پاکستان به د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پر طالبانو د بندیزونو کمیټې مشري وکړي

د هند اېکانومېک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې پاکستان به په روان ۲۰۲۵کال کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر طالبانو د بندیزونو کمیټې مشري وکړي.

د هند اېکانومېک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې پاکستان به په روان ۲۰۲۵کال کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر طالبانو د بندیزونو کمیټې مشري وکړي.
د راپور له مخې؛ پاکستان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ترهګرۍ ضد کمېټې ۱۵ کسیزې ادارې د مرستیال په توګه وټاکل شو.
په راپور کې راغلي، چې پاکستان به پر طالبانو د ۱۹۸۸کال د بندیزونو کمېټې مشري وکړي.
دغه کمیټه د طالبانو اړوندو کسانو، ډلو او ادارو د شتمنیو کنګلولو، د سفر بندیزونو او د وسلو بندیزونو د لګولو مسوولیت لري.
سربېره پر دې ډنمارک به د داعش او القاعدې پورې اړوند د ۱۲۶۷ بندیزونو کمیټې مشري وکړي او روسیه او سیرالیون به په ۲۰۲۵کال کې د دغه کمیټې مرستیالان وي.
پاکستان به د ۲۰۲۵-۲۰۲۶ کلونو لپاره د امنیت شورا غیر دایمي غړی وي.
سره له دې چې پر طالبانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا لهخوا د سفر بندیزونه لګول شوي دي؛ خو بیا هم د طالبانو یوشمېر لوړپوړو چارواکو په تېرو درېیو کلونو کې په دوامداره توګه ګڼو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.


په لوګر ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې دا مهال په دغه ولایت کې ۱۱۵ روغتیایي مرکزونه فعال دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په لوګر ولایت کې د دغه ډلې د عامې روغتیا ریاست ویاند فهیمالله لودین له حوالې لیکلي، چې دا مهال د دغه ولایت ۹۹ سلنه اوسېدونکي لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري.
هغه ادعا کړې، چې واک ته د طالبانو د رسېدو پرمهال په دغه ولایت کې د روغتیایي مرکزونو شمېر ۶۷ وو.
هغه زیاته کړې، چې په کنجک روغتون کې د تور زېړي، اېډز، کرونا او نورو ساري ناروغیو د تشخیص لپاره د PCR ماشین فعال شوی او همداراز، د بډوډو ناروغانو لپاره د دیالېز خدمتونه هم پیل شوي دي.
په لوګر ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولینو دارنګه له نړیۍوالو مرستندویو بنسټونو او په ځانګړې توګه له یونېسف غوښتي، چې د درملو او تجهیزاتو په برخه کې خپلې مرستې لا پراخې کړي.
خو د روغتیا نړۍوال سازمان تر دې وړاندې ویلي و، چې د بودجې کمښت ښایي په افغانستان کې د دغه سازمان لهخوا تمویلېدونکي ۸۰ سلنه روغتیايي خدمتونه ودروي.
د راپور له مخې؛ (د وري میاشتې تر ۱۴مې نېټې) پورې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه د بودجې د نشتوالي له امله تړل شوي او که بېړنی اقدام ونشي؛ نو تر چنګاښ میاشتې پورې ښايي ۲۲۰ نور مرکزونه هم وتړل شي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وایي، باید اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان خاوره د هند د نیابتي ډلو لهخوا د پاکستان پر وړاندې وکارول شي.
د بېزنس ریکارډر وېبپاڼې د راپور له مخې؛ شهباز شریف پېښور ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان سره د همکارۍ د زیاتوالي په بېړنۍ اړتیا ټینګار کړی.
هغه په پښتونخوا کې د قبایلي مشرانو یوې جرګې ته په وینا کې وویل، « موږ د هند لهخوا د تمویل کېدونکو ترهګریزو شبکو د له منځه وړلو لپاره پوره چمتووالی لرو او د سولې لپاره په مبارزه کې د دغه سیمې د خلکو د بې سارې قربانۍ ستاینه کوو.»
په دغه هېواد کې وروستیو ناکراریو د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او نور لوړپوړي پوځي او سیاسي چارواکي اړ اېستي، چې د پاکستان ناکراره سیمو ته سفرونه وکړي.
بل خوا د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز (پي ای سي اېس اېس) په خپل تازه څېړنیز راپور کې لیکلي، چې په تېره مئ میاشت کې په پاکستان کې ۸۵ بریدونه شوي، چې ۱۱۳ تنه پکې وژل شوي او ۱۸۲ نور بیا ټپیان دي.
په راپور کې راغلي، چې د مئ میاشتې په بریدونو کې د اپرېل میاشتې پرتله پنځه سلنه زیاتوالی راغلی.
د دغه مرکز د میاشتنۍ امنیتي ارزونې له مخې؛ په مئ میاشت کې ۸۵ وسلهوال بریدونه ثبت شوي، چې د اپرېل په میاشت کې د ۸۱ بریدونو څخه یو څه زیات دي.
په وژل شويو کې ۵۲ تنه د پاکستان امنیتي سرتېري، ۴۶ ملکي وګړي، ۱۱ وسلهوال او د امن کمیټې څلور غړي شامل دي.
په ټولیزه توګه په دغه بریدونو کې ۱۸۲ کسان ټپیان شوي، چې ۱۳۰ یې ولسيي وګړي، ۴۷ د پاکستان امنیتي پرسونل، څلور وسلهوال او د سولې کمیټې یو غړی هم پکې شامل دی.
د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز د شمېرو له مخې؛ ډېری بریدونه په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې شوي دي.
د دغه هېواد چارواکي په پاکستان کې د روانو ناکراریو پړه پر طالبانو ور اچوي او وایي، چې د افغانستان په خاوره کې یې ترهګرو ته خوندي پتنځایونه ورکړي؛ خو طالبانو دغه ادعاوې تل رد کړې دي او دا یې د پاکستان کورنۍ ستونزه بللې ده.

