• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: سمنګان کې د یوه قومي مشر د وژنې په تړاو څلور طالبان نیول شوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۳۶ GMT+۱

له سمنګان ولایت څخه سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د خرم او سارباغ ولسوالۍ د ولسي شورا د مشر اکبر نیازي د وژنې په تور د طالبانو د استخباراتو د درېیو غړو او د دغه ډلې د پولیسو قوماندانۍ یو غړي په ګډون شپږ کسان نیول شوي دي.

تر دې درې اونۍ وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې دغه قومي مشر په اېبک ښار کې له خپل کور څخه د هغه وسله‌والو له‌خوا تښتول شوی و چې ځانونه یې د طالبانو د استخباراتي ادارې غړي ښودلي وو او بیا وروسته یې وژلی و.

د هغه مړی د تېرې (غویي میاشتې په ۲۰مه) د ایبک ښار په روغتون کې د هغه کورنۍ ته سپارل شوی و.

سرچینو زیاته کړې، چې په نیول شویو کسانو کې د طالبانو د استخباراتو غړی غلام سخي چې په «اسامه» هم مشهور دی، د طالبانو د دویمې حوزې د استخباراتو مرستیال عبدالبصیر سیرت، په سمنګان کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ د ورکشاپ مشر نقیب الله، د دغې ډلې غړی عبدالله او د جاوید او زین الله په نوم دوه ملکي وګړي هم شامل دي.

د سرچینو په وینا؛ د طالبانو دغه غړي چې د اکبر نیازي په وژنه تورن دي، په سمنګان ولایت کې د طالبانو د لوا د پخواني قوماندان مولوي جلال حنفي سره تړاو لري.

سرچینې وايي، چې په دې پېښه کې کارول شوی موټر د طالبانو د دویمې استخباراتي حوزې مرستیال عبدالبصیر سیرت پورې تړاو لري.

د ځايي سرچینو په وینا؛ دغه تورن کسان یو وار مخکې د طالبانو له‌خوا خوشې شوي وو؛ خو د سیمه‌ییزو با نفوذه مشرانو تر فشار وروسته یو وار بیا ونیول شول او اوس تر څارنې لاندې دي.

له دې پېښې څه باندې یوه میاشت تېرېږي؛ طالبانو لاتر اوسه په رسمي توګه د حاجي اکبر نیازي د وژنې په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

پاکستان تېره ورځ تر ۹۰۰ زیات افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۵۷ GMT+۱

له پاکستانه د افغان کډوالو د سنتولو دویم پړاو پر دوام؛ تېره ورځ ۹۲۲ افغانان به جبري توګه له دغه هېواد څخه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې ویلي، چې د دغه کدوالو په ډله کې ۹۶ تنه د (ACC) کارت لرونکي او ۸۲۶ نور بې‌اسناده افغانان شامل دي.

د دغه ادارې له‌خوا خبریالانو ته په لېږل شویو معلوماتو کې راغلي، چې ۹۱۴ تنه د تورخم او ۸ نور یې د انګور ادې له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.

بل خوا د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې یوازې پرون ۱۲۱۷ کډوالې کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راستنې شوې دي.

په راپور کې راغلي، چې له دې ډلې ۱۲۰ کورنۍ د تورخم له لارې، ۵۰ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۳۰۶ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله له لارې او ۷۱۴ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

که څه هم د پاکستاني پولیسو له‌خوا د افغان کډوالو د اېستلو عملیات یو څه تت شوي؛ خو په بشپړه توګه لا نه دي‌ بند شوي او لا هم په بېلابېلو ایالتونو کې پولیس وخت ناوخت کوڅه په کوڅه بې اسناده کډوالو پسې ګرځي.

له دې سره هم‌مهاله له ایران څخه هم د افغان کډوالو د اېستلو بهیر په چټکۍ سره روان دی، چې په افغانستان کې یې روان بشري ناورین لا پسې پراخ کړی دی.

اندېښنې دا دي، چې طالبانو لا وار دمخه هېواد له اقتصادي،‌ سیاسي او ټولنیز ناورین سره مخ کړی چې د دغو کډوالو په ستنېدو سره به یې وضعیت لا ترینګلی شي.

