• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني د افغانستان په ګډون ۴۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک بللي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۳۵ GMT+۱

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تازه خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ګډون باید ۴۳هېوادونو او سیمو ته دمګړۍ له سفرونو ډډه وشي. دغه راز یو شمېر نور هېوادونه لکه پاکستان او هند په خپلو پولو کې د ناکراریو له امله په دویمه کټګوري کې راوړل شوي چې له سفر وړاندې باید خطرونه و ارزول شي.

د جرمني میرکور رسنۍ وايي، هغه کسان چې غواړي د رخصتیو لپاره بهر سفر وکړي، باید د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د هغو هېوادونو نوملړ ته پام وکړي، چې سفر ورته ګواښناک یا له امنیتي پلوه ناخوندي ګڼل شوی.

وزارت دا هېوادونه د جګړې، ترهګرۍ، یا سیاسي بې‌ثباتۍ له امله خطرناک بللي دي.

په دغو هېوادونو کې افغانستان، بېلاروس، ایران، یمن، لیبیا، مالي، میانمار، نایجریا، فلسطین، سومالیا، سودان او اوکراین شامل دي چې د جګړو، ترهګریزو بریدونو او سیاسي ګډوډیو له امله د سفر لپاره خطرناک ګڼل شوي او جرمني اتباعو ته توصیه شوې چې هلته هیڅ ډول سفر ونه کړي.

دغه راز یو شمېر هېوادونه، چې په سیاحت مشهور دي، په خپلو پولو کې د ناکراریو له امله په دویمه کټګوري کې راوړل شوي، چې پاکستان، هند، عراق، اسراییل، مصر او یو شمېر نور هېوادونه پکې شامل دي. دغو هېوادونو ته تلونکو کسانو ته سپارښتنه شوې، چې تر سفر وړاندې هلته له شته ګواښونو ځانونه خبر کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

مشهور افغان دیني عالم: د اختر پر سر له اسلامي نړۍ سره د طالبانو اختلاف ناروا دی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۱۴ GMT+۱

مولوي عبدالقاهر، چې د افغانستان په شمال کې یو پېژندل شوی دیني عالم دی، له اسلامي نړۍ سره د اختر د ورځې پر سر د طالبانو اختلاف ناسم بولي. هغه وویل: «د امام ابوحنیفه برداشت دا و، چې د لمر ختو او د میاشتې د لیدو اختلاف د اسلامي هېوادونو ترمنځ اعتبار نه لري.»

نوموړي، چې د مزارشریف ښار د حضرت علي د روضې مسجد امام دی، زیاته کړه: «که په یوه هېواد کې میاشت ولیدل شي، نو بل هېواد هم مکلف دی چې اختر وکړي.»

هغه د بېلګې په توګه وویل، چې که په یوه هېواد کې میاشت د شپې په ۹ بجو وویني او په افغانستان کې هغه وخت ۱۰:۳۰ بجې وي، هېڅ ستونزه نشته او باید دا ومنل شي.

تر دې وړاندې د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی و، چې د ټول هېواد په کچه د میاشتې نه‌لیدو له امله به لوی اختر د شنبې په ورځ، (د غبرګولي ۱۷مه)چې د ذوالحجې له لسمې نېټې سره برابره ده ونمانځل شي.

دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو د جمعې ورځ، د غبرګولي ۱۶مه د لوی د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

د سعودي د میاشتې لیدو کمېټه، چې د دغه هېواد د سترې محکمې تر څار لاندې یو رسمي بنسټ دی، د قمري میاشتو د پیل او پای ټاکلو مسوولیت لري.

د طالبانو د سترې محکمې له خوا د غبرګولي په شپږمه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د غبرګولي ۱۶مه د عرفې ورځ ده او د راتلونکې اونۍ د شنبې ورځ، د غبرګولي ۱۷مه، د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

طالبان له مذهبي پلوه ځان له ټولو اسلامي هېوادونو جلا او متفاوت ګڼي.

مولوي عبدالقاهر، چې د طالبانو له منتقدینو څخه دی، تر دې وړاندې د دغې ډلې پر انحصارطلبۍ او تبعیضي چلندونو نیوکې کړې وې.