په پرتګال کې د جنايي جرمونو یوې محکمې یو ۳۰ کلن افغان د لېسبون ښار په یوه اسماعیليه مرکز کې د دوو ښځو د وژنې په تور په ۲۵ کاله بند محکوم کړ.
که څه هم یوه څارنوال ادعا وکړه، چې عبدالبشیر د دغه جرم مسوول نه دی کړی او غوښتنه یې وکړه، چې هغه دې د بند پر ځای لږ تر لږه درې کاله په رواني روغتون کې وساتل شي؛ خو قاضي وویل، چې بشیر د جرم ترسراوي پرمهال په هیڅ کومې ذهني ناروغۍ اخته نه و او دغه پرېکړه یې د عدلي متخصصینو او ارواپوهانو سره تر خبرو اترو وروسته کړې ده.
محکمې دارنګه عبدالبشیر ته د ۳۰۰زره یورو څخه د زیاتو تاوان ورکولو امر هم وکړ.
نوموړي د ۱۴۰۲ کال (د وري میاشتې په ۸مه نېټه) دوه ښځې چې عمرونه یې ۲۴ او ۴۹ کاله وو او د اسماعیليه مرکز د کډوالو د ملاتړ خدمتونو په یوې څانګه کې یې کار کاوه؛ ووژلې.
پر عبدالبشیر ۱۱ تورونه لګېدلي وو، چې له ډلې یې په اوو هغو کې مجرم وپېژندل شو.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته دې له سفر کولو ډډه وکړي. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه (د غبرګولي ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خورا ګواښونکی دی.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې د ترهګرۍ او تښتونې خورا لوړ ګواښونه شته او په افغانستان کې هیڅ ځای د برید له ګواښ څخه خوندي نه دی.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت وړاندې ویلي، چې بهرني وګړي هم د خپلسرو نیونو له جدي ګواښ سره مخ دي.
تر دې وړاندې هم یو شمېر هېوادونو له خپلو وګړو غوښتي و، چې افغانستان ته دې د امنیتي لاملونو له امله له سفر کولو ډډه وکړي.

د پاکستان د جیونیوز ټلوېزیون د راپور لهمخې، د پاکستان په حافظاباد ښار کې وسلهوالو کسانو پر یوې ښځې د هغې د خاوند مخې ته ډلهییز جنسي تېری کړی دی. دا پېښه یوه میاشت وروسته تر هغې په ډاګه کېږي، چې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې ده.
په راپور کې همداراز راغلي، چې د دې ویډیو تر خپرېدو وروسته د سیمي پولیسو ویلي، چې د دې موضوع څېړنه یې کړې او دا یې یوه جنایي پېښه بللې ده.
په دې پېښه کې ۸ کسان تورن شوي، چې ۴یې پېژندل شوي دي.
د دې ښځې خاوند رسنیو ته ویلي، چې په پیل کې پولیسو د دوی د شکایت له ثبتېدو ډډه کړې او ان کله چې د پولیسو د مشر دفتر ته تللي، د تورن یو خپلوان چې هلته پر دنده بوخت و، دوی ته یې ګواښ کړی چې د شکایت له ثبتېدو دې لاس واخلي.
پولیس وايي، چې د شکمنو کسانو د نیولو لپاره عملیات او پلټنې روانې دي.
پاکستاني چاروکي ټينګار کوي، چې د دې پېښې له عاملانو سره به قانوني چلند وشي.