له تېرو نږدې څلور نیم کالونو راهیسې بې وزلي او بې روزګاري هم لوړې کچې ته رسېدلې، چې د بشري سازمانونو په باور تازه ستنېدونکي افغانان به هم د دغه ناورین برخه شي.

له دې ور هاخوا د سرپناه نشتوالی هم د دغو ستنېدونکو لپاره یوه جدي ننګونه ده او طالبان د دغو اسانتیاوو په برابرولو کې پاتې راغلي دي.

ملاهبت الله: د یو بل په کارونو کې لاسوهنه مه کوئ چې د ګډوډۍ، بې باورۍ او خپګان لامل کېږي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۰۶ GMT+۱

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د لوی اختر په مناسبت په خپل خپور کړي پیغام کې د دغې ډلې له غړو غوښتي، چې د یو بل په چارو کې دې لاسوهنه نه کوي؛ ځکه دغه کار د ګډوډۍ، بې باورۍ او خپګان لامل کېږي.

د هغه په پیغام کې څو ځایه د یو بل په چارو کې د لاسوهنې یادونه شوې؛ داسي ښکاري چې د دغه ډلې د غړو ترمنځ د کاري مسوولیتونو روښانتیا له منځه تللې او بې باوري رامنځته شوې ده.

هبت الله د خپلې ډلې پر غړو غږ کړی: « د نظام د پرمختګ او بریالیتوب لپاره لا ډېرې هڅې او کوښښونه وکړئ، خپل یووالی او اتحاد نور هم پیاوړی کړئ او هر مسوول باید خپل مسوولیت ته پاملرنه وکړي، بې غوري مه کوئ، خپلې دندې پر وخت سر ته ورسوئ.»

هغه زیاتوي: « د نظام لور ته د خلکو بلنې کار ګړندی کړئ او په دې برخه کې خپل ټول توان وکاروئ.»

د هغه له دې وینا داسې برېښي، چې د دغه ډلې او عامه ولس ترمنځ واتن ډېر شوی او د دغه واټن د راکمولو لپاره د خپلو پلویانو د کار کولو غوښتنه کوي.

نوموړي یو وار بیا د خپلو فرمانونو پر اطاعت ټینګار کړی او هغه یې «واجب» ګڼلي دي.

په پیغام کې له ملي سوداګرو او ضنعتکارونو هم غوښتل شوي، چې په افغانستان کې د روان اقتصادي ناورین په حل کې ورسره مرسته وکړي، «که موږ د استقلال او ازادۍ ساتنه او د هر ډول تهدید په وړاندې درېدل غواړو؛ نو په اوس زمانه کې دا شیان ټول په امکاناتو او اقتصاد پورې اړه لري او د اقتصاد تقویه بیا د تجارت او صنعت تر ودې پورې اړه لري. راځئ په ګډه د خپل کور د جوړېدو او په پښو درېدو په کار کې ونډه واخلو.»

ملا هبت الله په داسې حال کې د زده‌کړو پر ازرښت ټینګار کوي، چې د هېواد دننه یې د نجونو پر وړاندې د ښونځیو دروازې تړلې دي، هغه وایي:« د مدرسو طالب العلمان، د پوهنتونو محصلین او د مکاتبو زده‌کوونکي ټول باید خپلو درسونو او مسوولیتونو ته متوجه شي. د استادانو، کتابونو او علم احترام وساتي او د ورته برابر شوي فرصت قدر وکړي او ښه استفاده ترې وکړي.»

ښاغلي هبت الله په خپله وینا کې د خپلې ډلې قضایي سیستم ته هم اشاره کړې او وایي، «د محاکمو ټولو قضاتو او مسوولینو ته لارښوونه کېږي، چې خپل درانه مسوولیت ته په کتو د خلکو د حقه حقوقو په ترلاسه کولو او د منازعاتو د حل په برخه کې له پخوا ډېر جدي و اوسي او په قضاوت کې د قوي کس او ضعیف تر منځ توپير ونه کړي، له هر چا سره عدالت او مساوي چلند وکړي، په حدودو کې دې د مجرم شخصیت ته نه ګوري؛ بلکې جرم ته دې وګوري.»

