• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو یوځل بیا په کندهار کې د سړک سر صرافۍ بندې کړې

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۰۳ GMT+۱

طالبانو په کندهار ښار کې په هټیو او ګرځنده بڼه له تېل پلورنځیو وروسته د سړک سر صرافۍ بندې کړې دي. د صرافۍ دغو کاروباریانو افغانستان انټرنشنل ـ‌ پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې طالبانو په دې کار سره د سلګونو کسانو د کاروبار مخه نیولې ده.

د کندهار ښار یو شمېر لاسي او د سړک سر صرافانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو په کندهار ښار کې د دوی پر فعالیتونو بندیز لګولی او د جوازونو غوښتنه ترې کوي.

دغه صرافانو ویلي، چې طالبانو د یوه کمپاین له مخې، په تېرو درېیو ورځو کې د کندهار ښار له ټولو سیمو څخه د سړک سر غرفې ټولې کړې او د لاسي صرافۍ کوچنیو کاروباریانو ته یې د کاروبارو د بندولو ګواښ کړی.

په کندهار ښار کې د سړک پر سر د یوې کوچنۍ صرافۍ مسوول د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل:«د شهیدانو پر چوک دلته تر دېرش زیاتی د صرافۍ غرفې دي، موږ دلته ډالر، کالدارې، تومن او نور اسعار تبادله کوو او ترڅنګ یې د موبایل کریډېټ کارټونه هم پلورو، خو دا څو ورځې کیږي، چې طالبان راځي او وايي، غرفې مو ټولې کړئ. هر وخت چې مو جواز واخیست بیا کار شروع کړئ.»

د صرافیو دغه کوچني کاروباریان وايي، چې د طالبانو د یاد اقدام په پایله کې د کندهار ښار د شهیدانو څلور لارې، صرافۍ مارکیټ مخ، مدد څلور لارې، کابل اډه، د ګرشک اډه او نورو ځایونو کې سلګونو کسانو کاروبار باندې بندیز لګول شوی.

د کندهار ښار یو صراف د نوم نه ښودلو په شرط وايي:«موږ په دې کار کې د ورځې له شپږسوه څخه تر زر افغانۍ ګټه ترلاسه کوله، اوس نو بیکاره شوو. طالبان وايي، چې موږ باید د صرافۍ مارکیټ د لویو صرافیو جواز او کارټ ولرو، بیا د فعالیت اجازه لرو.»

دغه صرافان وايي، د طالبانو له خوا د اسعارو د تبادلې لویو مرکزونو ته په ښار کې د د درې کوچنیو او لاسي صرافیو اجازه ورکړل شوې او د پخوا په څېر په ازاده توګه نور کسان د یاد کاروبار اجازه نه لري.

طالبانو څو میاشتې وړاندې هم په کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالیو کې پر لاسي او کوچنیو صرافیو بندیز لګولی و.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو دوه اونۍ وړاندې په کندهار کې له پټرول پمپونو پرته په هټیو او ګرځنده بڼه د تېلو پلور باندې هم بندیز ولګاوه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو لسګونو سازمانونو په ایران کې د افغانانو د اعدام درولو غوښتنه وکړه

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۳۳ GMT+۱

د بشري حقونو تر ۸۰ ډېرو سازمانونو او بنسټونو په یوه ګډه غوښتنه کې په ایران کې د افغانانو پر اعدامونو اندېښنه څرګنده کړې او د دغه بهیر د درولو غوښتنه یې کړې ده. د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۳۲ افغانان د ایران په زندانونو کې اعدام شوي دي.

دغه بنسټونه وايي، چې د افغانانو د اعدامونو شمېر زیات شوی او یوازې د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۳۲ افغانان د ایران په زندانونو کې اعدام شوي دي.

دا ګډه غوښتنه د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) د ۸۴ بشري حقونو د سازمانونو له خوا لاسلیک شوې او پکې ویل شوي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په ایران کې د افغانانو د اعدامونو لړۍ چټکه شوې ده، چې دوی پرې ژوره اندېښنه لري.

دغو بنسټونو خبرداری ورکړی چې ښايي په راتلونکو میاشتو کې لسګونه نور افغان بنديان هم په ایران کې اعدام شي.

د دې ګډې غوښتنې له مخې، په ایران کې د افغان وګړو د اعدامونو شمېر د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په ۲۰۲۲ کال کې له ۱۶ کسانو څخه په ۲۰۲۴ کال کې ۸۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

دغه سازمانونه ټینګار کوي چې ډېری دا اعدامونه پټ او له عامه خبرتیا پرته ترسره کېږي.

د راپورونو له مخې، د تېر کال له لسګونو اعدام شویو څخه یوازې شپږ یې رسماً اعلان شوي دي.

ایران هره ورځ نږدې څلور زره افغان کډوال له دوغارون پولې افغانستان ته شړي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۳۰ GMT+۱

د ایران د تایباد ولسوالۍ د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو مرستیال ویلي، چې هره ورځ له دوغارون پولې څخه له څلور زورو ډیر ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنوي.

ایرنا خبري اژانس د مهدي رجبي له قوله راپور ورکړی چې د ایران د دوغارون پولې له لارې د ناقانونه افغان کډوالو په بېرته ستنولو کې د غبرګولي میاشت له پېل راهیسې د تېرې میاشتې د همدې مودې په پرتله ۱۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

نوموړی وايي، هغه ناقانونه افغان وګړي، چې په ۱۱ ولایتونو کې نیول کیږي، تر قانوني مراحلو وروسته د دوغارون له لارې بېرته افغانستان ته لیږل کیږي.

