• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ نتنیاهو ته خبرداری ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي خبرو بهیر ګډوډ نه کړي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۹:۲۱ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل لومړي وزیر ته خبرداری ورکړی، چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي خبرو اترو بهیر ګډوډ نه کړي. نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: «په اوس وخت کې د داسې یوه اقدام وخت نه دی، ځکه مونږ ایران سره یوې حل لارې ته نږدې شوي یو.»

ټرمپ ویلي، چې تر راتلونکو څو اوونیو به له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) د ځینو باخبرو سرچینو په حواله لیکلي، په داسې حال کې چې ډونالډ ټرمپ هڅه کوي له ایران سره یوه اټومي تړون ته ورسېږي، نتنیاهو ګواښ کړی چې د ایران د یورانیمو د غني‌سازۍ پر اصلي تاسیساتو به برید وکړي او دغه خبرې اترې به ګډوډې کړي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

نتنېاهو: د حماس ډلې مشر محمد سنوار ووژل شو

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۶:۴۳ GMT+۱

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنېاهو د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) اعلان وکړ، چې د حماس ډلې مشر محمد سنوار چې د دغې ډلې د پخواني مشر یحیی سنوار کشر ورور و، د اسراییلي پوځ په هوايي بریدونو کې وژل شوی دی.

محمد سنوار د تېرې میاشتې په پیل کې د غزې په سویل کې د یوه روغتون پر وړاندې د اسراییلي هوايي برید هدف وګرځېد. نتنېاهو مخکې ویلي و چې امکان لري د حماس مشر په دغو بریدونو کې وژل شوی وي.

نتنېاهو د اسراییل پارلمان ته وویل: «په تېرو دوو ورځو کې موږ د حماس د بشپړې ماتې پرلور یوه حساس پړاو ته رسېدلي یوو.»

حماس تر اوسه د محمد سنوار وژل کېدل نه دي تایید کړي.

شهباز شریف: هند پر ۲۴۰ میلیونه پاکستانيانو اوبه نه شي بندولای

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۲:۳۸ GMT+۱

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، چې هند هڅه کوي د پاکستان اوبه بندې کړي، خو دا کار به هېڅکله هم عملي نه شي. شهباز شریف وویل، چې اوبه د ۲۴۰ میلیونه پاکستاني وګړو د ژوند اساس دی او د اوبو مخنیوی د بشري حقونو خلاف عمل دی.

هغه زیاته کړې: "هند غواړي زموږ د خلکو د ژوند لیکه (اوبه) د یوې وسلې په توګه وکاروي، خو موږ به هېڅکله دا کار ونه زغمو.»

نوموړي دا څرګندونې د اذربایجان د ملي ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

هند د کشمیر په پهلګام کې تر ترهګریز برید وروسته نه یوازې پر پاکستان هوايي بریدونه وکړل، بلکې ددغه هېواد ډیپلوماټان یې هم له خپلې خاورې شړلي او د اندس د اوبو تړون یې هم ځنډولی.

زیلینسکي د جرمني د ډېر ملاتړ ترلاسه کولو لپاره برلېن ته رسېدلی

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۲:۱۹ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د چارشنبې په ورځ برلین ته ورسېد، چې د جرمني له نوی صدراعظم فریدریښ مېرڅ سره وګوري. دغه لیدنه د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې نوې دیپلوماتیکې هڅې برخه ده.

مېرڅ د اوکراین ولسمشر د فدرالي صدارت په ودانۍ کې له پوځي احترام سره ومانه.

رویټرز وايي، جرمني ښايي د امریکا له کمزوري ملاتړ وروسته د اوکراین تر ټولو مهم نظامي او مالي ملاتړ کوونکی هېواد شي.

مېرڅ، چې دا میاشت صدراعظم ټاکل شوی، ژمنه کړې چې د خپل سلف اولاف شولڅ پرتله به د اوکراین لپاره ډېر پیاوړی رول واخلي.

په سوډان کې کولرا ناروغۍ په یوه اوونۍ کې ۱۷۲ تنه مړه کړي دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۰۷:۱۹ GMT+۱

د سوډان د روغتیا وزارت وایي، چې په دغه هېواد کې د کولرا ناروغي (وبا) خپرېدو له امله په یوه اوونۍ کې ۱۷۲ تنه مړه شوي دي. د سوډان د روغتیا وزارت چارواکو الجزیرې تلویزیون ته ویلي، «یوازې تېره اوونۍ په دغه هېواد کې ۲۷۰۰ پېښې ثبت شوې دي.»

د سوډاني چارواکو په وینا، د کولرا ۹۰سلنه پیښې یوازې په خرطوم ښار کې ثبت شوې دي.

ویل کیږي، چې په دغه هېواد کې د کولرا ناروغي په داسې حال کې خپره شوې چې د چټک ملاتړ ځواکونو له‌خوا د ډرون بریدونو له امله د ښار د اوبو او برېښنا سیستم کډوډ شوی دی.

د یادولو وړ ده، چې د چټک ملاتړ ځواکونه (RSF) د ۲۰۲۳ کال د اپریل میاشتې راهیسې د سوډان له پوځ سره په جګړه بوخت دي.

طالبان: اووه ټانکره بې کیفیته تېل مو بېرته ترکمنستان ته ورګرځولي دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۰۶:۴۰ GMT+۱

په اقینې بندر کې د طالبانو چارواکي وایي، چې له ترکمنستان څخه وارد شوي، اووه ټانکره بې کیفیته تېل یې بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي. طالبانو ویلي، چې په یادو ټانکرونو کې وارد شوي تېل یې تر کتنو وروسته مسترد کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو تلویزون د راپور له مخې، په اقینې بندر کې ځایي طالب چارواکي وایي، دغو ټانکرونو ته یې له تخنیکي معاینې وروسته اجازه نه ده ورکړې، چې افغانستان ته ننوځي.

د دوی په وینا، چې دغو ټانکرونو کې د ملي نورمونو او معیارونو سره سم تیل نه وو راوړل شوي.

د یادولو وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم طالبانو په ګڼو ګمرکونو کې د ۱۸۴ ټانکره تیلو د مسترد کولو خبر ورکړې و.