نوموړي د دغه پیغام په وروستیو کې د فلسطینیانو سره خواخوږي او ملاتړ څرګند کړی دی او د فلسطین پر خلکو هر ډول ظلم او زور زیاتی یې غندلی دی.

طالبان: د پاکستان له زندانونو ۱۴ تنه خوشې شوي افغانان افغانستان ته ستانه کړل شول

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې (د غبرګولي په ۱۳مه او ۱۴مه نېټه) د پاکستان له زندانونو ۱۴ تنه خوشې شوي افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي.

دغه وزارت پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه کسان د اسنادو په لرلو سره د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو.

دغه وزارت زیاتوي، چې دغه کسان د یوې ورځې څخه نولې تر ۳ ورځو پورې په زندان کې ساتل شوي وو.

تېره ورځ هم دغه وزارت ویلي و، چې نږدې ۵۰ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستان به د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پر طالبانو د بندیزونو کمیټې مشري وکړي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۴۹ GMT+۱

د هند اېکانومېک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې پاکستان به په روان ۲۰۲۵کال کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر طالبانو د بندیزونو کمیټې مشري وکړي.

د راپور له مخې؛ پاکستان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ترهګرۍ ضد کمېټې ۱۵ کسیزې ادارې د مرستیال په توګه وټاکل شو.

په راپور کې راغلي، چې پاکستان به پر طالبانو د ۱۹۸۸کال د بندیزونو کمېټې مشري وکړي.

دغه کمیټه د طالبانو اړوندو کسانو، ډلو او ادارو د شتمنیو کنګلولو، د سفر بندیزونو او د وسلو بندیزونو د لګولو مسوولیت لري.

سربېره پر دې ډنمارک به د داعش او القاعدې پورې اړوند د ۱۲۶۷ بندیزونو کمیټې مشري وکړي او روسیه او سیرالیون به په ۲۰۲۵کال کې د دغه کمیټې مرستیالان وي.

پاکستان به د ۲۰۲۵-۲۰۲۶ کلونو لپاره د امنیت شورا غیر دایمي غړی وي.

سره له دې چې پر طالبانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا له‌خوا د سفر بندیزونه لګول شوي دي؛ خو بیا هم د طالبانو یوشمېر لوړپوړو چارواکو په تېرو درېیو کلونو کې په دوامداره توګه ګڼو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

طالبان: په لوګر کې دا مهال ۱۱۵ روغتیايي مرکزونه فعال دي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۲۱ GMT+۱

په لوګر ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې دا مهال په دغه ولایت کې ۱۱۵ روغتیایي مرکزونه فعال دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په لوګر ولایت کې د دغه ډلې د عامې روغتیا ریاست ویاند فهیم‌الله لودین له حوالې لیکلي، چې دا مهال د دغه ولایت ۹۹ سلنه اوسېدونکي لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري.

هغه ادعا کړې، چې واک ته د طالبانو د رسېدو پرمهال په دغه ولایت کې د روغتیایي مرکزونو شمېر ۶۷ وو.

هغه زیاته کړې، چې په کنجک روغتون کې د تور زېړي، اېډز، کرونا او نورو ساري ناروغیو د تشخیص لپاره د PCR ماشین فعال شوی او همداراز، د بډوډو ناروغانو لپاره د دیالېز خدمتونه هم پیل شوي دي.
په لوګر ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولینو دارنګه له نړیۍوالو مرستندویو بنسټونو او په ځانګړې توګه له یونېسف غوښتي، چې د درملو او تجهیزاتو په برخه کې خپلې مرستې لا پراخې کړي.

خو د روغتیا نړۍوال سازمان تر دې وړاندې ویلي و، چې د بودجې کمښت ښایي په افغانستان کې د دغه سازمان له‌خوا تمویلېدونکي ۸۰ سلنه روغتیايي خدمتونه ودروي.

د راپور له مخې؛ (د وري میاشتې تر ۱۴مې نېټې) پورې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه د بودجې د نشتوالي له امله تړل شوي او که بېړنی اقدام ونشي؛ نو تر چنګاښ میاشتې پورې ښايي ۲۲۰ نور مرکزونه هم وتړل شي.