رسنیو د رپوټونو له مخې، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د درمل جوړونې په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ اړوند موضوعات څیړل شوي او هوکړه شوې، چې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د درملو د صادراتو او وارداتو کچه لوړه شي.

دغه راز په دې ناسته کې پر دې هم هوکړه شوې، چې په افغانستان کې د درملو د تولید ګډې پروژې پیل شي، ټکنالوژي وارده شي او مسلکي کدرونه وروزل شي.

د ازبکستان د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې افغان استازو ته د ازبکستان د مخکښو درمل جوړوونکو شرکتونو د لیدنې سفر هم تنظیم کړی، چې د نړیوالو معیارونو مطابق د تولید بهیر، ټکنالوژیکي وسایل، لابراتوارونه او د کیفیت د کنټرول سیستمونه له نږدې وګوري.

رپوټ وايي، چې افغان سوداګرو د ازبکستان د درمل جوړونې صنعت چټک پرمختګ ستایلی او د محصولاتو کیفیت او د صادراتو وړتیا یې ستایلې ده.

هغوی ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ازبک درملو تقاضا لوړه ده او دوی چمتو دي چې ژر تر ژره ګډې فابریکې پیل کړي.

طالبانو د لوی اختر په مناسبت له ۱۵۰۰ زيات بنديان خوشې کړل

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۰۵ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د لوی اختر په مناسبت يې ۱۵۵۹ بنديان د هېواد د بېلابېلو ولايتونو له زندانونو څخه خوشې کړي دي. دغې محکمې په يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې د ۹۵۰ نورو بنديانو د بند موده هم راکمه شوې ده.

د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، دا بنديان د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده په امر له زندانونو خوشي شوي او د بند موده یې کمه شوې ده.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، دا کسان د کابل، ننګرهار، لغمان، پنجشير، پروان، کاپيسا، خوست او نيمروز له زندانونو څخه خوشې شوي دي.

د طالبانو محکمې د دغو بنديانو د جرمونو او د بند مودې په اړه هېڅ وضاحت نه دی ورکړی.

همداراز روښانه نه ده چې ايا بهرني اتباع او سياسي بنديان هم له زندان څخه خوشي شوي دي او که نه.

د هند په کوربه‌توب د منځنۍ اسیا د ۵ هېوادونو سیمه‌ییزه غونډه جوړېږي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۴۸ GMT+۱

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د جون په پنځمه او شپږمه د هند په کوربه توب د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه غونډه جوړیږي او په یاده غونډه کې د امنیت، انرژۍ، سوداګرۍ، اړیکو پراختیا او ترهګرۍ ضد جګړې په اړه خبرې کیږي.

په دې غونډه کې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر مراد نرتلو، د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیر ژینبینک کولوبایف، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سعیدوف بختیور ادیلوویچ ګډون کوي.

د راپورونو له مخې، د یادې غونډې اجنډا به د نورو مسایلو ترڅنګ د هند په پهلګام کې تر برید وروسته په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو او اندېښنو په نظر کې نیولو سره سیمه ییز امنیت وي.

په دې غونډه کې به د منځنۍ اسیا د بهرنیو چارو وزیران د استخباراتي معلوماتو شریکولو، سرحدي امنیت همکارۍ او د افراطیت ضد ستراتیژیو په اړه خبرې وکړي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند په کوربه توبه د منځنۍ اسیا د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون دې غونډه کې به د انرژۍ او سرچینو، د اړیکو او سوداګرۍ، اقلیم او چاپیریالي همکارۍ، کلتوري او تعلیمي مسایلو په تړاو هم خبرې وشي.