نتنېاهو: د حماس ډلې مشر محمد سنوار ووژل شو

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنېاهو د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) اعلان وکړ، چې د حماس ډلې مشر محمد سنوار چې د دغې ډلې د پخواني مشر یحیی سنوار کشر ورور و، د اسراییلي پوځ په هوايي بریدونو کې وژل شوی دی.

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنېاهو د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) اعلان وکړ، چې د حماس ډلې مشر محمد سنوار چې د دغې ډلې د پخواني مشر یحیی سنوار کشر ورور و، د اسراییلي پوځ په هوايي بریدونو کې وژل شوی دی.
محمد سنوار د تېرې میاشتې په پیل کې د غزې په سویل کې د یوه روغتون پر وړاندې د اسراییلي هوايي برید هدف وګرځېد. نتنېاهو مخکې ویلي و چې امکان لري د حماس مشر په دغو بریدونو کې وژل شوی وي.
نتنېاهو د اسراییل پارلمان ته وویل: «په تېرو دوو ورځو کې موږ د حماس د بشپړې ماتې پرلور یوه حساس پړاو ته رسېدلي یوو.»
حماس تر اوسه د محمد سنوار وژل کېدل نه دي تایید کړي.

د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندنې لپاره د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکرون تمایل ډیر شوی، خو ډېپلوماټانو او شنونکو خبرداری ورکړی او وايي، ښايي په دې ګام سره اسراییل په غوسه شي او د لویدیزو هېوادونو ترمنځ اختلافات به لا ژور کړي.
رویټرز خبري اژانس د شنونکو او ډېپلوماټانو په حواله یوه راپور کې ویلي، که فرانسه د فلسطین دولت په رسمیت وپېژنې ښايي د لویدیزو هېوادونو ترمنځ درز لا ژور شي او دا درزونه به یوازې تر اروپايي هېوادونو محدود پاتې نه شي بلکې د اسراییل قوي ملاتړی هېواد امریکا به هم خپه شي.
فرانسوي چارواکي دا ګام د فلسطین په اړه د ملګرو ملتونو د جوړیدونکې ناستې وړاندې له سعودي عربستان سره په ګډه ارزوي.
پر همدغه مهال اېمانیول مکرون د چهار شنبې په ورځ د اندونیزیا د سفر پرمهال وویل:«یوازې یوه سیاسي حللاره کولای شي دایمي سولې ته لاره پرانیزي.»
د فرانسې ولسمشر زیاته کړه، پلان لري، چې له سعودي عربستان سره په ګډه ژر تر ژره په نیویارک کې د غزې په اړه یوه نړیواله غونډه جوړه کړي.
مکرون وویل:« زموږ هدف دادی، چې د فلسطین د دولت او اسراییل دولت د رسمیت پیژندنې او د دواړو هېوادونو د سولې او امنیت د حق لپاره یو نوی حرکت رامنځته کړو.»
د رویټرز د راپور له مخې، که مکرون دا پرېکړه عملي کړي، نو فرانسه به لومړنی لویدیځ هېواد شي، چې د فلسطین دولت په رسمیت پيژني.
پر همدغه مهال د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اېسپن بارټ ایدې رویټرز ته ویلي:« که فرانسه دا ګام واخلي، نو څو نور هېوادونه به یې هم تعقیب کړي.»
د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر ۷ نیټه باندې د حماس له خوا پر اسراییل له بریدونو وروسته مکرون د اسراییل ملاتړ وکړ، خو پر غزه د اسراییل بریدونو له ډیرېدو وروسته مکرون خپل دریځ کې بدلون راوست.
مکرون تېره میاشت ویلي و:« موږ باید د رسمیت پېژندنې لور ته حرکت وکړو، په راتلونکو میاشتو کې به دا کار وکړو.»
په ورته مهال اسراییلي چارواکي له میاشتو راهیسې هڅه کوي، چې فرانسه له دې پرېکړې راوګرځوي.

