د طالبانو د نوې پرېکړي له مخې، چې د دوی کابینې او ملا هبت الله له خوا هم تایید شوې، له دې وروسته افغانستان ته د (A80) پټرولو او د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې د هر ډول نفتي توکو واردول په کلکه منع دي.
دا څرګندونې د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د نظارت او تعقیب لوی ریاست سرپرست شمسالدین شریعتي د بېکیفیته تېلو د مخنیوي په اړه د چهار شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وکړې.
د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې، نوموړي زیاته کړې، چې د دغې پرېکړې پر بنسټ، له هغو بندرونو او بازارګوټو څخه هم د تېلو واردات بند شوي، چې د کیفیت معلومولو معیاري لابراتوارونه نهلري.
په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر ویلي، چې تر راتلونکو لسو ورځو به د هرات او مشهد ښارونو ترمنځ د خواف ـ هرات د اوګاډي پټلۍ له لارې د مسافرو لومړی اورګاډی فعالیت پیل کړي.
د هرات ولایت مقام د چهار شنبې په ورځ « د غبرګولي۱۴مه) پر خپل اېکس لیکلي، چې له هرات څخه تر مشهده به خواف ـ هرات مسافر وړونکی اورګاډی په راتلونکو لسو ورځو کې خپلې چارې پیل کړي.
د هرات د سیمه ییزو طالبانو په وینا، د خواف ـ هرات د اورګادي پټلۍ زیات کارول د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د توکو د لیږد او د افغانستان او د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د مسافرو د تګ راتګ اسانه کوي.
طالبانو ویلي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اورګاډي له لارې د مسافرو تګ راتګ د هرات ـ خواف د اورګاډي پټلۍ د اسیا او اروپا ترمنځ د اړیکې په توګه د افغانستان رول نور هم روښانه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه د اقینې، تورغونډۍ او د هرات ـ خواف پټلیو څخه یوازې د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو لپاره استفاده کیږي.
د طالبانو د ټولګټوو چارو وزارت څو ورځې وړاندې ویلي و، چې تېره میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۳۲ زره مټریک ټنه صاردرات او واردات شوي دي.
سرچینې وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر لسګونه پروژې له دولتي بودجې بهر پلې کړې، خو له ۲۰۲۴ کال وروسته دغه پروژې یا درېدلې او یا هم خورا کمې شوې دي.
د طالبانو د داخلي اختلافاتو په تړاو باخبره سرچینې وايي، چې د مولوي هبت الله اخوندزاده او سراج الدین حقاني ترمنځ د اختلافاتو یو لامل د طالبانو له حکومتي بودجې بهر په شخصي لګښتونو د هغه پروژې او قومي مشرانو ته ډالۍ دي، چې هبت الله یې د هغه د مالي منابعو له اړخه اندېښمن کړی و. خو اوس دغه پروژې کمې شوې، یا درېدلې دي.
د سرچینو په وینا، « پخوا له حقاني سره له بهره مالي مرستې کېدې، خو اوس دا مرستې یا بندې شوې او یا کنټرول شوې دي. هغه مالي مرستې هم چې سوداګرو پخوا له حقانيانو سره کولې، یا کمې شوې یا د طالبانو حکومت بودجې ته ځي».
شنونکي د حقانیانو له خوا په لویه پکتیا کې د سړکونو غځولو پروژې ددې ډلې د ستراتیژیک نفوذ برخه ګڼي. دا لارې ډېری هغو غرنیو سیمو ته غځیږي، چې له وزیرستان سره پولې لري، جنګیالي پرې تګ او راتګ کوي او حقانیان یې د خپل نفوذ او احتمالي شاتګ سنګرونه ګڼي.