طالبانو د ابو نصر فراهي بندر له لارې د هر ډول نفتي توکو واردول بند کړل

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د نوې پرېکړي له مخې، چې د دوی کابینې او ملا هبت الله له خوا هم تایید شوې، له دې وروسته افغانستان ته د (A80) پټرولو او د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې د هر ډول نفتي توکو واردول په کلکه منع دي.

دا څرګندونې د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د نظارت او تعقیب لوی ریاست سرپرست شمس‌الدین شریعتي د بې‌کیفیته تېلو د مخنیوي په اړه د چهار شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وکړې.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې، نوموړي زیاته کړې، چې د دغې پرېکړې پر بنسټ، له هغو بندرونو او بازارګوټو څخه هم د تېلو واردات بند شوي، چې د کیفیت معلومولو معیاري لابراتوارونه نه‌لري.

شریعتي زیاتوي، چې دا اقدام د هېواد د نفتي موادو د کیفیت لوړاوي، د چاپېریال ساتنې او د خلکو د روغتیا د خوندیتوب لپاره شوی دی.

د یادونې ده، چې طالبان وخت ناوخت له نورو هېوادونو خاصتاً ایران او ازبکستان څخه وارداتي بې کیفیته تېل مسترد کوي.

طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ مسافر وړونکی اورګاډی په ۱۰ ورځو کې فعالیت پیلوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۳۸ GMT+۱

په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر ویلي، چې تر راتلونکو لسو ورځو به د هرات او مشهد ښارونو ترمنځ د خواف ـ هرات د اوګاډي پټلۍ له لارې د مسافرو لومړی اورګاډی فعالیت پیل کړي.

د هرات ولایت مقام د چهار شنبې په ورځ « د غبرګولي۱۴مه) پر خپل اېکس لیکلي، چې له هرات څخه تر مشهده به خواف ـ هرات مسافر وړونکی اورګاډی په راتلونکو لسو ورځو کې خپلې چارې پیل کړي.

د هرات د سیمه ییزو طالبانو په وینا، د خواف ـ هرات د اورګادي پټلۍ زیات کارول د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د توکو د لیږد او د افغانستان او د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د مسافرو د تګ راتګ اسانه کوي.

طالبانو ویلي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اورګاډي له لارې د مسافرو تګ راتګ د هرات ـ خواف د اورګاډي پټلۍ د اسیا او اروپا ترمنځ د اړیکې په توګه د افغانستان رول نور هم روښانه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه د اقینې، تورغونډۍ او د هرات ـ خواف پټلیو څخه یوازې د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو لپاره استفاده کیږي.

د طالبانو د ټولګټوو چارو وزارت څو ورځې وړاندې ویلي و، چې تېره میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۳۲ زره مټریک ټنه صاردرات او واردات شوي دي.

په لویه پکتیا کې د سراج‌الدین حقاني د سړک غځونې او مدرسو ګڼې پروژې ځنډېدلې دي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۳۷ GMT+۱
•
خبرخونه

په لویه پکتیا کې د غرنیو سیمو د نښلولو لپاره د حقاني شبکې د سړک جوړونې پیل شوې سترې پروژې، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د هغه په «شخصي بودجه» تمویلېدې، اوس د طالبانو د مشرتابه ترمنځ د داخلي اختلافاتو او مالي سرچینو د کمبود له امله له خنډ او ځنډ سره مخ شوې دي.

یادې پروژې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني په شخصي لګښت د هغه د خوست دفتر له لارې چې د جمیل په دفتر مشهور دی، تمویلېدې.

شخصي سړکونه، سیاسي نفوذ

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې لومړۍ پروژه د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ د سورکاخ له سیمې تر دوه منده ولسوالۍ پورې پیل شوې وه، چې دوه منده ولسوالي د سپېرې ولسوالۍ له سورکاخ او بیا د وزیرو له افغان دوبۍ سیمې سره نښلوي.

سرچینې وايي، « دا سړک وروسته د شمالي وزیرستان د دته خېل تحصیل لواړه سیمې ته وتلی او همدا ډول پر ګیان د برمل ولسوالۍ لمن سیمې ته وتلی چې په ټوله کې ځدراڼ له وزیرستان سره نښلوي».

