• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین وايي د پاکستان او طالبانو د اړیکو په وده کې به رغنده رول ولوبوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۰۴ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې بیجنګ د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړېدو هرکلی کوي، چې له شارژدافیر څخه د سفیر کچې ته پورته شوې دي. د وزارت ویاند لین جیان دا څرګندونې د یوه خبري کانفرانس پر مهال وکړې.

د شینهوا اژانس د رپوټ له مخې، هغه زیاته کړه چې چین چمتو دی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه والي او پراختیا لپاره رغوونکی او مثبت رول ولوبوي.

لین وویل چې دا اقدام به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د باور فضا پیاوړې کړي، دوه اړخیزه همکاري به زیاته کړي او د سیمې د سولې او ثبات لپاره به ګټور وي.

نوموړي زیاته کړه، «دا یو مهم او مثبت ګام دی؛ د هغو پایلو د عملي کېدو لپاره چې د روان میلادي کال په می میاشت کې د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په غیر رسمي ناسته کې پرې توافق شوی و».

لین جیان ټینګار وکړ چې چین چمتو دی له پاکستان، افغانستان او د سیمې نور هېوادونو سره یو ځای د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره کار وکړي او له ګاونډیو هېوادونو سره د ګډ برخلیک لرونکې ټولنې د جوړولو ژمنتیا لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

امریکا او قطر په افغانستان کې پر ترهګرۍ ضد جګړې خبرې کړې دي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۴۵ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سکرترې ماري بیشوپینګ په قطر کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر او د یوشمېر نورو هېوادونو له استازو سره په افغانستان کې د ګډو ګټو او ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کیرن ډیکر پر خپل اېکس لیکلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سکرترې ماري بېشوپینګ په قطر کې د دغه هېواد د بهرنو چارو وزیر او د یو شمېر نورو هېوادونو له استازو سره په کتنه کې په افغانستان کې د ګډو ګټو په ځانګړي ډول د ترهګرۍ ضد مبارزې او د امریکايي بندیانو د خوندي بېرته ستنولو په اړه خبرې کړې دي.

کیرن ډیکر همدارنګه زیاتوي، چې دغې امریکايۍ استازې په یاده کتنه کې، د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي او د نشه يي توکو پر‍ وړاندې مبارزې په اړه هم خبرې کړې دي.

ماري بېشوپینګ ویلي، چې قطر د امریکا یو ارزښتناک، همکار او دوست هېواد دی، چې د امنیت او سیمه ییز ثبات ګډو موخو په ترلاسه کولو کې مهم رول لري.

جرمني د افغانستان په ګډون ۴۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک بللي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۳۵ GMT+۱

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تازه خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ګډون باید ۴۳هېوادونو او سیمو ته دمګړۍ له سفرونو ډډه وشي. دغه راز یو شمېر نور هېوادونه لکه پاکستان او هند په خپلو پولو کې د ناکراریو له امله په دویمه کټګوري کې راوړل شوي چې له سفر وړاندې باید خطرونه و ارزول شي.

د جرمني میرکور رسنۍ وايي، هغه کسان چې غواړي د رخصتیو لپاره بهر سفر وکړي، باید د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د هغو هېوادونو نوملړ ته پام وکړي، چې سفر ورته ګواښناک یا له امنیتي پلوه ناخوندي ګڼل شوی.

وزارت دا هېوادونه د جګړې، ترهګرۍ، یا سیاسي بې‌ثباتۍ له امله خطرناک بللي دي.

په دغو هېوادونو کې افغانستان، بېلاروس، ایران، یمن، لیبیا، مالي، میانمار، نایجریا، فلسطین، سومالیا، سودان او اوکراین شامل دي چې د جګړو، ترهګریزو بریدونو او سیاسي ګډوډیو له امله د سفر لپاره خطرناک ګڼل شوي او جرمني اتباعو ته توصیه شوې چې هلته هیڅ ډول سفر ونه کړي.

دغه راز یو شمېر هېوادونه، چې په سیاحت مشهور دي، په خپلو پولو کې د ناکراریو له امله په دویمه کټګوري کې راوړل شوي، چې پاکستان، هند، عراق، اسراییل، مصر او یو شمېر نور هېوادونه پکې شامل دي. دغو هېوادونو ته تلونکو کسانو ته سپارښتنه شوې، چې تر سفر وړاندې هلته له شته ګواښونو ځانونه خبر کړي.

مشهور افغان دیني عالم: د اختر پر سر له اسلامي نړۍ سره د طالبانو اختلاف ناروا دی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۱۴ GMT+۱

مولوي عبدالقاهر، چې د افغانستان په شمال کې یو پېژندل شوی دیني عالم دی، له اسلامي نړۍ سره د اختر د ورځې پر سر د طالبانو اختلاف ناسم بولي. هغه وویل: «د امام ابوحنیفه برداشت دا و، چې د لمر ختو او د میاشتې د لیدو اختلاف د اسلامي هېوادونو ترمنځ اعتبار نه لري.»

