• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونېسف: ۱۰۰ مټریک ټنه ژغورنکي درمل افغانستان ته رسېدلي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۰۰:۴۱ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یونېسف وايي، چې له ۱۰۰ مټريک ټنو څخه د زیاتو درملو چارتر الوتکه افغانستان ته رسېدلې ده. دغې ادارې ویلي، چې دا مرستې به تر ډېره د ۳۴ ولایتونو د روغتيايي مرکزونو بېړنۍ اړتياوې پوره کړي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د سې شنبه په ورځ (د غبرګولي ۶مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونېسف) له قوله ليکلي، چې د درملو دغه مرسته د نړۍوال او اسیايي بانک له لوري د یونېسف په همغږۍ شوې دي.

په خبر کې ویل شوي، چې په دې مرستې سره به د ۳۴ ولایتونو د څه باندي ۲ زره او ۴۰۰ روغتيايي مرکزونو بېړنۍ اړتياوې پوره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب مشران په پرله پسې ډول له نړۍوالو سره په کتنو کې د روغتيايي مرستو د زياتوالي غوښتنه کوي.

واک ته د دغه ډلې له رسېدو را وروسته په ډېرو سيمو کې خلک لومړنیو روغتيايي اسانتیاوو ته لاس رسی نه لري او له تېرو درېيو کلونو څخه د مور او ماشوم مړينه هم زیاته شوې ده

افغانستان ته تر ډېره د اړتیا وړ درملو لویه برخه له ګاونډیو هېوادونو واردېږي؛ خو نیوکې دا دي، چې دغه هېوادونه افغانستان ته بې کیفیته درمل واردوي.

که څه هم طالبانو په وار-وار ویلي، چې دوی به د بې کیفیته درملو د واردولو مخه ونیسي؛ خو لا تر اوسه پورې یې په دې تړاو کوم عملي اقدام نه دی کړی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د بیان ازادۍ مرکز په ترکیه کې له ګواښ سره مخ افغان خبریالانو ته د بېړني ملاتړ غوښتنه کړې

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۲۱:۵۸ GMT+۱

د بیان د ازادۍ مرکز خبرداری ورکړی، چې په ترکیه کې مېشت لسګونه افغان خبریالان د اېستلو او افغانستان ته د جبري ستنېدو له جدي ګواښ سره مخ دي. دغه مرکز پر ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو سازمانونو غږ کړی، چې د یادو خبریالانو د ساتنې او بل هېواد ته یې د لېږدولو لپاره سمدستي اقدام وکړي.

د بیان د ازادۍ مرکز د سې شنبه په ورځ (د غبرګولي ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، هغو ۵۰ افغان خبریالانو چې د کابل له سقوط وروسته په ترکیه کې پناه اخیستې د اېستلو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د خبرپاڼې له مخې، له یاد شمېر خبریالانو څخه لس تنه یې د خپلې استوګنې مودې غځولو کې پاتې راغلي او په نامعلوم قانوني وضعیت کې دي او ۲۰ نورو لا له وړاندې د وتلو رسمي خبرتياوې تر لاسه کړي.

د دې بنسټ د معلوماتو له مخې، یو شمېر خبریالان سره له دې چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ له خوا د ساتنې مستحق او پناه غوښتونکي پېژندل شوي، لا هم له کلونو راهیسې په ترکيه کې بې برخلیکه دي.

دغه مرکز زياتوي، دا خبریالان د رواني، اقتصادي او شخصي ناامنۍ تر فشار لاندې دي او که له افغانستان څخه ولېږل شي، نو زیانمن به شي.

ترکیه د سیمې د نورو هېوادونو په څېر د ډېرو هغو افغان کډوالو کوربه ده، چې یا د استوګنې قانوني اسناد لري یا هم بې اسناده دي.

دې هېواد هم په دوامداره توګه افغان پناه غوښتونکي اېستلي، چې هیله لري په قانوني یا قاچاقي ډول لوېديځو هېوادونو ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او ترکیې ترمنځ اړیکې ښه لوري ته روانې دي او په دغه هېواد کې له ګواښ سره مخ د افغان کډوالو اېستل هم زیات شوي دي.

د بیان د ازادۍ مرکز ویلي، چې د دغو خبریالانو وضعیت وروسته له هغه خراب شوی، چې طالبانو په انقره کې د افغانستان سفارت او په استانبول کې د قونسلګري چارې واخيستې.

د بیان د ازادۍ مرکز په خپله خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ څخه وغوښتل، چې له ترکیې څخه د افغان خبریالانو د جبري اېستلو د مخنیوي لپاره بېړني اقدامات وکړي.

دې سازمان همدارنګه په درېیمو هېوادونو کې د دې خبریالانو د بیا مېشتېدنې د اسانتیاوو پر اړتیا ټینګار کړی دی، ترڅو د دوی امنیت او انساني وقار ډاډمن شي.

