د هند او پاکستان ترمنځ د بې پیلوټه الوتکو جګړې د وسلو نوې سیالي رامنځته کړې

د هند او پاکستان تر منځ د روانې میاشتې په نښتو کې د بې پیلوټه الوتکو پراخې کارونې د وسلو یوه نوې سیالي رامنځته کړې. د رویټرز د راپور له مخې، د سویلي اسیا دغه قدرتونه، چې تېر کال یې د دفاعي سیستم د پیاوړتیا لپاره له ۹۶ میلیارد ډالرو ډیر لګښت کړی و، اوس په ډرون سیالي کوي.
بلخوا د هند د ډرون الوتکو د فدراسیون مشر سمیت شا وایي: «هند پلان لري چې په سیمه ییز صنعت کې ډیره پانګونه وکړي او کولی شي، راتلونکو یو کال څخه تر دوو کلونو پورې په بې پیلوټه الوتکو باندې تر ۴۷۰ میلیون ډالرو پورې لګښت کړي.»