دین محمد حنیف: ان زموږ پګړۍ هم وارداتي ده

د طالبانو د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف وایي: «که څه هم په تېرو څلورو کلونو کې د صنعت او تولید په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي؛ خو بیا هم افغانستان یو مصرف کوونکی هېواد دی، چې ان پګړۍ، جای نماز، تسبیح او ټول لومړني د اړتیا وړ توکي مو له بهره واردېږي.»

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ سې شنبه (د غبرګولي ۶مه) د صنعت اوونۍ څلورم ملي او نړۍوال نندارتون په پرانيست‌ غونډه کې کړې وې.
هغه وایي: «موږ هغه مهال پر ځان بسیا کېدای شو، چې زموږ ټول پانګه‌وال، ملي سوداګر او صنعت کاران د یو بل ترڅنګ ودرېږي او لاس په کار شي؛ ترڅو هېواد له روان وضعیت څخه وژغوري.»
هغه وایي، د صنعت اونۍ نمانځنه او د صنعتي او تولیدي محصولاتو د نندارتون جوړول په ملي او نړۍواله کچه د دغه سکټور د پرمختګ په برخه کې یو اساسي ګام دی.
د دین محمد حنیف په وینا؛ اوس مهال په افغانستان کې تر بل هر وخت ډېر د پانګونې او صنعت پراختیا لپاره زمینه برابره شوې ده.
ښآغلي حنیف له بهرنیو پانګه‌والو غوښتي، چې د افغانستان په بېلابېلو او په ځانګړې توګه د صنعت په برخه کې پانګونه وکړي.
هغه دارنګه له هغو افغان سوداګرو چې له هېواده بهر یې پانګونه کړې، غوښتي چې د خپلې پانګې یوه برخه افغانستان ته انتقال کړي او د صنعت په برخه کې پانګونه وکړي.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان اوس مهال د یو داسې مارکېټ حیثیت لري چې کار پکې نه دی شوی.
د طالبانو اقتصاد وزیر وایي، افغانستان شاوخوا ۱۶ مېلیونه کاري ځواک لري؛ خو ځوانان د وزګارتیا له امله کډوالۍ ته مخه کوي چې ډېر یې په دغو خطرناکو لارو کې مري.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې تر بلې هرې برخې صنعت او سوداکرۍ برخې ته ډېر پام کړی دی.

پر طالبانو نیوکې دي، چې دغه ډله په خپله افغانانو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې پاتې راغلې او تر ډېره غواړي چې د پانګه‌والو له لارې دغه ستونزې حل کړي.