• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان درمل واردوونکو ازبکستان ته د درملو ګډې فابریکې جوړولو وړاندیز کړی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۴۵ GMT+۱

د ازبکستان د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې رییس عبدالله عزیزوف د افغانستان د مخکښو درمل وېشونکو شرکتونو له استازو سره کتلي دي. په دې کتنه کې افغان درمل جوړوونکو په افغانستان کې ددرملو د یوې ګډې فابریکې جوړولو وړاندیز کړی.

د ازبک رسنیو د رپوټونو له مخې، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د درمل جوړونې په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ اړوند موضوعات څیړل شوي او هوکړه شوې، چې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د درملو د صادراتو او وارداتو کچه لوړه شي.

دغه راز په دې ناسته کې پر دې هم هوکړه شوې، چې په افغانستان کې د درملو د تولید ګډې پروژې پیل شي، ټکنالوژي وارده شي او مسلکي کدرونه وروزل شي.

د ازبکستان د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې افغان استازو ته د ازبکستان د مخکښو درمل جوړوونکو شرکتونو د لیدنې سفر هم تنظیم کړی، چې د نړیوالو معیارونو مطابق د تولید بهیر، ټکنالوژیکي وسایل، لابراتوارونه او د کیفیت د کنټرول سیستمونه له نږدې وګوري.

رپوټ وايي، چې افغان سوداګرو د ازبکستان د درمل جوړونې صنعت چټک پرمختګ ستایلی او د محصولاتو کیفیت او د صادراتو وړتیا یې ستایلې ده.

هغوی ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ازبک درملو تقاضا لوړه ده او دوی چمتو دي چې ژر تر ژره ګډې فابریکې پیل کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د لوی اختر په مناسبت له ۱۵۰۰ زيات بنديان خوشې کړل

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۰۵ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د لوی اختر په مناسبت يې ۱۵۵۹ بنديان د هېواد د بېلابېلو ولايتونو له زندانونو څخه خوشې کړي دي. دغې محکمې په يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې د ۹۵۰ نورو بنديانو د بند موده هم راکمه شوې ده.

د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، دا بنديان د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده په امر له زندانونو خوشي شوي او د بند موده یې کمه شوې ده.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، دا کسان د کابل، ننګرهار، لغمان، پنجشير، پروان، کاپيسا، خوست او نيمروز له زندانونو څخه خوشې شوي دي.

د طالبانو محکمې د دغو بنديانو د جرمونو او د بند مودې په اړه هېڅ وضاحت نه دی ورکړی.

همداراز روښانه نه ده چې ايا بهرني اتباع او سياسي بنديان هم له زندان څخه خوشي شوي دي او که نه.

د هند په کوربه‌توب د منځنۍ اسیا د ۵ هېوادونو سیمه‌ییزه غونډه جوړېږي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۴۸ GMT+۱

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د جون په پنځمه او شپږمه د هند په کوربه توب د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه غونډه جوړیږي او په یاده غونډه کې د امنیت، انرژۍ، سوداګرۍ، اړیکو پراختیا او ترهګرۍ ضد جګړې په اړه خبرې کیږي.

په دې غونډه کې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر مراد نرتلو، د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیر ژینبینک کولوبایف، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سعیدوف بختیور ادیلوویچ ګډون کوي.

د راپورونو له مخې، د یادې غونډې اجنډا به د نورو مسایلو ترڅنګ د هند په پهلګام کې تر برید وروسته په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو او اندېښنو په نظر کې نیولو سره سیمه ییز امنیت وي.

په دې غونډه کې به د منځنۍ اسیا د بهرنیو چارو وزیران د استخباراتي معلوماتو شریکولو، سرحدي امنیت همکارۍ او د افراطیت ضد ستراتیژیو په اړه خبرې وکړي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند په کوربه توبه د منځنۍ اسیا د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون دې غونډه کې به د انرژۍ او سرچینو، د اړیکو او سوداګرۍ، اقلیم او چاپیریالي همکارۍ، کلتوري او تعلیمي مسایلو په تړاو هم خبرې وشي.

