طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ مسافر وړونکی اورګاډی په ۱۰ ورځو کې فعالیت پیلوي
په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر ویلي، چې تر راتلونکو لسو ورځو به د هرات او مشهد ښارونو ترمنځ د خواف ـ هرات د اوګاډي پټلۍ له لارې د مسافرو لومړی اورګاډی فعالیت پیل کړي.
د هرات ولایت مقام د چهار شنبې په ورځ « د غبرګولي۱۴مه) پر خپل اېکس لیکلي، چې له هرات څخه تر مشهده به خواف ـ هرات مسافر وړونکی اورګاډی په راتلونکو لسو ورځو کې خپلې چارې پیل کړي.
د هرات د سیمه ییزو طالبانو په وینا، د خواف ـ هرات د اورګادي پټلۍ زیات کارول د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د توکو د لیږد او د افغانستان او د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د مسافرو د تګ راتګ اسانه کوي.
طالبانو ویلي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اورګاډي له لارې د مسافرو تګ راتګ د هرات ـ خواف د اورګاډي پټلۍ د اسیا او اروپا ترمنځ د اړیکې په توګه د افغانستان رول نور هم روښانه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه د اقینې، تورغونډۍ او د هرات ـ خواف پټلیو څخه یوازې د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو لپاره استفاده کیږي.
د طالبانو د ټولګټوو چارو وزارت څو ورځې وړاندې ویلي و، چې تېره میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۳۲ زره مټریک ټنه صاردرات او واردات شوي دي.
سرچینې وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر لسګونه پروژې له دولتي بودجې بهر پلې کړې، خو له ۲۰۲۴ کال وروسته دغه پروژې یا درېدلې او یا هم خورا کمې شوې دي.
د طالبانو د داخلي اختلافاتو په تړاو باخبره سرچینې وايي، چې د مولوي هبت الله اخوندزاده او سراج الدین حقاني ترمنځ د اختلافاتو یو لامل د طالبانو له حکومتي بودجې بهر په شخصي لګښتونو د هغه پروژې او قومي مشرانو ته ډالۍ دي، چې هبت الله یې د هغه د مالي منابعو له اړخه اندېښمن کړی و. خو اوس دغه پروژې کمې شوې، یا درېدلې دي.
د سرچینو په وینا، « پخوا له حقاني سره له بهره مالي مرستې کېدې، خو اوس دا مرستې یا بندې شوې او یا کنټرول شوې دي. هغه مالي مرستې هم چې سوداګرو پخوا له حقانيانو سره کولې، یا کمې شوې یا د طالبانو حکومت بودجې ته ځي».
شنونکي د حقانیانو له خوا په لویه پکتیا کې د سړکونو غځولو پروژې ددې ډلې د ستراتیژیک نفوذ برخه ګڼي. دا لارې ډېری هغو غرنیو سیمو ته غځیږي، چې له وزیرستان سره پولې لري، جنګیالي پرې تګ او راتګ کوي او حقانیان یې د خپل نفوذ او احتمالي شاتګ سنګرونه ګڼي.
هبت الله د خپلې ډلې پر غړو غږ کړی: « د نظام د پرمختګ او بریالیتوب لپاره لا ډېرې هڅې او کوښښونه وکړئ، خپل یووالی او اتحاد نور هم پیاوړی کړئ او هر مسوول باید خپل مسوولیت ته پاملرنه وکړي، بې غوري مه کوئ، خپلې دندې پر وخت سر ته ورسوئ.»
هغه زیاتوي: « د نظام لور ته د خلکو بلنې کار ګړندی کړئ او په دې برخه کې خپل ټول توان وکاروئ.»
د هغه له دې وینا داسې برېښي، چې د دغه ډلې او عامه ولس ترمنځ واتن ډېر شوی او د دغه واټن د راکمولو لپاره د خپلو پلویانو د کار کولو غوښتنه کوي.
نوموړي یو وار بیا د خپلو فرمانونو پر اطاعت ټینګار کړی او هغه یې «واجب» ګڼلي دي.
په پیغام کې له ملي سوداګرو او ضنعتکارونو هم غوښتل شوي، چې په افغانستان کې د روان اقتصادي ناورین په حل کې ورسره مرسته وکړي، «که موږ د استقلال او ازادۍ ساتنه او د هر ډول تهدید په وړاندې درېدل غواړو؛ نو په اوس زمانه کې دا شیان ټول په امکاناتو او اقتصاد پورې اړه لري او د اقتصاد تقویه بیا د تجارت او صنعت تر ودې پورې اړه لري. راځئ په ګډه د خپل کور د جوړېدو او په پښو درېدو په کار کې ونډه واخلو.»
ملا هبت الله په داسې حال کې د زدهکړو پر ازرښت ټینګار کوي، چې د هېواد دننه یې د نجونو پر وړاندې د ښونځیو دروازې تړلې دي، هغه وایي:« د مدرسو طالب العلمان، د پوهنتونو محصلین او د مکاتبو زدهکوونکي ټول باید خپلو درسونو او مسوولیتونو ته متوجه شي. د استادانو، کتابونو او علم احترام وساتي او د ورته برابر شوي فرصت قدر وکړي او ښه استفاده ترې وکړي.»
ښاغلي هبت الله په خپله وینا کې د خپلې ډلې قضایي سیستم ته هم اشاره کړې او وایي، «د محاکمو ټولو قضاتو او مسوولینو ته لارښوونه کېږي، چې خپل درانه مسوولیت ته په کتو د خلکو د حقه حقوقو په ترلاسه کولو او د منازعاتو د حل په برخه کې له پخوا ډېر جدي و اوسي او په قضاوت کې د قوي کس او ضعیف تر منځ توپير ونه کړي، له هر چا سره عدالت او مساوي چلند وکړي، په حدودو کې دې د مجرم شخصیت ته نه ګوري؛ بلکې جرم ته دې وګوري.»
نوموړي د دغه پیغام په وروستیو کې د فلسطینیانو سره خواخوږي او ملاتړ څرګند کړی دی او د فلسطین پر خلکو هر ډول ظلم او زور زیاتی یې غندلی دی.