اېلان ماسک د ټرمپ حکومت پرېښود

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي وویل، چې له حکومت څخه د اېلان ماسک د وتلو خبر "سم" دی او «د هغه د رسمي وتلو بهیر به له نن شپې پیل شي.»

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي وویل، چې له حکومت څخه د اېلان ماسک د وتلو خبر "سم" دی او «د هغه د رسمي وتلو بهیر به له نن شپې پیل شي.»
د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس تر دې وړاندې د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی و، چې اېلان ماسک د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ حکومت پرېښی دی.د اسپېساېکس بنسټګر او د اېکس ټولنیزې شبکې مالک اېلان ماسک وویل: «د دولت د ځانګړي کارکوونکي په توګه زما د ټاکل شوې دورې له پای ته رسېدو سره غواړم له ولسمشر ټرمپ څخه د دې فرصت له امله وکړم.»

له خوست نه ولسي سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په ټنیو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.
سرچینو د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) ویلي، چې دا پېښه د یاد ولایت د ټنیو ولسوالۍ په «للمۍ» سیمه کې رامنځته شوې او د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او یوه ښځه ټپي شوې ده.
د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، په وژل شویو کسانو کې پلار، مېرمن، زوی او لور شامل دي.
همداراز د جګړې بل لور ته بیا یو تنکی ځوان وژل شوی دی.
سرچینو د دې پېښې د لامل په تړاو جزییات نه دي ورکړي او په خوست کې طالبانو هم تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي.
د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنېاهو د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) اعلان وکړ، چې د حماس ډلې مشر محمد سنوار چې د دغې ډلې د پخواني مشر یحیی سنوار کشر ورور و، د اسراییلي پوځ په هوايي بریدونو کې وژل شوی دی.
محمد سنوار د تېرې میاشتې په پیل کې د غزې په سویل کې د یوه روغتون پر وړاندې د اسراییلي هوايي برید هدف وګرځېد. نتنېاهو مخکې ویلي و چې امکان لري د حماس مشر په دغو بریدونو کې وژل شوی وي.
نتنېاهو د اسراییل پارلمان ته وویل: «په تېرو دوو ورځو کې موږ د حماس د بشپړې ماتې پرلور یوه حساس پړاو ته رسېدلي یوو.»
حماس تر اوسه د محمد سنوار وژل کېدل نه دي تایید کړي.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، چې هند هڅه کوي د پاکستان اوبه بندې کړي، خو دا کار به هېڅکله هم عملي نه شي. شهباز شریف وویل، چې اوبه د ۲۴۰ میلیونه پاکستاني وګړو د ژوند اساس دی او د اوبو مخنیوی د بشري حقونو خلاف عمل دی.
هغه زیاته کړې: "هند غواړي زموږ د خلکو د ژوند لیکه (اوبه) د یوې وسلې په توګه وکاروي، خو موږ به هېڅکله دا کار ونه زغمو.»
نوموړي دا څرګندونې د اذربایجان د ملي ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.
هند د کشمیر په پهلګام کې تر ترهګریز برید وروسته نه یوازې پر پاکستان هوايي بریدونه وکړل، بلکې ددغه هېواد ډیپلوماټان یې هم له خپلې خاورې شړلي او د اندس د اوبو تړون یې هم ځنډولی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د چارشنبې په ورځ برلین ته ورسېد، چې د جرمني له نوی صدراعظم فریدریښ مېرڅ سره وګوري. دغه لیدنه د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې نوې دیپلوماتیکې هڅې برخه ده.
مېرڅ د اوکراین ولسمشر د فدرالي صدارت په ودانۍ کې له پوځي احترام سره ومانه.
رویټرز وايي، جرمني ښايي د امریکا له کمزوري ملاتړ وروسته د اوکراین تر ټولو مهم نظامي او مالي ملاتړ کوونکی هېواد شي.
مېرڅ، چې دا میاشت صدراعظم ټاکل شوی، ژمنه کړې چې د خپل سلف اولاف شولڅ پرتله به د اوکراین لپاره ډېر پیاوړی رول واخلي.
د سوډان د روغتیا وزارت وایي، چې په دغه هېواد کې د کولرا ناروغي (وبا) خپرېدو له امله په یوه اوونۍ کې ۱۷۲ تنه مړه شوي دي. د سوډان د روغتیا وزارت چارواکو الجزیرې تلویزیون ته ویلي، «یوازې تېره اوونۍ په دغه هېواد کې ۲۷۰۰ پېښې ثبت شوې دي.»
د سوډاني چارواکو په وینا، د کولرا ۹۰سلنه پیښې یوازې په خرطوم ښار کې ثبت شوې دي.
ویل کیږي، چې په دغه هېواد کې د کولرا ناروغي په داسې حال کې خپره شوې چې د چټک ملاتړ ځواکونو لهخوا د ډرون بریدونو له امله د ښار د اوبو او برېښنا سیستم کډوډ شوی دی.
د یادولو وړ ده، چې د چټک ملاتړ ځواکونه (RSF) د ۲۰۲۳ کال د اپریل میاشتې راهیسې د سوډان له پوځ سره په جګړه بوخت دي.