• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پزشکیان: د سوله‌ییزو موخو لپاره د یورانیمو له غني کېدو نه تېرېږو

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۰۰:۳۲ GMT+۱

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له عمان ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، دغه هېواد د سوله‌ییزو موخو لپاره د یورانیمو له غني کېدو نه تېرېږي. نوموړی د سوله‌ییزې اټومي انرژۍ د کارونې په برخه کې د ایران پر حق ټینګار کوي او وایي: «که هغوی غواړي ډاډ ترلاسه کړي، هر ډول همکاریو ته چمتو یو.»

دا په داسې حال کې ده، چې رویټرز بیا د دوو ایراني سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ښايي ایران په لنډمهالي ډول د یورانیمو غني‌کېدل په دې شرط ودروي، څو متحده‌ایالات د دغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او د ملکي موخو لپاره د تهران د یورانیمو د غني‌کېدو حق په رسمیت وپېژني.
د ایران مرکچي پلاوي ته نږدې دې سرچینو د چهارشنبې په ورځ (د مې ۲۸مه)یادې خبرې شبکې ته زیاته کړې، چې که واشنګټن د تهران شرطونه ومني، له متحده‌ايالاتونو سره به ډېر ژر سياسي هوکړې ته ورسېږي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

په خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ نښته؛ د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان ووژل شول

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۲۰:۳۶ GMT+۱

له خوست نه ولسي سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په ټنیو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.

سرچینو د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) ویلي، چې دا پېښه د یاد ولایت د ټنیو ولسوالۍ په «للمۍ» سیمه کې رامنځته شوې او د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او یوه ښځه ټپي شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، په وژل شویو کسانو کې پلار، مېرمن، زوی او لور شامل دي.

همداراز د جګړې بل لور ته بیا یو تنکی ځوان وژل شوی دی.

سرچینو د دې پېښې د لامل په تړاو جزییات نه دي ورکړي او په خوست کې طالبانو هم تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي.

نتنېاهو: د حماس ډلې مشر محمد سنوار ووژل شو

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۶:۴۳ GMT+۱

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنېاهو د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) اعلان وکړ، چې د حماس ډلې مشر محمد سنوار چې د دغې ډلې د پخواني مشر یحیی سنوار کشر ورور و، د اسراییلي پوځ په هوايي بریدونو کې وژل شوی دی.

محمد سنوار د تېرې میاشتې په پیل کې د غزې په سویل کې د یوه روغتون پر وړاندې د اسراییلي هوايي برید هدف وګرځېد. نتنېاهو مخکې ویلي و چې امکان لري د حماس مشر په دغو بریدونو کې وژل شوی وي.

نتنېاهو د اسراییل پارلمان ته وویل: «په تېرو دوو ورځو کې موږ د حماس د بشپړې ماتې پرلور یوه حساس پړاو ته رسېدلي یوو.»

حماس تر اوسه د محمد سنوار وژل کېدل نه دي تایید کړي.

شهباز شریف: هند پر ۲۴۰ میلیونه پاکستانيانو اوبه نه شي بندولای

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۲:۳۸ GMT+۱

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، چې هند هڅه کوي د پاکستان اوبه بندې کړي، خو دا کار به هېڅکله هم عملي نه شي. شهباز شریف وویل، چې اوبه د ۲۴۰ میلیونه پاکستاني وګړو د ژوند اساس دی او د اوبو مخنیوی د بشري حقونو خلاف عمل دی.

هغه زیاته کړې: "هند غواړي زموږ د خلکو د ژوند لیکه (اوبه) د یوې وسلې په توګه وکاروي، خو موږ به هېڅکله دا کار ونه زغمو.»

نوموړي دا څرګندونې د اذربایجان د ملي ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

هند د کشمیر په پهلګام کې تر ترهګریز برید وروسته نه یوازې پر پاکستان هوايي بریدونه وکړل، بلکې ددغه هېواد ډیپلوماټان یې هم له خپلې خاورې شړلي او د اندس د اوبو تړون یې هم ځنډولی.

زیلینسکي د جرمني د ډېر ملاتړ ترلاسه کولو لپاره برلېن ته رسېدلی

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۲:۱۹ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د چارشنبې په ورځ برلین ته ورسېد، چې د جرمني له نوی صدراعظم فریدریښ مېرڅ سره وګوري. دغه لیدنه د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې نوې دیپلوماتیکې هڅې برخه ده.

مېرڅ د اوکراین ولسمشر د فدرالي صدارت په ودانۍ کې له پوځي احترام سره ومانه.

رویټرز وايي، جرمني ښايي د امریکا له کمزوري ملاتړ وروسته د اوکراین تر ټولو مهم نظامي او مالي ملاتړ کوونکی هېواد شي.

مېرڅ، چې دا میاشت صدراعظم ټاکل شوی، ژمنه کړې چې د خپل سلف اولاف شولڅ پرتله به د اوکراین لپاره ډېر پیاوړی رول واخلي.

په سوډان کې کولرا ناروغۍ په یوه اوونۍ کې ۱۷۲ تنه مړه کړي دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۰۷:۱۹ GMT+۱

د سوډان د روغتیا وزارت وایي، چې په دغه هېواد کې د کولرا ناروغي (وبا) خپرېدو له امله په یوه اوونۍ کې ۱۷۲ تنه مړه شوي دي. د سوډان د روغتیا وزارت چارواکو الجزیرې تلویزیون ته ویلي، «یوازې تېره اوونۍ په دغه هېواد کې ۲۷۰۰ پېښې ثبت شوې دي.»

د سوډاني چارواکو په وینا، د کولرا ۹۰سلنه پیښې یوازې په خرطوم ښار کې ثبت شوې دي.

ویل کیږي، چې په دغه هېواد کې د کولرا ناروغي په داسې حال کې خپره شوې چې د چټک ملاتړ ځواکونو له‌خوا د ډرون بریدونو له امله د ښار د اوبو او برېښنا سیستم کډوډ شوی دی.

د یادولو وړ ده، چې د چټک ملاتړ ځواکونه (RSF) د ۲۰۲۳ کال د اپریل میاشتې راهیسې د سوډان له پوځ سره په جګړه بوخت دي.