په بیان کې د بشري ملاتړ د چمتو کولو او په ترکیه کې د حقوقي مرستو او د روغتیايي پاملرنې په څېر اساسي خدماتو ته د دغو خبریالانو د لاسرسي په اهمیت هم ټینګار شوی دی.

سعودي عربستان د جمعې او طالبانو د شنبې په ورځ د لوی اختر اعلان وکړ

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۲۰:۵۹ GMT+۱

تر هغه وروسته چې سعودي عربستان اعلان وکړ چې لوی اختر به د جمعې په ورځ وي، طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې په افغانستان کې به د لوی اختر لومړۍ ورځ د شنبې په ورځ وي. سعودي عربستان د جون ۵مه د عرفې او ۶مه د لوی اختر ورځ اعلان کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې افغانستان ډېری وخت له سعودي عربستان سره په یوه ورځ روژه پیلوله او اختر یې لمانځه.

د طالبانو سترې محکمې د سې شنبه په ورځ (د غبرګولي ۶مه) په يوې خبرپاڼه ې ویلي: «مرکزي او ولايتي کمېټو د لوی اختر میاشت نه ده لېدلې او نه هم عامو خلکو شاهدي ورکړې، د شنبه ورځ د غبرګولي ۱۷مه به په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.»

د سعودي عربستان چارواکو اعلان کړی، چې عرفه به د پنجشنبې په ورځ وي او د جمعې په ورځ به د حج مناسک پای ته رسېږي او لوی اختر به کېږي.

د عرفې ورځ د حج تر ټولو مهمه برخه ده، چې حاجیان د عرفات په غونډۍ کې راټولېږي، دعا کوي او د الله تعالی رحمت لټوي.

ملګري ملتونه: په پاکستان کې ۱۱۰ زره افغان کډوال بېړنیو مرستو او بیا مېشتېدو ته اړتیا لري

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۹:۵۳ GMT+۱

اسیا خبري اژانس د ملګرو ملتونو له قوله راپور ورکړی، چې په پاکستان کې شاوخوا ۱۱۰ زره افغان کډوال بېړنۍ نړۍوالې مرستې او درېیمو هېوادونو ته د مېشتېدو اړتیا لري. د راپور له مخې، دغو کسانو درېيمو هېواد ته د تګ شرایط پوره کړي او دا مهال نړۍوال خوندیتوب ته اړتيا لري.

اسیا خبري اژانس د سې‌شنبه په ورځ (د غبرګولي ۶مه) په یوه خبر کې ویلي، چې د ۳۰۰ زره څخه زيات کسان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي، چې دا مهال له سختې بېوزلۍ سره مخ او حالت له واکه وتلی دی.

په راپور کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ له قوله ویل شوي: «په پاکستان کې شاوخوا ۱۱۰ زره افغان کډوال او پناه غوښتنونکي د لوړ خطر پروفایلونه لري او درېیمو هېوادونو ته یې د تګ ټول معیارونه پوره کړي دي، چې دا مهال نړۍوال خوندیتوب ته اړتیا لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو مياشتو کې پاکستان او ایران لسګونه زره افغانان هېواد ته لېږلي، چې د سره صلیب او سرې میاشتي د نړۍوال فدراسیون د خبر له مخې په اپرېل مياشت کې ۳۰۰ زره کډوال د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دوی د معلوماتو له مخي، ۴۴۵۰۰ کسان له پاکستانه او ۱۷۰ زره له ایران څخه اېستل شوي دي.

دغه اژانس زياتوي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له دې هېواد څخه د افغانانو وتل هم زيات شوي دي.

د یادولو ده، چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې د غېر قانوني کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې او تراسه هم روانه ده.

په تېرو دوو کلونو کې له دغه هېواد څخه څه باندې یو مېلیون افغان کډوال د فشار، په خپله خوښه او په زور اېستل شوي دي.

په راپور کې د ملګرو ملتونو له قوله راغلي، چې په اېستل شویو کسانو کې ۶۱ سلنه له ۱۸ کلنۍ کم عمره او ۱۷ سلنه هغه ښځې دي، چې د خپلې کورنۍ مسوولیتونه ور په غاړه دي.

سرچینې: د طالبانو د استخباراتو رییس د بدخشان د کړکېچ د حل په موخه دغه ولایت ته تللی

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۹:۳۷ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته منلې، چې په بدخشان کې د کوکنارو د کروندو د له‌منځه وړلو پر وړاندې د بزګرانو د لاریونونو له ډېرېدو او د کړکېچ له پراخېدو وروسته د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق دغه ولایت ته سفر کړی دی.

