د هند او پاکستان ناندرۍ؛ پاکستان د دغه هېواد په اړه د مودي څرګندونې پاروونکې وبللې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او هغه یې پاروونکې بللې دي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې د مودي داسې څرګندونې د ملګرو ملتونو له منشور څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.