طالبانو د امنیتي او تصفیوي کمېسيون په غونډه کې د رسمي پولو او فرضي کرښو په اړه خبرې کړې
طالبانو د امنیتي او تصفیوي کمېسيون په نوبتي غونډه کې د رسمي پولو او فرضي کرښو په اړه خبرې کړې دي. دغه کمېسیون وایي، چې په غونډه کې د سرحدي او فرضي کرښو سيمو د لا ښه کنټرول، د سرغړوونکو پر ضد د پیاوړو اقداماتو او د سرحدي همغږۍ د پیاوړتیا لپاره پر لازمو اقداماتو ټینګار وشو.
د دغه کمېسیون په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه غونډه د طالبانو د امنیتي او تصفیوي کمېسيون مسوول او د دغه ډلې د دفاع وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ ترسره شوه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه غونډه کې دارنګه د افغانستان عمومي امنیتي وضعیت و ارزول شو او د امنیت اړوند د بېلابېلو موضوعاتو په اړه بحثونه وشول.