سرچینو د سې‌شنبه په ورځ (د غبرګولي ۶مه) د طالبانو د استخباراتو رییس د سفر موخه په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو پر سر د راپورته شوي کړکېچ حل بللی دی.

دا سفر په داسې حال کې کېږي، چې بدخشان په تېرو درېیو ورځو کې د پراخو ولسي لاریونونو شاهد دی.

سرچینې همداراز وايي، چې د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت نن په بدخشان کې د روان کړکېچ د حل په موخه څو غونډې ترسره کړي او په وینا یې، نوموړی لا هم په دغه ولایت کې دی.

تر دې مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی و، چې فطرت په بدخشان کې د کوکنارو د کروندو د له‌منځه وړلو پر وړاندې د بزګرانو د لاریونونو له ډېرېدو سره سم، په دغه ولایت کې د دې ډلې له والي ایوب خالد سره لیدلي دي.

هم‌مهاله، پرون ورځ د بدخشان د طالبانو د والي دفتر په یوې خبرپاڼه کې اعلان کړی و، چې په دې لیدنه کې د ولایت د امنیتي مسایلو، د طالبانو د ځواکونو ترمنځ د همغږۍ او یووالي او د دغه ډلې د اصولو او تګلارو د پلي کېدو په تړاو خبرې شوې دي.

لاریونونه په جرم ولسوالۍ کې پیل شوي، هغه سیمه چې د کوکنارو د کروندو د ویجاړېدو پر سر د طالبانو او ځایي خلکو ترمنځ نښتې وشوې.
د دې ترڅنګ د یوه مشهور سلفي قوماندان او مولوي پر کور د طالبانو برید د خونړیو نښتو لامل شو، چې په ترڅ کې یې هغه او یو شمېر طالب ځواکونه وژل شوي دي.

امرالله صالح: د استانبول او انتالیا غونډې له طالبانو سره د مبارزې په لاره کې مهم ګامونه دي

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۸:۵۱ GMT+۱

د زرغون بهیر مشر امرالله صالح په ترکیه کې د افغان تُرک مشرانو د غونډې او د انتالیا بهیر د کنفرانس د جوړېدو ملاتړ کړی. د هغه په وینا، د دې غونډو منځ‌پانګه د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان واقعي وضعیت منعکسوي؛ هغه وضعیت چې د دې بهیر په باور د تعصب، انحصار او ناپوهۍ پایله ده.

نوموړي د سې‌شنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه پیغام کې زیاته کړې، چې دا غونډې د ډیالوګ او پرمختګ مرکز په ابتکار جوړې شوي او نوموړي دا غونډې «مهمې او ملي» بللې دي.

په هغه بیان کې چې د امرالله صالح په مشرۍ د افغانستان د زرغون بهیر (رسا) له لوري خپور شوی، ویل شوي چې پر هېواد د طالبانو واکمني د دوحې د پردې شاته د هوکړې پایله ده او دا نه یوازې د مېلیونونو خلکو د بې‌ځایه کېدو لامل شوی، بلکې د بې‌وزلۍ د پراخېدو، قومي تبعیض او د ملي ارزښتونو د له‌منځه تللو سبب هم ګرځېدلی دی.

په دې اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د طالبانو مخالف ټول جریانونه او بنسټونه کولای شي د اختلافونو د شته والي سربېره، پر ګډو موخو تمرکز وکړي او د طالبانو د رژیم د پای ته رسېدو لپاره ګډې هڅې وکړي.

د نصیر احمد اندېشنه په ګډون د انتالیا د غونډې استازو، اساسي قانون ته راستنېدل په هېواد کې د سیاسي مشروعیت او ملي یووالي د رامنځته‌کېدو یوازینۍ لار بللې ده.

دوی پر دې باور دي، چې د یوناما په ګډون د نړۍوالو ادارو بدیل پلانونه نیمګړي او بې‌اغېزې دي.

د افغانستان زرغون بهیر زیاته کړې، چې د استانبول او انتالیا په څېر نوښتونه نه‌ یوازې د افغانستان د سیاسي او قومي تنوع نښه ده، بلکې دا هم ښيي چې هېوادونه د یو متنوع او د قانون پر بنسټ ولاړ افغانستان د ملاتړ هیله لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په ترکیه کې د «انتالیا بهیر» په نوم د افغانستان په تړاو مدني ټولنو یوه غونډه ترسره کړې، چې په ترڅ کې یې د طالبانو د نږدې څلور کلنې واکمنۍ او راتلونکي په تړاو ارزونه کړې ده.

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې طالبانو په افغانستان کې پر سیاسي او مدني فعالیتونو سخت بندیزونه لګولي چې له همدې کبله په کور دننه د دا ډول غونډو د جوړېدو لپاره هېڅ ډول خوندي چاپېریال نه لیدل کېږي.