• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاکستان کې د دوو ماشومانو قاتل له پولیسو نه د تېښتې پرمهال اوبو کې ډوب او مړ شو

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۳۶ GMT+۱

د ډان ورځپاڼې د راپور له‌مخې، د پاکستان د پنجاب ایالت په حافظ‌اباد ولسوالۍ کې د دوو ماشومانو پر وژنې تورن له پولیسو نه د تېښتې پرمهال د اوبو په کانال کې ډوب شوی دی.

یادې ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ (د جون ۴مه) د پاکستاني پولیسو په حواله زیاته کړې، چې څو ورځې مخکې د پنجاب په «کاسوکي» سیمه کې دوه ماشومان نادرکه شوي وو او وروسته یې مړي بیا د یوه کور په اوسپنیز صندوق کې وموندل شول.

په راپور کې راغلي، چې د یوه ماشوم دوه ترونه او درې نور کسان د ېپېښې په تړاو د شکمنو کسانو په توګه پېژندل شوي او په وینا یې، تر اوسه پورې د دې شکمنو له ډلې یې یوازې دوه کسان نیولي دي.

یو له شکمنو کسانو نه چې د حافظ‌اباد د جرمونو د کنټرول څانګې سره بندي و، د څېړنو پرمهال د ماشومانو پر وژنې اعتراف کړی دی. هغه ویلي دي چې ماشومان یې په لرګي وهلي او دا لرګی هغه په خپل کور کې پټ کړی دی.

پولیس له شکمن کس سره د پېښې ځای ته د لرګي د ترلاسه‌کېدو لپاره روان وو، چې موټر کاریاله کلي ته نږدې ورو شوی دی. په دې وخت کې شکمن کس خپل لاسونه له زولنو خلاص کړي، له موټره یې ځان غورځولی او تښتېدلی دی.

د پاکستاني پولیسو په وینا، هغه د اوبو کانال ته ځان غورځولی چې د ډېرو اوبو له امله مړ او څو شېبې وروسته یې مړی له کانال نه را اېستل شوی دی.

د یادونې ده، چې په پاکستان کې په دې وروستو کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي.

وړمه ورځ د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام‌اباد کې یوه ټیکټاکره په ښکاره ورځ د یوه ۲۲ کلن ځوان له‌خوا ووژل شوه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پوځ وايي چې په شمالي وزیرستان کې یې ۱۴ جنګیالي وژلي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۴۴ GMT+۱

د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې د شمالي وزیرستان په دته خېل سمیه کې یې د عملیاتو په پایله کې ۱۴ وسله‌وال جنګیالي وژلي دي. د پاکستان پوځ دا جنګیالي د « هند له خوا تمویل کېدونکي» بللي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي، چې دا عملیات یې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د جون په دویمه او درېیمه تر سره کړي او له سختې نښتې وروسته ټول ۱۴ وسله‌وال له منځه وړل شوي دي.

بل لور ته، د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د عملیاتو مشري کوونکو ځواکونو ستاینه کړې او دا یې د " بشریت دښمنانو پر ضد مهم ګام" بللی.

نوموړي ویلي: «موږ به د ترهګرو ناولي هدفونه له منځه یوسو او د خپلو ځواکونو په مسلکي وړتیا به د ترهګرۍ جرړې له ریښو وباسو».

له دې وړاندې، د جون په دویمه نېټه هم په بلوچستان کې د ورته عملیاتو په ترڅ کې ۷ نور جنګیالي وژل شوي وو، چې پاکستان یې د هند « فتنه» بولي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په بلوچستان کې فعالې ټولې ترهګرې ډلې به تر دې وروسته د "فتنه‌الهندوستان" تر نامه لاندې یادېږي.

پاکستان هند تورن کړی چې له دغو ډلو د نیابتي جګړې لپاره کار اخلي، خو هند پاکستان په کشمیر کې د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوي.

پاکستانی طالبانو تر اوسه د پوځ ددې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

طالبان: د پاکستان له زندانونو ۱۴ تنه خوشې شوي افغانان افغانستان ته ستانه کړل شول

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې (د غبرګولي په ۱۳مه او ۱۴مه نېټه) د پاکستان له زندانونو ۱۴ تنه خوشې شوي افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي.

دغه وزارت پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه کسان د اسنادو په لرلو سره د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو.

دغه وزارت زیاتوي، چې دغه کسان د یوې ورځې څخه نولې تر ۳ ورځو پورې په زندان کې ساتل شوي وو.

تېره ورځ هم دغه وزارت ویلي و، چې نږدې ۵۰ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستان به د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پر طالبانو د بندیزونو کمیټې مشري وکړي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۴۹ GMT+۱

د هند اېکانومېک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې پاکستان به په روان ۲۰۲۵کال کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر طالبانو د بندیزونو کمیټې مشري وکړي.

د راپور له مخې؛ پاکستان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ترهګرۍ ضد کمېټې ۱۵ کسیزې ادارې د مرستیال په توګه وټاکل شو.

په راپور کې راغلي، چې پاکستان به پر طالبانو د ۱۹۸۸کال د بندیزونو کمېټې مشري وکړي.

