د انګلستان په لېورپول کې د فوټبال اتلولۍ پر نمانځونکو د پېښې د ټپیانو شمېر ۵۰ تنو ورسېد

د انګلستان په لېورپول سیمه کې د فوټبال اتلولۍ په نمانځونکو باندې د موټر خېژولو د پېښې د ټپیانو شمېر ۵۰ تنو ته لوړ شوی. د لېورپول ښار پولیسو ویلي، چې د ټپي شویو کسانو څخه یې ۲۷ تنه روغتون ته لېږدولي، چې د دوه تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.