طالبان وایي د برېښنا سکتور ته ۸،۲ میلیارده افغانۍ پانګونه جلب شوې

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، په تېرو دوو میاشتو کې د برېښنا د تولید، توزیع او انتقال په برخه کې ۸،۲ میلیارده افغانۍ پانګونه جلب شوې. د یاد معاونیت په وینا، په دې پانګونې به ۱۳۸،۴۵ میګاواټه برېښنا تولید شي، چې تر ۱۰۰ زرو کورنۍ او لسګونه فابریکې به ترې ګټه واخلي.

د طالبانو دغه اقتصادي معاونیت د چهارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي، چې یادې پروژې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پلې کېږي، چې بلخ، هرات، لغمان، کندهار، زابل او فراه یې مهم ولایتونه دي.

د یاد معاونیت په وینا، په دغو پروژو کې د لمریزې او بادي برېښنا تولید، همدارنګه د برېښنا د لېږد مزي شامل دي، چې د هېواد د انرژۍ اړتیاوو پوره کولو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

دغه پروژې د طالبانو د اقتصادي معاونیت له خوا منظورې شوې دي.

دوی تمه لري، چې د عملي کېدو له امله یې د افغانستان په کچه د برېښنا د کمښت ستونزه تر یوه بریده حل شي او همداراز د صنعتي سکتور لپاره د لا زیات فعالیت زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان اوس هم د برېښنا یوه ستره برخه اړتیا له ګاونډیو هېوادونو پوره کوي.

طالب چارواکو هم ویلي، چې وارداتي برېښنا دوی ته په لوړ قیمت تمامیږي او په اوږد مهال کې دا چاره ډاډمنه او ګټوره نه ده.

په غور کې د غوري دورې ۶۰ د سرو زرو تاریخي سکې وموندل شوې

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۰۴ GMT+۱

د غور لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د غوريانو د واکمنۍ د دورې اړوند ۶۰ قیمتي د سرو زرو سکې او یوه کوزه موندل شوې ده. دغه تاریخي توکي د الله‌یار ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د غور ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي عبدالحي ویلي چې دا مهم تاریخي توکي د الله‌یار ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف شوي دي.

نوموړي زیاته کړې: «د سکو د مجموعي ارزښت دقیقه ارزونه لا نه ده شوې، خو له تاریخي اړخه دا یو ارزښتناک کشف دی، چې د غوري تمدن د لا ښه درک زمینه برابرولی شي.»

طالبان وايي، چې دا سکې د غور د استخباراتو ریاست د ځواکونو د هڅو په پایله کې ترلاسه شوې دي او نن د اطلاعاتو او کلتور ریاست موزیم ته سپارل شوې.

تمه ده یادې تاریخي سکې به اوس د غور ولایت په موزیم کې د عامو خلکو او څېړونکو لپاره نندارې ته وړاندې شي.

چین وايي د پاکستان او طالبانو د اړیکو په وده کې به رغنده رول ولوبوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۰۴ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې بیجنګ د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړېدو هرکلی کوي، چې له شارژدافیر څخه د سفیر کچې ته پورته شوې دي. د وزارت ویاند لین جیان دا څرګندونې د یوه خبري کانفرانس پر مهال وکړې.

د شینهوا اژانس د رپوټ له مخې، هغه زیاته کړه چې چین چمتو دی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه والي او پراختیا لپاره رغوونکی او مثبت رول ولوبوي.

لین وویل چې دا اقدام به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د باور فضا پیاوړې کړي، دوه اړخیزه همکاري به زیاته کړي او د سیمې د سولې او ثبات لپاره به ګټور وي.

نوموړي زیاته کړه، «دا یو مهم او مثبت ګام دی؛ د هغو پایلو د عملي کېدو لپاره چې د روان میلادي کال په می میاشت کې د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په غیر رسمي ناسته کې پرې توافق شوی و».

لین جیان ټینګار وکړ چې چین چمتو دی له پاکستان، افغانستان او د سیمې نور هېوادونو سره یو ځای د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره کار وکړي او له ګاونډیو هېوادونو سره د ګډ برخلیک لرونکې ټولنې د جوړولو ژمنتیا لري.