دغه کمیټه د طالبانو اړوندو کسانو، ډلو او ادارو د شتمنیو کنګلولو، د سفر بندیزونو او د وسلو بندیزونو د لګولو مسوولیت لري.

سربېره پر دې ډنمارک به د داعش او القاعدې پورې اړوند د ۱۲۶۷ بندیزونو کمیټې مشري وکړي او روسیه او سیرالیون به په ۲۰۲۵کال کې د دغه کمیټې مرستیالان وي.

پاکستان به د ۲۰۲۵-۲۰۲۶ کلونو لپاره د امنیت شورا غیر دایمي غړی وي.

سره له دې چې پر طالبانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا له‌خوا د سفر بندیزونه لګول شوي دي؛ خو بیا هم د طالبانو یوشمېر لوړپوړو چارواکو په تېرو درېیو کلونو کې په دوامداره توګه ګڼو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

شریف: د هند نیابتي ډلو ته باید اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکاروي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۳۸ GMT+۱

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وایي، باید اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان خاوره د هند د نیابتي ډلو له‌خوا د پاکستان پر وړاندې وکارول شي.

د بېزنس ریکارډر وېب‌پاڼې د راپور له مخې؛ شهباز شریف پېښور ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان سره د همکارۍ د زیاتوالي په بېړنۍ اړتیا ټینګار کړی.

هغه په پښتونخوا کې د قبایلي مشرانو یوې جرګې ته په وینا کې وویل، « موږ د هند له‌خوا د تمویل کېدونکو ترهګریزو شبکو د له منځه وړلو لپاره پوره چمتووالی لرو او د سولې لپاره په مبارزه کې د دغه سیمې د خلکو د بې سارې قربانۍ ستاینه کوو.»

په دغه هېواد کې وروستیو ناکراریو د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او نور لوړپوړي پوځي او سیاسي چارواکي اړ اېستي، چې د پاکستان ناکراره سیمو ته سفرونه وکړي.

‏بل خوا د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز (پي ای سي اېس اېس) په خپل تازه څېړنیز راپور کې لیکلي، چې په تېره مئ میاشت کې په پاکستان کې ۸۵ بریدونه شوي، چې ۱۱۳ تنه پکې وژل شوي او ۱۸۲ نور بیا ټپیان دي.

په راپور کې راغلي، چې د مئ میاشتې په بریدونو کې د اپرېل میاشتې پرتله پنځه سلنه زیاتوالی راغلی.

د دغه مرکز د میاشتنۍ امنیتي ارزونې له مخې؛ په مئ میاشت کې ۸۵ وسله‌وال بریدونه ثبت شوي، چې د اپرېل په میاشت کې د ۸۱ بریدونو څخه یو څه زیات دي.

په وژل شويو کې ۵۲ تنه د پاکستان امنیتي سرتېري، ۴۶ ملکي وګړي، ۱۱ وسله‌وال او د امن کمیټې څلور غړي شامل دي.

په ټولیزه توګه په دغه بریدونو کې ۱۸۲ کسان ټپیان شوي، چې ۱۳۰ یې ولسيي وګړي، ۴۷ د پاکستان امنیتي پرسونل، څلور وسله‌وال او د سولې کمیټې یو غړی هم پکې شامل دی.

د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز د شمېرو له مخې؛ ډېری بریدونه په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې شوي دي.

د دغه هېواد چارواکي په پاکستان کې د روانو ناکراریو پړه پر طالبانو ور اچوي او وایي، چې د افغانستان په خاوره کې یې ترهګرو ته خوندي پتنځایونه ورکړي؛ خو طالبانو دغه ادعاوې تل رد کړې دي او دا یې د پاکستان کورنۍ ستونزه بللې ده.

پاکستان کې پر یوې ښځې د هغې د خاوند مخې ته ډله‌ییز جنسي تېری شوی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۵۸ GMT+۱

د پاکستان د جیونیوز ټلوېزیون د راپور له‌مخې، د پاکستان په حافظ‌اباد ښار کې وسله‌والو کسانو پر یوې ښځې د هغې د خاوند مخې ته ډله‌ییز جنسي تېری کړی دی. دا پېښه یوه میاشت وروسته تر هغې په ډاګه کېږي، چې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې ده.

په راپور کې همداراز راغلي، چې د دې ویډیو تر خپرېدو وروسته د سیمي پولیسو ویلي، چې د دې موضوع څېړنه یې کړې او دا یې یوه جنایي پېښه بللې ده.

په دې پېښه کې ۸ کسان تورن شوي، چې ۴یې پېژندل شوي دي.

د دې ښځې خاوند رسنیو ته ویلي، چې په پیل کې پولیسو د دوی د شکایت له ثبتېدو ډډه کړې او ان کله چې د پولیسو د مشر دفتر ته تللي، د تورن یو خپلوان چې هلته پر دنده بوخت و، دوی ته یې ګواښ کړی چې د شکایت له ثبتېدو دې لاس واخلي.

پولیس وايي، چې د شکمنو کسانو د نیولو لپاره عملیات او پلټنې روانې دي.

پاکستاني چاروکي ټينګار کوي، چې د دې پېښې له عاملانو سره به قانوني چلند وشي.