دویمه پروژه د پکتیکا ولایت له زیړوک ولسوالۍ څخه د خوست سپېرې ولسوالۍ تر مرکز پورې په غرنیو درو کې د سړک جوړول دي. دغه سړک د پکتیکا او خوست غرنۍ ولسوالۍ او سیمې له یو بل سره نښلوي.

سرچینې وايي، درېیمه پروژه د پکتیا ولایت د ښواک ولسوالۍ د سټو کنډو په ختیځ کې غځېدونکی سړک دی، چې سټو کنډو د وزې ولسوالۍ له سروټي کنډو سره نښلوي او سروټي بیا د پکتیا له لجه منګل، جاني خيل او سیدکرم ولسوالیو سره وصلوي، ، چې اوس یې چارې ځنډېدلې دي.

په ورته وخت کې د حقاني د پلرني ټاټوبي ګردې څېړۍ ولسوالۍ د سرانې له درې څخه نیولې د زرمت ولسوالۍ تر روحاني بابا پورې د سړک پروژه چې کار یې لاهم روان دی، ګرده څېړۍ له روحاني بابا او نکې ولسوالیو سره نښلوي.

د سرچینو په وینا، د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د شمبوات له طویشې درې هم د یوه بل مهم سړک کار، چې نادرشاه کوټ به د منګلو له قلندر ولسوالۍ او د پکتیا ولایت له وزې ځدراڼ ولسوالۍ سره ونښلوي، د سراج الدین حقاني په شخصي لګښت پیل شوی و.

100%

بودجه نشته، پروژې درېدلې دي

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د نادرشاه کوټ، سټو کنډو او زیړوک د سړکونو پروژې او په مټه چینه او خوست ښار ۱۲۰۰ فامیلیو کې د مېلمستون او سترو مدرسو چارې اوس درېدلې دي.

سرچینې دا ځنډ د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او سراج‌الدین حقاني ترمنځ له اختلافاتو او د بودجې له کمبود سره تړي: « د کورنیو چارو وزیر پخوا اکثریت پروژې په خپل شخصي لګښت کولې، خو اوس یې بودجه کمه شوې. د جمیل دفتر فعالیتونه، چې په خوست کې یې له والي نه ډېر مراجعان لرل، اوس محدود شوي».

سرچینه وايي، چې د خوست په مټه چینه کې د مېلمستون او لویې مدرسې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې، خو اوس یې چارې «د ملا هبت الله په غوښتنه» بندې شوې دي. دغه راز د خوست په ۱۲ سوه فامیلیو کې د یو میلیون او ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت د بلې مدرسې چارې، چې حقاني یوه ځايي قراردادي ته سپارلې وې، درېدلې دي.

سرچینه وايي، چې « پخوا قومي مشرانو ته موټر، پیسې او نور امکانات ورکول کېدل، خبریالانو او فرهنګیانو ته پیسې ور کول کېدې، خو اوس دا هرڅه درېدلې دي، ځکه د حقاني د خوست له دفتر نه والي او نورو خلکو په کندهار کې هبت الله اخوندزاده ته شکایت کړی، چې په لویه پکتیا کې یې موازي حکومت جوړ کړی».

حقاني په خپل پلرني کلي سرانه کې پارکونه، قیر سړکونه، یو لوی مېلمستون او د چورلکې میدان رغولي او د سرانې او روحاني بابا د سړک چارې، چې خپل کلی یې دی، لاهم روانې دي.

د سرچینو په باور، د زیړوک سړک چارې له دې وړاندې هم یوځل ځنډېدلې وې، خو د تېرکال په وروستیو کې بېرته پیل شوې.

د وزیر په شخصي لګښتونو پروژې

له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۴ پورې د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په لویه پکتیا او ځینو نورو سیمو کې ګڼې پروژې د خپلې شخصي بودجې په مټ پلې کړې، چې دا د طالبانو تر واک لاندې حکومت کې کم سارې فردي مالي هڅې ګڼل کېږي.

په ۲۰۲۱ کال کې نوموړي د خوست لوا ته د وارداتي برېښنا د وصلولو چارې پیل کړې. ورپسې د ۲۰۲۲ کال په اګست کې یې د کورنیو چارو وزارت په مقر کې د الفتح په نامه یو جومات پرانېست، چې ۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی او دا لګښت د حقاني له شخصي بودجې ورکړل شوی. یوه میاشت وروسته د کورنیو چارو وزیر په خوست ښار کې له ببرک خان مناره تر زاړه میدان پورې د ترافیکي اشارو او امنیتي کمرو د نصب چارې پیل کړې، چې ویل کېږي دغه پروژه هم د نوموړي له شخصي بودجې تمویلېده.