نوموړي، چې د مزارشریف ښار د حضرت علي د روضې مسجد امام دی، زیاته کړه: «که په یوه هېواد کې میاشت ولیدل شي، نو بل هېواد هم مکلف دی چې اختر وکړي.»

هغه د بېلګې په توګه وویل، چې که په یوه هېواد کې میاشت د شپې په ۹ بجو وویني او په افغانستان کې هغه وخت ۱۰:۳۰ بجې وي، هېڅ ستونزه نشته او باید دا ومنل شي.

تر دې وړاندې د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی و، چې د ټول هېواد په کچه د میاشتې نه‌لیدو له امله به لوی اختر د شنبې په ورځ، (د غبرګولي ۱۷مه)چې د ذوالحجې له لسمې نېټې سره برابره ده ونمانځل شي.

دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو د جمعې ورځ، د غبرګولي ۱۶مه د لوی د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

د سعودي د میاشتې لیدو کمېټه، چې د دغه هېواد د سترې محکمې تر څار لاندې یو رسمي بنسټ دی، د قمري میاشتو د پیل او پای ټاکلو مسوولیت لري.

د طالبانو د سترې محکمې له خوا د غبرګولي په شپږمه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د غبرګولي ۱۶مه د عرفې ورځ ده او د راتلونکې اونۍ د شنبې ورځ، د غبرګولي ۱۷مه، د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

طالبان له مذهبي پلوه ځان له ټولو اسلامي هېوادونو جلا او متفاوت ګڼي.

مولوي عبدالقاهر، چې د طالبانو له منتقدینو څخه دی، تر دې وړاندې د دغې ډلې پر انحصارطلبۍ او تبعیضي چلندونو نیوکې کړې وې.

طالبانو د ابو نصر فراهي بندر له لارې د هر ډول نفتي توکو واردول بند کړل

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د نوې پرېکړي له مخې، چې د دوی کابینې او ملا هبت الله له خوا هم تایید شوې، له دې وروسته افغانستان ته د (A80) پټرولو او د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې د هر ډول نفتي توکو واردول په کلکه منع دي.

دا څرګندونې د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د نظارت او تعقیب لوی ریاست سرپرست شمس‌الدین شریعتي د بې‌کیفیته تېلو د مخنیوي په اړه د چهار شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وکړې.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې، نوموړي زیاته کړې، چې د دغې پرېکړې پر بنسټ، له هغو بندرونو او بازارګوټو څخه هم د تېلو واردات بند شوي، چې د کیفیت معلومولو معیاري لابراتوارونه نه‌لري.

شریعتي زیاتوي، چې دا اقدام د هېواد د نفتي موادو د کیفیت لوړاوي، د چاپېریال ساتنې او د خلکو د روغتیا د خوندیتوب لپاره شوی دی.

د یادونې ده، چې طالبان وخت ناوخت له نورو هېوادونو خاصتاً ایران او ازبکستان څخه وارداتي بې کیفیته تېل مسترد کوي.

طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ مسافر وړونکی اورګاډی په ۱۰ ورځو کې فعالیت پیلوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۳۸ GMT+۱

په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر ویلي، چې تر راتلونکو لسو ورځو به د هرات او مشهد ښارونو ترمنځ د خواف ـ هرات د اوګاډي پټلۍ له لارې د مسافرو لومړی اورګاډی فعالیت پیل کړي.

د هرات ولایت مقام د چهار شنبې په ورځ « د غبرګولي۱۴مه) پر خپل اېکس لیکلي، چې له هرات څخه تر مشهده به خواف ـ هرات مسافر وړونکی اورګاډی په راتلونکو لسو ورځو کې خپلې چارې پیل کړي.

د هرات د سیمه ییزو طالبانو په وینا، د خواف ـ هرات د اورګادي پټلۍ زیات کارول د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د توکو د لیږد او د افغانستان او د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د مسافرو د تګ راتګ اسانه کوي.

طالبانو ویلي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اورګاډي له لارې د مسافرو تګ راتګ د هرات ـ خواف د اورګاډي پټلۍ د اسیا او اروپا ترمنځ د اړیکې په توګه د افغانستان رول نور هم روښانه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه د اقینې، تورغونډۍ او د هرات ـ خواف پټلیو څخه یوازې د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو لپاره استفاده کیږي.

د طالبانو د ټولګټوو چارو وزارت څو ورځې وړاندې ویلي و، چې تېره میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۳۲ زره مټریک ټنه صاردرات او واردات شوي دي.