د اسټرالیا د پارلمان افغانی الاصلې غړې فاطمه پیمان له خپل یوه همکار نه د پارلمان د څار بنسټ ته له دې امله شکایت کړی، چې شراب څښلو ته یې هڅوله او پر میز د نڅا غوښتنه یې ترې کړې. سناتوره فاطمه پیمان وايي، چې دغه همکار یې د الکولو له ډېر څښاک وروسته بېادبانه څرګندونې وکړې.
هغې د استرالیا ملي تلویزیون ته وویل، « ویل یې راڅه یو څه شراب درته راوړم، چې پر مېز دې نڅا ووینم».
هغې زیاته کړه، « ما ورته وویل: وروره، نور بس! او بیا مې رسمي شکایت وکړ».
د پېښې دقیق وخت او د یاد همکار نوم نه دی خپور شوی.
فاطمه پیمان، چې په افغانستان کې زیږېدلې ده، د استرالیا د پارلمان لومړۍ حجاب اغوستونکې سناتوره ګڼل کېږي.
دا پېښه داسې مهال راپورته کېږي چې په ۲۰۲۱ کال کې یوې بلې مېرمنې بریټني هېګنز هم ادعا کړې وه چې یوه همکار یې دننه د پارلمان په دفتر کې جنسي تېری پرې کړی.
له هغې وروسته د پارلمان د چاپېریال په اړه یو توند راپور خپور شو، چې ډېر شراب څښل او جنسي ځورونې پکې یادې شوې وې.
سناتورې پیمان د فلسطین او غزې په مساله کې له کارګر ګوندسره خپلې اړیکې په ۲۰۲۴ کې پرې کړې.

اروپایي اتحادیې د چارشنبې په ورځ پر سوریې لګول شوي اقتصادي بندیزونه لرې کړل، چې د دمشق د بدلون او بیا رغونې ملاتړ وشي. دا اقدام د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د تېرې اونۍ له سیاسی هوکړې وروسته شوی.
اروپایي اتحادیه به لا هم هغه بندیزونه وساتي چې د اسد له حکومت سره تړاو لري او یا یې د امنیتي دلایلو پر بنسټ توجیه کوي.
همداراز، د مارچ میاشتې د تاوتریخوالي له امله به پر ځینو افرادو او ادارو تازه بندیزونه هم ولګوي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، د اتحادیې په اعلامیه کې راغلي، « شورا به د سوریې وضعیت له نږدې وڅاري او چمتو ده چې د بشري حقونو ناقضینو او هغو کسانو پر ضد چې په سوریه کې بېثباتي ته لمن وهي، نور بندیزونه هم ولګوي».

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، چې هند هڅه کوي د پاکستان اوبه بندې کړي، خو دا کار به هېڅکله هم عملي نه شي. شهباز شریف وویل، چې اوبه د ۲۴۰ میلیونه پاکستاني وګړو د ژوند اساس دی او د اوبو مخنیوی د بشري حقونو خلاف عمل دی.
هغه زیاته کړې: "هند غواړي زموږ د خلکو د ژوند لیکه (اوبه) د یوې وسلې په توګه وکاروي، خو موږ به هېڅکله دا کار ونه زغمو.»
نوموړي دا څرګندونې د اذربایجان د ملي ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.
هند د کشمیر په پهلګام کې تر ترهګریز برید وروسته نه یوازې پر پاکستان هوايي بریدونه وکړل، بلکې ددغه هېواد ډیپلوماټان یې هم له خپلې خاورې شړلي او د اندس د اوبو تړون یې هم ځنډولی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د چارشنبې په ورځ برلین ته ورسېد، چې د جرمني له نوی صدراعظم فریدریښ مېرڅ سره وګوري. دغه لیدنه د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې نوې دیپلوماتیکې هڅې برخه ده.
مېرڅ د اوکراین ولسمشر د فدرالي صدارت په ودانۍ کې له پوځي احترام سره ومانه.
رویټرز وايي، جرمني ښايي د امریکا له کمزوري ملاتړ وروسته د اوکراین تر ټولو مهم نظامي او مالي ملاتړ کوونکی هېواد شي.
مېرڅ، چې دا میاشت صدراعظم ټاکل شوی، ژمنه کړې چې د خپل سلف اولاف شولڅ پرتله به د اوکراین لپاره ډېر پیاوړی رول واخلي.
