طالبانو په دایکنډي ولایت کې پر لاسي فوټبال بندیز ولګاوه

سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په دایکنډي ولایت کې د لاسي فوټبال لوبه منعه کړې ده. د سرچینو په وینا؛ طالبانو ویلي چې د دغه مېز پر سر پلاستیکي لوبغاړي یا سړي «بتانو ته ورته دي او په اسلام کې له بتانو سره لوبې کول حرام دي.»