نوموړي ویلي، چې ناقانونه کډوال بېرته خپل هېواد ته لېږل د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت له مهمو لومړیتوبو څخه دی او دوغارون له ایران څخه د ناقانونه افغان کډوالو د وتلو اصلي دروازه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالۍ نړیوال سازمان تېره ورځ په خپل یوه راپور کې ویلي، چې ایران د افغان کډوالو اېستل دوه برابره کړي دي.

سرچینې: طالبانو د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې امر د وژلو په تور پخواني نظامیان نیولي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۱۲ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو په کندهار کې درې پخواني نظامیان د ډنډ ولسوالۍ لپاره د دې ډلې د پوهنې امر د وژلو په تور نیولي دي. طالبانو ویلي، چې د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې امر د وژلو په تور یې درې تنه غله نیولي دي.

له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو د دغه ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې درې تنه پخواني نظامیان د خپلې ډلې د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې امر د وژلو په تور نیولي دي.

دغو سرچینو د طالبانو له خوا د نیول شویو پخوانيو نظامیانو نومونه احسان الله اڅکزی، هارون اڅکزی او یار محمد اڅکزی ښودلي او وايي، درې واړو د تېر جمهوري نظام پر مهال په ژړۍ ولسوالۍ کې د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله.

سرچینو ویلي، چې د طالبانو له خوا نیول شوي پخواني نظامیان د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د سنګهسار سیمي د کډوالو کلي اوسیدونکي دي او نن چهار شنبه د طالبانو له خوا ونیول شول.

سرچینو ویلي، چې طالبانو وړاندې تردې هم د نیول شویو کسانو په څېر لسګونه نور بې ګناه پخواني نظامیان هم د غلا، نشه يي توکو د پلور او جنايي پېښو په تور نیولي او بندیان کړي دي.

بل خوا د کندهار ځايي خبریالانو په کندهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په حواله ویلي، چې یاد کسان د غلا او د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې امر د وژلو په تور نیول شوي.

طالبانو ویلي، چې یاد کسان غله دي او د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې امر یې د یو موټر سایکل لپاره وژلی دی.

د کندهار د پوهنې امر سید احمد سالار د غبرګولي په ۱۲مه د کندهار ښار د ۱۵مې حوزې په یخ کاریز سیمه کې د ناڅرګندو وسله والو په ډزو ووژل شو.

اسحاق ډار: چین د پاکستان په غوښتنه افغانستان ته د سیپېک غځولو هوکړه کړې ده

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۰۰ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې چین د پاکستان په غوښتنه کابل ته د سیپېک پروژې غځولو هوکړه کړې ده. د نوموړي په خبره، په یاده پروژه کې د پېښور ـ کابل لویې لارې جوړول هم شامل دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار نن چهار شنبه «د غبرګولي ۱۴مه» د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، چې چین د پاکستان په غوښتنه کابل ته د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز «CPEC» پروژې غځولو باندې هوکړه کړې ده.

اسحاق ډار وايي:« ښه خبر دادی چې چین زموږ په غوښتنه، کابل ته د سیپېک پروژې غځولو او د پېښور او کابل لویې لارې جوړول منلي دي.»

نوموړی وايي، افغانستان به د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز له لارۍ منځنۍ اسیا ته لاسرسی پیدا کړي او پاکستان هڅه کوي، چې د اقتصادي همکارۍ سازمان «ایکو» په راتلونکې سرمشریزه کې برخه واخلي، څو سیمه ییز اتصال ته وده ورکړي.

نوموړي ویلي، بیجنګ د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز پروژې د تمدیدولو هوکړه کړې ده، چې د ننه په پاکستان کې به د ریل ګاډو پټلیو په ګډون ځیني لویې لارې هم جوړې شي.

نوموړي کابل ته د سیپېک پروژې د غځولو خبر په داسې مهال ورکړی، چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې بیجنګ چمتو دی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه والي او پراختیا لپاره رغوونکی او مثبت رول ولوبوي.

افغان درمل واردوونکو ازبکستان ته د درملو ګډې فابریکې جوړولو وړاندیز کړی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۴۵ GMT+۱

د ازبکستان د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې رییس عبدالله عزیزوف د افغانستان د مخکښو درمل وېشونکو شرکتونو له استازو سره کتلي دي. په دې کتنه کې افغان درمل جوړوونکو په افغانستان کې ددرملو د یوې ګډې فابریکې جوړولو وړاندیز کړی.

د ازبک رسنیو د رپوټونو له مخې، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د درمل جوړونې په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ اړوند موضوعات څیړل شوي او هوکړه شوې، چې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د درملو د صادراتو او وارداتو کچه لوړه شي.

دغه راز په دې ناسته کې پر دې هم هوکړه شوې، چې په افغانستان کې د درملو د تولید ګډې پروژې پیل شي، ټکنالوژي وارده شي او مسلکي کدرونه وروزل شي.

د ازبکستان د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې افغان استازو ته د ازبکستان د مخکښو درمل جوړوونکو شرکتونو د لیدنې سفر هم تنظیم کړی، چې د نړیوالو معیارونو مطابق د تولید بهیر، ټکنالوژیکي وسایل، لابراتوارونه او د کیفیت د کنټرول سیستمونه له نږدې وګوري.

رپوټ وايي، چې افغان سوداګرو د ازبکستان د درمل جوړونې صنعت چټک پرمختګ ستایلی او د محصولاتو کیفیت او د صادراتو وړتیا یې ستایلې ده.

هغوی ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ازبک درملو تقاضا لوړه ده او دوی چمتو دي چې ژر تر ژره ګډې فابریکې پیل کړي.