100%

په ۲۰۲۳ کال کې حقاني د خوست صبريو او یعقوبیو ولسوالیو ته د وارداتي برېښنا د انتقال پروژه پیل کړه، چې ارزښت یې نږدې ۱۵۹ میلیونه افغانۍ اټکل شوی و. همداراز، د همدغه کال په جولای میاشت کې هغه یو افغان چې غوښتل‌یې حج ته په بایسکل لاړ شي، په خپل لګښت حج ته ولېږه.

سرچینې وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر لسګونه پروژې له دولتي بودجې بهر پلې کړې، خو له ۲۰۲۴ کال وروسته دغه پروژې یا درېدلې او یا هم خورا کمې شوې دي.

د طالبانو د داخلي اختلافاتو په تړاو باخبره سرچینې وايي، چې د مولوي هبت الله اخوندزاده او سراج الدین حقاني ترمنځ د اختلافاتو یو لامل د طالبانو له حکومتي بودجې بهر په شخصي لګښتونو د هغه پروژې او قومي مشرانو ته ډالۍ دي، چې هبت الله یې د هغه د مالي منابعو له اړخه اندېښمن کړی و. خو اوس دغه پروژې کمې شوې، یا درېدلې دي.

د سرچینو په وینا، « پخوا له حقاني سره له بهره مالي مرستې کېدې، خو اوس دا مرستې یا بندې شوې او یا کنټرول شوې دي. هغه مالي مرستې هم چې سوداګرو پخوا له حقانيانو سره کولې، یا کمې شوې یا د طالبانو حکومت بودجې ته ځي».

شنونکي د حقانیانو له خوا په لویه پکتیا کې د سړکونو غځولو پروژې ددې ډلې د ستراتیژیک نفوذ برخه ګڼي. دا لارې ډېری هغو غرنیو سیمو ته غځیږي، چې له وزیرستان سره پولې لري، جنګیالي پرې تګ او راتګ کوي او حقانیان یې د خپل نفوذ او احتمالي شاتګ سنګرونه ګڼي.

د خلیج همکاریو شورا په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر ډاډمنولو ټینګار کړی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۵۱ GMT+۱

د خلیج همکاریو د وزیرانو شورا په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ټیکاو پر اهمیت، د ښځو د زده‌کړو او کاري حقونو پر ډاډمنولو ټینګار کړی دی.

د دغه شورا په خپره کړې اعلامیه کې راغلي، چې په ناسته کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغان ولس د ملاتړ، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له‌خوا د افغانستان خاورې کارولو مخنیوي په اړه خبرې شوې دي.

د خلیج همکاریو شورا (GCC) د خپلو غړو هېوادونو له‌خوا افغانستان ته د ورکړل شویو بشري مرستو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې نړۍواله ټولنه باید د افغانانو د کړاوونو کمولو لپاره له دغه هېواد سره خپلې بشري، اقتصادي او پرمختیایي مرستو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې د خلیج همکاریو شورا د بهرنیو چارو وزیرانو ۱۶۴مه ناسته په کویت کې جوړه شوې وه.

په دغه ناسته کې د فارس خلیج د عربي هېوادونو د چارواکو یوې ډلې چې پکې متحده عربي امارات، بحرین، سعودي عربستان، عمان، قطر او د کویټ هېوادونو چارواکي شامل وو؛ د شورا د عمومي منشي جاسم محمد عبدالله البدوي سره یوځای خپله وروستۍ اعلامیه خپره کړه.

د فلسطین روان کړکېچ او د غزې اوسنی وضعیت، د پخلاینې او سوله‌ییز ګډ ژوند د اصولو پیاوړتیا، د ترهګرۍ او افراطیت سره مبارزه، ایران، یمن، عراق، سوریه، لبنان، لیبیا، سومالیا، هند او پاکستان، او د روسیې-اوکرایین کړکېچونه د شورا د غونډې له اساسي موضوعاتو څخه وو.